لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه
 
ونه مې د ژغورلو وسیله شوه!
لیکوال: لغل اریوبی   نېټه: 23.12.2019   خپرونکئ:   سمسور  

 د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پر ودانۍ ۱۳۹۷ کال د مرغومي په درېمه نیټه د ترهګریز برید په اړه زما مستنده کیسه


د ماسپښین درې بجې او پینځلس دقیقې وې، د ډزو غږونه مې تر غوږ شوه. ډېر ژر پوه شوم، چې ډزې موږ ته نږدې دي. زما دفتر د ودانۍ په دویم پوړ او د اوږد دهلیز په وروستۍ برخه کې و، د وتلو لپاره یې یوازې یوه عمومي دروازه درلوده، چې کارکوونکو او مراجعینو پرې تګ را تګ کاوه او د دهلیز په دواړو خواوو کې د مامورینو دفترونه وو. په وارخطایۍ له څوکۍ راپورته شوم، د دروازې پر لور ورغلم، تر څو له امنیتي کسانو پوښتنه وکړم، خو امنیتي مسول په بېړه راننوت، په لوړ غږ یې وویل: وسله والو زموږ پر دفتر برید کړی، د عمومي دروازې ساتونکی وژل شوی، ځانمرګي بریدګر ودانۍ ته راننوتي او دویم پوړ ته د راپورته کېدو په حال کې دي. زه د دفتر په منځ کې هېښ ودرېدم، له دې سره په اوږد کانګریټي دهلیز کې د مرمیو او لاسي بمونو اوازونه او د
همکارانو دردناکې چیغې پیل شوې.

امنیتي مسوولینو ته مې وویل، چې بهر ووځئ، د نورو همکارانو د ژغورلو لپاره وسله والو سره مقاومت وکړئ. د امنیتي مسوولینو له وتو څو شېبې وروسته وسله وال، چې په درندو وسلو، لاسي بمونو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وو، زما د دفتر اړوند کوچني دهلیز ته را ورسېدل. د ډزو غږونو زور واخیست، د باروتو تریخ او تېز بوی د دروازې له درزونو زما دفتر ته راننوت او فضا یې ګردجنه کړه.

تر دې وړاندې داسې پېښې سره نه وم مخ شوی، ناکراره وم او هم مهاله مې په دې فکر کاوه، چې څنګه له دې ځایه ژوندی ووځم. یو څه ناهیلي شوم، فکر مې وکړ د ژوند وروستۍ شېبې مې دي، دلته یو څه تم شوم او بیا مې د دفتر بېړنۍ دروازې ته چې د مجلس په خونه کې وه ځان ورسوه، دا ځای هم د ډزو تر اور لاندې و. ټولې لارې مې د ځان پر وړاندې بندې وګڼلې او له دې ځایه د ژوندي وتلو هیلې مې یو څه مړاوې شوې. په چټکو ګامونو بېرته خپل دفتر ته ور وګرځېدم او د کاري مېز ترڅنګ ودرېدم، موبایل مې په لاس کې و، خو نه پوهېدم څه پرې وکړم او چاته زنګ ووهم؟

ځان مې محاصره او د وتلو ټولې هڅې ناکامې وګڼلې، سترګې مې پټې کړې، د ژوند آسانۍ، سختۍ، خوښۍ او غمونه مې لکه د فلم د یوې صحنې په څېر ذهن کې تېر کړه. د خپلې مېرمنې او دریو کوچنیو ماشومانو راتلونکی حالت مې انځور کړ، چې زما په نشتون کې له څومره سختیو او کړاوونو سره مخامخ دي، خو بیا مې هم هیله له لاسه ورنه کړه او د ځان ژغورنې د نور هڅو په لټه کې شوم.

له څه شېبې فکرونو او ناهیلۍ وروسته مې ځان یو څه سمبال کړ، ډزې نورې هم ډېرې او تېزې شوې وې او ټوله ودانۍ یې په سر اخیستې وه، ومې ویل، په داسې حالت کې ګير پاتې کېدل ښه خبره نه ده. د دفتر لومړۍ برخې ته، چې پخلنځی هم ورسره نږدې و ورغلم، د پخلنځي دروازه مې په ډېر احتیاط پرانیسته، ګورم چې په پخلنځي کې اشپز او همکار یې لړزې نیولي غونج ناست دي. زما په لیدو نور هم را ټول شوه او له سترګو یې د وېرې بڅرکي بادېدل. د ځان او د دوی په بد حالت او خپلې بې وسۍ مې زړه بد شو. وسله والو د لاسي بمونو غورځول پیل کړه، زما وېره زیاته شوه، فکر مې وکړ، چې ممکن دېوالونه نسکور او تر موږ راورسېږي.

ناڅاپه مې د دفتر د بالکون دروازې ته پام شو، بېرته خپل دفتر ته ورننوتم او د بالکن دروازه مې خلاصه کړه، په ډېر احتیاط بالکن ته ورووتم، خو دا وېره را سره وه، چې له کومې خوا په نښه نشم، یو او بل لور ته مې وکتل، یو څه ډاډه شوم او په دې هڅه کې شوم، چې لاندې ښکته شم، خو کله مې چې د بالکن او دېوال تر منځ نږدې پینځه متره اوږدې فاصلې ته وکتل یو څه ټکنی شوم او له دې ځایه تر دېواله ټوپ وهل راته ستونزمن او ناممکن ښکاره شوه، خو ژر مې سترګې پر هغه ونه ولګېدې، چې د ودانۍ او عمومي دېوال تر منځ ولاړه وه.

څو ورځې وړاندې همکارانو د دې ونې د اره کولو پرېکړه کړې وه، خو ما یې مخالفت وکړ. زړه مې غټ کړ او ځان مې یو څه باجراته ونیوه، له کړکۍ مې په ډېرې سختۍ ونې ته ځان ورسوه او له دې ځایه مې دیوال ته، چې اغزن سیم پرې تېر شوی و، ورټوپ کړل او له هغه ځایه مې ودانۍ نه بهر عمومي سړک ته ځان وغورځاوه.

ټوله کوڅه تشه وه، خلکو د برید له وېرې سیمه پریښې وه، زما لاسونه او پښې په اغزن سیم ټپي شوي وو، بهر نه مې ودانۍ ته وکتل، د څلور پوړیزې ودانۍ په کانګریتي خونو او دهلیزونو کې لا هم ډزو انګازې کولې، د هرې خونې له کړکۍ لوګي راوتل، زه په داسې حال کې چې ژغورل شوی هم وم، خو ذهن مې دفترونو کې د ایسارو همکارانو چیغو، په وینو لړلو جسدونو او پر ودانۍ لګېدلي اور تسخیر کړی و.

ټولو فکر کاوه، چې د بریدګرو له خوا په نهه ساعته اوږده جګړه کې وژل شوی یم، خو ما د خپلې ژغورنې دلیل د شهیدانو د کورنیو دعاوې ګڼلې، چې له داسې یوه ناورین نه روغ رمټ راووتم. د پېښې یو کال پوره شو، خو زه لا هم هر شپه د بدو خوبونو او شدید سر درد له کبله سم خوب نه شم کولای، پر ذهن مې لا هم د پېښې سیوری پروت دی.

په دې خونړۍ پېښه کې د ګاونډي ټولګټو چارو وزارت د کارکوونکو په ګډون نږدې اوویا کسان شهیدان او ټپیان شوي وو. د شهیدانو په منځ کې د دې وزارت د شپږم بست ۲۵ کلنه ماموره ترینا هم شامله وه، چې د بریدګرو له لوري د خپلې یو نیم کلنې لور حسنات د سترګو پر وړاندې په ډېرې بې رحمۍ په شهادت ورسول شوه. دریم پوړ کې بند پاتې همکاران چې په پيښه کې ژغورل شوي همکاران کیسه کوي چې، ترینا په دریم پوړ کې وه، د ډزو په اورېدو په بېړه له وړکتونه خپله کوچنۍ لور را اخلي، یو خوا بله خوا ګوري ویني، چې شاته د تېښتې کومه لار نشته، په داسې حال کې چې کوچنۍ لور یې هم په غېږ کې نیولې د دفتر دهلیز ته منډه اخلي، هڅه کوي د عمومي دروازې له لارې ووځي، خو لا یې په دهلیز کې څو ګامه نه وي اخیستي، چې وسله وال په مخه ورځي. ترینا په دغه وخت کې د ځان ژغورنې ترڅنګ غواړي خپله لور هم وژغوري. کوچنۍ لور په غېږ کې وسله وال کس سره کش وګیر کوي، خو لاسونه یې ټپي کېږي. وسله وال یې لور له غېږې غورځوي، دا په ډزو ولي او غورځیږي.

حسنات د مور له مړینې وروسته نهه ساعته د هغې بې روحه او په وینو لړلي جسد تر څنګ ژاړي تر دې چې څه یې ژړا د زړه زور اخلي او څه د سړې هوا له وجې بې هوښه کېږي. د وسله والو له وژلو وروسته امنیتي ځواکونه د ایسارو یا وژل شویو کسانو پلټنه پیلوي، د حسنات پر مور او په وینو لړل شوې ژوندۍ، خو بې هوښه حسنات یې سترګې لګېږي. دا او مور یې راپورته کوي، مور یې لار جلا کړې وي، خو حسنات کوما تللي وي او لس ورځې په روغتون کې بستري کېږي.

تر نږدې نهه ساعته مقاومت وروسته پینځه بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شوه، زموږ یو شمېر ایسار همکاران ژوندي را ووتل او د ځینو یې په وینو لړلي جسدونه را وویستل. له برید څه مهال وروسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ودانۍ بېرته ورغول شوه، خو هغه ټپونه، چې په دې پېښه کې زموږ د شهیدو شویو همکارانو د کورنیو د غړو په زړه لګېدلي، رغول یې سخت او ناممکنه چاره ده.
 
بېرته شاته