لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ما لکه د شمعې تورتم خونې رڼا کړې دي
لیکوال: اجمل اند   نېټه: 06.01.2009   خپرونکئ:   اجمل اند  

چې په لوړ نظر کاته کړم و هر څيز ته
د افکارو افق هسک تر ثريا را
چې د وهم او د ډار  بتان پرې مات کړم
خليلي ځيګر سينه کې توانا را

موږ  چې کله په افغانستان کې  د پښتو د فرهنګي او ادبي اوښتون خبره کوو ، نو په ترڅ کې يي ډېر کله  د پنځو ستورو يادونه  خامخا کېږي  .  دا يوه ښه خبره چې موږ د خپلې ژبې او ادب ستوري  ياد  ساتو او نه پرېږدو چې ددې ستورو  ځلاوې تتې شي .
خو په دې ستر اوښتون کې ددې پنځو ستورو  تر څنګ ځينې نور روښانه ستورې هم  وو چې په دې لاره کې يي د نومياليو پنځو ستورو تر څنګ ګڼې ډېوې  روښانه کړې  او د خپلې  ژبې او فرهنګ  په خدمت کې يي په کلکه ددې پنځو ستورو سره يو ځاي  ملاوې تړلې وې .
خو د خواشينۍ ځاي دا دي چې ځينې له دې روښان ه ډيوو څخه   هسې چې په کار وه  نه په ژوند يا ولمانخل شول  او نه په مړينه  ، او په ځينو ځايونو کې خو ددوي په هلو ځلو په لوي لاس سترګې پټې شوې دي .
په دې ډله کې د هغه وخت  ګڼ فرهنګيان ، ليکوال او شاعران يادولي شو.  خو زه چې نن غواړم دا چا يادونه وکړم هغه د پښتو ژبې وتلې لېکوال او شاعر ، او د ويښو زلميانو د غورځنګ  فعال غړي  اروښاد عبدالقدوس پرهيز  دي .
د خداي بښلي پرهيز صيب له شعرونو سره زه کلونه مخکې  هغه وخت اشنا شوم چې د لومړني ښونخي زده کونکي وم .  نه پوهېږم چې د ښونځي د کوم ټولګي د پښتو لوست کتاب وو چې په هغې کې مې د پرهيز صيب يو شعر لوستي و . او له هماغه وخته مې دا نوم په زړه لېکلې وه .   خو په دې وروستيو کې مې د نوموړي  ځينې نور شعرونه او نورې لېکنې ولوستې  چې خداي شته خورا ډېر اغېز يي راباندې وکړ .

کله چې څو لسيزې دمخه  د پښتو شعر له يوې اوږدې چوپيتا او ځنډ وروسته   دګل او بلبل له پړاوه ، د  نوي  تفکر او او د معاصر ژوند د ارزښتونو د سپړنې پړاو ته پل اخيسته نو  په کوزو او برو پښتنو  کې د ګڼو نورو شاعرانو په منځ کې  خداي بښلې عبدالقدوس پرهيز  هم ددې  خوځښت  له سر لارو شاعرانو څخه و .
دا نو هغه پړاو وو چې په پښتو شعر کې ورو  ورو  د  ( ښه مه کوه بد نشته )  په څېر د ټولنيزو پندونو او ديني موعظو ځاي د ژوند ځينې جدي مسلو ، د نوي عصر ننګوونو  او دپښتنو په وړاندې  د پرتو مسلو شاعرانه انځورونو  نېوه .
دا بدلون هومره اسان او د ټولنيزو خنډونو پرته هم نه وو بلکې ګام پر ګام يي  له ځان سره ستونزې  او ننګونې لرلې .
خداي بښلي پرهيز د خپلې يوې  شعري   ټولکې په سرليکنه کې وايي  :
(( د خپلې مترقي مفکوري د عملي کونې په لارې کې  څو څو وارې له کاره شړل شوې او له رتبو غورځول شوي يم .  مګر ما د ملي ډيموکراسۍ لپاره له مباريزې څخه لاس نه دي اخيستي . او د خپل وطن او وطنوالو د ښير ښيګڼې لپاره مې لېکنې کړې دي . ))

نوموړي د ( زه څوک يم ؟) تر سرليک لاندې په خپل يو شعر کې هم يو ځاي  وايي :
 ما لکه د شمعې تورتم خونې رڼا کړې دي
سوزم ويلي کېږم ، په غمو کې په ژړا يمه

د خداي بښلي پرهيز ددې  مترقي مفکورې څرک  موږ د هغه په ګڼو هغو شعرونو کې لګولي شو چې نوموړې په ديرشمه  لسيزه کې لېکلې دي .  دبېلګې په توګه به د نوموړې  د ( علمي محشر! )  تر سرليک لاندې  شعر ياد کړو چې په  ۱۳۳۸  لمريز کال کې لېکل شوي دي :


اي د لوړو غرو ګوربته ! د لوړ خيال وزر پيدا کړه
د پريوتې قام لوړتيا ته ثريا نطر پيدا کړه

اي د شپې اور ورکيه ، د تيارې  وطن دپاره
چې زرې ځان ته اوچت کړي  خاصيت د لمر پيدا کړه

ستا د هرې زرې زړه کې اتومي زور او طاقت شته
خو پښتونه ، ته هم لږ څه  علم و فن ، هنر پيدا کړه

 

.......

په يو ه چېغه چې ويښ کړي ويده قام  له درانه خوبه
د پرهپز نغمو کې ربه  مسيحي اثر پيدا کړه

( د زړه بڅري شعري ټولګې څخه )

خدا بښلي پرهيز يو اوږده موده د هېواد په فرهنګي او مطبوعاتي ادارو کې د لېکوال او ژورنالېست په توګه کار کړي . نوموړي د کوز کونړ د ملکزو په کلي کې يو روڼ اندې او علمي کورنۍ ته منسوب دی ، پلار يي شمس الدين  خان د خپل وخت نامتو لېکوال او ژورنالېست و  چې کلونه يي د هېواد په مطبوعاتو کې د پام وړ دندې ترسره کړې دي  . او پردې سربېره يي  د ګڼو نورو پیاوړو لېکوالو په روزنه کې هم پوره  برخه لرله .

ما ته د خداي بښلې عبدالقدوس پرهيز  د شعرونو او لېکنو ځينې نورې  بېلګې په دې ورستيو کې په داسې  حال کې په ګوتو راغلې  چې   کوز او بر پښتانه  همدا اوس د يو خونړي او اورني  طوفان په مخ کې پراته دي . او هره ورځ ترې د چاودنو ، بمباريو ،  وير ،او سلګيو زوږ پورته کېږي .

   څه داسې شپې او ورځې راغلې چې د ډيورنډ د کرښې دواړه غاړې پښتانه همدا   اوس د وير او اور  پر ټغر ناست دي  .  دا هماغه شېيې دي چې سړي ته د پېښتنو ، بې وسې ، بې وزلې ، نا پوهي ، سادګي ،او بي اتفاقي بيا بيا   مخې ته دروي .
ما چې کله د عبدالقدوس پرهيز هغه شعرونه چې نوموړي  د ۱۳۲۰ لمريز کال  څخه تر ۱۳۳۹ لمريزو کال  پورې لېکلې ولوستل نو په زړه پورې راته دا ښکاره شوه چې د نوموړي په شعرونو کې ورته دردونه  ژړل شوې . همدا ستونزې په کې  يادې شوې چې دا اوس ورسره ټول پښتانه  مخ دي . ان په ځينو شعرونو کې خو يي دې همداسې حالاتو يو ډول وړاندوينه ليدلي  شو .
راځئ چې د پښتون غم تر سرليک لاندې د نوموړي د يو شعر يوبېلګه په ګډه ولولو :


نه مې بل درد ، نه بل فشار او نه افسون ژړوي
فقط په سرو سترګو مې تل  غم د پښتون ژړوي

د اتوم عصر خلک ويښ کړل ، شوه بدله دنيا
 نن که ويښ نه شو  نو سبا به مو په خون ژړوي

په علم فن کړي له يوبل سره سيالي مغربيان
موږ چې غافل يو زمانه به مو په خون  ژړوي 

...... تر پايه

( د زړه بڅري ، شعري ټولګه ، ۱۹ مخ )


دروند لېکوال او د افغانستان وتلې سياستوال خداي بښلې  استاد عبدالرحمن پژواک د ، خداي بښلي عبدالقدوس پرهيز په اړه د خپل يو يادښت په پيل کې وايي :


((  د پرهيز اشعار به دده د زړه بچري وي ، خو د هرپښتون  له زړه سره خاص ربط لري ))
د پرهيز په ټولو شعرونو کې دده  مخاطب پښتانه دي ، هغوي ته هغه دردونه او کړاونه ژاړي   او  له هغه توپان يي خبروي چې په دوي راتلونکي   دي .  او له دوي غواړي د مخه تر دې چې دا توپانونه رارورسېږي له خوبه راپورته شئ :

چې ژبه مړه وي تاسو هم ژوندي کيدلي نه شئ
واياست تر څو به د پردو ژبو وقار جوړوئ ؟


 او يا د الاهو په يو سندره کې چې پښتانه ماشوم ته  وايي :


ته يي پښتون وطن له تا نه لوړ فکرونه غواړي
دا وروسته پاتې هېواد ستا نه سم کارونه غواړي
نن د سبا ورځې د کار په پوهېدو شه للو
لالي  للو ، لالۍ للو په زنګېدو شه للو .

( د زړه بڅري ، شعري تولګه  څخه )
 
پرهيز ځاي پر ځاي هڅه کوي چې  خپل ولس  پوهې ، علم ، عرفان ، تمدن او معرفت ته راوبولې . ما چې د پرهيز  په شعرونه کې دا ځانګړتياوې ولوستې نو يو خو راته په زړه پورې په  دې  وې چې کلونه مخکې هم زموږ شاعرانو او لېکوالو هغه ويرونه ژړلې چې نن يي  هم موږ ژاړو . خو دې راته يو بل څه هم جوت کړل او هغه داچې زموږ ټولنه  لا هم د هماغه ننګونو او ستونزو سره مخ ده چې څو لسېزې دمخه  ورسره مخ وه ، موږ په تېرو څو لسيزو کې  لا هم نه يو توانيدلي  چې د علم ، پوهې ، عرفان او يووالي په لور حتي يو ګام هم پورته کړو .  او د خپلو ستونزو له هغه پيټې چې له کلونو راهېسې مو پر اوږو  دي  د يوې کمې برخې په کمولو هم نه يو توانېدلي.

ددې خبرې درک ماته يوه نهيلي  هم پيدا کړه . او هغه دا چې دې ټولنې او دې ولس چې د خپلو دردونو په اړه  يي د خداي بښلي پرهيز  او د پرهيز په څېر د نورو نارې او چېغې  نه دي اوريدلې نو د هغوي به څه واوري چې اوس همدا خبرې تکراروي .
موږ اصلاد څو لسيزو راهيسي خپل ولس ته همدا يو سرينده تکراروو ، هغه دا چې نړې د پرمختګ په حال کې ده ، ټېکنالوژي له يو ورځې بلې ته بدلېږي ، نوي  پير ډېرې  ننګونې راپورته  کړې  او پښتانه  د خپل وروسته پاتې والې له کبله د نړۍ يو محکوم  ملت دي  .

عبدالقدوس پرهيز  د مترقې مفکورې له کلکو پلويانو څخه  و ،  او دا ډول لوړ فکر او اند  دده په ليکنو ، او شعرونو کې له ورايه ښکاري .  خو  زما لپاره  د نوموړي  په شخصيت او هنر کې يو بله په زړه پورې خبره داده چې پرهيز  زموږ د ګڼو  نور مترقي لېکوالو پر خلاف د خپلو مترقي  افکارو  سره سره ، د خپل کلې له جومات او حجرې سره ، د خپلو ديني او ولسي ارزښتونو سره دښمني نه کوي . دې لکه د ځينو نورو په شان هېله نه لرې چې د دنګو غرونو او لري کيلو او بانډو ټول خلک دي   ښارونو ته په تمدن پسې کډې  بار او د نورو په رنګ کې دې رنګ شي  . بلکې دې غواړي چې تمدن دې په خلکو پسې کليو بانډو او سپينو غرونو ته واستول شي .
پرهيز  سره له چې د مترقې مفکوري پلوي دي ، خو د  خپلوخلکو په ديني اوعنعوي  ارزښتونو لکه د وخت د ځينې تش په نامه مترقيانو په شان ملنډې نه وهي بلکې خپله هم ددې  دواړو ارزښتونو سره خپل نېږدې تړاو پالي .  نه په ملا پسې بد وايي او نه  يي له هغې قومي مشره بد راځي چې په لويو  رسمي مجلسونو کې له  غټې  او له جلاله  ډګې پګړۍ سره ناست وي .
د (انسان او اسلام ) تر سرليک لاندې   دنوموړي يو اوږد ه شعر کې لوستلي شو چې پرهيز خپل مترقي افکار څرنګه د اسلام  اصولو او د خپلې ټولنې د ارزښتونو  په رڼا کې  وړاندې کوي .

که هر انسان په لاس کې ټېنګ د خداي قران ونيسي .
نو هله پوه شه لوړ مقام  به د انسان و نيسي . ...............................تر پايه

(  د زړه بڅري ، شعري ټولګې څخه  )

خدای بښلي  پرهيز په داسې يو عصر کې هم شاعري کړې چې دده د خپل ولس د ستونزو سربېره پر نړۍ  د دويمې نړېوالې جګړې سيوري خپور  و  . او د افغان  ولس له منځه پورته  شوي    دي  شاعر پر خپل وير د پاسه    د يو لوي او نړېوال انسان په څېر د نړې دا وير هم  په شاعرانه انداز ژړلي دي  ، ( په نړۍ د جنګ تورتم دي ) د شعر څو بيتونه د بېلګې په توګه :

 سپينه ورځ تپه تياره ده ، هېڅ رڼا نه معلومېږي
د نړۍ په شنه فضا کې د کينې ورېځې خپرېږي

د زر کالو ښې ، ښې مېنې ، لوړ اوچت عمارتونه
بشر ورانې کنډوالې کړې ، وروي پرې تل بمونه
صنعتي فابريکي ټولې ، شوې د خاورو انبارونه
په فلزونو او پولادو ، سره ډک شول ټول رودونه

دغه څه پېښه ده خدايه (ج)  ورځ په ورځ ژوندون ګرانېږي
څوک په توپو ټوپکونو  ، څوک له لوږې هلاکېږي

( د زړه بڅري شعري ټولګې څخه )

دا شعر خداي بښلي پرهيز په ۱۳۲۳ لمريز کال کې لېکلي ،  چې  د هغه پیر  شاعرۍ ته په کتنه يي د جګړې اغېزې په ډېر ښه توګه انځور کړې دي .

 


د خپلې ټولنې درد او د تاريخ په لوړو ژورو کې  د يو ولس په توګه د پښتنو د ژوندانه يون ته  خداي بښلي پرهيز په هغو دوو نظمونو کې ډېره ښه کتنه کړې چې  يو يي خوشال خان خټک او بل يي سيد جمالدين افغان ته لېکلې . دا دواړه نظمونه  د لېکونو په بڼه لېکل شوې او په کې د د پښتنو ددې سترو مشرانو سره د پښتونو په شتو ستونزو او ناخوالو خواله شوې دي .

ما چې  ( د زړه بڅري  )  په نوم د خداي بښلي پرهيز کومه شعري ټولګه ولوسته په دې کې ډېر کم داسې رومانټيک شعرونه شته چې  د اروښاد  د هغه وخت د تاندې ځوانۍ احساسات په ډاګه کوي . خو په ګڼو نورو شعرونو کې دې د خپل ولس او ځپلې ټولنې دردونه ژاړي ، هغوي د نوي او دده په وينا د اتومي عصر ، د علم او تخنيک د پرمختک او د نور نړۍ  د پراختيا غوښتې له امله  خپل ولس ته په راپورته شويو ننګونو او چیلینجونو  خبروي  .
خداي بښلي  پرهيز چې کله د روماني شاعرۍ تکل  هم کړي نو  خبره بېرته د زمانې ترخو حقيقتونو ته راستنه شوې :

وينم ستا په سترګو کې شوخي ده انګليسي غوندې
وړي په يو نظر له سړي هر څه اساسي غوندې

وينې مې تا خپله زه لوټلي او داغلي يم
تا د استعمار د ښکېل زده کړې  پاليسي غوندې

 بيا به مې د کومې مادې لاندې محکمې ته وړې
 لور د نوي عصر ، ستا ادا ده جاسوسي غوندې

( د زړه بڅري شعري ټولګې څخه )


خداي بښلې مجروح د اروښاد پرهيز د شعرونو په اړه په يوه تبصره کې وايي:
((  دا دنيا به د چا خوښه او د چا به نه وي  خوښه ، مګر داد شاعر دنيا ده ،  او  شاعر د هرڅه نه زيات خپل عالم ته قايل وي  ، او که د شاعر په سترګه دې دنيا ته وګورئ  نو ددې نه بله ښه او ښکلې دنيا نه شته ))

له شعر پرته خدا بښلي  عبدالقدوس پرهيز  په نثر کې هم  د ياد وړ کارونه کړې چې ګڼې ارزښتناکې او  د پام وړ مقالې او لېکنې يي د وخت په معتبرو خپرونو کې خپرې شوې دي .

اروښاد پرهيز د خپل وخت يو ستر لېکوال  او مفکر او شاعر وو ، زما څېر د ادب د لارې د يو مبتدي لپاره د هغه په  هنر او فکر غږيدنه   نه مناسبه او نه  هم اسانه د. خو  که په دې لېکنې سره مې په دې  برخه کې  د يو کشر په توګه د خپل  يو مشر  د حق يوه  برخه هم  ادا کړې وي زه به خوشاله  يم .

خداي بښلې پرهيز که له خپل هېواد او ولس سره هر څومره مينه لرله  خو تقدير هغه يو وخت اړ کړ چې هېواد پرېږدي او کډوال شي . په لويديځ کې يي د پرديسۍ ډېر کړمې وګاللې . د د پرديو ماښامونو پرديو رنګونو تر ډېره  وزوراوه . او اخر  يي په همدې غربت کې د خپل ولس  د يو سوکاله سباون په هېله له  دې نړۍ سترګې پټې کړې .
اروا دې ښاده وي .
خو تر شا يي خپل چاب او ناچاپه اثار  او څو ګلالي فرهنګپال او په پښتو مئين اولادونه پرېښودل  ، ما څه موده مخکې  په مونشن کې دده له فرهنګپالو زامنو   جمال ناصر ، امير کرورړ ، امير فولاد   ،  لمر  او پاسوال  سره وکتل   ، دې هر يو سره له دې چې کلونه کلونه له خپل هېواده لرې اوسيدلې . خو په سترګو کې يي لا هم   د خپل ولس ،  خپلې ژبې ، او خپل قام مينه څپې وهي   زه باور لرم چې   د خداي بښلي پرهيز  د ادب ، علم   او هنر بله ډېوه به همداسې بله پالي .
خپله دا ليکنه د  د اروښاد پرهيز  صيب په دې  شعر پاي ته رسوم چې :

څوک دولت غواړي له خدايه ! څوک سوالونه د ايمان کړي
په ايمان چې پرهيز  تا غواړي محبوبې ، دې له نورو نه بېزاره.

اجمل اندبلاګ نه په مننه  

 
بېرته شاته