لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
هوس
لیکوال: ډاکټر محمدحنيف حيران   نېټه: 28.08.2019   خپرونکئ:   سمسور  

 مراجعين يې ژر ژر خلاص کړل، موبايل يې راواخيست چې عېنکې يې په سترګو کولې، اشپږ دروازه ټک ټک کړه، په کرار يې وويل:

ــ رييس صېب اجازه ده؟
ـــ ووځه د اجازې بچيه...
شېبه وروسته يې د موبايل ښيښې ته په خوند وکتل، د فېسبوک په مسنجر نوي مسجونه راغلي وو. نور مسجونه يې ټول ښکته خطا کړل، يوازې د يوه تن مسجونه يې لوستل پېل کړل. لا يې نيم نه وو لوستي، چې بيا دروازه ټک ټک شوه، څوک ياست؟ مالي مسوول و. په تروشه ټنډه يې ورته وويل:
ـــ وبښه لږ وروسته راشه، زه اوس يو څه بوخت يم.
ځوان په منډه له اتاقه ووت.
بېرته يې مسجونه راواړول، خو نارامه و، جګ شو دروازه يې د ننه خوا نه قلف کړه. 
په موبايل ونشوه، کمپيوټر يې چالان کړ، ټايپنګ يې تېز و، په يوه ضربه يې مسجونه ورته وکړل، د هغې له لوري به هم يو نيم مسج په ځنډ سره راغی. ډېرو خلکو دروازه وهله، رييس پياده ته وويل چې څوک يې دفتر ته ورپرېنږدي، ځکه چې طبېعت يې نن سم نه دی. ماسپښين له دفتره وختي کور ته لاړ. مېرمنې ته يې وويل چې روغ نه دی او آرام کوي. دروازه يې ځان پسې بنده کړه. موبايل يې روښان کړ. ډېر مسجونه راغلي وو.
طاقت يې ونشو، شمېره يې راواړوله، زنګ ورته تېر شو. په مينه مينه يې خوږې خبرې ورسره روانې وې. د مېرمنې يې اندېښنه شوه چې دا سړی به ډېر ناروغه وي، چې له دفتره وختي راغی او پرېوت، کرار کرار راغله له دروازې سره ودرېده. غوږ يې ونيوه، د خاوند د تېزې او خوندورې خندا غږ يې حېرانتيا لا پسې زياته کړه.
ــــ ګوره کنه زه ستا لپاره له دفتره کور ته وختي راغلم، هر څه مې پرېښول. زه په خپلې ژمنې کلک ولاړ يم،چې هر څه او هر څومره پيسې غواړې، زه يې درکوم؛ خو کاش ته هم په خپله ژمنه ودرېږې....
مېرمنې يې ټکان وخوړ، په شا لاړه، وړې وړې سترګې يې نورې هم سره تنګې شوې، کرار کرار يې ژړا په سلګيو او په چغو بدله شوه. بلې کوټې ته لاړه، ځان يې کلک کړ، فکر يې وکړ چې شايد د بل چا خبره به ورسره کوي، ځان يې دلاسه کړ.
په سبا ورځ رييس وختي دفتر ته لاړ، طبع کې جوړ و، کارونه يې تر غرمې خلاص کړل، زنګ يې وواهه ورته چې که امکان لري، ورسره وګوري او قرغې ته چکر ورکړي؛ خو هغې يو شرط ياداوه، هر وخت به چې رييس خبرې ورسره کولې، هغې به د شرط يادونه ورته کوله.
رييس غوسه شو، ټيليفون يې پرې قطع کړ، بېرته دفتر ته ننوت. سر يې ونيوه، شېبه وروسته يې فېسبوک خلاص کړ، هغې ورته د ګلانو سټيکر رالېږلی و، رييس بيا موسک شو؛ خو غېرت نيولی و، ځواب يې ورنکړ. دوه ورځې يې نه زنګ ورته وواهه او نه يې هم مسج ځواب کړ. 
بله ورځ يې چې فېسبوک پرانېست نيمه لوڅ عکس يې تر سترګو شو، نېغ راکېناست، خوشاله شو، واه واه يې بې اختياره ورته وليکل. هغې هم د خندا سټيکر ورته راولېږه. ورپسې جوخت يې ورته وليکل:
ـــ که ته له ما سره رښتيا مينه لرې او زړه دې وي چې واده راسره وکړې او يا هم لېونۍ مينه؛ نو زما شرط ومنه.
رييس ورته وويل: سمه ده خو زما هم شرط ستا په څېر دی
ـــ يعنې زما په څېر؟
ــــ ته به هم ټول ځان راښيې.
ـــ ولې نه،هن واخله.
د نيمه پرانيستې سينې عکس يې راولېږه.
رييس بيا واه واه څومره ښايسته... ورته وليکل
نجلۍ وويل: نور ووايه، څه وکړم؟
رييس شېبه غلی و، کغ شو چا دروازه پرانېسته، ټوپ يې واچاوه، ته وا چا له نجلۍ سره مخامخ په همداسې حال وليد. غوسه شو، سړی په منډه له دفتره ووت.
شېبه وروسته نور ډېر کسان دفتر ته راغلل، له نجلۍ سره کېسه همدلته پاتې شوه. ماښام چې کور ته لاړ، د تېر په څېر يې بيا ځان پسې دروازه بنده کړه او پلمه يې وکړه، چې ګواکې د دفتر کارونه پرې زيات دي، بايد نن شپه دا خلاص کړي.
مېرمن يې ډېره د کړکۍ خوا کې ودرېده، خو څه پس پسی يې تر غوږ نه شو، بېرته لاړه له خپلو ماشومانو سره څملاسته.
شېبه وروسته يې مشر زوی دروازه ټک ټک کړه، د پوهنتون د فيس غوښتنه يې وکړه، رييس په اشاره ورته وويل چې سبا به يې ورکړي، هلک له اتاقه ژر راووت.
سبا جمعه وه، له ناشتې خوړلو وروسته يې فېسبوک پرانيست، نجلۍ ګيلې ورته کړې وې، چې ګواکې وخت نه ورته لري او اهميت نه ورکوي. رييس خپل عذر ورته وړاندې کړ. په کيسو کيسو کې يې ریيس ته داسې تر غوږ ورتېروله، چې ګني رييس بايد د ځان سپيناوی ورته وکړي، چې هم ښه نسبتاً ځوان دی، هم يې د پيسو کمی نشته او د دې تر څنګ يې بايد هغه شرط هم ورسره منلی وای.
رييس کوښښ کاوه، چې د شرط له خبرې ځان وباسي؛ خو بيا به سپي هوس مجبور کړ، نجلۍ ته به يې يوه بله پلمه کوله. رييس ورته وويل چې هغه شرط بايد مخامخ ورپوره کړي، نه پر فېسبوک او مسجونو؛ خو نجلۍ شله وه. رييس په کور کې يوې بلې خوا وکتل، د مېلمنو خونې ته ننوت، دروازه يې ځان پسې کلکه کړه. تشناب کې يې ژر ژر په مخ پتری تېر کړ، وېښته يې ګومنځ کړل، بېرته راووت او په صوفه کېناست. ښه شېبه يې له نجلۍ سره خبرې وکړې، بيا يې د موبايل کمره خلاصه کړه، نجلۍ واه واه نام خدا، څومره ښه ورته وويل. نجلۍ ته يې وويل چې راز به له ځان سره ساتي او سبا به وختي ورسره قرغې ته ځي.آدرس يې سره وټاکه، نجلۍ هر څه ورسره ومنل. رييس هم شرط پر ځای کړ او ټول ځان يې وروښوده.
شېبه وروسته ځان ته خجالته و، توبې يې ايستې، په کور کې تاوېده راتاوېده، ډرېور ته يې زنګ وکړ او له کوره ووت.
ماسپښين يې چې موبايل خلاص کړ، د فېسبوک په مسنجر نجلۍ مسج ورته پرېښي و.
( که دې شل زره ډالر رانکړل، ټول عکسونه او ويډيو دې په فېسبوک او نورو رسنيو کې له خلکو سره شريکوم.)
د رييس له لاسه موبايل پرېوت، وازه خوله يې ونيوه او سترګې يې رډې رډې راوختې.
پای.
۹۸-۵-۴
 
بېرته شاته