لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
داغلې نادیه ندیم لنډ ژوندلیک
لیکوال:   نېټه: 11.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

اغلې نادیه ندیم، د محمدفاروق لور او د الحاج محمداشرف لمسۍ ده، چي په ننګرهار ولایت کې زېږېدلې. لومړنۍ زده کړي یې د ننګرهار په (بي بي زینب لیسه) کي تر یوولسم ټولګۍ پوري رسولي دي او په 1387 کې یې په کابل ښار کې د درخانۍ په نوم له یوې مشهوري لیسې څخه د دولسم ټولګۍ د فراغت سند(شهادتنامه) ترلاسه کړ.

اغلي ندیم د ټولو سیاسي او کلتوري مشکیلاتو سربېره د خپل زده کړي سفر دوامداره وساتی او په 1392 کال کې یې د کابل له یو مشهور خصوصي پوهنتون څخه د حقوقو د پوهنځۍ لیسانس سند واخیست او له همدې شهکار سره جوخت یې په 1393 کې د یو بل معیاري پوهنتون څخه له ډېر زیار وروسته د ژورنالیزم او عامه اړیکو په څانګه کې هم د دوهم لیسانس سند اخیستو ویاړ ترلاسه کړ. په پرلپسې توګه د دوو لیسانس سندونو له اخیستو سره سم اغلي ندیم د کابل په مشهورو خصوصي پوهنتونونو کې د استادۍ په توګه د سپېڅلي دندي افتخار هم را خپل کړ؛ چي ترڅنګ یې ورسره په 1394 کال کي له کاتب خصوصي پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو په څانګه کې ماسټري هم واخیسته.

استاد نادیه ندیم په خپل دې ټولو لاسته راوړنو او خدمت بسنه ونکړه او د خپل علمي بهیر ترڅنګ یې په ټولنه کې د سیاسي او مدني فعالیتونو څلی هم هسک ساتلی ؤ، کله:

• 1:- په 1390 کال کې د طلوع نامزد (د ځوانانو د سیاسي افکارو د پرمختګ ) خپرونه کې د دوهم مقام ګټل؛ او په همدې کال کې، په رسمي توګه د (ځوانانو د افکارو د پرمختګ ټولني) ایجادول؛ 

• 2:- په 1391 کال کې (د ځوانانو د سولي ملي جرګې) سره د ویاندي په توګه د مسؤلیت مخي ته وړل؛

• 3:- او په 1395 کې یې( د مدافع وکیلي ) په توګه د رسمي کار کولو جواز اخیستل.

اغلې ندیم هیواد ته د خپلو ټولو کړل شویو، دوام لورونکو او راتلونکو خدمتونو سربېره، د مینوالو ملاتړ ملګرو په تشویق او بلنه، اړه شوه، چي د لا ناپایه او تلپاتي ولسي او خدایي خدمت په نېت، له ننګرهار ولایت څخه د پارلمان ټاکنو ته نومانده شي او ولس ته تر خپل انساني وس پوري د بسم الله خدمت لړۍ په یوه پراخه توګه پرمخ یوسي.

 
بېرته شاته