لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
۴اپرېل زمادپلار څوارلسم تلین دی. اروا یې ښاده
لیکوال: نصیر احمد ستوری   نېټه: 07.04.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 ، پروفیسر انور ظفري وائې چې زه او کبیر په ۱۹۶۳ ع کال د اریانا په الوتکه کې ماځیګر بیروت ته ورسیدو.د بیروت په الکزار هوټل کښې موشپه شوه، نو کبیر راته ویل چې انور خانه؟ دا ډیر ښکلی وطن دی، عربانو خو ډیر کار کړی دی او مونږ خو هیڅ شی نه دي کړي. زه باید دخپل وېشل شوي پښتون قام او هېواد لپاره خامخا کار وکړم،،.


زما پلار غوښتل چې په ساه پوهنه کښې دلوړو زده کړو بشپړولو وروسته دقامي سېاست سره سره د پوهنې په ډګر کښې دخپلو هېوادوالو چوپړ ته ملاوتړي ،خو د ۱۹۷۸ع کال د غوائې (ثور) بدلون د محمد داؤد خان جمهوری دولت ړنګ کړ، د خلک ډیموکراتیک جمهوریت د نورمحمد تره کي په سرواله رامنځ ته شو.
څه دبره یوکال پس روسانو په افغانستان یرغل وکړ او د ببرک کارمل په مشرۍ ئې افغانستان اشغال کړ.
پلار مې دخپلو زده کړو د بشپړولو وروسته په جرمني کښې پاتي شواو د خپلو ملګرو سره یوځای يې په بې وطنۍ کښې دقامي سېاست دچتر لاندې داشغال په مقابل کښې هم خپلې هلې ځلې پیل کړې .
مونږ هم د ۱۹۸۲ کال په اخر کښې پېښور ته کډوال شولو. د پېښور دګلبهار سره نژدې په شاه ډنډ کښې اوسېدلو، زما پلار په ۱۹۸۳ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه زمونږ د لیدلو لپاره پېښور ته راغی. کله چې پېښور ته راورسید، نو ډلې، ډلې هېوادوال ،خپلوان، قامپرست مشران، ځوانان ، ملګري او سېاستوال به یې ستړي مشي ،هرکلي او لیدنې لپاره راتلل.
پلار مې د لیډي ريډنګ روغتون بولټن بلاک کښې دباچاخان بابا سره چې د درملنې لاندې وو دوه درې وارې لیدنه وکړه. د خان عبدالولي خان، محمدافضل خان لالا، لطېف لالا ، حاجي غلام احمد بلور او نورو ملتپالو مشرانو د لیدلو وروسته د ۱۹۸۳ ع کال جنورۍ په ۱۶ مه نېټه سهار د پرفیسر نظیر او نورو ملګرو سره کاکا صیب او بېا له هغه ځای نه تربېله ډېم ته تللي وو.
په همدغه ورځ دوه وارې څو کسان زمونږ کور ته د برېښنا د میټر د کتلو په پلمه راغلل . زمونږ د کور مخې ته یې هم یو څو کسان د لاس ګاړو، دمیوواو ترکاریو د خرڅولو په پلمه ګومارلي وو. چې بېا مونږ ته وروسته مالومه شوه، چې دا د جنرال ضېاالحق د مارشل لا نظام ځري (جاسوسان) وو.
پلار مې د ماښام اوه بجو شاوخوا له تربیله ډېم نه راستون شو، پدغه ورځ هم ډېر خپلوان او ملګري راغلي وو، او بیرته تللي وو، ویل یې چې سبا به بېا راشو. د ماښام ډوډۍ دخوړلو وروسته شاوخوا اته بجې ماښام ناڅاپه د ګلبهار د پولېسو د څوکۍ مشر(ایس ایچ او)، ګڼشمیر پولیس ،دوه ښځېنه پولېسانې او یومجسټرېت کورته راننوتل. زمونږ د کور شاوخوا یې ټوله کلابند کړيوه، په لسګونو پولیس يې په لارو او د ګاونډیانو کورونو په بلۍ ګانو هم د څارنې په پار ځای پر ځای کړي وو. زمونږ کورته راننوتلو سره سم یو کس چې د پولیسانو سره وو، زما پلار ولید تاڼه دار ته یې ویویل، چې همدا کبیر ستوری دی. تاڼه دار مې پلار ته وویل تاسې به مونږ سره پولېس سټېشن ته لاړ شئ . خپل بکس او ټول شېان، چې ستاسې دي راوښیوه. پلار مې ورته وویل، چې تاسې سره زما د نیولوکوم امر (ورانټ)شته؟ . تاڼه دار وویل، چې مونږ سره دا مجسټریټ صیب پخپله راغلی دي. بېا مې پلار ورته وویل، چې دا بکس زما دی، پاسپورټ ، ټکټ ، دیاداښتونه کتابچه او د تلېفون نمبرونه کتابچه ، د پښتنو ټولنیز ولسولېز ګوند بنسټېزې (منشورونه) ، پښتون رساله، سپرغۍ ، ولس غږ او پیر روښان مجلې اویوه د ویډیو کیمره چې مې پلار ځان سره راوړی وه واخستل. ښځېنه پولېسو تاڼه دار ته وویل، چې نورې کوټې ولټوو (تالاشي کړو)؟ ، پلار مې ورته وویل دا کوم شېان چې تاسې واخستل همدا زما دي، زه نور څه نلرم. تاڼه دار ښځېنه پولېسو ته وویل د نورې د تلاشۍ اړتېا نه شته.
زما پلار يې ځان سره روان کړ، پدغه وخت کښې ورته زولنې (هاتکړۍ) نه وې اچولې، کله چې مونږ هم د کوره راووتو، نو ترلسوګاړو پورې بولېسان راغلي وو، مونږ ترې تپوس وکړ، چې تاسې يې چیرته بېایی، تاڼه دار وویل، چې ګلبهار تاڼې ته. مونږ هم ګلبهار تاڼې ته ورغلو، تاڼېدار وویل ، چې له تاڼې نه پوځیانو بیولی دی او مونږ ته یې نوره پته نه شته .
بله ورځ په اردو او انګرېزي اخبارونو کښې خبرونه راغلل، چې د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ مشر کبیر ستوری په پټه (خوفیه ) پاکستان ته راغلی وو، ونیول ( ګرفتار) شو. لومړې یې پرې ۱۶ اېم پي او دفعه او بېا یې پرې نورې دفعې هم ولګولې، حال داچې پلار مې په فرانکفورت کښې د پاکستان وېزه اخستې وه او په پاسپورت راغلی وو.
تر شپږ ورځو پورې زما کاکا محمد نعیم خان ، خپلوان او ملګري ورپسې سرګردانه ګرځیدو، شپږ ورځې پس یو پولیس بې له دریشۍ زمونږ کورته راغی او زما دپلار یو لیک یې مونږ ته راکړ، پلار مې لېکلي وو، چې زه په بلاحصار کښې پوځېانو سره ېم. دې پولېس په پولېس لین کښې دنده لرله ،زما پلار د پولېس لین چارواکو روغتون ته راوستلی وو،خو پولیس یې مونږ ته د ناروغتېا څه ونه ویل او نه زما پلار پدغه لیک کښې دناروغتېا څه ېادونه کړې وه.
پلار ته مې د ېو کرنل ، یومیجر چې نومونه یې رانه هیر دي او د صوبدار ظهیر له خوا شوګیر ورکړل شوی وو او ورته ویلي یې وو، چې تاسې دپښتونستان دجوړولو لپاره افغان کډوال او نور ځایي خلک راوپاروئ ، د باچاخان لیدلو ته ورغلی یې او پاکستان ټوټه کول غواړې. ډېورنډ لاین نه منې مونږ ستاسې انتي سټیټ هلې ځلې په جرمني کښې هم څارلې اودومره یې شکنجه کړی (وهلی ) وو،چې بې هوشه شوی وو، جرنیلي هسپتال (لیډي ریډنګ روغتون) ته یې راوستلی وو، د روغتون نه یې بیرته بالاحصار ته بیولی وو، بیا یې شوګیر ورکړی او شکنجه کړی وو، چې یوځل بېا بې هوشه شوی وو،چې بېا یې شیرپاو روغتون ته بېولی وو او د ۲۶ جنورۍ نه تر ۳۰ م جنورۍ پورې په روغتون کې د درملنې لاندې و،په دویمه فرورۍ يې پېښور مرکزي جیل (پشاور سنټرل جیل) ته راوستلی وو، روغتېایې حالت يې ښه نه، نو بېا يې د جیل په روغتون کښې درملنې لپاره داخل کړی وو. له سنټرل جیل نه یې بیرته له بالا حصار ته او له هغه ځای نه یې هرېپور او ملتان جېلونو ته لېږلی وو.
د چارسدې د پړانګو خان ارشدخان زما د پلار ملګری وو او دهغه مشر ورور نوموتي وکیل بیرسټر اېن لا وصال محمد خان یې وکالت پغاړه واخست له اړوندو چارواکو ایف ایې ار راوغوښت. د خلاصیدو او دضمانت لپاره یې پوځي عدالت ته غوښتنلیک (درخواست) ورکړ. په ایف ایي ار کې
۱۶ ایم پي او، ۱۸ ایم ایل ار، ۳ ایم پي او او دوه درې نورې دفعې چې له ېاده مې وتلي دي لګېدلي وې. په لومړیو میاشتو کښې به یې پوځي عدالت (ملټري کورټ) ته وړاندې کاوه.
امنیسټي انټرنیشنل، د المان غږ راډیو، ملګرو او ژورنالستانو چېف مارشل لا اېډمنسټرېټر جنرال ضیاالحق ،پښتونخوا ګورنرجنرال فضل حق او دکورنیو چارو وزیر محمود ای هارون ته لیکونه ولیږل دغه راز دویچه ویلې المان غږ راډیو مشر دجرمني سېاستوالو او دحکومت څخه د کبیر ستوري د راخلاصیدلو لپاره غوښتنه وکړه.
د جرمني هونوریبل کونسل ښاغلي بریژنسکي د پښتونخوا ګورنر جنرل فضل حق نه د کبیر ستوري په ضمانت د خلاصون امر واخست، خو پوځېانو یې خلاصول وځنډول.
بیرسټر وصال محمدخان د پېښور سېشن جج نه په ضمانت د خلاصیدو لپاره کاغزونه داخل کړل، د ضمانت د منظورۍ په ورځ دوه پوځېان سیشن جج ( قاضي) ته راغلل اود ضمانت مخه یې ونېوله،خو سېشن جج یې د پېښور جیل ته د رابدلیدو او په جیل کښې د بي کلاس غوښتنه ومنله .
زما پلار یې پېښور بندې خونې (سنټرل جیل) ته راولېږه او په جیل کښې يې ورته بي کلاس، چې سېاسي بندېانو ته ورکول کېږي ورکړ. کله چې د پېښور جیل ته راغی، نو د لسو نه نیولې تر پینځلسو ورځودننه دننه به يې کچروعدالت ته وړاندې کاوه، دکچرو قاضي یې د کېس پرېکړه نه شوه کولی، ځکه چې د پرېکړې واک یې د پوځېانو /پوځي عدالت (ملټري کورټ) سره وو. دکچرو عدالت به ېواز ې په جیل کښې د پاتې کیدو موده دلسو نه تر پینځلسو ورځو پورې غزوله او بیرته به يې جیل ته لېږلو، داچې زما پلار باندې د لېدنې کتنې (ملاقات) بندېز وو، نو په همدې وخت کښې به مونږ ، نورو خپلوانو او ملګرو ورسره ملاقات کاوه او د کچریو د باندې به ورسره ښه ډېر وخت ناست وو. کله کله به ورسره ترلسو کسانو پولېسان راتلل او کله کله به ورسره پېنځه شپږ کسان وو، چې کله به ورسره کوم ښه پولیس افسر ملګری وو، نو تر ډېر وخت پورې به ورسره ناست وو، ځینو پولېسانو ته به مو چای پاني (روپۍ) هم ورکولې.

داچي زما د پلار سره په ملاقات کولو بندېز وو، نو مونږ به په جیل کښې د بل ملګري نوم لیکلو چې کله به یې ددغه ملګري نوم واخست، نو مونږ به ورغلو د پلار لپاره به چې د اړتېا توکي ، کتابونو او جامې راوړې وې ورکړل . د پلار به مې چې نور څه پکار وو، نو په لیک کښې به لیکلي وو او دغه کس به یې مونږ ته لیک راکړ
په ۱۹۸۴ اوړي کښې د المان د سوداګرۍ اواقتصاد وزېر (د ایف ډې پې ګوند پورې یې تړاو لره ) پاکستان ته راغلی وو. هغه د جنرال ضېاالحق سره کتلي وو، زما د پلار د خلاصولو یې ورته ویلی وو، ضېاالحق د پاکستان څخه زما د پلار د وتلو امر کړی وو، پوځېانو سپېشل برانچ ته دنده سپارلې وه، چې کبیر ستوری بیرته جرمني ته ولېږئ
په سپېشل برانچ کې د قاضي صلاح الدین خان ماما ايس ايس پي شمس الدین خان زما د پلار د لېږلو دنده په خپله غاړه اخستې وه، نو شمس الدین ماما ېوازې یو پولېس افسر( انسپکټر) زما د پلار سره کړی وو. زما پلار کور ته راغي، تر ماښامه همدلته وو، دا چې د شپې لپاره يې کور کښې دپاتې کیدو اجازه نه لرله ، نو په خیبر بازار کښې په یوه هوټل کښې مو ورته کوټې نیولې وې.
قاضي شمس الدین خان ماما زما د پلار پاسپورت له اړوندوچارواکو څخه راواخست، دا چې د پاسپورت وخت تیر شوی وو، نو زما د پلار خوری ښاغلی شاه محمود مېاخیل اسلام اباد ته لاړ او د جرمني په سفارت کښې یې پاسپورټ نوي کړ. په بل سبا باندې زما پلار په پېښور کښې زمونږ او د نورو خپلوانو سره مخه وکړه. اسلام اباد هوايي ډګر کښې د سپېشل برانچ دغه ګومارل شوي انسپکټر زما پلار په الوتکه کښې د جرمني په لور د ېونېم کال سېاسي بند وروسته رخصت کړ.
په ۱۹۹۳ ع کال محمدافضل خان لالا د بینظیر بوټو په حکومت کښې وزیر شو، نو بينظیر بوټو دخان لالا په غوښتنه زما په پلارد پاکستان راتګ بندېز لرې کړ. او بېابه مې پلار پښتونخوا ته ازاد تګ راتګ کاوه، په غونډو ، سیمېنارونو او کنفرانسونو کښې به یې برخه اخسته او ګډون به یې کاوه.
ښاغلی لایق زاده لایق دډاکتر کبیر ستوري په ژوند او مبارزه کښې وائي چې د زده كړې سره سره ستوري په جرمني كې د ډېرو پښتنو/ افغانانو زده کړه ېالو (محصلينو) سره خپلې اړيكې ساتلې او وخت په وخت به يې پښتنو (افغانانو) ته په ورپېښو ستونزو خبرې او غونډې كولې. كله كله به یې د ستوري په نوم شاعري هم كوله.
ښاغلى ستوري د افغانستان نه له ځان سره د ملي او قامي وحدت يو سوچ او د پښتنو د ترقۍ يو خوب وړى و. هم ددې سوچ ترمخه هغوى په كال 1965ع كې
Afghan Students Association
بنياد كېښود او په لومړي ځل باندې يې خواره واره افغان زلمي تر يو بېرغ لاندې راغونډ كړل. مونږ دا ويلاى شو، چې دا د ستوري وړومبى شعوري سياسي ګام و، چې په پوره حوصله او باور يې پورته كړ.
په 1972 كال كې ښاغلي ستوري د يوه بل تنظيم "جنرل يونين اف افغان سټوډنټس" مشري په سر واخيسته. همدا رنګه ورځ تر ورځه د ستوري د ميېنانو حلقه زياتېدله او ډلې ډلې افغانانو (پښتنو) له هغه سره رابطې پيل كړې.
ستوري په خپل ذاتي (شخصي) ژوند كې د ډېر ساده مزاج خاوند و، له انسانيت سره مينه د هغه شعار و، په علم او پوهه يي كلك باور درلود، نو ځكه يې د پښتنو ترقي او پرمختګ يوازې د علم او پوهې په حاصلولو كې ليده. له هر چا سره به يې په نرمه او خوږه لهجه خبرې كولې. هر چا چې به ورسره ليده كاته كول، د ستوري له خبرو څخه به يې خوند اخيسته. داسې پښتانه به ډېر كم وي، چې ستورى صيب يې په ژوند ليدلى وي او د هغه د ښو اخلاقو اعتراف به يې نه وي كړي.
 
بېرته شاته