لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
له ازاره چا بازار موندلی نه دی
لیکوال: شهرت ننګيال   نېټه: 08.11.2016   خپرونکئ:    

اصف صميم ازار ګټلی بلکې ازار وهلی دی. په مهاجرت کې يې له ځانه قلمي بدماش جوړ کړی و. پر کلچ‌پنسيل يې خپله بدماشي او دس‌نمبري غځولې وه.

ده به له لاهوره له ځان سره درجن کلچ پنسيلونه را کوده کړي وو، يو ځل يې ما ته هم يوه کوده ډالۍ کړه. زړه يې و، ما هم په دغه شر ورسره واړوي، خو ما ځان په دغه وسله سمبال نه کړ.
د مهاجرت د کلونو داسې کتاب، رساله، اخبار او مجله نه وه چې صميم پر کلچ پنسيل نه وه عمليات کړې، ډېری عمليات له انسټيزي يا بې‌هوښي پرته تر سره کېدل. د ليکوال، شاعر به له درده چيغې ختلې، خو ده به د کلچ پنسيل نشتر په هماغسې بې‌توپيري او سخت‌زړي چلاوه.
ښکاره به يې وايم د ده له لاسه هيچا روغه ورځ نه لرله. د يوه شاعر د چاپي دېوان په اړه چې ده ته يې په خورا درناوي ډالۍ کړی و، ويل بلکې پر ډالۍ کړي کتاب يې کښلي وو؛ "ښه به وه د دې پر ځای يې په دغه کچه سپين کاغذ را لورولی وای."
پر يو بل کتاب يې د څو کرښو يادښت په دې ټکيو را ټول کړی و؛ دين خو دې مسخره کړ، د خدای پار دی د ادب له سپکاوي لاس واخله!
څنګه چې له ازاره چا بازار نه دی موندلی، له يوې مياشتې مې غوږ نيولی چې نن به يې نادرشاه روغتون ته د پوښتنې په پار ورځم که سبا؟
که د ده چور لېونتوب د ځينو په اند د شک خبره ده، خو عصبي تکليف يې له ډېرو سره نغد او کره دی.
نن دی که سبا دی دغه ملک د زرغون شاه دی.
هغه وخت چې له دندې او مسووليته پرته پر دغسې بدماشي کېوتی و، اوس خو يې مسووليت هم ور تر غاړه کړ. هوسۍ هسې هم د غرو وه، خو چې ګينګړي يې ور وتړل د غرو څوکي ګوري...
خو اسد دانش د صميم زور اوبه ګڼي، داسې نه چې ګنې ده يې د زړښت چغلي را اخيستې، د خدای په فضل اوس هم سور سپين او له تکيې پرته نېغ له ځايه ولاړېدای او پر يوه پونده ګرد ښار ګز و پل کولای شي، خو ده کبر کړی او د کبر انجام زوال او کاسه يې نسکوره ده.
کريم بروت د ظاهر شاه په پاچاهي کې د ملي اردو چپه شاخ او وتلی منصبدار پېژندل کېده، د ده شهرت له کوړاخو برېتونو را لټېدلی و. کله به چې پر موټرسايکل له واټونو تېرېده، خلکو به يې د ليدو په هيله خپلې ساه‌ګانې په سينه کې کولپ کړې وې.
ويل کېدل چې د مياشتې پنځه سوه افغانۍ د خپلو برېتو امتيازي معاش اخلي. «والله أعلم»
خو همدغه وتلی او چپه شاخ منصبدار که په مهاجرت کې چا ته په مخه ورغلی وای؛ نو د ځان له ور ښوولو پرته به خپلو نږدې ملګريو هم نه وای پېژندلی.
د کمشنري له خوا به چې د منصبدارو له‌پاره د معاش په کتار کې ولاړ و، له ځړېدليو برېتونو سره به يې سر هم ځوړند نيولی و.
که رښتيا را باندې وايې زما له هماغو وختونو صميم ته زړه ډک و. وار ته مې کتل او ځای مې ورته لټاوه.
يو وخت مې ـ ياد يې په خيرـ نسيم ستانيزي ته هم دغسې سږي پړسېدلي وو.
دا د هغه وخت راز دی چې دی د وحدت اسلامي چلوونکی، زه او بشارت يې تر لاس لاندې بې‌تجربې ماموران وو.
له همدې ځايه يې د خپرونې د کمزوريو ټوله پړه پر موږ غورځوله، ان چې د پروفو د لوستو وړ يې هم نه‌شوای ګڼلای.
دا وخت استاد سياف د اتحاد رييس په توګه خپل نوم له سم ساده عبدالرسول پر عبد رب الرسول اړولی و چې چاپي رسنيو سم نه‌شوای کښلای. د عبد الرب رسول، عبدالرب الرسول، عبد رب الرسول تر منځ پر لالهاندي يې د عربو د زړه مانا نه‌شوای را ايستلای.
ما ته يې د مدرسې له برکته دغه پته لګېدای شوای، خو پر ستانېزي مې همدلته زړه پخولای شوای، ځکه خو له توبيخي مکتوبونو سره سره بيا هم د استاد نوم سم نه‌شوای را وتلای. هغه و چې ستانېزی يې لومړی پنځه ورځې کسرمعاش او بيا جزايي تبديل کړ.
د ښاغلي سياف اړولی نوم اوس هم رسنۍ په سمه بڼه نه‌شي ليکلای، خو د B.52 په مټ راغلې ډيموکراسي له برکته د خپرونو چلوونکي له برطرفي او کسرمعاشه خوندي دي.
صميم ته مې هم دغسې په زړه کې اچولې وه، بس ځای مې ورته کوت. زموږ يوه ګډ دوست پر ټليفون راته کړه چې پر صميم يوازې ستا زهر چلېږي، دی يې د وزارت سلاکار لګولی، خو تا ته مالوم دی چې نه نو يې را اخيستې، ته ورته ووايه ستا خبره مني.
لکه چې وار مې ورته برابر شو، ځکه خو مې توده او پسته ورسره را واخيسته، که د توپ خولې ته يې وتړلای شم. ما ته د ده چيچنتوب مالوم و چې له دغې دندې به روغ و نه‌شي وتلای.
که له راډيو ټلوېزيونه «د پاکستان د بربنډ تېري» پر ځای «د پاکستان روښانه تېری» واوري، که په ورځپاڼه کې «له امکان لرونکو لارو څخه د فشار راوستل» ولولي، که «پشت مره نمی مانه»، «شا مې نه پرېږدي»، «پرگويي» «ډک ويل» او «تصميم گرفت»، «پرېکړه نيولې» ژباړه يې ولوسته/واورېده، له ککرې به يې شين دود و نه خېژي؟
که هېواد ورځپاڼه يې پر مېز ورته کېښوده او تر يوه تصوير لاندې يې دا کپشن ولوست؛ «د ځوانانو چارو مرستيال وزير د خوست او پکتيا د مشرانو او سپين‌ږيريو ستونزې واورېدې» زړه به يې و نه چوي؟
که د امسا په لاس سپين‌ږيريو بوډاګانو تر همدغه تصوير لاندې يې په اصلاح کې پر يو بل کپشن«معين امور جوانان مشکلات و خواسته‌های جوانان مشرقی را استماع فرمودند» سترګې ونښتې، ګرېوان به و نه شلوي؟
شونې ده د دغې ليکنې تر خپراوي صميم له دندې پښې سپکې کړې او د علي‌اباد روغتون له عقلي، عصبي وارډه يې ځان ژغورلی وي. دا خبره مې ځکه وکړه چې په مهاجرت کې پر دنده د لګېدو پر وخت يې پر دويمه مياشت د معاش لوړېدو په زېري زموږ هرکلی وکړ، خو صميم ورته کړه؛ زما په همدې لومړۍ مياشت کې لوړ کړئ چې دويمې مياشتې ته به يې و نه‌شم رسولای.
الله تعالی انتقام اخيستونکی دی، والله عزيز ذوانتقام. زموږ انتقام الله تعالی له صميمه واخيست، خو د ده يو غچ له ما هم واخيستل شو. راز مردان پوشيده باد.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته