لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
ښاغلي اکاډيميسن سليمان لايق نهه اتيايمه کليزه
لیکوال: عبدالهادي هادي   نېټه: 12.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 (شمله راډيو به سبا ته په سيدني کې، د ستر لايق نهه اتيايمه زيږدورځ لمانځي)


نن د افغانستان د کم ساري شاعر، بيجوړې ليکوال او لوی انسان ښاغلي اکاډيميسن سليمان لايق کليزه ده. 
خپله بابا شوي ستر لايق صيب، د افغانستان فرهنګي،ادبي او علمي کړيو او موږ ټولو ته دې مبارکه وي.
منان ربﷻ دې د افغانستان دغې لويې هستي ته د لا ډيرو ارزښتناکو آثارو د تخليق له پاره ، لسګونه کاله نور عمر ورکړي.
ما کلونه دمخه، هغه وخت چې په کابل او ټولو ښارونو کې د جهادي شوکمارو تالان ګډ وو او زموږ کلي ، کورونه او ښارونه د اورونو په بټيو کې سوځيدل ، د افغانستان وير ته ناست لايق ته، يو شعر ليکلی وو، دغه شعر زما يوه کتاب کې هم چاپ شوی او ګمان کوم دلته مې هم کله خپور کړي ،خو نن يې بيا د نه تکراريدونکي لايق بابا د کليزې د نمانځلو په نيت خپروم:

بابا ته
بابا دا ډيره موده وشوه چې احوال دې نه شته/
نه چې نازک، نه چې شاعر زړه دې آزار ليدلی؟/
په خدای قسم ماته مې مات زړه ګواهي راکوي/ 
چې کوم يو شک دې بيا د ښکلي زړګي ښار نيولی/ 
*****
بابا منم ته به خپه يې او ګيله به لرې/
خو موږه هم د بيوسيو پر امبار پراته يو/
موږه چې سترګې غړولي په غمونو سر يو/
د خپلو ماتو ماتو هيلو پر مزار پراته يو/
*****
ته خو لا ښه وې تا مستي او هم ځواني لرله/
که نور څه نه وو نو پغمان او ننګرهار دې وليد/
څومره نيکبخت وې چې چونغر ته به دې زړه تشاوه/ 
او د باګرام د ښاپيريو هر يو ښار دې وليد/
*****
موږه له موره په قفس په جيلخانه کې پيدا/
موږه فلک يو د ستم بنديخانه کې پيدا/
بابا! منې چې موږه خپل کلی او ښار ونه ليد/
موږه د دارنګه نادودو زمانه کې پيدا/
*****
موږه په لږ عمر هم کفر هم اسلام وکتو/
هم مو ملا نه د کافرو لاسنيوی وليده/
بيا مو امام په سپينه ږيره او په سپينه قبا/
د يوې ښکلې فاحشې د کوڅې سپی وليده/
*****
بابا دا ډيره موده وشوه چې احوال دې نه شته/
نه چې نازک نه چې شاعر زړه دې آزار ليدلی/
په خدای قسم ماته مې مات زړه ګواهي راکوي/
چې کوم يو شک دې بيا د ښکلي زړګي ښار نيولی/
*****
بابا خبر يې چې وطن باندې دې څه تيريږي؟/
هم دې هري، هم دې بخدي، هم دې باميان وسوځيد/
هر يو ارزښت يې د چلم په سرخانه کې ايښی/
دلته جومات، دلته کتاب دلته قرآن وسوځيد/ 
*****
پر تا چې ګران وو آ، د ښکليو ښاپيريو وطن/
هغه وطن د ترابان ديو په پنجو کې ګير دی/
تا يې چې هر کاڼی، او بوټی په سندرو نمانځه/
هغه د سرو ګلونو کلی په لمبو کې ګير دی/
*****
ښه ده چې لرې يې، خبر نه يې، ليدی يې نه شې/
دلته سندرو ته، نغمو ته هم سزا ورکوي/
دلې که ښکلې ښاپيرۍ زلفو ته څنډ ورکړي/
دره په سر، دره په ملا ورته ملا ورکوي/
*****
تاته ياديږي د کابل د ښاپيريو حسن؟/
چې يې د لمر له رڼاګانو نه هم ستر کاوه/
ما د پنجاب د تورلينګيو ښار کې وليدلې/
چې يې يوې مړۍ ډوډۍ له پاره فقر کاوه/
*****
زموږ مشرانو موږ ته يو وطن خطا پرې ايښې/
زموږه نسل د مشرانو په ګناه کې سوځي/
لکه ( ثمود) چې د يو څو تنو ګناه کې وسو/
دا لوی وطن د خطا کارو په سزا کې سوځي/
*****
بابا دا ډيره موده وشوه چې احوال دې نه شته/
نه چې نازک، نه چې شاعر زړه دې آزار ليدلی؟/
په خدای قسم ماته مې مات زړه ګواهي راکوي/
چې کوم يو شک دې بيا د ښکلي زړګي ښار نيولی/
 
بېرته شاته