لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د ښاغلي بشرمل افغانورور ژوند لیک
لیکوال:   نېټه: 10.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 

‎بشرمل افغانورور د شیرالرحمن زوی په کال 1365  کابل کې زېږېدلی دی او خپلې لومړنۍ زده کړې يې د شینوارو اچین ولسوالۍ د عدلخیلو په کلي او لېسه یې په د کابل په نادریه لېسه کې په عالي درجه بريالی شوی دی. افغانورور د ازادې سیالۍ له لارې د هندوستان هیواد د بورسونو په ازموینه کې بریالی شوی او په 2007 کال یې د پونې ښار په پوهنتون کې له اقتصاد پوهنځي په عالي درجه فارغ شو. د یونېټار پروګرام کې یې هم په دوبۍ او ترکیه کې ګډون کړی دی او بیا یې ورپسې د یومف پوهنتون د عامه ادارې برخه کې ماسټري کړې ده. 
دندې: 
 ‎په کال 2010 د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست کې د پروژو لوی مدیر، د قانون دپلي کولو لوی مدیر، د کوچنی مالیه ورکونکو د بررسۍ امر او د قانون دلارښود امر پاتې شوی دی. ‎افغانورور په خپله اته کلنه کاري موده کې له هیواده بهر په بېلابېلو کورسونه او کنفرانسونو کې برخه اخیستې ده او د هېواد ښه استازولي یې کړې ده. اوسمهال له ننګرهاره پارلمان ته کاندید دی.
 
بېرته شاته