لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه
 
د یوې ژوندۍ هستۍ یادؤنه
لیکوال: نعمان دوست   نېټه: 03.03.2020   خپرونکئ:   سمسور  

د ناشناس سندرې مې آن په ماشومتوب کې اوریدې. داسې وخت هم راغلی چې د (محبت اول اسانه...) سندره به مې د ورځې څو ځلې اوریدله. زموږ یو ټیپ و. داسې بټن یې درلوده چې د هغې په کارولو به کسیټ له ختمیدو وروسته، بیا اتومات پلې کیده. له مشرانو پټ به د خوب خونې ته لاړم، د ناشناس کسیټ ته به مې هماغه بټن کیکاږله، غږ به مې ورته ورو کړ او نور به مې کمپله په سر راکش کړه.

په دې سندرو کې یوه بله هم وه چې د ځینو بیتونو په مانا یې نپوهیدم؛ خو خوښیدله مې او دا سندره د ( دا د مستو پسرلی دی، دا د اور سبزه کوبي ده...) وه. د دې سندرې یو بیت عجیبه و او ناشناس هم په عجیبه انداز ویلی و. سر مې پرې نه خلاصیده؛ خو په شوق مې اوریده او باربار مې ځکه اوریده چې ګوندې پوه شم څه وايي: (( په موج خیزه هیبت راغلې د فلک سیلابي کریغې، زموژ کشتۍ یې ډوبوله، خپل دریاب یې توپاني سو))
ما ویل کاش د دې شعر له شاعر سره مخ شم او ورته ووایم چې دا بیت دې څه مانا لري؟ خو دا فرصت کله میسر و. زه له وطنه ډير لرې د یوه کډوال په توګه په خړ کیمپ کې اوسیدم او هیڅ نپوهیدم چې د دې بیت شاعر به په کومه خاوره وي.
د دې شاعر ځینې نورو شعرونو مې هم زړه ته لاره وکړه او هغه هم د ناشناس له برکته.
د ښاغلي حامد کرزي په لومړۍ دوره کې وزیر اکبر خان کې د پاکستان پخواني سفارت مخامخ د یوې ودانۍ کوچنۍ خونې ته ننوتلم. دا هغه وخت و چې ځوان شاعر، د منظومو شاعر، کره کتونکی او د پښتو ادب ستر نوم ښاغلی عبدالغفور ليوال د اساسي قانون مجلې مسوول مدیر و او همدا یې کاري خونه وه. موږ خپلو کې خبرې کولې چې یو دوه کسان راننوتل. یو پکې نری سړی و چې عینکې یې په سترګو کړې وې. چې څنګه ورته لیوال صیب پورته شو، غیږ یې ور پرانیسته او په درناوي یې وویل: جهاني صیب دې په خیر راشي... نو ماته خپل ماشومتوب په یاد شو، ما ویل ژر ورته هماغه بیت ووایم او بیا ور یاده کړم چې د دې بیت مانا موندلو ماشومتوب کې څومره سرګردانه کړی وم او څومره مې ستا د لیدلو ارمان کاوه.
مشر شاعر، محقق او مورخ عبدالباری جهاني یو غنیمت شخص دی. غنیمت یې په دې کې دی چې په یوازې ځان له څو ځوانانو ډيره انرژي لري او د نیکمرغۍ ځای خو دا دی چې دا انرژي یې ولس او ژبې ته وقف کړې ده. دا ځواک د تاریخي واقعیتونو په راسپړلو، روښانولو او د خپلو خلکو د معلوماتو د کچې په لوړولو کې لګوي.
جهاني صیب ته یو بل ستر اعزاز هم حاصل دی او هغه د ملي سرود د لیکلو دی. که څه هم ملي سرود ته ګڼ ریايي چوکاټونه تعیین شول او شاعر ته چوکاټ داسې وي لکه مرغه چې قفس کې بند کړې او بیا ترې د غوره الوت تماشا وغواړې؛ خو جهاني صیب د خپل درایت، په الفاظو او فکر د حاکمیت له برکته ښه شعر ولیکه او دا دی اوس د میلیونونو افغانانو پر ژبه دی او د غږولو په وخت کې ورته لاس په نامه ولاړ وي.
خو زموږ بې قدره خلکو او حکومت د خپل ملي سرود شاعر ته هغومره قدر ورنه کړ، کوم چې حفیظ جالندهري (۱۹۰۰ – ۱۹۸۲) ته د ( پاک سرزمین شاد باد...) په لیکلو حاصل و.
زه وخت نا وخت تاند ویبپاڼې ته سر ورښکاروم او چې کله د تاریخي مطالعې په موډ کې اوسم نو د جهاني صیب لیکنې پرانیزم او له لوستلو وروسته ورته د اوږد او له روغتیا د ډک عمر دعا کوم. زموږ دا محقق په ګڼو ژبو حاکم دی، خپلې هرې لیکنې پسې په بیلابیلو ژبو لیکل شوي معتبر اثار راسپړي او بیا یې په خورا دقت، امانت او جرئت شیره موږ ته راټولوي.
دا مشر اوس شاوخوا (۷۲) کاله عمر لري. دا داسې عمر دی چې ډير خلک پکې استراحت کوي، کټونو کې پراته وي، خوري څښي او ارام کوي؛ خو جهاني بیا داسې نه دی، لوستل کوي لیکل کوي او خپلې ژبې ته خدمت کوي.
دا علمي شخصیت په (۲۰۱۵) کال کې د معمول خلاف؛ پرته له دې چې بنډلونه وویشي، د خپل نوم او ښې ماضي له برکته د اطلاعات او فرهنګ وزیر شو؛ خو لږ وخت وروسته یې ناروغتیا پلمه کړه او په عزت یې رخصت واخیست شاید هغه څه چې ده غوښتل، هغه یې نشو ترلاسه کولای او یاغي فکر یې د حرص په کوچنیو لومو کې تړلو ته نه پریښوده. ځکه چې د ده تندی هر فرمایش ته د سجدې لپاره نه و پیدا شوی، په همدې دلیل تندي ماتولو ته حاضر شو؛ خو لګولو ته نه (*)
په هرصورت؛ نن مې تاند کې ولوستل چې د دې سپین ږیري، حقداره، خواریکښ او نه ستړي کیدونکي محقق د یوه تاریخي تحقیق دویم ټوک ( تاریخي څیړنې) له چاپه راوتلی. ده او موږ ټولو ته دې مبارک وي. رب دې له صحت سره اوږد عمر ورکړي چې خپلې محرومې ژبې ته لا نور ډير کار وکړي.
---
خالق مې ککرۍ سجدې ته نه ده پیدا کړې – تندیه ماتوم دې لګومه خو دې نه – عبدالباري جهاني(*)
 
بېرته شاته