لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
کرکټ او کرکټ بورډ
لیکوال: مشتاق رحیم   نېټه: 27.07.2019   خپرونکئ:   سمسور  

د کرکټ بورډ نوی ریس وټاکل شو؛ که افغانستان او د افغانستان کرکټ سره مینه لرو نو باید ملاتړ یې وکړو، د کرکټ ملګري باید ورسره په مثبته روحیه کار وکړو او مرسته ورسره وشي ترڅو د افغانستان کرکټ دپاره خدمت وکړي. نور په خدای شرم دې، په درې یا څلور کلونو کې څلور چیرمینانو د بدلولو له کبله په نړیواله کچه مو کرکټ د دوه پیسو شو. نور باید د ادلون بدلون دا ناوړه سلسله ودریږي. راځئ، هم ولس او هم حکومت اجازه ورکړو چې نوی چیرمین خپله کاري موده پوره کړي، او له هغې وروسته ورسره حساب وکړو.

له بده مرغه د حکومت مشران د کرکټ په اهمیت نه پوهیږي. ما په حکومت کې شته ملګرو ته هم ویلي او دلته یې هم لیکم، کرکټ باید زمونږ د ملي امنیت او ثبات (ملت جوړونه، ځوانانو ته مثبت لید لوری ورکول، ملت ته د بحرانونو په منځ کې ذهني سکون ورکول وغیره) د ایجنډا برخه و اوسي خو له بده مرغه د دې ادارې اهمیت چا تر اوسه نه دې درک کړې. خو که حکومت په لوړه کچه باندې په دې ادارې تمرکز نه شي کولې، نو کم تر کمه هغه د خپل مقرر کړي کس ملاتړ خو دې وکړي. دانش، مشعل او فضلي دې چوکۍ ته له مریخه نه وو راغلي،حکومته تا مقرر کړي وو. د تقرر په وخت کې به دې دقت کړې وای، او چې بیا دې وګمارل، بیا دې باید د هغوي ملاتړ کړی وای، د هغوي د کارکردګۍ مدیریت دې باید کړې وای! هیله ده حکومت انسټال او ډیلیت پرځای پرفارمنس مينجمنټ وکړي!

په دا رقم خو چې خپله ولسمشر هم د کرکټ بورډ مشر شي که یې وچلولې شي. یو لوبغاړې ودرید یوه ویډیو یې وکړه، دانش مو لرې کړ، یو کپتان ودرید فضلي یې کور ته ولیږلو. که دا خلک ناسم وو، باید حساب ورسره شوی وای، که حکومت ناسمې ګمارنې کړې وې بیا خو بخښنه پرې زمونږ د ټولو حق وو! خیر، په هر څه کې تیر په هیر کوو، دا هم تیر په هیر، آینده ته راځئ چې په ګډه کا وکړو، دا د ملت خوشالي په ګډه سره ساتلو کې په ګډه هڅه وکړو. هیله ده نوی چیرمین هم خبرې او سفرونه کم او کار ډیر وکړي، او نور ټول خلک هم دا سړی کار ته پریږدي.

لومړی نوټ: ما کله هم نه دي غوښتلي چې د کرکټ بورډ مشر دې شم او دا وضاحت مې په وار وار ملګرو ته ورکړې. یو وار بیا وضاحت د دې دپاره چې دا څو ورځې ملګرو په فیسبوک کې دا بحث اچولې وو چې زه دې کرکټ بورډ کې خدمت وکړم. ما ډیر ملګري د مسیج له لارې منع کړل خو په بعضو مې خبره ونه شوه منلی. زه د کرکټ د مینه وال په توګه پرون هم رضا کار خدمت ته حاضر ووم، نن هم یم او سبا هم. د وضاحت تکرار مې نه کولو خو تیره شپه نجیب ننګیال یو پوسټ کړې وو او لورینه یې کړې وه، نو مال که څه ونه وایم نو د ننګیال او د نورو ټولوملګرو مینه به به بې ځوابه پاتې وي.

دویم نوټ: ننګیال صیب په خپل پوسټ کې زمونږ په یو ځای د کار د وخت په اړه د خپلې شکر رنجۍ اظهار کړې وو. زه انسان یم، انسان له خطا خالي نه دې او زما غوندې کمزوری انسان خو بیا بیخي له خطاو ډک دې. کیدې شي د کار په موده کې مو دنظر بیل والې درلودلې وي او یا هم سوء تفاهم شوی وي، خو ان شاءالله هم په دنیا او هم په آخرت حساب ته حاضر یم، باوري وسئ چې د چا د برخې کمولو هڅه مې کله هم نه ده کړې. پر ما د رب لورینه او کرم زما د حیثیت او وړتیا نه ډیره شوی، رب پر ما دومره مهرباني کړې چې زما له استحقاقه ډیره ده نو نه د ډیرو حرص لرم او نه له دې پورته د پرواز تکل، بیا ولې د چا مخه ډب کړم، ولې د چا مخه ونیسم. خو بیا وایم، په لسو ریسانو کې، سل ګونه کارمندانو کې طبعي ده چې د ملګرو سره په تعامل او ګډ کار کې ما نه کوتاهيانې شوې وي، رب دې راته زما د نادانۍ له کبله بخښنه وکړي او ملګري دې د انساني خطا په توګه راسره ومني

 
بېرته شاته