لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
صابر شينواري شعري ټولګه چاپ شوه
لیکوال: ممتاز اورکزی   نېټه: 30.07.2018   خپرونکئ:   سمسور  

د ګران ورور صابر شينواري شعري ټولګه چاپ شوه ټولو پښتنو سره سره دې ما ته هم مبارک وي .

د صابر مجموعه په داسي وخت چاپ کيږي ،چي ټراييکا نړيدلې ده .خو صابر د ورور ولۍ حق ادا کړے دے .چې د سبا رنګ تړون يې د تسنيم صيب په نوم کړے دے .کاش تسنيم صيب ژوندے وے .او په سبا رنګ د هغويي ليک هم وے .ما په دې معتبر کتاب د ليک د پاره ډاکتر اظهار صيب ته خواست کړے وو.خو هغويي مصروف خلق دي .چار يې ښه کور يې اباد نه يې ليک اوکړو او نه يې زما د مسيجونو څه ځواب راکړو .
د سبا رنګ شاعري تر کافي حده په فيسبک خوره شويده .او د ملګرو د خوښې وړ ګرځيدلې ده .ځکه چې د سبا رنګ شاعري خو نه هغه شاعري ده .چې د ژوند سره يې تړې نو اول به ورته د روح بندوبست کوې ګني نو بله يې هيڅ چاره نه کيږي .د سبا رنګ شاعري په خپله ژوند دے او په خپل روح ژوندۍ شاعري ده .او نه هغه شاعري ده چې معنا ترې را اوباسې ( نو د شعر) د ( مچ) په تشريف به د د جديدو علومو نه د اقتباساتو ټول ډبلي ورمنډې .هله به ترې څه را اوځي .څه نه مطلب دا دے .چې د بې ځايه علميت د اظهار ډبلے پاتې شي .او د شعر د مچ هيڅ پته او نه لګي .نن سبا دا روش عام شوے دے .
د صابر شاعري په خپله خپل ابلاغ کوي .ځکه چې شعر يې د غني معروض نه سرچينه اخلي .نه چې د جديديت او ما بعد جديديت په نوم هغه مقروض نه چې لا تر اوسه په خپله هم موړ پټ نه دے .را ځۍ د صابر شينواري د يو غزل سره درته سبا رنګ را سپړم ................و من الله توفيق

غزل
د ولاړ مـزل په منډه باندې پايـم
سرابونه دي صحرا ده او تنها يم
د خپل ذات د ګويائې نه هم ويريږم
چرته دا راته ونه وائي چې ستا يم
څه رڼا په رڼا ورځ حمله آور شوه
څه تيارو چغې راوکړې چې بلا يم
تعارف مې په يو دوه ټکو کې وکړ
ما به څه ويل چې دا یمه او دا یم
راته هيچا غږ ونکړو چې زما ئې
خدای خبر شه چې صابره زه د چا يم
 
بېرته شاته