لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه
 
«ګمان مې نشي! موزیګي نه مې ځوی وشي»
لیکوال: کبیر امیري   نېټه: 17.11.2019   خپرونکئ:   سمسور  

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د سولې او پخلاینی ډنډورې د فیسبوک په پاڼه کې ښکته او پورته کېږي. ښاغلی اسمعیل یون او ښاغلي فیض ځلاند څو تصویرونه چې د طالب «مشرانو» سره یی اخیستي وه پخپلو پاڼو کې خپاره کړي او تر څنګ یې ځانونه د بین الافغاني مذاکراتو د ټیم جرګه ماران معرفي کړي دي.

دحېرانتیا ځای دی چې ښاغلی یون او هم ښاغلی ځلاند د ښاغلي اشرف غني د واکمنۍ سرسخته مخالفين دی، په تېره بیا ښاغلی ځلاند صېب. ځلاند صېب په هره مرکه... دا که تلویزیوني وي او که راډیو یی، په هره ِغونډه... دا که رسمي وي او که غېر رسمي د ښا غلي اشرف غني مخالفت کوي او حتی سپکې او سپورې ورپسې وایي.‌ د بېلګې په ډول موپکر، ګوډ، وچ سری، وچ مغزی او بلا نورې سپکې او سپورې. اوس دوی په کوم آدرس ځانونه د بین الافغاني مذاکرې د ټیم غړي بولي؟ دوی خو دښاغلي اشرف غني په حکومت کې هېڅ کوم رسمیت هم نه لري. بیا نو د کوم فرمان له مخې د بین الافغاني مذاکرې جرګه ماران شول؟
ماته خو د یون صېب، دځلاند او د طالبانو هېڅ فرق نشته. ځکه طالبان د غني دحکومت په ضد مسلحانه مبارزه کوي او په ښکاره ور سره جنګېږي او همدارنګه یون صېب او ځلاند صېب یې سیا سي مخالفين دي (دو پانزده یک سي) د دواړو هدفونه یو دی. دواړه غواړي چې ښاغلی غني نسکور کړي او ځانونه ارګ ټه ورسوي.
ښکاره خبره ده چې د یون صېب ټیم نه بین الافغاني اعتبار لري او نه هم کوم سیاسي اعتبار. نو په جرعت سره ویلای شم چې دا مذاکرې بې نتیجې دي.
دا ټیم به هغه وخت خپل بین الافغاني اعتبار تر لاسه کړې وای کوم وخت چې ښاغلی امرالله صالح په دې ټیم کې ګډون کړې وای. ځکه امرالله صالح د شمالي تلوالې د جبهې یو برجسته مشر دی.‌ امرالله صالح او شمالي تلواله د طالبانو سرسخته مخالفين دي.‌ او دبلې خوا امرالله صالح د ښاغلي غني د راتلونکي ریاست جمهوري دورې لمړی مرستیال کاندید دی‌.‌ نو له هره اړخه ښاغلی امرالله صالح د دغه ټیم د اعتبار د پخولو او مذاکراتو ته اهمیت ورکولو له اړخه یو مناسب شخص وه.
په حقیقت کې د طالبانو اصلي ستونزه دشمالي تلوالې سره ده نه د اشرف غني سره. اشرف غني خو د ریاست جمهوري د پېل نه د سولې او پخلاینې چیغې وهلې.
بله خبره داده چې دا جنګ خو یواځې د پښتنو جنګ نه دی. دې جنګ کې د افغانستان نور قومونه هم شامل دی او نور قومونه هم ددې جنګ قربانیان دي. نو ښه به دا وای چې د نورو قومونو استازي هم په دې مذاکراتو کې ګډون درلودی.
زه حېران یم د یون صېب دې کمزورې فېصلې ته چې دې څرنګه او په کوم دلیل د داسې یو بې اعتبار ټیم سره ملګری شوی دی؟
آیا یون صیب په دې نه پوهېږي چې دا جنګ او دا مخالفت بین الافغاني نه بلکې بین الدولتین دی؟
آیا یون صېب په دې نه پوهېږي چې طالبان چا منځ ته راوستي او واک او اخطیار یې د چا په لاس کې دی؟
آیا یون صېب په دې هم نه پوهېږي چې د افغانستان دولت بې د امریکا د فېصلو او امر نه بې وسې دی؟
که خیر وه... نن او یا سبا به د حقاني (ISI) ډله در ورسېږي او په «بین الافغانی» مذاکراتو کې به لویې لاسته راوړنې رامنځ ته شي.
خو پوښتنه داده چې شمالي تلواله به بیا څوک را پخلا کړي؟؟؟
د یو سوکاله افغانستان په هيله! 
 
بېرته شاته