لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
په سور او سپین دې نه پوهېږم
لیکوال: اسماعيل غوڼی   نېټه: 24.10.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 زموږ په کلي کې پنځه جوماتونه دي. په یوه جومات کې ډېر له پخوا هر وخت طالبان وي او له جومات سره په خوا کې جوړه شوې حجره کې اوسي. 

دغسې حجرې په طالبي اصطلاح درسونه بلل کېږي او دومره چړیان او طالبان په‌کې اوسي چې د کلي خلک یې د ډوډۍ او نورو مصارفو توان ولري.
زه په حجره کې نه اوسېدم، له خپله کوره به ورتلم او په لومړي سر کې مې کتابونه په مشرانو طالبانو ویل، وروسته چې لږ پر مخ ولاړم، نو د کلي ملا امام به راته ویل. 
طبيعي ده چې په دې منځ کې مې د حجرې له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې او د دوی د ژوند په ډېرو پټو اړخونو هم خبرېدم.
هغه مهال د طالبانو واکمني وه او د درس مشرانو طالبانو له حکومتي طالبانو سره ښه روابط درلودل او وخت ناوخته به د جهاد په نوم مزار، کندهار، لغمان او د هېواد نورو سیمو ته تلل. تر یو څه وخت تېرولو وروسته به بېرته راتلل او ښه ډبله خرچه به یې هم تر لاسه کوله، ښې جامې، غفورۍ لنګوټې او جرمني بوټ خو بېخي عادي خبره وه.
کله چې چړیانو د مشرانو له خولې د امارت د چارواکيو مزې، عشقونه او عیشونه اورېدل، نو خولې به یې اوبه کولې او هر چا به دا هیله درلوده چې دی هم ښه ارش کالي او نوي جرمني بوټ ولري. همدې حالت مشرانو طالبانو ته ښه چانس ورکړ چې د کشرانو طالبانو له دغسې احساس څخه د ځان په ګته ښه استفاده وکړي.
زموږ په جومات کې د کلي د ملک زوی شرافت هم چړي و او له نورو چړیانو یې دا امتیاز درلود چې نوکی په بڼه پټ و او ښکلا یې هم بده نه وه. د ډېرو یارانو سترګې په ده پسې اوښتې او له دې امله یې خورا امتیازات هم تر لاسه کول. د ملا صداقت په نوم یوه مشر طالب ورسره خاصه یارانه درلوده او ښه یې نازاوه.
یو اختر مې ښه په یاد دي چې موږ اختر ته د تیاري په اړه خبرې کولې؛ نو شرافت په ډېر ویاړ وویل چې ما ته خو ملا صداقت له مزار څخه کاغذ پېچه غفورۍ لنګوټه رالېږلې ده. زما ورسره ډېر قصد وشو، ځکه هغه وخت غفورۍ لنګوټه یو ډېر لوی امتیاز و چې ما نه درلوده.
ملا صداقت چې به کله له مزار څخه راغی؛ نو همدلته به یې زموږ د کلي په حجره کې شپې کولې او له شرافت سره یې اړیکې خورا ښې وې. څنګه چې د هغه له لوري ده ته ورکول کېدونکيو امتیازاتو د نورو چړیانو حسد راپاراوه، له همدې امله به تل د دوی تر منځ د اړیکو په اصل ماهیت پسې وو چې دوی ولې داسې سره ګران دي؟
بالاخره یوه ورځ د شپې ملا صداقت او چړي شرافت د یوه پلان له مخې د نورو طالبانو تر خوب وروسته په پټه مسجد ته تللي وو، هغه مهال دوبی و، نور طالبان د باندې ویده کېدل، جومات به تش و او هلته برېښنا هم نه وه.
یوه بل چړي سید اکبر دوی څارلي وو، کله چې هغوی مسجد ته ننولي وو؛ نو دا بل چړي هم په پټه غلی ورپسې شوی و او د دوی حرکاتو ته منتظر و چې دوی څه کوي؟ 
د هغه چړي په وینا چې دوی اول له یو بل سره خبرې وکړې. ملا صداقت ورڅخه ګیله وکړه چې ګوره غوړه! ځان کاږې تن نه راکوې، پرون مې هم غرمه درته وویل چې په پټه به یو خوا ته ووځو او هلته به بازۍ وکړو، تا وعده وکړه، خو بیا را نه‌ غلې، ولې؟ 
شرافت ورته وویل؛ ولا پرون مې خط نه و لیکلی، ملا غفار راته ویل چې که دې تر ماسپښینه و نه لیکه، بیا دې وهم.
د هغه بل چړي په خبره، په همدې منځ کې به یې کله خبرې ورو شوې او کله به یو څه لوړې وې، ده به اورېدې، یو وار ملا صداقت چړي شرافت ته وویل؛ زه په دې ټول درس کې یوازې له تا سره مینه کوم، ته مې خوښ او راباندې ګران یې. کله کله دې له ملا مشفق سره هم وینم چې له هغه سره خبرې کوې، په حجره کې یوازې سره ناست یاست او د مجلس پر مهال ډېر درته ګوري. زما دا حالت نه دی خوښ، ته زما یې او باید یوازې له ما سره پاتې شې، نور هیڅوک حق نه لري چې زما له معشوق سره خاص تعلقات وساتي. 
شرافت د ځان سپناوی کاوه، د خبرو غږ سوکه سوکه ټيټېده...
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته