لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
جنت
لیکوال: صادق الله صادق   نېټه: 03.09.2019   خپرونکئ:   سمسور  

 هو؛ ستا په څنګ کې اوسېدل ددې دنيا جنت دى.

هو ستا هر غږ، د جنتي غږيزو انګازو سره ورته دى. 
هو زه تل ستا په سترګو کې جنت وينم او دا هم منم، چې د مور د پښو لاندې جنت دى:
زه چې سجده کومه، ســـتا پـــــر سـيـنـه سر لګوم
هم ستا د پښو لاندې جنت دى، زما مورې خــاورې
مور مې دې خاورې نه شي، ويل به يې: جنت ته د تلو کوښښ کوه، توښه ورته برابره که، خو هغه خبره نـه وه، چې ما په دې دنيا هم ځانته د رب تخليق کړى جنت ترلاسه کړى او  ته ددې جنت حوره يې، پاکه او سپېڅلې، دومره پاکه، چې حد يې نه شته.
او ستا همدې سپېڅلتيا زما د زړه په دنيا کې داسې غوغا جوړه کړې ده، چې زه مجبورا خپل جنتي حسن ته داسې قدم پورته کړم او ووايم:
سـتا ښـکلو پـاپـو له، اى زمـا د ګلو لښتـې
پټـې به د حورو، د جـنت نه کړم نکريزې
پوهېږم، غلا نـاروا او ډېر ناوړه کار دى، خو څه وکړم، تا رانه زړه غلا کړى او اوس به يې ترلاسه کولو لپاره نورې داسې چارې ترسره کوم، ترڅو خپل زړه نه؛ بلکې ستا دا جنتي حسن ترلاسه کړم.
په همـدې خاطر خو دې هره شېبه، لحظه، ثانيه په ثانيه رانه زړه غواړي، خو ته رانه دومره لرې يې، چې آن په ورځو ورځو څه چې په مياشتو کې دې هم نه شم ليدلى، ته چې نـه يې؛ نو زه لکه بې روحه کالبوت، لکه بې مالګې وړه، لکه بې مينې ژوند او:
لکـه جنــت کې، ګلورينه او رنګينه غـونــدې
يوه شپه بيا غواړي، ته چرته يې، ته راشه جانو
خو؛ يوه نه هزار هزار شپې او شېبې غواړي او بيا:
جانو! چې يوځاى شو، دخيره سره
راکــوه غــاړې، د شـېـبـې نـه پس
آه! 
کاشش! 
دا خوب رښتيا شي، دا داسې خوب دى، چې زه يې تر هرڅه مخکې د رښتيا کولو کوښښ کوم او تل لپاره يې رښتينى کول غواړم... دا خوبونه ډېر خلک ويني، خو رښتيا کېږي يوازې د هغه چا لپاره، چې په کې رښتينې وي او زه:
د دوزخــونو په تودو لمبو کې ورغلمه
د جانان نوم مې د جنت په مناره وليکه
 
خو، په دې مې هم سترګې يخې نه شوې، نو:
خـدايـه کـه نـه وي، زه لـه اوسه جنت نه غواړمه
د زړه ټوټـه به مې په څنګ کې راسره وي، کنه؟
هيڅوک نه غواړي، چې خپل جنت پرېږدي او د دوزوخونو په لمبو کې دې وسوزېږي او زه:
تانه چې بېل شوم، د جنت ارمــــان ډېر وکړ
جنت کې شپه، زما په زړه هيڅوک د پام نشته
اوس په رښتيا هم له تا پرته هيڅ داسې څوک نه شته، چې زما په زړه خو لا پرېږده آن زما احساسات او درد درک کړي، زما په غم کې شريک شي او زما د رښتينې مينې ثبوت چاته وښايي، يوازې ته يې چې دا هر څه کولى شې او ما بيرته خپل جنت ته وغواړې او زه يو ځل بيا په کې د مينې او ارام ساه واخلم، ګنې نو مجبور يم، مرګ ته غاړه کېږدم او داسې ځانته ووايم، چې:
ځه کنه صادقه! کفن خپله ځانته واخله اوس
تـانه چې جنت جنت دنيا، مخه ښه واخيسته
 
بېرته شاته