لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
درملنه
لیکوال: ډاکټر محمدحنيف حيران   نېټه: 12.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 پر کټ پروت ځوانکي خپلې رنځورې سترګې په سختۍ ورپورته کړې. د روغتون مشر ډاکټر د واټ ښايستوکې مسوءلې نرسې ته سپارښتنه وکړه، چې وخت په وخت د ځوان د وينې فشار، تبه او نور معاينات وڅاري او د ستونزې په وخت کې نوموړي ته خبر ورکړي. د ځوان پر پتري نېولو شونډو يوه د هيلو ډکه موسکه وغوړېده.

سهار وختي يې تر څنګ په کټ کې پروت بل رنځور زګيروي پيل کړل، شېبه وروسته يې پيوازان په نرسې پسې ورغلل. نرسه په منډه راغله، څو يې چې د ناروغ تر مټ د فشار پټه تړله، ځوان اخري سلګۍ ووهله. پیوازانو يې چغې وکړې؛ خو څه نه کېدل. پر کټ پروت ځوان د سترګو له کونجونو چې د اکسېجن کڅوړه يې پر پزه ورسريخ وه، د مړي کټ ته ارمانجن ورکتل او له سترګو يې دوې غټې اوښکې د نريو برېتو خوا ته روانې وې. د دې اوښکو په سيندکې هم د مړي او پيوازانو تت انځورونه ښکارېدل او هم يې خپل مرګ او ژوند سره غاړه غړۍ وليدل.
شېبه وروسته د ځوان مېرمن راغله. واټ ته په رارسېدو يې چغې پيل کړې. د ځوان په سترګو کې لا هم ارمانجنې اوښکې ځلېدلې. د مېرمنې چغو يې ته وا زړه بوټ راواېست. ساه يې په زوره زوره اېستله، نرسې هڅه وکړه چې مېرمن يې وپوهوي، چې ناروغ ته د ژړا پر ځای بايد ډاډ ورکړل شي؛ خو لا هم په واټ کې سوو چغو آذانګې کولې.
ځوان شديد شاک خوړلی و. درملنه يې ستونزمنه وه. څو ځلې ډاکټرانو سره وپتېله چې پيوازان يې يو ډول وپوهوي، چې د ناروغ درملنه ناشونې ده، بايدکور ته يې يوسي؛ خو د روغتون مشر ډاکټر ووېل، چې د ځوان اروايي درملنه پکار ده او دا کار ممکن دی. که مونږ او تاسې مرسته ورسره وکړو، پيوازان يې وپوهوو، له وخت تېرېدو سره يې ناروغي له منځه ځي.
وړاندې تر دې چې مشر ډاکټر نورې خبرې وکړي، ښايسته نرسې ته يې مخ ورواړاوه: ــ دا کار ته کولی شې، زه درباندې باوري يم، هيله ده چې له زړه نه دا کار وکړې...
د ځوان مېرمنې د ښايستوکې نرسې نازونه، کړنې او له ځوان سره تشريفاتي چلند نه خوښېده. نرسې يې که هر څو مېرمن له دې نزاکتونو خبره کړه؛ مګر د مېرمنې زړه داسې انګېرله، ته وا بنه يې د دې پر وړاندې مېړه ته اداګانې کوي.
نرسه ته وا خدای د ځوان د درملنې لپاره پيدا کړې ده. په پستو وريښمينو ګوتو به يې پر قاشوغه پيرني، مستې او نور خوراکي توکي په خوله کې ورکول. د لاس ګوتې به يې پر خپلو پستو لاسونو کېکاږلې. شېبه په شېبه يې چپرکټ ته راتله، له خمار او خياله ډکې سترګې به يې د ځوان په سترګو کې ښخې کړې او دومره په ناز به يې خبرې ورته کولې، ته وا مور نازولي ماشوم ته يا يو غرق مين خپلې محبوب ته د پسرلي په شاعرانه شپه يوازې د مينې او عشق کيسې کوي. 
ځوان به رنځورې سترګې په خوند ورپورته کړې؛ خو د خبرو سېکه يې نه درلوده. شونډې به يې وا کړلې او زيړو وچو اننګو به يې پټه ځلا وکړله. کومه شېبه به چې نرسه په واټ کې نه وه، ځوان به ناروغې سترګې ګردې پسې وګرځولې.
د مشر ډاکټر په لارښوونه يې ځوان ناروغ ته ځانګړې کوټه ورکړه، داسې کوټه چې تر کړکۍ د باندې ښايستوکې ننداره کېدله، يخه او تازه هوا به راتلله، مرغان به يې ليدل او د مرغانو له سندرو به يې کېف اخيست. ځوان ته يې د مينې او نوي ژوند احساس ورکړ.
ځوان کرار کرار ښه کېده. اوس يې څېرې سرخي کړې وه او سترګې یې هم بيدارې پورته کولې. خو لا يې هم درملنې او مينې ته اړتيا وه. لا هم ځوان د دې جوګه نه و، چې پورته شي، کېني او خپله خوراک وکړي. ښکلې نرسې خپله اروايي درملنه روانه ساتلې وه، مشر ډاکټر يې له دې کاره ډېر راضي و.
ځوان به ډډې پورته کړې، هڅه به يې کوله چې پورته شي، خو دومره زور به يې نه درلود. سهار چې نرسه اتاق ته ورغله، ځوان اشاره ورته وکړه چې غواړي په کټ کې کېني. پيوازی يې د باندې وتلی و. نرسه وغوړېده، په خوښۍ يې دواړه لاسونه د ځوان تر وليو ورتاو کړل او په احتياط يې په چپرکټ يې کېناوه، شاته يې بالښت ورته کېښوده. ځوان موسک موسک کېده او نرسه يې لا هم لکه مهربانه مېرمن يا محبوبه تر څنګه ناسته وه. 
شېبه وروسته ځوان لومړی د نرسې له لاسه ډوډۍ واخيسته او په خوند يې خولې ته پورته کړه، بيا يې ښی لاس په خوند د نرسې تر ملا راتاو کړ. نرسې له چپرکټه په وارخطایۍ لاندې ټوپ کړ او په بيړه له خونې راووته.
پای
 
بېرته شاته