لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
طالبان د خپلمنځي جګړې پر لور
لیکوال: ناهېده علي خان   نېټه: 11.10.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د جګړې له‌پاره لومړی او اساسي اصل د هدف ټاکل او په جګړه کې د زيان په مقابل کې د ګټو سنجول دي. هره هغه جګړه چې زيان يي تر ګټې زيات وي هغه جګړه د ځان‌وژنې مانا لري او همېش دغه جګړې احمقان او يا لېونيان مخ ته وړي. د بشريت په تاريخ کې هيڅ پوه او عالم رهبر جګړه د بايللو له‌پاره نه ده کړې. د رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم ټولې جګړې وار له مخه ارزول کېدې، د ګټې په مقابل کې تاوان سنجول کېده او بیا يي پرېکړه کوله. ځکه خو رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم په يو شمېر خاصو وختونو کې چې په جګړه کې يې بریا شونې نه وه او يا جګړه د مسلمانانو په زيان وه، له کفارو او قریشو سره د سولې معاهدې لاسليک کړې دي.

که د جګړو تاريخ ته و ګورو، ډېرې کمې جګړې به پيدا شي چې بې‌هدفه او يا له کومې ځانګړې ايډيالوژي پرته تر سره شوې او که تر سره شوې هم وي؛ نو پرته له ځان‌وژني بل هيڅ نه دي ترلاسه کړي.
د طالبانو جګړه هيڅ وخت هم ايډيالوژيکه نه وه، بلکې د ظلم او بې‌عدالتيو قرباني ولس يې د خپلو سياسي، اقتصادي او نظامي ګټو له‌پاره په نويمه لسيزه کې د مجاهدينو او له ۲۰۰۱ ز کال را په دې خوا يي د نوي حکومت پرضد و جنګاوه او همدغه د ظلم او بې‌عدالتيو قرباني ځوانانو تر څنګ يې د پاکستان د استخباراتو په مرسته په پاکستاني مدارسو کې مېشت افغانان هم په يوه بې‌هدفه او ناسمه جګړه کې ووژل.
که څه هم دا ښکاره خبر ده چې د طالبانو جګړه هيڅ کومه اسلامي جنبه او توجيه نه لري، څه موده مخکې د مکې مکرمې ملام امام هم د طالبانو اوداعش جګړه جهاد نه، بلکې فساد وګڼله او داسې ډېری نورو علماوو د طالبانو جګړه يوه استخباراتي او د اسلام پر ضد جګړه بللې وه. د طالبانو د جګړې مشروع دلايل نه پخپله طالبان ورکولای شي او نه د نړۍ کوم بل داسې مفتي پيدا شوی دی چې دغه جګړه د حق او باطل تر منځ جګړه ثابته کړای شي.
د دې له‌پاره چې موضوع ډېره اوږده نه‌شي راځم اصلي هدف ته؛ هغه دا چې په دې وروستيو کې يو شمېر حوادث د دې لامل ګرځېدلي وو چې د طالبانو صفوف او جګړه قوي کړي او دغه ګروپ چې د پاکستان استخبارات يې ښکاره او پټ ملاتړ کوي، له ډېری پېښو ښه استفاده وکړي.
دوی د يوې قوي او منظمې جګړه‌ماري ډلې په توګه پېژندل شوي وو. په تېره لسيزه کې دوی په سياسي او نظامي ډګرونو کې زيات شمير لاس ته راوړنې درلودلې چې ښه بېلګه يي په قطر کې د طالبانو له‌پاره د سياسي دفتر پرانيستلو تر څنګ په ډېر شمېر اروپايي او اسيايي مهمو هېوادونو کې له دوی سره دوه‌اړخيزه، درې‌اړخيزه پټې او ښکاره غونډې وې.
د اسلام‌اباد د مري غونډې د پيل پر مهال د طالبانو پر سياسي استقلال هغه شکونه چې پخوا موجود وو، بېخي ثابت شول، خو د ملاعمر تر مرموزې وژنې چې پړه يې پر پاکستاني استخباراتو اچول کېږي او ملامنصور چې له ایران سره يي اړيکې رسوا شوې او ووژل شو، طالبان نور بېخي له سیاسي ډګره په شا کړل. د ملاعمر او بیا د ملامنصور د مرګ تر افشا وروسته طالبان سره په ډلو ووېشل شول، د جګړې مديريت او رهبري يې ګډه وډه شوه او د سياسي ډګر تر څنګ د جنګ په ميدان کې يې ډېر تلفات وليدل.
خو په دې ورستيو کې طالبانو د پاکستان په وساطت له روسيې سره اړيکې ټينګې کړې، طالبان فکر کوي چې له روسيې سره اړيکې به دوی ته د شمال ټلوالې په شان د سياسي امتیازاتو لار برابره کړي، خو په اصل کې له روسانو سره د طالبانو اړيکې د دغې ډلې له‌پاره سياسي او اسلامي انتحار و چې و يې کړ.
ولې طالبان مجبور شول چې روسيه سره اړيکې ټينګې کړي؟
لومړی؛ د طالبانو پر ضد د افغان حکومت قوي تګلاره 
افغان حکومت په خپل هغه پلان کې چې له طالبانو سياسي او نظامي مشروعيت واخلي تر ډېره بریده بریالی دی. طالبان يي نړيوالو ته د سولې خلک نه بلکې د پرديو د ګټو له‌پاره انتحاريان معرفي کړل او له دې ډلې سره يي د سولې هر راز دروازې و تړلې. يو شی باید په ذهن کې ولرو چې اوس نو له افغان حکومت پرته بل هيڅوګ له طالبانو سره د سولې د مستقيمو خبرو حق نه لري او د طالبانو له‌پاره يې د سولې مقابل لوری محدودی شوی دی.
همدارنګه افغان حکومت په ډېره ځيرکتيا سره وکولای شول چې په جګړه کې بل مهم اړخ حزب اسلامي «حکمتيار ډله» چې تر يو بريده يې د طالب جګړې ته مشروعيت وربښلی و او د هېواد په ختيځ کې يې د دولت او بهرنيو ځواکونو پرضد د جګړې مسووليت درلود، سوله وکړي. د مذاکراتو له لارې د جګړې له ډګره داسې يو غښتلی سياسي او نظامي رهبر راوستل د طالبانو پر سياسي مشروعيت هم ستر ګوزار و.
دويم؛ په جګړه کې د طالبانو ناکامي 
پاکستان نه غواړي چې طالب هم د سياسي جريان برخه شي، ځکه د طالب يوازې جنګيالی د پاکستان په ګټه دی. پاکستان څو ځله کوښښ وکړ چې طالب سولې ته کښېنوي او بېرته يې داسې يو عمل ترسره کړي چې پر ټول جريان اغېز ولري. ښه بېلګه يې د ملاعمر د مرګ افشا وه، بله بېلګه يې د ملامنصور په اړه له امريکا سره معلومات شريکول وو. ملا برادر اخوند او نور پر سوله باوري طالبانو ترور او يا زنداني کول وو. 
پاکستان پوهيږي چې سياسي طالب او يا پر سوله باوري طالب د افغان حکومت په ګټه دی، او يو سياسي طالب او يا پر سوله باوري طالب د طالبانو ټوله جګړه له ګواښ سره مخ کولای شي. افغان حکومت ټول هغه طالبان چې پر سوله باور لري له هغو را بېل کړل چې هدف يي يوازې انتحار او د پرديو په جګړه کې د ځان ښکېلول دي. هغه طالبان چې سوله يې غوښتله یا په ترکيه او يا قطر کې دي او پر جنګ پلوو طالبانو دومره اغېز نه لري. دغه بهرمېشتي طالبان د کويټې شورا له ټاکنو، جګړې او هلو ځلو سره هيڅ راز همغږي نه لري.
همدارنګه په دې وروستيو کې پاکستان هڅه کوله چې د طالب له سردردي ځان خلاص کړي او دغه پروژه پر يو داسې چا وپلورې چې ګټه يي پنجاب ته زیاته وي، روسيه چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د امريکا شتون ته د شک په سترګه ګوري، د طالب له‌پاره ښه خريدار شو. پاکستان عملاً طالب پر روسيه وپلوره او په دې سره هم پنجاب ګټې خوندي پاتې شوې او هم د روسيې هغه تشويش چې د طالبانو اينده ته يي لاره، يو څه رفع شو. په دغه معامله کې يوازې طالب تاوان وکړ. له طالب څخه د پاکستان ملاتړ يو څه مشروع ګڼل کېدای شو، خو د روسانو او طالبانو اړيکې هغه څه دي چې طالب ورته هيڅ توجيه نه‌شي موندلای.
همدارنګه افغان ولسمشر وکولای شول چې له عربي نړۍ سره د ښو اړيکو له لارې په دغو هېوادونو کې طالبانو ته کېدونکې چنده او د خواخوږي کچه تر ډېره بريده را کمه کړي. د عربي شيخانو او هلته مېشتو افغانانو هغه چنده چې د امارات په نوم د طالبانو له ډلې سره کيده، هم په دې وروستيو کې د پام وړ کمښت پکې راغلی دی.
د ولسمشر غني سولې ته لومړيتوب هم طالبانو ته سياسي او نظامی مشروعيت ورکړی و، خو کله چې ولسمشر له دې ډلې سره له هر راز سولې کولو ناهيلی شوی دی، دغه ناهيلي خپله د دغه ډلې سياسي ګوزار دی. د ولسمشر غني له‌پاره اوس سوله له طالب سره لومړيتوب نه دی، بلکې د ترهګري پرضد نړیوال او سېمه‌يز بلاک او يا ايتلاف را منځ ته کول يي لومړیتوب ګرځېدلی دی او ولسمشر غني تر ډېره بريده په دغه پاليسي کې بریالی شوی دی.
پر پاکستان نړیوال او سيمه‌يز فشار بل لامل دی چې دا به پر طالبانو او د طالبانو د جګړې پر راتلونکې ډېر بد اغيز وکړي.
پايله
طالب چې د اسلاميت شعار يې جګړې ته يو څه مشروعيت ورکړی و. خو په دې وروستیو کې له روسانو سره د دوی ايتلاف او ملګرتيا طالب د تل په مخه له سياسي صحنې جلا کړ، د کويټې په شورا کې له روسانو سره د اړيکو پر سر اختلافات به ضرور طالبان يو خپلمنځي جګړې ته و هڅوي. اوس هم د سراج الدين حقاني او ملایعقوب تر منځ اړيکې د پخوا په پرتله ډېرې خرابې شوې دي.
همدا اوس هم د طالبانو يو مهم چارواکی قطر ته تللی و چې قطرمېشتي طالبان سراج الدين حقاني رضا کړي چې له روسانو سره اړيکې به د دوی ترمنځ لارې جلا کړي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته