لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
10.01.2018 ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی 22.12.2017 د ښاغلي ميوند قرار شعرونه 22.12.2017 د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه 30.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 20.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه
 
ممتاز اورکزی او د علامت جمالیات
لیکوال: صابر شینواری   نېټه: 07.01.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 

می ۲۰۱۴

مانه بچي پوښتنه وکړه چې ټال څه ته وايي

بیا زه خبر شوم چې د ژبې زوال څه ته وايي

زه عموماً ګلوبلایزیشن په منفي معنی کې اخلم. د هغه د تعریف او ښائسته تشریح په سبب نه بلکې د هغه د عملي کردار له وجې. ګلوبلایزیشن د وسائلو، نظریاتو او مرکزیت د نړیوالتوب او اشتراک خبره کوي مګر په حقیقت کې د یوې ډلې کوشش دی چې هر څه خپل کړي او په خپل واک کې اضافه وکړي. 
د ګلوبلایزیشن په دې دور کې هیڅ شی هم محترم نه دی تر دې چې په ډیرو ځایونو کې ټولنیزو اقدارو، روایاتو او مذهب هم خپل تقدس بایللی دی. په هر څه کې چې ګټه وه، د هغې د پاره د مارکیټ د پیدا کولو لارې چارې راویستل کیږي.

عقيدت له هر منطقه بالا تر شو
يار!صنم هم بس يو خيال دے، زما خيال دے

 امریکا چې دلته خپله ګټه ولیده نو طالب او ملا یې تقویه کړل او په خلکو کې یې د اودس او مسواک نوی شعور رابیدار کړ. دین ټول د ږیرې مقدار ته راجمع شو او تقوی په بنیاد پرستۍ کې د تشدد معنی خپله کړه. دلته یې د امریکا د مرده باد زنده باد له پاره مذهبي طبقه منظمه کړه او د خپل راتګ له پاره یې د دوی په توسط جوازونه وتراشل. اوس هم ځینې ساده ګان فکر کوي چې استعماري قوتونه د ترهګرۍ په ختمولو پسې راغلي دي او چې امریکا دلته وي نو امن به وي. حال دا دی چې د ترهګرۍ په جوړولو، خورولو او د هغې د رسد د لارو په قوی کولو کې د همدوی لاس دی. زه پوره باور لرم چې د امریکا په راتګ به دغه جنونی مذهبی قوتونه کمزوري نه شي بلکې لا به مضبوط شي او بې علمه بې عمله عالمان به لا د پښتانه په وجود کې د جهاد له پاره نوې امکانات لټوي. امریکا به د دغه ډلې ضرورتونه تشخیصوي او د دوی د اړتیا وړ مواد به مارکيټ ته وړاندې کوي. لکه څنګه چې امریکا زمونږ په سیمه د روس په ضد منظم جهاد وکړ او ډیرو مؤمنینو پکې ثوابِ دارین حاصل کړ، هوبهو دغه رنګ به د دین سرپرستي هم شروع کړي او کوشش به کوي چې د چا په ایمانِ تفصیلي کې خرابی رانه شي. ډیر زر به دوی د هغه نوافلو او اذکارو تبلیغ هم شروع کړي چې په ضعیفه روایاتو بناء دي او په غلطه طریقه حمل شوي دي. د ګلوبل قوتونو ټوله توجه دې ته ده چې خپلو تولیداتو ته بازار پیدا کړي او سیمې ته ننوځي. د هغوی له دې سره هیڅ کار نشته چې چا څومره لمونځونه وکړل او څوک څومره طاهر مطهر دی.
دغه مذهبی قوتونه کله دا غږ کوي چې که امریکا سپی هم ووژني نو دوی به ورته شهید وايي خو کله چې د دریمې نړۍ دغه مهرې په پوره توګه د غنیمت د کثرت نه فیض یاب شي نو بیا داسې فکر کوي چې امریکا چونکې اهلِ کتاب ده فلهذا له مونږ سره همدردي لري. 
که خبره یواځې په اقتصادي او نظریاتي یرغل پورې محدوده وای نو بیا خو دومره غمجنه خبره نه وه بلکې عیب جنه دا ده چې د ګلوبلایزیشن په سبب ژبه، ادب او کلچر هم په خطر کې دي او د بقا د مسئلې سره مخ دي. د ژبې او ادب خاتمه تر ټولو لویه انساني غمیزه ده. کله چې د ژبې ځینې ټکي ختمیږي نو ورسره د هغه قوم ټول مجموعي نفسیات متاثره کیږي او ختمیږي. د قابضو ملتونو قابض کلچر په هر صورت زمونږ وراثت په خطر کې اچولی دی او د پښتون ادیب او محقق کار یې زیات کړی دی. کله چې یو استعماري قوت د مادي اغراضو له پاره په بله سیمه کې ننوځي نو له ځان سره خپله ژبه او کلچر د یو اعلی دستور په حیث معرفي کوي او د هغې محاسن بیانوي. کمزوری قومونه ناآګاهانه د هغوی د تاثیر لاندې راځي او د هغوی په شان ځانونه جوړوي. دغسې خپله فکري او مدني سرمایه د پردي سیوری لاندې راولي. په پښتنه سیمه کې په داخلي سطح د دوو معروفو لهجو د لیکدود اختلاف، د ډیورنډ د کرښې له وجې د یو ملت ویش او د حکومتي سرپرستۍ د نه شتون له وجې هم نړیوالو ادبی او جمالیاتی اقدارو ته زمینه برابره ده چې د پښتو ژبې په هره برخه ښه پوره اثر واچوي او د هغې ضعیفه وجود لا کمزوری کړي. 
د ګلوبلایزیشن یو اړخ دا دی:
ماشومان که د مغرب که د مشرق دي
د خندا او د ژړا انداز یې یو دی
دې ته مونږ بین المللیت ویلی شو چې یو نیک عمل دی. په بین المللیت کې هر ملت مساوي حقوق لري، د سرحدونو، مذهبونو، روایتونو، کلتورونو او مادي و معنوي سرمایې رنګارنګي ده. یواځې په نزدې اړیکو، امن او آزاد تجارت زورنه ده. 
بل اړخ یې دادی:
مانه بچي پوښتنه وکړه چې ټال څه ته وايي
بیا زه خبر شوم چې د ژبې زوال څه ته وايي
دا د استعماراو ګلوبلایزیشن ثمر دی. 
ما چې کله د ممتاز اورکزي د دغه شعر codes  په نوي نړیوال تناظر کې de-code کړل نو د معنی او مفهوم د یو لوی جهان سره مخ شوم. دغه لوی جهان د خپلې توضیح د پاره د یو مستند ادبي تحقیق ضرورتمند دی او د تشریح لیواله دی. 
شاعر چونکې د ژبې د تخیلي استعمال سره سروکار لري نو ځکه شاعر ته د ژبې محافظ ویلی شو او د هغې د استعمال تر ټولو لوی ماهر. شاعر د شعر د تخلیق په وخت کې ژبې ته نوی جهت ورکوي، نوې معنی او نوي خواږه ورکوي. ګنې هسې خو عام سړی هم ژبه لري او د هغې په استعمال ښه پوره قادر وي. مګر د شاعر درجه ځکه پورته او د شاعرۍ ژبه ځکه لازواله ده چې د عامې ژبې نه فرق لري. کوم شاعر چې د عامې ژبې نه بدله شاعری نه شي کولی نو هغه هیڅکه هم ادب ته څه نه شي ورکولی یواځې لفظونه تړي او بیتونه جوړوي.
د ټال لفظ خوشنصیب دی چې د ممتاز اورکزي غوندی ویر کونکی لري. د هغه دا ویر د ټولو هغه لفظونو او کلتوري پانګې په مرګ مرثیه ده چې لا د وخته مړه شوي دي. د هر لفظ مرګ د ژبې په عمارت کې چاودونه پیدا کوي او له ځمکې سره رشته کمزورې کوي. د لفظونو مرګ د ژبې مرګ دی او د ژبې مرګ د یو کلچر مرګ دی. یعنې د پوره یوې انسانې، تاریخي، مدني، کلتوري او معنوي میراث مرګ دی. 
ضرورت ددې خبرې دی چې لفظونو ته نوې ساه ورکول شي او د ژبې د تسکین ذرائع ډیرې کړل شي. په ژبه د ګټې وټې او معاشي آرام وسیلې برابرول د پښتني سیاسي ګوندونو مسؤلیت دی او په ژبه د جمالیاتی سامان برابرول د شاعر ادیب کار دی. 
ممتاز اورکزی هغه عظیم هنرمند دی چې په خپله شاعرۍ کې یې لفظونه د بیلا بیلو شعري عناصرو (تشبیه، کنایه، استعاره، مجاز مرسل وغیره) په شکل کارولي دي او تر هر څه زیات یې د علامت استعمال کړی دی. علامت په دې ټولو دروند دی او اهمیت یې د ټولو نه زیات دی. د علامت کارونه د فکري پلوه د مالامال شاعر خاصه وي او د هغې درسته کارونه لوړ ادبي صلاحیت غواړي. علامت د استعارې او مجاز مرسل نه هم فراخ او لوی شی دی. په علامت کې ټول شعري عناصر رایوځای کیږي او د معنی او اثر داسې دنیا آبادوي چې سترګې ورته خیره کیږي او ذهنونه ورته کار پریږدي. ممتاز اورکزی د تندې لفظ د علامت په توګه ډیر راوړی دی چې د ټول پښتون ژوند استعاره ده او له ده نه مخکې هیچا هم په دې مفهوم کې نه دی کارولی. د پښتو، پښتون او پښتونخوا حالت، کیسه او تاریخ که سړی په یو ټکي کې بیانول غواړي نو د مسلسل تندې نه علاوه ورته بل مناسب علامت نه شي پیدا کیدی. هغه کله دا علامت د استعارې سره یوځای هم راوړی:

ما د خبرو تنده تا ته راوړه
راکړه چې وړم درياب درياب خاموشي

او ډیر ځله یې ځان ته هم کار کړی دی:

 چې د تندې انتها يي هم وي تنده
برخمن څومره له دغه وياړه تږي

ممتازه تندې د هر ګوټ سره کم کړے ومه
زۀ د خپل جګ پاتې اوبۀ وم تر سحره پورې

نامه دې واخلمه، په زوره، د ځان په دشت کښې
د تندې ويره راپسې وي، ستنه شي رانه

څه شکي تنده مي مله ده، څه وهمي طلب مي مل دے
سرابونه راته ښکاري، که ګمان دے که امکان دے

درياب درياب به کيږمه د لويې تندې مخ ته
څراغ، څراغ، به سوزمه تورتم به راسره وي

علامت کله د ابهام په ښائست کې زیاتوالی راولي، کله د استعارې په معنی کې فراخوالی راولي او کله ټولو شعري صنعتونو (مجاز مرسل، استعاره، کنایه وغیره) ته شاملیږي. مثلا که شپه د ظلم د دور له پاره استعاره شي نو ورسره ورسره د محبوب د زلفو، ژور آرام او تیاره په مفهوم هم استعمالیږي. شپه د لنډ وختی مسکن د پاره هم استعمالیدی شی. “ممتازه په ځان نه يمه د پارک په بينچ به شپه کړم --- حيران يم چرته يوسم المارۍ د کتابونو” مګر کله چې شپه د علامت په توګه استعمال شي نو دا ټول مفاهیم پکې راونغاړل شي. دا د علامت کمال دی. 

يو هنر مند د خپل بدن په ساز يو راګ الاپ کړو
څۀ مې پوښتې خو وروره شپه يي زمزمه کړه راته

  ښاغلي ممتاز اورکزی بل علامت د دریاب استعمال کړی دی. 

ما د خبرو تنده تا ته راوړه
راکړه چې وړم درياب درياب خاموشي

زۀ په خپل ځان کښې يو درياب ليونے شوے وينم
آورم خبر د يو شليدلي بند لمحه په لمحه

درياب درياب به کيږمه د لويې تندې مخ ته
څراغ، څراغ، به سوزمه تورتم به را سره وي

دریاب دلته د ژوند علامت دی. په اول بیت کې ممتاز اورکزی د خپل قوم د ستړي او زړه چاوده ژوند د علاج په خاطر کوم مسیحا ته مراجعه کړې ده مګر بیا یې هم په برخه تړلې شونډې او په ګونګه ژبه ژوند په نصیب دی.  په دویم بیت کې د هغه د داخل بغاوت د ژوند د طلب په تحریک بدل شوې دی او په دریم بیت کې د خپل زپلي قام د لویې تندې د خړوبولو او ژوندي پاتې کیدلو د پاره د ځان نذرانه ورکوي. 

هغه بل علامت د خاموشۍ استعمال کړی دی. 

شور مي ورور ورو د خاموشۍ په تور څادر کښې پټ شو
وضاحتونه خو مې لاړل تر ابهامه پورې

دومره خاموشي ممتازه مړي سره ښايي
ځان ته که ژوندے واېې نو شور به درسره وي

د خاموشۍ د علامت د تشریح له پاره دا بیت کافی دی:
زما د هر يو سوال جواب،خاموشي
ګويا زما او ستا په باب، خاموشي

د ممتاز اورکزي اصلي کارنامه داده چې په خپل فن کې یې د هغه ډسکورس انتخاب کړی دی په کوم کې چې د پښتني خاورې ټوله خوشبويي او شیریني راغلې ده. د هغه ادراک خالصتاَ حقیقي او اظهار تخلیقي دی. هغه که زاړه لفظونه استعمالوي نو د روایت خوشبويي زیاتوي او که نوي ټکي راوړي نو عصری روح ته نوی ژوند ورکوي. 

ممتازه تندې د هر ګوټ سره کم کړے ومه
زۀ د خپل جګ پاتې اوبۀ وم تر سحره پورې

ممتازه په ځان نه يمه د پارک په بينچ به شپه کړم
حيران يم چرته يوسم المارۍ د کتابونو

دلته جګ، پارک، بينچ او المارۍ نوي ټکي دي چې د ګلوبلایزیشن او جدت د ناګزیرو اثراتو په سبب د هغه په لهجه کې ننوتي دي ولې دلته د هغه فنکارانه استعمال د تخیل او تغزل شان لوړ کړی دی. ممتاز اورکزی ځکه عظیم شاعر دی چې په ژبه کې د شته potential د استعمال ځایونه پیژني او د لفظ نه د معنی د راویستلو په امکاناتو خبر دی. له کومې نه چې د ټیټی درجې شاعر محروم وي. 
 
بېرته شاته