لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
اسان خدمت څه شی دی؟
لیکوال: عماد الدين دوران   نېټه: 31.10.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 "اسان خدمت" له اذربایجان جمهوریت څخه را نقل شوی ماډل دی چې د عامه خدمتونو «پاسپورټ، پېژندپاڼه، د موټر سند، د موټر لایسنس، نکاح خط او...» په وړاندې کولو کې له دولتي او خصوصي ادارو سره مرسته کوي. عصري ټيکنالوژي ورته برابروي او ټولو عامه خدمتونو ته یو مرکزي ادرس ورکوي چې هېوادوال به په ډېرې اسانۍ له همدغه یو ځای څخه ټول عامه خدمتونه تر لاسه کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت یو لوړپوړی دولتي پلاوی د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري د ۲۰۱۵م کال د ډسمبر په ۲۲مه «۱۳۹۴/۱۰/۰۱» د اذربایجان حکومت په بلنه، د دواړو هیوادونو تر منځ د ډيپلوماټیکو اړیکو او پرمختیايي همکاريو د پیاوړي کولو په منظور، پلازمېنې باکو ته په یو رسمي سفر تللی و.
په دغه سفر کې د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف، ولسمشر غني ته د اذربایجان د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې او د اسان خدمت «اذربایجان» له لارې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو او د خلکو د رضایت په اړه مالومات ورکړل چې د ولسمشرغني د متاثره کېدو سبب وګرځېدل. د ولسمشر غني په هدایت د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي دغه اداره وکتله او بېرته یې ولسمشر ته د دوی د خدمتونو د وړاندې کولو له اغېزناکې تګلارې خوښي ښکاره کړه. ولسمشر غني له اذربایجان جمهوریت څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه چې د ولسمشر علي اوف له خوا غوښتنه ومنل شوه او ژمنه یې وکړه چې "اسان خدمت" ماډل به ډېر ژر افغانستان ته انتقال کړي.
د کابینې د ۳۸مې غونډې «۱۳۹۴/۱۱/۱۱» د پرېکړې پر بنسټ، د ولسمشر محمد اشرف غني له سپارښتنې سره سم د عامه خدمتونو د پروسیجرونو د ساده کولو او سرعت موندلو په موخه د اسان خدمت (one-stop-shop) برنامه د "اسان خدمت" د عمومي ريیس ښاغلي شهزاد اریوبي په پرلپسې هلو ځلو د "اسان خدمت" طرحه چمتو شوه او د اقتصاد عالي شورا په ۱۱مه غونډه «۱۳۹۴/۱۲/۲۳» کې وړاندې او تصویب شوه. د اقتصاد عالي شورای په ۱۴مه غونډه «۲۲/۰۱/۱۳۹۵» کې پرېکړه وشوه چې د سوداګري او صنایعو وزارت پنځه جریبه ځمکه، چې د کابل ښار حضوري چمن تر څنګ واقع ده، اسان خدمت ته دې وسپارل شي. د اقتصاد شورا د پرېکړې له مخې د سوداګري وزارت، د ښار جوړونې وزارت او د کابل ښاروالي په هماهنګي د ۱۳۹۵ کال د زمري په ۵مه، پورته ذکر شوې پنځه جریبه ځمکه اسان خدمت ته په واک کې ورکړل شوه چې اوس مهال پکې د تعمیر جوړونې چارې رواني دي.
د ۲۰۱۶ کال د جولایي په ۱۲مه «۱۳۹۵/۰۴/۲۲» د اذربایجان د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو د ملي ادارې مشر ښاغلي کریموف او د افغانستان د ماليې وزیر ښاغلي حکیمي تر منځ، په ارګ ریاست جمهوري کې یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د دواړو خواوو په همغږي د اسان خدمت «افغانستان» چارې تنظیمېږي. د هوکړې له مخې د اذربایجان جمهوریت مکلف دی چې د اسان خدمت د طرحې د څېړلو او د افغانستان له اساسي قانون سره د برابرولو، د مرکزونو د ډیزاین او جوړولو، د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو، د اذربایجان له اسان خدمت څخه د افغانستان اسان خدمت د کارکوونکيو د ليدنو او سفرونو تنظیمولو، د مالوماتي او مخابراتي ټيکنالوژي د چارو سمبالولو او د موبایل خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د افغانستان له اسان خدمت سره همکاري وکړي.
"اسان خدمت" د اذربایجان جمهوریت له لوري یو نوی ماډل دی چې د ملګريو ملتونو "د عامه خدمتونو د ودې" په برخه کې یې لومړی مقام تر لاسه کړی دی او په نړیواله کچه د دغه هېواد پېژندل شوی برانډ دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت هوډ لري چې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو سیسټم ته، د ښې حکومتولي پر اصولو «روڼوالي، اغېزمنتیا، مسوولیت پېژندنې او خدمتونو ته د خلکو د لاس‌رسي په برخه کې» وده ورکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت خپل ولس ته د مختلفو ادارو له لارې شا و خوا ۴۰۰ عامه خدمتونه وړاندې کوي، چې نه یوازې د ارایې پروسیجرونه یې پېچلي، وخت ضایع کوونکي او له بیوروکراسي ډک دي، بلکې له ډېرو عامه خدمتونو څخه هېوادوال ناخبره هم دي. په نږدې راتلونکي کې به دغه ټول عامه خدمتونه د "اسان خدمت" تر چتر لاندې را ټول شي او له همدغه یو ځای څخه به هېوادوالو ته وړاندې کېږي. د "اسان خدمت" د کارونو له پيلېدو سره به د خدمتونو د وړاندې کولو پروسیجرونه ساده او اسان شي، د اداري فساد مخه به ونیول شي، کارونه به سرعت ومومي او د خلکو وخت به نه ضایع کېږي، په اداري کارونو کې به روڼوالي او اغېزمنتیا را منځ ته شي او په ټوله کې به د هغې بیوروکراسي مخه ونیول شي چې د فاسدو خلکو له لوري په عام ولس تپل شوې ده.
د ۲۰۱۷ کال تر پایه به د "اسان خدمت" اداري مرکز او د خدمتونو مرکزي دفتر په پلازمېنه کابل کې پرانیستل شي چې اوس مهال یې د تعمیر جوړونې کارونه روان دي. د همدغه کال تر پایه به "اسان خدمت" له ۱۵ نه تر ۲۵ هغه عامه خدمتونه هېوادوالو ته عملاً وړاندې کوي چې خلک ورته جدي اړتیاوې لري لکه پېژندپاڼه، پاسپورټ، جواز سیر، د موټر چلونې لایسنس، د کار جواز، نکاح‌خط او طلاق‌پاڼه، د اسنادو تصدیق، تجاري جواز او... همدا راز "اسان خدمت" به د ۲۰۱۸م کال تر پایه درې نور مرکزونه په کابل او دوه مرکزونه په ولایتونو کې پرانیزي چې خلک د عامه خدمتونو په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخ نه‌شي.
"اسان خدمت" د نورو ادارو صلاحیتونه نه خپلوي، بلکې هغو ادارو او بنسټونو ته په عصري ټيکنالوژي سمبال یو مرکزي پلیټ فارم جوړوي چې اوس‌مهال عامه خدمتونه وړاندې کوي. په لومړي سر کې به "اسان خدمت" د اړوندو ادارو د کارکوونکيو عالي روزنه کوي او بیا به دغه روزل شوي کارکوونکي د "اسان خدمت" تر چتر لاندې په کمپیوټري بڼه د خپلې ادارې عامه خدمتونه وړاندې کوي.
له "اسان خدمت" سره به یو مرکزي بایومټرک سیسټم را منځ ته شي چې د ټولو عامه خدمتونو «پېژندپاڼې، پاسپورټ، لایسنس او...» له‌پاره به همدا یو سیسټم کفایت کوي. "اسان خدمت" به د انلاین مالوماتو یو سیسټم هم را منځ ته کوي چې له دې سره به د پروسو په اړه، د مراجعانو غوښتنې او پوښتنې د سکایپ، وایبر او نورو ټولنیزو شبکو له لارې ځوابېږي.
"اسان خدمت" اوس‌مهال له اړوندو ادارو سره د هماهنګي را منځ ته کولو تر څنګ د دوی له اوسنیو خدماتي سیسټمونو او د پروسیجرونو د شته ستونزو مطالعه کوي. همدا راز د "اسان خدمت" پر قانوني او حقوقي چارچوکاټ کار کوي چې تر ډېره د بشپړتیا په درشل کې دی. "اسان خدمت" د خپلو متخصصانو په پیاوړتیا هم کار روان کړی دی او وخت په وخت خپل مسلکي کارکوونکي اذربایجان ته استوي چې لا ډېرې تجربې تر لاسه کړي. د ۲۰۱۶ د اکټوبر په اوومه د مالوماتي ټيکنالوژي ټیم د اسان خدمت «اذربایجان» د برېښنايي خدمتونو اړوند مالوماتو سیسټم (E-Registry of Services)، د بشري سرچینو د تنظیم سیسټم (HR Management System)، د اداري اسنادو د تنظیم سیسټم (Documents Management System)، د مالي چارو د تنظیم سیسټم (Finance Management System)، د نوبت اخیستنې سیسټم (Queue Management System) او د اداري کارونو د څارنې او ارزونې سیسټم (Monitoring and assessment System) ژوره مطالعه وکړه او په افغانستان کې یې د دغو سیسټمونو د فعالولو په اړه د اسان خدمت له متخصصانو سره خبرې اترې وکړې. همدا راز د بشري سرچینو او ظرفیت لوړونې ټیمونو د اسان خدمت «اذربایجان» تشکیلات، د کارکوونکيو د ګومارنې، د کارکوونکيو د پېژندګلوي، د اجراتو د ارزونې، د کارکوونکيو د امتیازاتو او حقونو، د کارکوونکيو له‌پاره د اختیاري او جبري زده‌کړو او د کارکوونکيو د هڅونې کړنلارې او کړندودونه مطالعه کړل او د دوی له مجربو مسلکي غړيو څخه یې د اسان خدمت «افغانستان» د بشري سرچینو د غوره سمبالونې له‌پاره تجربې ترلاسه کړې.
همدا راز د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر پر ۱۰مه «۱۳۹۵/۰۶/۲۰» د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او د مالیې وزارت تر منځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د کار بازار مالوماتي سیسټم (labor market information system) او "اسان وظیفه" پورټال را منځ ته کېږي. د دغه سیسټم په جوړېدو به د بیوروکراسي مخه ونیول شي او هېوادوال به وکولای شي چې د "اسان وظیفې" په ځانګړي پورټال کې خپل تحصیلي او تجربوي مالومات ثبت کړي او له دې لارې نوې دندې تر لاسه کړي. 
اسان خدمت به د دولت او ولس تر منځ واټن له صفر سره برابر کړي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته