لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
په سويډن کي ددوستي فرهنگی ټولني اعلاميه
لیکوال: حبيب الله غمخور   نېټه: 10.06.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 سويډن – مالو

د۲۰۱۸ ز کال دجون  ۸
 
نن مو يوځل بيا په ډله ايزو رسنيو کي خبر ترلاسه کړ چې په کوزه پښتونخواکي بيا  دوزيرو دځوان خوځښت د پښتون د پښتون تحفظ مومنټ  چې دپښتون ژغورنې غورځنگ  ورته ول کيږي   دمشرتابه يوه غړي علي وزيرپر کوردپاکستاني طالبانو تر نامه لاندي وسله وال بريد سوی دی . پاکستاني طالبان دخپل وحشيانه بريد دسپيناوي لپاره داخبره کوی چې گويا دوزيرستان ځوان غورځنگ پدې سيمه کي  دطالبانودشتون  او اوسېدوسره مخالف دي .
 بلې همدا سي ده ! 
 دوزيرستان خلک او پښتون  تحفظ مومنټ  په خپله سيمه کي نور دپاکستاني مطالبانو اوترهگرو داوسېدو له ځايو اوروزنتونوسره مخالف دي اوپدې کي دخپل ولس زيان ويني . 
ددې ترڅنگ پدې يوه نيمه  مياشت کې دپاکستاني چارواکو لخوا په مختليفو نومونو د پښتنو اوپه ځانگړې توگه  له وزيرو سره  نارواجلند اووژنه ،ترټنه ددوي لپاره دتحمل وړ نده .
دوي دپاکستان دهيواد په جغرافيه کي داوسېدونکو په گوته دپاکستانی چارواکونه غواړي چې ددوي سره لکه دملک دنورو غير پښتون او بلوڅ  اوسېدونکو په دود چلند وسی اودوي ته دپاکستان په قانون کي په گوته سوي حقوق ورکړه سي . دوي غواړي چې ددوي پر ملگرو بريدونه بند اوملگری یې غير قانوني زندانوته ونه لېږل سي . 
خوددوي ددې معقولو انساني اوقانونی غوښتنو پروړاندي دپاکستان دولتي چارواکي دخپلواستخباراتي  امکاناتونه چې دطالب نوم یې ورباندي ايښي استفاده کوي اوددې خوځښت دځپلو اودرهبرانو دډارولو لپاره ورنه کار اخلي .
موږ پدې خبر يو چې پاکستانی چارواکي ولې د فاټا مخالف دی اوغواړي دغه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي . داځکه چې د فاټا اوسېدونکي د طالبانو او ترهګرۍ مخالف دي او دا مسئله د پاکستان ګټې تر ګواښ لاندي راولي. 
هغه کسان او هغه ډلې چې د طالبانو او ترهګرۍ مخالفت کوي د پاکستان ګټې ګواښي او دا د پاکستان لپاره د زغم وړ نه خبره نده  ،ځکه خویې اوس ددې سيمي اوپه ځانگړې توگه دوزيرو دملی احساس لرونکو زلمو دخوځښت پر خلاف ملاتړلې  .
زموږ فرهنگي  ټولنه دکرښي هاخوا دټولو پښتنو اوبلوڅوپروړاندي دپاکستاني چارواکو،پوځي او استخباراتی ادارو غير انساني اودبشردحقوقو اودموکراسي خلاف کړنې  په کلکه غندي اوددوي له رواحقوقونه بې ساری ملاتړ کوي  . 
زموږ پوښته له پاکستاني چارواکونه داده چې ولې دوي هلته دپښتنو، بلوڅو اوپه  ځانگړې توگه اوس له وزيرو سره دومره ناوړه اوناروا چلند کوي ؟ ددې ترڅنگ مو دملگرو ملتودسازمان ،دامنيت شورا،داروپايي ټولنې پارلمان ،دبشردحقوقو نړيوال زسازمان او اسلامي  کنفرانس غړوهيوادونو نه غوښتنه داده چي دوزيرستان داوسېدونکو اوهلته دځوان خوځښت پښتون تحفظ مومنټ  سره دټولو اخلاقي ،انساني اونړيوالو کنوانسينو او اعلاميو خلاف کړنو په اړوند  له پاکستاني چارواکونه پوښتنه وکړي او ورنه وغواړي چې نور پخپل هيوادکي داوسېدونکو پر وړاندي داډول غير انساني کړنوته دپاي ټکي کښېږدي .
يادونه : 
ددې اعلاميې کاپي  دملگروملتودسامان دسرمنشي دفتر ،امنيت شورا ،داروپايي ټولنې پارلمان اوداسلامي کنفرانس غړو هيوادونو سازمان مرکزي دفتر اودبشردحقوقونړيوال سازمان ته ولېږل سوې .
په سويډن کي ددوستی دفرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور
 
بېرته شاته