لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ډيموکراټ لېونی
لیکوال: حفیظ الله تراب   نېټه: 29.11.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د ښار په يوه څنډه کې په ژور فکر کې روان وم چې د خلکو خنداوو مې د سوچ مزي وشکول. شل دېرش کسه به وو چې هر يوه په مختلف انداز خندل. ټولو هغه سړي ته چې له ډېر سپین‌ږيرتوبه لږ په ځوان عمر کې و، په حیرانوونکې بڼه کتل. د هغه هره کنځله به يې داسې په شوق اورېده لکه ډېر خوند چې ورکوي.

د سړي کمیس له ګرېوانه تر لمنې ټول ريښې ريښې و، يوه پایڅه يې دومره شکېدلې او لنډه وه لکه د پرتاګه له يوې برخې چې يې چا د نیمايي نېکر د جوړولو هڅه کړې وي، خو د لېونتوب له ټولو ځانګړنو سره لا داسې مالومېده لکه د ژوند څه برخه يې چې ښه تېره کړې وي.
سړي پرله‌پسې دا شعارونه ورکول؛ «زن امریکا را... ديموکراسي بې‌ناموسي، او امریکای بې‌ناموس نمیمانمیت!»
د هغه هره خبره شعار نه کنځا وه، خو د ویلو تخینک يې د يوه شعار د ورکولو په څېر و، خلکو ته يې هم داسې خوند ورکاوه لکه د ټولو د زړه خبره چې کوي.
د ډلې په خلکو کې زه هم ودرېدم، خلکو يې له کنځلو خوند اخیست، خو زه يې په زړه کې په لېونتوب کړېدم. هغه په داسې حال کې چې د کنځلو لړۍ يې دوام درلود، پر سړک ګډوډ ورو روان و، ځکه نو پرته له ستړیا يې هر چا ننداره کولای شوای. له ډلې سره زه هم روان شوم، سړي ته شېبه په شېبه ځير کېدم. څېره يې راباندې ورو ورو خوږه لګېده او بیا داسې يوه شېبه هم راغله چې په ټوله مانا مې وپېژاند.
له دې سره يې پر اوسني حالت نور هم خوابدی شوم، هر څه چې و، په داسې حالت مې نه لورېده.
د مدير رضا اوسنی لېونتوب چې مې وليد، د خدای کړو او د زمانې ملنډو ته حیران شوم. هغه مدير رضا چې په موږ ټولو پورې به يې خندل، موږ ټول ورته خورا ساده‌ګان او ناپوهان ښکارېدو.
له ننه اته‌ویشت کاله مخکې چې يو وخت هغه زموږ دفتر ته راغی، د مرکې په يوه برخه کې يې وويل؛ "شما چقه مردم ساده‌لوح استيد، باروس‌ها میجنګید، خودته ببنین و روسه، بیادر کوشش کنین، که امریکا برین، د شش ماه بوت ادم رنګ نمیشه، حقوق هیچکس پایمال نمیشه، به تمام مانا يک دیموکراسي مردمیست، حیف بر شما که از زنده ګي خبر نیستید، خوده تباه و برباد کدین."
هغه چې به د هغه ځای نورې ستاینې هم وکړې، پر وړاندې به مو هيڅ ډول دلیل ورته نه درلود، ټولو به ورته د تاييد سرونه وښورول او غلي به شول.
د وخت په تېرېدا سره د هغه ماشومان هم هورې ستر شول، خو کلونه وروسته خبر شوو چې مدیر رضا يې په پېښور کې د مهاجرانو کميشنري ته رالېږلی او هغوی لږ وخت وروسته د سنټر جېل مېلمه کړی.
د هغه دا خبر موږ ټولو ته هېښوونکی و، حیران په دې وو چې د ډيموکراسي په اصلي ټاټوبي کې ورسره ولې داسې نادوده شوې!؟
خو لږ ورځې لا تېرې نه وې چې له اصلي کیسې يې خبر شوو. خبره داسې وه چې د مدیر صاحب لور نو نوره پېغله شوې او قانوني عمر ته رسېدلې وه، هغې نور پوره واک درلود چې په خپله خوښه د زړه غوښتنې پوره کړي.
د ځوانۍ مست سېلاب هغه دې ته وهڅوله چې له يوه امریکايي ځوان سره د مینې او عشق مزي وغځوي. هغې دا کار وکړ او د اورينو جذباتو سمندر يې ورځ تر بلې خپلې څپې لوړولې.
يوه ورځ يې خپل امریکايي ملګری کور ته راووست. د کور په بالکون کې يې د هغه په غاړه کې خپل لاسونه امېل کړل، بیا يې نو خپل ټول بدن ورسره داسې ونښلاوه لکه د ټول عمر له‌پاره يې چې ترې د بېلتون زړه نه کېږي.
خو رښتیا چې مین ړوند وي، د هغوی د مینې جذبات لا همداسې ګرم وو چې د کور له کوم کنجه يې مدیر صاحب د عشق لړۍ وليده. د خپلې لور په دې کار سره پرې سر وګرځېد، هغه لا داسې بې‌حیايي کله نه وه ليدلې، ټول بدن يې له ډېرې غوسې رېږد واخیست، په ډېر کم وخت کې ور وسېد او اټوماټ يې پر امریکايي ځوان حمله وکړه، د سترګو په رپ کې يې څملاوه، د سوکانو باران يې پرې جوړ کړ. لور يې د خلاصېدو ډېرې چيغې ووهلې، خو ګټه يې و نه کړه.
په مڼده له کوره ووته، پوليسو ته يې خبر ورکړ چې پلار ته يې يو ډېر سخت عصبي تکلیف پیدا شوی دی. هلئ مرسته راسره وکړئ، ګنې بای‌فرينډ به مې ووژل شي.
لږ وخت لا تېر نه و چې پولیس را ورسېدل. سړی يې کلک پلک ونیو، تر قانوني کارونو وروسته مدیر رضا په شپږ میاشتې بند محکوم شو.
تر دې وروسته يې په رسمي توګه د بهرنیو چارو د وزارت له لارې له دې امله چې عصبي ناروغي لري او د عشق پر وړاندې لوی خنډ دی، په پاکستان کې افغان کمېشنري ته او هغوی بیا د څلورو میاشتو په مخه په جېل کې بندي کړ.
په پای کې يې د ولایت يوه خواخوږي مسوول تر ډېرو هلو ځلو او زاريو ضمانت وکړ او له بنده خلاص شو، خو د زندان تر راوتلو وروسته مدیر صاحب خپل ټول یادښت له لاسه ورکړی و، هغه د اولادونو په غم کې پوره لېونی شوی و، خو داسې لېونی چې کلونه يې وشول چې تر دې دمه يې پر ژبه پرته له کنځا اوس بل هيڅ نه‌شته، هغه داسې يو څه ته کنځا کوي چې يو وخت به يې په ستاینو نه مړېده، خو اوس يې پر ژبه همدا کلمې بې‌تکلیفه ګرځي چې مرګ بر دېموکراسي، مرګ بر بېناموسي!!
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته