لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
د ښاغلي ادریس ستانکزی ژوند لیک
لیکوال:   نېټه: 04.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 

ادریس ( ستانکزی ) د عبدالقادر ( ستانکزي ) زوی په ۱۳۷۰ لمریز کال د وري د میاشتې په لسمه نېټه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د صد مردې په کلي کې زیږیدلی دی.

نوموړي خپلې لومړنۍ، منځنۍ او د لیسې دورې زده کړې د کندهار ولایت په صوفي ذکور لېسه کې پای ته رسولي او خپلې لوړې زده کړې یې د لسانس په کچه د مشعل پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځۍ څخه تر لاسه کړي.

ښاغلي ستانکزي په تېره یوه لسېزه کې له حکومتي ادارو سره د عامه اړیکو په برخه کې د سلاکار په توګه دندې تر سره کړي او د دې تر څنګ د کلونو راهیسې په سیاسي او مدني فعالیتونو کی ونډه اخیستې. ښاغلي ستانکزي اته کاله وړاندې ځوان بهیر بنسټ یې کېښود چې نوموړي بهیر له پیل نه تر اوس مهال د افغان ځوانانو د ویښتابه ، پرمختګ ، تعلیم ، کارموندنې ، عامه پوهاوي ، او د افغان ځوانانو لپاره د سیاسي رهبرۍ او آدرس جوړولو لپاره کار کوي.

ادریس ستانکزی ملي ګټو ته ژمن ځوان دی چې  هېواد او ملت ته د لا خدمت لپاره یې د کابل د خلکو په استازيتوب د ولسي جرګې نوماند دی.

 
بېرته شاته