لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
د سليمان لايق د کليزې په وياړ
لیکوال: حفیظ همیم   نېټه: 12.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 که لايق پخپلو خلکو مين نه وای

دا په وينو سره شعرونه به ليکل چا؟
ښايي زموږ نسل يو وخت ووياړي چې يا يې سليمان لايلق ليدلی و او يا يې په هغې پېړۍ کې ژوند کړی چې لایق هم پکې ژوندی و. دا خبره ما يو وخت د خپل ګران استاد پوهاند دکتور مجاور احمد زيار په اړه هم يوه ليکنه کې ليکلې وه او دا دواړه يوه مشترکه وجهه لري. دوی دواړه د افغاني ټولنې د مرجو ټولنيزو او سياسي کوډونو خلاف مهربانه، رښتيني، زړور او پخپل علم و فن کې بېساري ظرفيتونه او سټې دي.
سلیمان لايق خولور، زړور، رښتينی او وطندوست اديب او شاعر دی. دی پخپل شعر کې هم کټ مټ هغسې موندلی سئ چې پخپل ژوند کې دی. په شعر يې سياسي او مفکوروي رنګونه پراته دي خو په ۱۹ او شلمه پېړۍ کې ښايي ګوتشمېر خلک وي چې زموږ د ټولنې رښتينی انځور يې پخپله شاعري کې خوندې کړی وي او له دې ډلې يو هم سليمان لايق دی. اې د ازادۍ خاورې تاته مو سلام دی...يو انقلابي سرود دی خو د ټولنې او وطن د پېړيو د يوه محروم انسان د سياسي او ټولنيز ژوند تابلو ده. له شعره ور هاخوا د لايق صاحب زړورتيا ښايي زموږ د تېرو څلورو لسيزو په ډېرو لږو او يا يو دوو سياستوالو کې وي. دی لومړی سړی و چې په رسنيو کې يې غږ وکړ چې د خپل ځان په اړه په محکمه کې حساب و کتاب ته چمتو دی. ده په دې خبره ثابته کړه چې لایق په رښتيا هم له دې وطن سره مينه لري. 
دوست دارم این وطن را
دوست دارم سنگ او را، کوه او را
دوست دارم قلب خود را، خانه اندوه او را
دوست دارم این وطن را
خاک او را
ابرهای مست و هیبت ناک او را
دشتهای خشک گرما گشته و بی آب او را

دوست دارم این وطن را
برفراز کوهساران آسمان پاک او را

دوست دارم این وطن را
لانه ویران او را
خانه دهقان او را
در بر آزاده کوهستان غریو هی هی چوپان او را
بهمن و طوفان او را
غرش و عصیان او را
دوست دارم این وطن را
وادی شاداب او را
آمو و مرغاب او را
باد او را، ابر او را، آب او را
رستخیز موج از خود رفته و گرداب او را
لحظه های تنگ او را
چهره خشمیده و آژنگ او را
صلح او را، جنگ او را
سرگذشت زنده جاوید و با فرهنگ او را

دوست دارم این وطن را
باز گردون تاز او را
در نبرد قهر و طوفان آیت اعجاز او را
بر فراز دور دست آسمان، پرواز او را
بال بی آواز او را

دوست دارم این وطن را
ظلمت شبهای او را
در نبرد زندگانی جاده غمهای او را
در افقهای زمان استاره فردای او را
رزم او را، فتح او را، آینده زیبای او را

د لايق صاحب کليزه دې ورته مبارکه وي، اوږده، هوسا او ارام ژوند او روغه سټه ورته غواړم.
 
بېرته شاته