لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ته چی تل د یوه سپین آس په لټه وی
لیکوال: پیرمحمد کاروان   نېټه: 27.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 ته به تل له جنګ سره په جنګ وی. ستا یوازینی هیله دا وه، چی پر هغه سپین آس پښه  واړوی، چی د لمر وزر لری، چی د ستورو او سپوږمۍ له نژاده وي. منم چې ۓپه دی لاره کې دی ډیر کړاوونه و ګالل. له  ډیر ریاضت نه وروسته  پر هغه سپین یاغې آس لاسبری شوی او ایل دی کړ. د سپین آس پر شمزۍ دی ورو ورو لاس راتیر اوه.  د یوه خواږه مښود احساس دی کاوه. د سپین آس په شمزۍ دی  د ابدیت زین واګاوه، د وړانګو قیضه دی ور واچوله او د لمر په ګامونو  دی روان کړ.

ای پر سپین آس سپور شهزاده، ته چې د لمر په ګامونو روان یې لږ خو شا ته هم را وګوره. موږ « د آس  په ترپ» کې  پراته واړه ستوری یو چی د تیارو جنګ ته دیوازی پریښودو، کله نا کله د لمر په وړانګو کی را غځیږه او موږ ټولو وړو ستورو ته سلام رالیږه. ای لیونیه! ته څومره هوښیار وختی، کله چی له جنګ نه ستړی شوی  په لوی لاس دی په خپله سپینه او نازکه توره داسی په خرپ وار وکړ، چې موټی یې ستا په لاس کې پاتی شو او تکی سپینی توری پورته آسمان ته پر  واز وکړ. هغه ده اوس هم ښکاری، چی د ځمکی د جاذبی له قوی نه وتلی ده او په آسمان کی د معشوقی د غوڅ  شوی لاس په څیر په منځنی ډول مخ پورته ولاړه ده. پر سر یې نازکه  دایره ښکاری او د خپل عاشق د............... و تصور یې له ځان سره راوی دی.
تاله سوبی او بری نه زیاته  پرتمینه او ښایستو کې ما ته وخوړه. ته کاملی ازادۍ  او ابدی سولی په غیږ کی ونیوی،جنګ دی وبایله، خو ټولو غمونو او خوشحالیو  ته دی ماتی ورکړ. تا خپله شاعری په ژوندیو انځورونو کې پلی کړه. ته څومره لوی انځور ګر شوی. تا د غم  یوه شهکار تابلو کې ستا کلی د ستورو  تر ډک آسمان لاندی د الینګار د سیند د دایمی شور په غیږ کې تر سیم شوی دی. ستاسو د هدیری په لمن کی د یوی ونی پر سر د دوه نیمو شپو هلال ستا د ماتی توری په څیر ورو، ورو راټیټیږی، داسی ښکاری چې له  هغه کب نه به غچ  واخلی چی ستا له لاس نه ښوییدلی و.
موږ د اوښکو نه په ډکو سترګو په جنګ کی له پښو غورزیدلی، په سینه پراته سپین آس ته ګورو. د هلال په جامه کی ستا ماته توره  د الینګار په سیند کی د هغه کب پر سینه راغور ځیږی، چې ستا له لاس نه ښوییدلی و.له پښو غورځیدلی سپین آس ورو ،ورو وزر پیدا کوی، ته پر آس سپوریې او د ښایست د ورکو جزیرو په  لور  د لمر په ګامونو ځی او زموږ له سترګو پناه کیږي.

موږ د ستورو تر ډک آسمان لاندی له اوښکو نه په ډک سترګو د ننګیال قبر ته ګورو.
 
بېرته شاته