لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
د اغلې خاطرې اسحاقزۍ ژوندلیک
لیکوال:   نېټه: 10.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

خاطره اسحاقزۍ په  ۱۳۶۲ لمریز کال په  کندهار ښار کې زیږیدلې ده د پلار مرحوم د دندې له امله یې کورنۍ کابل ته راکډه سوه زده کړي یې د کابل د پینځه سوه فامیلیو په عالی لیسه کي پیل کړې. د کورنیو جګړو پرمهال د ډېرونورو افغانانوپه څېر د اغلې اسحاقزۍ کورنۍ هم کډوالۍ ته مجبوره سوه. په پردي دیارکي یې ژوند ته دوام وکړ ترهغو چې د موقتي ادارې په رامنځ ته کېدلو، ترشاوخوا نهه کلونو مهاجرت وروسته، بیرته کابل ته راستنه سوه.

په ۱۳۸۲د پینځه سوه فامیلیود لیسې تر فراغت وروسته اغلې اسحاقزۍ د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځۍ ته بریالۍ سوه او ورسره یې ادبي مطالعه هم پیل کړه.  شعرونه، لنډي کیسې، ادبي ټوټې او نور ادبي ژانرونه لیکل یې پيل کړل.  د زده کړو ترڅنګ یې په رسنیوکي دنده واخیسته. په طلوع او لمر تلویزونونو او ارمان راډیو کي یې د پښتو ژبي د مشهوري ویاندي په توګه ځان راڅرګند کړ او په ۱۳۸۷ کال کې یې لیسانس دوره پایته ورسوله.

تر څه باندي درې کاله رسنیزو تجربې وروسته  د ملګروملتونو د کډوالوچارو د یوې پروژې مسوولیت ته یی اوږه ورکړه. د اتومیاشتو په اوږدوکي د دغي پروژې تربریا وروسته یې پرځان اعتماد لاپوخ سو او د خپل شخصي دفتر درلودلو په فکر کي سوه..
خاطره اسحق زی د افغانومېرمنو د عامه پوهاوي اړوندو چارو کي یې د فعالیت په موخه خپله شخصي انجو رهبري کړه د هیواد په دوه ویشتو ولایتونو کي یې دښځو د ظرفیت جوړونی– روغتیا – ټاکنو – معتادینو – او تاوتریخوالی د مخنيوي په اړه ترڅلویشتو ډېري پروژې عملې کړي. 
د افغانو مېرمنو د ټولنیزي کلتوري او ادبي ودې په موخه یې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیرپه رامنځ ته کولو کي ډېره هڅه وکړه چي د یاد بهیر فعالیتونه اوس د هیواد دننه او بهر خورا پراخ سوي.
اغلې اسحاقزۍ د شخصي انجو د رهبرۍ ترڅنګ په ۱۳۸۹ د افغاني سرې میاشتي د ریاست په دننه کي د کابل د زون مشره وټاکل سوه. دوه میاشتې یې لا نه وې پوره چي وړتیایې ثابته او د یاد ارګان د رهبرۍ پلاوي له لوري د بهرنیو اړیکو د ریاست مشره وګمارله سوه. پر یاد موقف ترڅه مودې کارکولو وروسته چي د اغلې اسحاقزۍ دندي او بوختتیاوي ددې د زده کړو مانع سوې نو وې غوښتل چي د سرې میاشتي له دندي استعفا وکړي خو د سرې میاشتي د رهبرۍ پلاوي یې د کاري سابقې سره د علاقمندۍ له کبله استعفا ونه منله او وې غوښتل چي د ګټورو تجربو او ښه استعداد څخه یې ګټه واخلي؛ نو یې د دې د زده کړو د زمینې برابرولو په موخه د افغاني سرې میاشتي د لوی ریاست د ستري سلاکاري په توګه وټاکله.
نوموړې دکابل پوهنتون د فراغت څخه ترڅه مودې فاصلې وروسته په ۲۰۱۱م کال یو واربیا خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. دا پلا د هندوستان د مشهور پوهنتون ایلیمز څخه په عامه اړیکو او سیاسی علومو کي د ماسټرۍ  داخله واخیسته چي څو  په ۲۰۱۳کال کې دا علمي سفر هم بشپړ کړ.
دشعر او ادب په برخه کی  د بېلابیلو شعرونو ترڅنګ  د ادبي ټوټو ، ادبي مقالو او ازاد نظمونو درې ناچاپه کتابونه لري.

اغلې اسحاقزۍ  په پښتو، دری، انګلیسي، اردو او عربي ژبو خبرې کولای سي. 
د ماسټرۍ د بشپړیدو ورورسته یی اراده وکړه، چې د کابل  میشتو هیوادوالو استازولی وکړي نو ځکه د  کابل ولایتي شورا ته ځان نوماند کړ. د سترې مبارزې او د تیرو ښو کړنو له امله یی  چه د ولس او ځوانانو ملاتړ له ځان سره درلود  د کابل په کچه د زرهاوو رایو په اخیستلو سره بریالۍ شوه، څو د کابل په ولایتی شورا کې دکابل میشتو خلکو استازولي وکړي.
خاطره اسحاقزۍپه کابل ولایتي شورا کې هم ډېر کارونه کړي دي، چې یو څو عمده یې دلته یادوو: د ځمکی پر سر د شخړو ، د قتل موضوعات ، فامیلی شخړو حل ، شخصی تربګنیو شخړو جرګې وکړي همدارنګه د ښځو د حقونو د دفاع ، د میرمنو او انجونو پر وړاندې د زور زیاتي ، په بیلا بیلو ادارو کې د ښځو ګمارنې برخه کې هم ګڼې لاسته راوړني لري د پورتنیو فعالیتونو تر څنګ دځوانانو د یووالي او اتحاد او ځوانانو ته د یې د لوړو زده کړو د بورسیو په برابرولو کې هم هلې ځلې کړي دي، چې ډېری د همدغو ځوانانو په ملاتړ او هڅوونه دا ځل اغلې اسحاقزۍ وهڅول شوه، چې له کابل څخه د پارلمان لپاره کاندیده شي او په ولسي جرګه کې د ځوان قشر استازولي وکړي. 
د سرلوړی سوکاله او خپلواک افغانستان په هیله
 
بېرته شاته