لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
هلمند د ارې تر غاښ لاندې
لیکوال: احمدشاه پاڅون   نېټه: 10.08.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د هلمند نږدې ټولې سیمې د دولت له ولکې وتلې وې، یوازې د نږدې ولسوالیو مرکزونه یې د زړه په دوک ساتلي وو، تر لښکرګاه چا ګام نه‌شوای اړولای. 

خلک مهاجر او در په در وه، شنه کښتونه، ډک کورونه او رمې رمې مالونه یې پر خدای سپارلي وو چې بالاخره خبره لښکرګاه ته ودرېده، د ۱۳۸۷ کال د تلې ۲۴ مه ماخستن مهال پر ښار برید وشو، تر رکه سهاره د ښار پر څلورو خواوو ښه په خرپ جنګ روان وو، ښار و نه نیول شو، خو په خلکو کې وېره او ناامیدي خورا زیاته شوه.
تر هغه وروسته نه پوهېږم په ایتلافي ځواکونو او افغان دولت کې اراده او که غوسه پیدا شوه، د مظلوم افغان وینې تویېدې، مځکې ورباندي رنګېدې او سیمې نیول کېدې. 
لنډه دا چې ولس یوې خورا سترې قرباني ته ملا و تړله. بیا یې ډېری ځوانان ښخ کړه، ډېر کورونه یې کنډواله شوو، ډېرې ښځې یې فقر ته کښېناستې، ډېر تاسیستات یې وران شول او...
د دوی د سیمې د امن دېوال چې د دوی د وینو سیلاب وړی و، بېرته د دوی د وجود په غوښو او هډونو هسک شو. 
که يوازې د نادعلي او مارجې له‌پاره د افغان دولت او ایساف مشترک عملیات را په یاد کړو، سړی پیریان نیسي.
پر دې وړه، محدوده او هواره ساحه باندې پنځلس زره مسلح ځواکونه، الوتکې، ټانکونه او... ور خوشې شوو او تر یوه اوونۍ په کمه موده کي یې تر زرو ډېري کورنۍ بې‌ځایه او له نامالوم برخلیک سره مخ کړې.
خلک بیا هم خپه نه وو، ویل؛ «کور که مو وسو، دېوالونه خو پاخه سوه.» بیا هلته ژوند له صفره پیل شو، مځکې قلبه شوې، کښتونه شنه شوو، کنډوالې کورونه شوو، لارې سړکان او پلچکونه شوو، بازارونه دوکانونه شوو، قرارګاوي مکتبونه شوو، نوې هیلې او امیدونه شوو.
اوس نو تازه په نادعلي، مارجه، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې ژوند پل اخستی و، د خلکو مخونه لږ روڼه ښکارېدل، خلکو پر خپلو کورونو لګښتونه وکړو، ماشومان یې ښوونځیو ته ولېږل، په اقتصادي چارو کې یې پانګونه کوله.
خو چې د کوم جلاد سترګې ورته سرې شوې، لږ موده کېږي چي بیا دا سیمې د خپلو اوسېدونکيو په وینه ناامنه شوې، بیا د کډو کتارونه مخ پر ښار را روان دي او دا دی اوس د جګړې د اور تاو د لښکرګاه هډونه سوځوي. د لښکرګاه اوسېدونکي په ناوه ولسوالي کې د روانې جګړې درنو غږونو ناارامه کړي دي. 
سبا و بل سبا خبره ښار ته درېږي او بیا تاریخ تکرارېږي، بیا به دا اولس یوې خورا عظیمي قربانۍ ته اړایستل کېږي.
د یو څو ټګانو د ټګي په مقابل کې به د ولس دا قربانۍ د دوی ټګي ته پرده شي.
که خدای مه کړه د کندوز په ډول په لښکرګاه کې هم کوڅې له لاښونو ډکې شي، بانکونه چور شي، تاسیسات وران شي او هر څه په ټپه و درېږي، هلته به نو بیا به له سره جنګونه وي، عملیات او بمباري به وي.
وروسته به د ښار د نیولو خبر ورکول کېږي، ولسمشر به راځي، تونده وینا به وي، چا ته به میډالونه او چا ته به زندانونه ورکوي.
بېرته به د پرې‌ایښو سیمو د نیولو له‌پاره د ولس وینه په کار وي.
د وحشت دا اره د هلمند پر سینه پرته ده، لاستی یې د دولت او طالبانو په لاس کې دی. د دوو غاښونو تر منځ واټن کې یې موږ لا سا اخيستې نه وي چې بیا یې بل غاښ ته ور برابر یو.
سرخط‬ ورځپاڼه

 

 
بېرته شاته