لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه
 
یو زړه سواند او بابا شوی شاعر
لیکوال: عبدالهادي هادي   نېټه: 21.12.2019   خپرونکئ:   سمسور  

په تیرو دیرش څلویښتو کلونوکې بل هیڅ شاعر ، د پښتو شعر پر ستیجونو او محفلونو کې هومره فعال حضور نه دی لرلی لکه ښاغلی زړه سواند شینواری.خو په افغانستان کې د لوی حمزه شینواري د غزل دغه وارث او د پښتو غزلزار دغه بې تمې او توقع مالي هیڅکله هغومره نه دی یاد شوی او مطرح شوی لکه څومره یې چې حق دی او لکه څومره یې چې د کار کیفیت او کمیت دی.

حبیب الله زړه سواند شینواری پر ۱۳۲۱ ل ز کال د شینوارو په هسکه مینه کې زیږدی او د حربي ښوونځي تر فراغت وروسته یې حربي پوهنځی په دیارلس سوه او دري څلویښتم کال د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند له جوړیدو سره هم مهاله پای ته رسولی دی ، چې وروسته یې د هندوستان څو پشکالونو ته هم د لوړو زده کړو له پاره ځان ټینګ کړی او د د ژورنالیزم دیپلوم یې د پراګ د جولیس فوجیک له کالج نه تر لاسه کړی دی.
زړه سواند د سیاسي ګوندونو د آزادۍ او دودیدو په کلونو کې لوړې زده کړې پای ته رسولي او کمال ته رسیدلی خو هیڅکله هم د هیڅ سیاسي مداري اودې کار نه دی پرې کړی او نه یې هم چاته په مرده باد او زنده باد نارو خپل وخت ضایع کړیدی، بلکه هغه وخت یې د افغانستان نوي نسل ته او د پښتنو نوي نسل ته د پښتو درسي موادو په برابرولو او معنوي پانګې چمتو کولو تیر کړیدی.
د پوځي زده کړو د مرکزونو او ښوونځیو د پښتو استاد ، کیسه لیکونکی او شاعر زړه سواند له هغو محدودو کسانو ، نه دی چې هم مهاله یې هم شعر پاللی او هم پښتو لنډه کیسه. له آره دغه پوځي منصبدار، له دیارلس سوه او نهه دیرشم کاله راپه دیخوا د پښتو، پښتنو او خپل وطن له پاره قلم چلولی، شعر یې لیکلی او کیسه یې لیکلې، د پوځي ښوونځیو او پوهنتونونو له پاره یې د تدریس پښتو مواد برابر کړي او تدریس یې کړیدی، خو کله یې هم د پښتو له لمنې او د قلم له برکته ډوډۍ نه ده خوړلې او نه یې مزد اخیستی دی.
د خپلې ژبې او خپل کلتور دغه بې مزده خدمتګار له ژبې، قلم او خپل کلتور سره د یوه تعهد له مخې بلا ډیر کیسه ایز آثار او شعري ټولګې تخلیق ، چاپ او خپرې کړیدي، په دوه زرم کال کې چې د وروستي ځل له پاره ما دغه فقیر مشربه انسان د پیښور په ګرمیو کې ولیده نو راته یې وویل چې د زړه په رنځ اخته دی، رفیق الله لا ډاکتري نه وه اخیستې او سپین ږیری زړه سواند د زړه د بندو والونو د درملنې له پاره الوتی رنګ په ډاکترانو ګرځیده ، په هماغه لیدنه کې یې راته ویلي وو چې د منظومو او منثورو آثارو شمیر یې دولسو ته رسیدلی دی.
زړه سواند شینواري تر اوسه پورې چې د بابا توب عمر ته رسیدلی دی د زمانې له بادونو سره په یوه استقامت تګ نه زده کړ او نه یې کله دا تجربه وکړه ، شاید همدا لامل به وي چې هغه نه په پوځی برخه کې د واک او ځواک هغو مدارجو ته ورسید چې د ده همزولي او تر ده د کم سواد او کم استعداد خاوندان ورته ورسیدل او نه هم په ادبي کړیو او محافلو کې هغسې ونمانځل شو ، یاد شو او تجلیل شو چې د ده د ارزښتناکو کارونو او تخلیقاتو سره ښایي.
د روغ او آباد کابل پر مهال به چې هره یوه دوه اونۍ پس زړه سواند صیب پر ستیجونو ولاړ وو او ښکلې غزلې او کیسې به یې ویلې نو لاندې ناست او د چک چکو والا یې موږ وو چې لا مو شونډې سمې نه وې تورې، خو سترګې مو پخې وې.
زه او اوس استاد لعل پاچا آزمون د آباد کابل د ادبي محفلونو تر ټولو شوخ مزاجه زلمکي وو چې اکثر به مو پس پسی تر دې ورسیده چې د محفل چلوونکي به په لادوسپیکر کې پرته له دې چې موږ یاد کړي د محفل د نظم د ساتلو سپارښت وکړ. یو له هغو کسانو چې موږ دواړو د ګستاخۍ تر بریده، هغه هم د ستیج پر سر ګپ ورسره لګولی دی ښایي همدا زړه سواند صیب وي. زموږ له دې ټولو شوخ مزاجیو سره سره مو کله هم د زړه سواند صیب په تندی کې ګونځې او یا په برخورد کې سوړوالی نه دی احساس کړې ، بلکه لکه د یوه حقدار او مهربان مشر به یې نازولو او هڅولو.
زړه سواند صیب هماغسې چې نوم یې زړه سواند دی، په رښتیا هم زړه سواند انسان دی، له سلو یې دا یوه کیسه زه د خپلې دغې ادعا د ثبوت له پاره کافي ګڼم ، هغه دا چې د هغه وخت په کابل کې به چې کوم پوځي بست نه درلوده نو ترفیع یې نه شوای کولای،ښه مې په یاد دي چې زړه سواند صیب د اردو د نشراتو د ریاست د ډګروالۍ پر چوکۍ کار کاوه او خپله هم ډګروال وو، خو مرستیال یې چې هغه هم شاعر او لیکوال وو ( الله ج دې عمر ورکړي) له ډیره وخته د ډګروالۍ د بست نه لرلو له کبله ډګرمن پاتې وو ، او چې د ډګروالي چوکۍ یې نه وای پیدا کړی نو ترفیع یې هم نه شوه کولای، سره له دې چې د ده او زړه سواند صیب تر منځ توره پیشو تیره وه ، خو بیا یې هم په خپله خوښه ، خپل بست هغه ته پریښود څو یې معاون صیب ډګروالي ته ترفیع وکړي ، دا چې هغه د آمریت چوکۍ ته تر رسیدو او ډګروالیدو وروسته څه وکړل هغه بیا بیله کیسه ده چې بل وخت ته یې پریږدم.نو که زړه سواند صیب رښتیا زړه سواند نه وای ، بل به داسې څوک وو چې په خپله خوښه دې خپله چوکۍ پریږدي ، هغه هم د دې له پاره چې یو بل مستحق له ډګرمنۍ نه ډګروالۍ ته ترفیع وکړي.
زړه سواند شینواری زموږ د پښتو لنډې کیسې د لومړني کتار له لومړنیو لیکوالو څخه دی چې ښایي په پښتو ژبه یې د لنډې کیسې په دودولو کې هم هڅې تر نورو هغو چې ډیر یاد شویدي کمې نه وي، په هغو کلونو کې چې د لیونۍ په نوم د ده د لنډو کیسو مستقله مجموعه چاپ او خپره شوه په پښتو ژبه کې د ډیرو کمو او د ګوتو په شمار لیکوالو د کیسو مجموعې چاپ شوې وې، ښایي د همدې له پاره هم نه ښایي چې د دغه هڅاند او ډیرکاري لیکوال هڅې او کارونه هیر شي.
د شعر او په تیره غزل په برخه کې د زړه سواند هستونې هم د څومره والي له پلوه او هم د څرنګوالي له اړخه د پاملرنې وړ دي.
لکه غزل چې د شینوارو له خټې سره اخښل شوي وي، ځکه خو د زړه سواند ډیره شاعري هم په همدې فورم کې ده او ښه شاعري یې هم په همدې فورم کې. د زړه سواند صیب د غزلیزي شاعرۍ یوه ځانګړتیا د ښه موسقیت لرل دي چې د ډیرو سندرغاړو او له هغې ډلې نغمې او منګل، شاه ولي استاد او ځینو نورو پام یې ور اړولی دی او د ده ډیر شمیر شعرونه یې کمپوز کړي او تلپاتې سندرې یې ورنه جوړې کړيدي.
په دا تیرو لس دولسو کلونو کې په افغانستان کې بیلا بیلې ټولنې ګورم چې کله یو شاعر نمانځي او کله بل ، کله یو لیکوال باندې سیمینار نیسي او کله په بل ، کله یوه ته پګړۍ ورپه سروي او کله بل ته ، سره له دې چې دا یو ښه دود او ارزښتناک کار دی، خو له بده بخته دغه نمانځنې او یادونې هم کله کله د شخصي اړیکو، فنډ تر لاسه کولو ، نوم ګټلو، اړیکو جوړولو او سلو نورو خامو تمو په نیامت کیږي، بس هغه د انجنیر صیب زهیر شینواري خبره: ته ما ته لالا وایه زه به تا ته کاکا، لوبه روانه ده، کنه څنګه ممکنه ده چې تر اوسه دې د هیڅ فرهنګي سازمان او ټولنې هم د زړه سواند شینواري په شان یوه ډیر کاري، ښه لیکوال، ښه شاعر او سپین ږیري فرهنګي د کمیت او کیفیت دواړو له اړخه ارزښتناکو کارونو ته پام نه ور اوړي او نه دې یې یادوي؟
زموږ سپین ږیری شوی او ظاهرا له ذهنونو وتلی زړه سواند تر هغه په ډیر څه ارزي چې ما وویل، ګوره که په ننګرهار میشتو، بهرمیشتو او کابل میشتو فرهنګي کړیو او منځیو کې داسې یوه پیدا شي چې د زړه سواند او د هغه په شان نورو چې یو عمر یې د پښتو ژبې او ادب په چوپړ کې تیر کړیدی، لمانځلو او یادولو ته یې پام شي!!!
ما سره په دې مساپرۍ کې د زړه سواند صیب آثار نه شته چې مشخص په وغږیږم، یو څه شعرونه او غزلې مې یې راټولې کړیدي چې د دې لیکنې په دویمه برخه کې به خبرې پرې وکړم، سمدستي، خپل ګران او بابا شوي زړه سواند ته اوږد عمر، ښه روغتیا او رسا قلم غواړم او دا یو غزل یې د دې پاڼې له لوستونکو سره شریکوم:

تیرومه ډیر غمونه ستا د دوه سترګو له پاره
وړم په سر مې الزامونه ستا د دوه سترګو له پاره
پرې د اوښکو باران وکړمو په بڼو یې بیا جارو کړم
د خپل وران کلی بامونه ستا د دوه سترګو له پاره
مینې ستا نوم پرې لیکلی ځکه ساتم په زړګي کې
دا ناسور ناسور زخمونه ستا د دوه سترګو له پاره
خدای شته ماته تیارې چې ستا د زلفو غوندې ښکاري
ګران په ما دي ماښامونه ستا د دوه سترګو له پاره
وایم ګوندې چې به لنډ شي د تریخ ژوند ستړي مزلونه
څښم د زهرو ډک جامونه ستا د دوه سترګو له پاره
زه زړه سواند په نیمه شپه کې په دې شاړو کوڅو ګرځم
لټومه ستا ګامونه ستا د دوه سترګو له پاره
نور بیا تر بیا
 
بېرته شاته