لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه
 
زمونږ د سیمې نصیر احمد او د پښتو شهاب
لیکوال: محمدالله تبسم   نېټه: 23.12.2019   خپرونکئ:   سمسور  

په نړیواله کچه د نیشنلیزم او یا نیشن پالانو دعوه چې د نیشنلزم فکر د انسان په فطرت او نیچر کې نغښتی دی اوهر انسان په خپل ذات کې یو نیشنلسټ یا قوم پرست دی. زه  د نیشنلستانو  په دې دعوه خبرې نه کوم. خو کله مې چې دا خبره په یوه کتاب کې ولوستله ورته حیران شوم. له ځانه سره مې ویل چې ښا زه نو هم به فطري ډول نیشنلسټ یم. خو له هغې وروسته مې په ډیرو ځایونو کې فکر کړی او متوجه شوی یم چې غیر ارادي رانه قوم پالنه شوې ده.

 
دا خبره په دې پورې. چې زمونږ د سیمې نصیر احمد پورې رایاده شوه.
 
یو وخت وو چې شهاب مې نه پیژنده. خو په تولنیزه شبکه فیسبوک کې راسره ملګری وو. د خپل ذوقي فطرت له مخې چې کله هم فیسبوک لټوم نو بس ګرځم او د شاعرانو په والونو به خپرو شوو اشعارو کې داسې شعرونه لټوم چې باید بې اختیاره ورته واه وکړم.
 
زه ګلچین نه یم یارانو خو څه چل دی
 
چې سپرلی راشي نو ګوتې مې تخنیږي.
 
بس چې کله ګلابي حسن ، یا هنر ووینم هسې ورته بې اختیاره او بې واکه شم. زړه مې چوي چې ستاینه یې ونه کړم. له ځانه سره وایم چې هسې نه چې د ښکلاګانو ارواوې رانه خفه شي. چې ښکلا دې ولیده او ورته بې اختیاره نه وي.
 
ځیر ځیر درګورم خام خام غږیږم
 
په همدې فیسبوک کې مې یو ورځ د نصیر احمد شهاب په وال یو غزل ولوسته . په غزل کې یو بیت وو چې.
 
زه د هر فلم په هره جلۍ بیل مین یم
 
زما په هر حسن جلا جلا الفت راځي .
 
دا بیت وو چې بې اختیاره او بې واکه یې کړم. واه واه واه او به لا یتناهي عدد مې واه واه ورته ولیکل. خو داسې مې هم له ځانه سره ویل چې خام خام غږیږم. له ځانه سره مې چې یواځې واه واه کول خامه غږیدا ده. نو مې ددې سړي مخپاڼې ته یوه شپه وټاکله. شاعري مې ولوسته. په رښتیا په بعضې ځایونو کې مې داسې افاقي شعریت حس کړ چې په دعوې سره وایم چې تر اوسه مې د ډیرو لویو لویو شاعرانو په شاعرۍ کې نه وو حس کړی. نو مې د ګوټو د تخنیدو له وجې ورته پیغام وکړ او دا مې ورته وویل چې دا کومه حسن تراشي چې ته کوې ډیره خوندوره ده. زه دا خبرې را لنډوم خو همدا وجه شوه چې شهاب مې پیدا کړ. او سره مو ولیدل. خو چې ومې لید نو چې د سیمې پوښتنه مې ترې وکړه هغه زمونږ د سیمې او زما په ماماګانۍ کې وو.
 
یوه ورځ مې یو چیرته د شهاب په شعر خبرې کولې او ستاینه مې کوله. په مجلس کې ناستو کسانو راته د سمت پرست نوم راکړ. ما هم ورسره ومنله. خو په داسې انداز چې نصیر احمد زمونږ دسیمې دی خو شهاب د ټولې پښتونخوا دی. او طمعه کیږي چې شهاب د تولې دنیا شي.
 
اغه غني خان د منصور حلاج په نوم نظم کې وايي
 
دا نه دی منصور نه دی
 
دا تش نور دی د جانان
 
منصور خو پخوا ډوب شو
 
دا سرور دی د جانان
 
زه وایم چې شهاب خو زمونږ د سیمې نصیر احمد شاته پریښود. او دا ښه تصادف وي. اغه نصیر احمد چې د ماهیپر په غرونو او د کوټګۍ په راغونو کې رالوی شوی او ګرځیدلی وو. اوس فناه دی. او یو شهاب یې ترې ځای نیولی چې نن دادی د پکتیا د ملګرو شهاب دی.
 
زه دا دعوه چې د هنر د پردو نه د شعر کومه پرده چې شهاب راته غږوي په ډیر عجب او ښکلي او کله کله یې په لاهوتي او ملکوتي انداز غږوي. ډیرې دلایل دي چې شهاب د ښو شاعرانو په کتار کې دروي. دا چې ما مخکې وویل چې زه دعوه کوم نو د دعوا د حقوقو له مخې د هرې دعوې لپاره باید صورت دعوه تنظیم او تحریر شي. زه هم دا په ځان لازمه ګنم او د خپلې دعوې لیکلی بڼه به د وخت سره خپره کړم. خو دا دعوه له اوسه ثابتوم چې شهاب ډیر خوندور او هنري شعر غږوي. او زمونږ په درون کې د شعر د خوند لپاره انسان کله کله ورته بې اختیاره شي. او دا لنډۍ پرې ثابتیږي. چې
 
ظالمې! ټوله راپه شا شه چې دې وړمه.
 
نور نو شاید ملګرو زما نه شهاب ښه درک کړی وي. زه له شهاب نه د عمر په لحاظ مشر یم او د مشر په حیث ورته د یوازې د شاعر شهاب او د زمونږ د شعري ذوق د خړوبولو لپاره د اوږد ژوند دعا کوم.
 راځئ د شهاب دې غزل ته نڅیږو 

غزل
 
چې يوه ساه به مې رخصت کړه بله ساه به راغله
 ژوند چې به نه منع کېده رانه. خندا به راغله
 
چې درد به واخيستم او سر به مې سرتور کړ پسې
 زړه ته به مينه راغله. شونډو ته دوعا به راغله
 
ته به له خپله ځانه. څو. حده. اوچته. لاړې
 نو مابه ځکه سترګې ټيټې کړې حيا به راغله
 
بې غَوره ډېره وه خو ځکه له زړه ونه وته
 چې به مې لږه ډېره هېره شوه نو بيا به راغله
 
دې تصادف زموږه مينه بر قراره کړله
 ما به چې کله دروازه وهله دا به راغله
 
د څومره خلکو ماته هيلې وې او زه څه ومه؟
 ما چې به خپل قامت ته وکتل ژړا به راغله
 
 زښته ډیره مننه  
 

 

 
بېرته شاته