لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
طالبانو د سولي ولسي حرکت یو غړی تر مرګه وهلی
لیکوال: پاچاخان مولا داد   نېټه: 29.08.2019   خپرونکئ:   سمسور  

وسله والو طالبانو د پي پي ایم یو غړی تر مرګه وهلی او د مرګ ګواښونه ئې ورته کړي دي.

د سولي ولسي حرکت غړی سید رحیم امېد چي د هلمند په چانجیر سیمه کي استوګن دی، طالبانو نهه ورځي بندي کړی او ډول، ډول شکنجې ئې ورکړي دي.
ښاغلي امېد ته ویل سوي چي موضوع به پټه ساتي او تر څنګ به له سیمي څخه کډه کېږي، که چېري سرغړونه وسي، دئ او د کورنۍ نور غړي به ئې ووژل سي.
امېد وروسته تر هغه طالبانو بندي کړی چي د سولي ولسي حرکت غړي موسی کلا ته د تګ پر مهال د وسله والو طالبانو ټولي اندېښنې ورحل کړې.
دا لومړی ځل نه دی چي د طالبانو له لوري د سولي ولسي حرکت له غړو سره ناسم چلند او تاوتریخوالی کېږي، تر دې مخکي یو شمېر نور غړي هم فزیکي او روحي شکنجه سوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې وړاندي یو بل غړی عبدالرازق پکیتاوال په پکتیا کي یوه میاشت بندي کړی و.
تر دې څو ورځي مخکي د سولي ولسي حرکت نابینا غړی زهیراحمد زنداني طالبانو پورته کړی و او د لښکرګاه په عینک سیمه کي ئې د ټوپک په زور خبري په کړي وې.
همدا راز په غزني کي عبدالمالک، احسان الله، سیدي او یو شمېر نور غړي د طالبانو له لوري په سیمو کي نظربند ساتل سوي وو.
موده وړاندي په زابل کي وسله والو طالبانو د پي پي ایم غړی انعام الحق کتاب ورغوښتی او ګواښ ئې ورته کړی و چي نور باید حرکت پرېږدي.
وسله والو طالبانو له لومړۍ ورځي څخه تر نن پوري په کندهار، هلمند، زابل، غزني، کندز، روزګان، پکتیا، کابل، بغلان، ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو کي د سولي ولسي حرکت غړو ته د ګواښونو تر څنګه ویلي و چي که ژوند غواړئ نور د سولي چیغي مه وهئ!
د سولي ولسي حرکت غړو ځکه د طالبانو له لوري داسي شکنجې زغملي چي خدای مه کړه دسولې روانو خبرو ته زیان ونه رسېږي خو اوس ځکه موضوع رسنیزه کوي چي خبره تر زغم ووتله.
پي پي ایم د جګړې د ټولو اړخونو د ژوند له پاره حرکت پیل کړی خو طالبان له تشدد لاس نه اخلي.
د ښاغلي خلیلزاد په خبره، د سولي ولسي حرکت د دې لامل سو چي امریکا ئې پر حرکت راوسته او له کبله ئې دئ د سولي په چارو کي وټاکل سو.
د ښاغلي خلیزاد له دې خبري ښکاري چي د سولي ولسي حرکت د دې لامل سو چي طالبان پر نړیوال سټېج راښکاره سوه، اوس طالبان د دې پر ځای چي د پي پي ایم ملاتړ وکړي، دې ستر حرکت ته ستونزي جوړوي.
د سولي ولسي حرکت غړي ځکه د موسی کلا سفر پلان کړ چي که ولس نه یو، خپله نه یو راپورته سوي او د سولي چیغه حق نه ده تاسو اسناد او شواهد وړاندي کړی، موږ هر ډول محاکمې ته چمتو یو.
اوس پوښتنه دا ده چي طالبان ولي په دې حساس پړاو د ولس ګرېوان ته لاس واچاوه؟
 
بېرته شاته