لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د یوه سپین‌ږیري ښوونکي جاریه صدقه
لیکوال: محمد نعمان دوست   نېټه: 03.10.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 شور ماشور و، یو ناڅاپه خاموشي شوه او بیا یو دنګ سړی چې په لاس کې یې کتابونه وو، زموږ ټولګي ته راغی.

هغه په لوړ اواز یو یو نوم اخیست او موږ ورته د «صاحب» په ویلو ځواب ورکاوه. ښوونکی تختې ته ودرېد، هر زده‌کوونکي ته یې د بچي خطاب کاوه او دا غږ په موږ ټولو، په تېره بيا په ما ډېر خوږ لګېده، ما پلار په ماشومتوب کې له لاسه ورکړی و او له دې خواږه غږه محروم وم.
دا وخت موږ په هریپور کیمپ کې اوسیدو، زموږ ښوونځی په یوه جومات کې و او د ابوسعید الخدري په نوم یادېده.
پرون چې مې څنګه خپل مهربان ښوونکی ولید، هماغه ماشومتوب ته ستون شوم. هماغه ابتدایه ښوونځي ته ستون شوم او هماغه جومات ته ستون شوم.
پرون هم د جومات کیسه وه او په همدې موخه ګڼ خلک راغونډ شوي وو چې څنګه مې سترګې پر خپل ښوونکي ولګېدې، ما ویل که هماغه د ابتدایه ښوونځي په لومړي ټولګي کې یم، نږدې به مې غږ کړی و، غلي شئ معلم صاحب راغی!
دا معلم صاحب الحاج دنیا ګل نیازی نومېږي، د لغمان د الینګار ولسوالي د سنګره اوسېدونکی دی. تر هجرت مخکې یې په خپل هېواد کې په زرګونو شاګردان روزلي او بیا یې د هریپور او مانسهرې په کیمپونو کې په زرګونو د افغان کډوالو بچي روزلي دي.
معلم صاحب په خپل شخصي لګښت د یوه جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده، دا جومات به په «۷۵۰ مټره مربع» ساحه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او که خدای کول یو کال وروسته به یې د رغونې چارې بشپړې شي.
معلم صاحب راته ویل، دا مې شخصي پیسې وې، د خپل تقاعد پیسې مې هم پکې دي، د خپلو جایدادونو کرایه مې هم را ټوله کړې وه او ټوله مې دې جومات ته وقف کړه.
معلم صاحب له دې مخکې هم په ګڼو خیريه کارونو کې خپل وس نه دی سپمولی او د یوه سخي رول یې ادا کړی دی.
خو معلم صاحب یو خواست درلود، خواست یې معقول و، هغه را سره په خبرو کې وویل چې دیني عالمان باید د محرابونو له لارې زموږ خلک اسلامیت، مینې، ورورۍ او وطن‌دوستي ته را وبولي.
د جومات د بنسټ ډبره د سلطان غازي بابا په نوي ښارګوټي کې کېښودل شوه او دې مراسمو ته ګڼ خلک او دولتي مسوولان راغلي وو.
یوه پخه خبره
د جومات د پرانيستې په غونډه کې ځینو ویناوالو خبرې هم وکړې، له دغو ویناوالو څخه یو هم د لغمان والي ښاغلی عبدالجبار نعیمي و چې خبرو یې د خلکو پام را جذب کړ.
والي روانه وروروژنه له زغملو پورته وګڼله او پر ټولو یې غږ وکړ چې د خپل ولس له وژنو لاس واخلي.
ده عالمان وننګول او یوه معقوله غوښتنه یې وکړه. والي له علماوو وغوښتل چې هر مخالف وسله‌وال ته په ډلیزه توګه لاړ شي، خبرې ورسره وکړي او قانع یې کړي چې جګړه د حل لاره نه ده. پرته له تباهي او قتلونو بله پایله نه لري، تباهي زموږ د وطن ده او قتلونه زموږ د خلکو.
والي د تبلیغیانو مثال ورکړ چې د دیني معلوماتو د خپرولو په نیت جومات په جومات ګرځي او خلکو ته د خدای ج او د هغه د رسول لاره ښيي. د ده په وینا، که دغه شان علما کرام هم کلي په کلي وګرځي او خلک له وژنو، وطن‌ورانولو منع کړي، لرې نه ده چې له دې روان مصیبته خلاص شو.
رښتیا خبره هم همدا ده. زموږ علما کرام باید خپل رسالت یوازې تر محرابونو محدود نه کړي. دوی باید په پوره جرات کور په کور او کلي په کلي وګرځي او د جنګ په لمبو د مینې او اسلامي اخوت پرېمانه سړې اوبه توی کړي.
د دولت په مخالفه ډله کې هم علما کرام شته، له هغوی سره دې بحثونه وکړي، یو بل ته دې قناعت ورکړي، د دوی قناعت به خلکو ته د تګ له‌پاره یوه سیده او خوندي لاره په ګوته کړي او په سیده لاره تګ به وطن له تباهي او ولس له بدبختیو وژغوري. دا لاره قرباني غواړي، زه ډاډه یم چې علما کرام چې خلک قرباني ته هڅوي، دوی به هم له دې قرباني په شا و نه ګرځي، دا قرباني به یې رنګ راوړي او دا رنګ به د وینو په رنګ غالب شي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته