لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د واسکټونو سوداګر
لیکوال: ملالۍ رڼا   نېټه: 18.09.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 په تېرو وختونو کې واسکټ هم خپل مقام درلود. هغه ساده ډول ته به يې سدرۍ ویل کېده، خو چې څومره وخت تېرېده، د واسکټونو په ښکلا کې هم بدلونونه را منځ ته او پسې ښکلي شول. د درېشي، ښاوي یا شاو واسکټ او داسې نور يې غوره بېلګې وې. ځينو خلکو به په خیاطانو جوړول او د چا چې به لږه غریبي وه، تیار واسکټ به يې رانیوه. دا ډول واسکټونه به سوداګرو راوړل، خپله مزدوري به يې هم پکې کېده او د خلکو ستونزه یا غوښتنه به پرې هم حل کېده.

له بده‌مرغه، د واسکټونو مقام او منزلت ته له څو کلونو راهيسې سخت ګواښ پېښ شو. خلک هم ګرم نه وو او نه دي، ځکه هغه واسکټ چې پخوا به د ښکلا او اړتیا له‌پاره خلکو کاراوه، اوس ترې د انسانانو د بربادۍ او وژنې کار واخیستل شو. دا ډول واسکټ د ځانمرګي واسکټ په نامه په لږه موده کې د شهرت بام ته ورسېد.
دا چې دا واسکټونه څوک ګنډي او خیاطان يې چېرته اوسېږي، په دې برخه کې یوه محقق هم تر دې دمه پلټنې نه دي کړې، خو يوه پوښتنه چې ښايي په هر ذهن کې وګرځي، دا ده چې د دې ډول واسکټونو ګنډونکي د ځمکې پر سر تر ټولو کلک‌زړي او بې‌رحمه انسانان دي.
بې‌رحمه او قساوتګر ځکه دي چې په دې دوی خپله هم پوهېږي چې د دوی هر واسکټ بې‌شمېره میندې کونډوي، ماشومان په وینو لمبوي او د خوارو او بېوزلو سپېڅلي روحونه په ډېرې بې‌رحمي اخلي، خو سره له دې دا خیاطان د یو څو روپو په مقابل کې دا بې‌رحمه مزدوري کوي او د دې ډول واسکټونو ګنډلو ته يې پښه پونده کړې ده.
تر دغو خیاطانو بې‌رحمه بیا هغه سوداګر دي چې د دغو واسکټونو اغوستونکي د هېواد ښارونو ته راولي، شپې ورکوي او بیا يې د ښارونو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې الوځوي.
د دغو سوداګرو په هکله ویل کېږي چې د دوی تر شا د لویو چارواکيو ملاتړ شته، ځینې خلک وايي چې په بهرنیو سفارتونو کې ناست وي، يوه ډله هم وايي چې دغه واسکټیان د تورو ښيښو په موټرو کې ناست وي او په پوره خوندیتوب د ښار هرې برخې ته وړل کېدای شي.
عام خلک دا استدلال کوي چې د دغو واسکټونو ډېری مالکان له پاکستانه ملبس نه راځي، بلکې واسکټونه ورته دلته د ارامي په فضا کې اغوستل کېږي او بیا جنت(!) ته لېږل کېږي.
د ولسي مبصرانو بله ډله وايي چې د جنت دغه عاشقان د بهرنیانو په الوتکو کې راوړل کېږي، لومړی يې چادرۍ پر سر وي او بیا د تورو ښيښو په موټرو کې کې کښېنول کېږي.
په هر ترتیب، هر څه چې دي د خلکو نظرونه هم نه‌شو ردولای او دا ځکه چې تر اوسه امنیتي چارواکيو په يوه پېښه کې هم خلکو ته دا وضاحت نه دی ورکړی چې نیول شوي ځانمرګي واسکټ له کومه کړ، چا ور واغوست او بیا يې دغه ځای ته څنګه ورساوه؟
د دې خبرې د کره‌توب له‌پاره ډېر دلایل شته، په لسګونو واسکټیان ژوندي نيول شوي دي، خو دا خبره واضحه شوې نه ده چې ښاغلی واسکټی څنګه او چا راوست!؟
د دې خبرې له‌پاره هم خلک دلیلونه لري، خلک وايي چې د دغو خلکو رسوا کول هم د حکومت له توانه بهر دي، دا سوداګر ډېر لوی خلک دي او حکومت د هغوی له وېرې نه‌شي کولای چې نومونه يې رسوا کړي.
په هر حال، خبره چې د سوداګرۍ شوه دا خو بیا د افغانستان د خلکو مسلم حق او د حکومت مسوولیت دی چې له دغو خلکو مالیه واخلي. مالیه باید ځکه واخلي چې د ځانمرګيو واسکټونو کار و بار خو اوس يو مشروع حالت خپل کړی او د نن وخت تر ټولو اغېزمنه او ګټوره سوداګري ده. حکومت که نور هيڅ نه‌شي کولای، د دغو سوداګرو نومونه خو دې خلکو ته اعلان کړي، وينې او مرګونه دې خیر دی د خلکو وي، خو له دغو څېرو سره چې څه باندې يوه نیمه لسیزه دا سوداګري کوي، تر دې وروسته خو باید خلکو ته ور وپېژندل شي، ځکه د عامو او بېوزلو خلکو وینې خو باید لږ تر لږه یوه بیه ولري، دا خلکو دا قاتلان خو له اسمانه نه راځي، بلکې له دوی سره لنډ په ښارونو کې د چارواکيو یا بهرنیو مرستندویانو سره اوسېږي. د دوی د نومونو په يادولو سره به د یتیمانو، کونډو او ځوانیمرګو سلګۍ لږ ټکنۍ شي، لږ تر لږه خو به يې دا تسل وشي چې موږ له اسمانه په بمونو نه وژل کېږو، بلکې زموږ وژونکي همدلته په ښارونو کې ناست او د خدمت په نومونو چاړه په لاس زموږ حلالولو ته ناست دي.
که حکومت د دغو سوداګرو د خونړي کاروبار مخه نه‌شي نیولای، نو لږ تر لږه دا خو کولای شي چې د واسکټونو دا بې‌پوښتنې سوداګر ولس ته ور وپېژني!!
سرخط ورځپاڼه

 

 
بېرته شاته