لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
له اوربنده وروسته امارت د حقارت پر لور
لیکوال: جمشید غزنیوال   نېټه: 20.06.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 د طالبانو د جګړې لومړی منطق چې دوی يې خورا په افتخار مطرح کوي او يا به يې کاوه، دا وه چې د دوی جګړه بين الافغاني نه ده، د امريکا خلاف ده او څوک چې د امريکا خلاف نه جنګېږي، هغه د طالب دوست نه دی. بل دا چې جګړه ديني ده، بله هيڅ انګېزه نه لري.


خو له دومره غرونه غرونه ادعاوو سره د تېر کوچني اختر درې ورځې چې طالبانو اوربند اعلان کړ، په ټول افغانستان کې يو خارجی هم نه دی وژل شوی. د طالبانو په الامارة سايټ کې ټول خبرونه دا وو چې په پلاني او پلاني ولايت کې د امارت د مشر اختريز پيغام ووېشل شو، ولوستل شو…

اوربند څرګنده کړه چې د طالبانو د امارت شعار او د امارت کردار دوه جلا فکټورونه دي. د امارت عمومي شعار چې هره ورځ بدرګه کېږي، دا دی چې ګواکې د دوی جګړه په اصطلاح د امريکا د اشغال خلاف ده. زما په تېره ليکنه «امریکا ته کوچ، حکومت ته چاړه طالبان» کې ما د ملکي تلفاتو د کچې حوالې راوړې وې، هلته څرګنده شوه چې طالبانو د امريکا خلاف په اعلان جګړه کې د افغانستان بشري قوه او بنسټونه تباه کول غواړي او تر اوسه يې د جګړې نتېجه هغسې نه ده راوتلې لکه څنګه چې د دوی په لايحو کې د افغان او مسلمان په ګټه تشريح کېږي.

پر حکومت د طالبانو نيوکه دا وه چې خپل تصاميم نه‌شي عملي کولای، بلکې هر څه امريکا کوي، خو موږ وليدل چې حکومت د خپل اوربند تر اعلان وروسته د اوربند پوره رعايت وکړ او منجمنټ يې کړ. برسېره پر دې يې امريکا او ناټو ملاتړ هم وکاوه. حال دا چې د اوربند او بيا يو طرفه اوربند اقدام ستر جرأت غوښت او دغه ابتکار حکومت وکړ.

د طالبانو اوربند ظاهراً د طالبانو له خوا داسې معرفي کېږي چې ګواکې د حکومت له اوربند سره يې هيڅ تړاو نه درلود او د دوی په وينا، دوی په هر اختر کې دا له اعلانه پرته کاوه. اوسني اوربند څرګنده کړه چې د طالبانو اوربند کاملاً د حکومت د اوربند اغېز و، د حکومت اوربند د اوربند د وجودي فلسفې بنسټ را منځ ته کړ. په افغانستان کې اوربند په دغه شکل اوسني نسل نه ليدلی و او نه يې زده و. بله پوښتنه دا ده چې که طالبانو هر اختر اوربند اعلاناوه، پټ ولې و او ګټه يې څه وه چې اعلانېده هم نه؟

د طالبانو يوه خبره دا وه چې اوربند يې ځکه اعلان کړ چې افغانان په سوله او ارامي کې په ډاډه زړه اختر ونمانځي. که د روانې جګړې ستونزې همدا وي چې اوربند يې په درولو ستايل کېږي، بيا نو د جګړې ماهيت څنګه مقدس ګڼل کېږي؟ يعنې چې په جګړه کې جومات په امن نه دی او په اوربند کې مصوون دی؛ نو بيا د جګړې د تمديد دليل څه دی!؟

که اوربند د دوی خپل مستقل تصميم و، د خلکو هوساينه خو په روژه کې لا لازمه وه، دوی خو په روژه کې د خپلو وحشتونو ريکارډونه مات کړل. د دې خبرې بل ثبوت دا کېدای شي چې که دوی تر يوې قوماندې لاندې وو؛ نو ولې بيا د دوی له خوا د اعلان شوي اوربند موده څو ساعته را لنډه شوه او د اختر پر درېيمه ورځ تر غرمې وروسته يې بېرته خپلې دندې ته ادامه ورکړه، تعرضونه يې پيل کړل؟

له دې معلومېږي چې د اوربند موفقې تجربې او د خلکو بې‌ساري ملاتړ دوی سخت وارخطا کړي دي، دوی پوه شول چې په خپلو صفوفو کې یې هم څوک د دوی د داعیې پر مشروعیت چندانې باور نه لري.

د طالبانو د مشرانو او په اصطلاح تيورسنانو څو اډيو غږونه خپاره شول چې يو ملا شهيدخېل، دويم ملا محمد يعقوب ولد ملا محمد عمر ته منسوب دی او درېيم د يوه بل ملا دی. دوی په ډېره خواشيني له خلکو او دولتي منسوبينو سره د خپلو افرادو عکسونه تحريم کړل، منافقت يې پرې تاوان کړ، د دوی له جهاده يې بېزاري اعلان کړه او د «خرکو…انو» خطاب يې ورته وکړ.

د دې تر څنګ له رويټرز اژانس سره په مرکه کې د يوه طالب چارواکي په حواله ويل شوي وو چې طالبان به خپلو ټولو هغو غړيو ته انضباطي جزاوې ورکړي چې له دولتي کارمندانو سره يې عکسونه اخيستي دي. له دې دا هم معلومېږي چې طالبانو دا هيڅ نه وه فرض کړې چې اوربند به يې په صفونو کې په دغه کچه له جګړې د بېزاري نتايج برملا کوي. د دوی په کشره او جنګول کېدونکې طبقه کې له جګړې د ستړيا احساس اوج ته رسېدلی، خو په کوټه، کراچۍ، ميرانشاه، وزيرستان او پېښور کې ناستو مستريحو مشرانو يې د ملايان د دين له سټيج او مايک څخه استخدام کړل چې طالبان د ولس له منځه په ډېره توبيخي بڼه را وګرځوي او د جګړې مړژواندي شوي احساسات يې بيا په جوش راولي. دوی خپل موقفونه نعوذبالله د خدای پاک د مقام په سطح وړاندې کړل.

د طالبانو اوربند طالبان ځکه د حکومت له اوربند سره بې‌تړاوه بولي چې بيا يې د سر د علماوو د فتوا تر غونډې پورې رسېږي. طالبان نه غواړي چې خپل اوربند د افغانستان د ۳۵۰۰ عالمانو د فتوا پر اساس ولاړ وګڼي، ځکه هلته د دوی ماضي تر سوال لاندې کېږي.

د اوربند له ختمه وروسته په طالبانو کې په لوړه کچه د انتشار احتمال زيات دی، ځکه د دوی کشرانو له خلکو سره دومره په مينه او تنده غېږجنګي وکړه چې د جګړې کرکه پکې کمه شوه. دوی به طبعاً خپلو مشرانو ته مخ ور اړوي چې ستاسې کومه غوښتنه افغان حکومت نه مني؟ او هغه لا کوم هدف دی چې په دومره بې‌پايه جګړه ارزي؟ ولس خو موږ وليد چې ګډه سجده يې راسره ولګوله، دا مرتدان چېرې دي؟

طالبانو د سياست ډګر ته قدم را اخيستی و، د اوربند په ختمولو او د خندق د سر په پرانيستلو يې بېرته دغه نسبي سياسي څېره وبايلله.

افغان حکومت دا ځل د سولې په مفاهمه کې خپله تر ټولو بې‌سارې خبره وکړه، هغه دا وه چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش به هم بحث کوي. دا د طالبانو د غوښتنو منځ‌ټکی و چې حکومت په پوره وضاحت په دې باب د خبرو مېز ته د کېناستو تياری وښوو.

اوس طالبان داسې څه نه لري چې حکومت دې ورته ځواب و نه لري. د حکومت دغې هراړخيزې حاضري طالبان د ولس پر وړاندې امتحان ته ودرول. له دې وروسته به ولس طالب ته مخ ور اړوي چې که امريکا باسې، خو ورشه له حکومت سره خبرې وکړه، توپک ته مرمۍ ولې ور تېروې؟

د ولس پر وړاندې يوازې امتحان ته ولاړ نه دي، بلکې په دې امتحان کې يې له ورايه ناکامي ثابته ده. د پکتيکا په يوسف‌خېلو ولسوالي کې يې د ولسي وګړيو پر هغه اته زره کسيز کاروان چې له دوی يې د اوربند د غځولو غوښتنه کوله، ډزې وکړې.

په دغه کاروان کې د دوی ځينې داسې خواخوږي چې فيسبوکي کمپاينونه ورته چلوي، هم شامل وو. هغوی هم رسنيو ته د هغې بدې واقعې د سر ټکولو ګستاخي ته غاړه ايښې ده چې د طالبانو له خوا ورسره شوې او مخکې يې د طالبانو له خوا د دغسې عمل تصور هم په ذهن کې نه تېرېده، خلک به يې رټل چې طالبان سپينې ملايکې دي او ستونزه يې له امريکا سره ده، پر ولس مهرباني يې بې‌سارې ده.

د ولسي غورځنګونو د سولې غږونه يوه بله هغه څپه ده چې امارت يې د خپلو پرېکړو په رنګ کې کوټ کړی دی. د زابل په ځينو ولسواليو کې خلک کلات ښار ته راغلل او له طالبانو يې د سولې منل وغوښتل.

د سولې پلی کاروان هم د اختر پر څلورمه کابل ته را ورسېد او طالبان او سفارتونه يې ټول د خپلو ويناوو مخاطبان کړل. اوس طالب پر يوه داسې دوه‌لاري کې ولاړ پاتې دی چې که مخ ته ځي، طالب به له طالبيته راوځي او که په شا روانېږي، ۳۵ ميليونه نفوس ته قناعت نه‌شي ورکولای او که قناعت ور نه کړي د ولسي نفرت او کرکې يو توند باد به د امارت پېڅول تر پنجاب ايسته واړوي. امارت چې ځان له دغه حقارته را باسي، خدای به دا وي، شپې به يې نورې وي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته