لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
پوځي چورلکې که د مقاماتو ټکسيانې؟
لیکوال: محمد نعمان دوست   نېټه: 10.08.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي، د ناامنیو ساحه په پراخېدو ده. ځینې سیمې عملاً د سقوط له ګواښ سره مخ دي. دلته جګړه ډېره پیچلې ده، یو دلیل نه لري. بېلابېل دلایل سره یو ځای شوي او د جګړې شدت ته یې اوږه ورکړې ده.

وجوهات که هر څه وي، خو امنیتي ځواکونه مجبور دي مقابله وکړي او کوي یې، خو د دغو ځواکونو غوښتنې تر ډېره نه اورېدل کېږي.
امنیتي سرتېري د خوراکي موادو له ستونزو سره مخ دي، په ځینو ځایونو کې د وسلو او مهماتو د کمبود له ستونزو سره مخ دي، یا یې په حقونو څو خېټور معامله کوي او یا د ټرانسپورټي امکاناتو د محدودیت له کبله په وخت نه ور انتقالېږي.
په هغه سیمه کې چې سړکونه یې په ماینونو پوښل شوي، د ځمکې له لارې ورته انتقالات ستونزمن دي، دلته د هوايي ځواک اړتیا لیدل کېږي، خو هوايي ځواک کباړ شوی او ایله د ګوتو په شمېر الوتکې را پاتې دي.
هغه افغانستان چې یو وخت یې په سلګونو الوتکې لرلې او د هېواد هرې برخې ته یې په وخت پروازونه کېدل، نن په هغه زور کې نه دی. څه الوتکې یې کباړ شوي او څه یې ځینو په ټیټو سترګو نورو ته ډالۍ کړې دي.
کله چې په (۱۹۷۹ کال ـ مارچ) کې پر جلال‌اباد شدیده جګړه روانه وه او د وخت حکومت ته عرب، پاکستاني او افغان جنګیالي په یوه خوا شوي وو او له هرې خوا یې د دغه کوچني ښار د نیولو له‌پاره مرګوني ګوزارونه کول، همدا هوايي ځواک و چې دغه خونړۍ جګړه یې وګټله.
هغه مهال د پاکستان د استخباراتو مشر «جنرال حمید ګل» د جلال‌اباد ښار نیول په چاقو د کیک له پرېکولو سره تشبیه کړي وو، خو دا تېره چاقو یې په نرم کیک کې مات شو او دا ځکه چې هغه وخت افغانستان ځواکمن هوايي ځواک درلود. 
د جلال‌ابا د جګړې په اړه مې دا هم لوستي وو چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰۰ پورې الوتنې «اکمالاتي او تعرضي» ترسره کېدې، خو اوس...!
اوس افغانستان په هغه موقف کې نه دی، یو څو الوتکې لري او هغه هم مصروفې. د ګوتو په شمار چورلکې په ځای د دې چې د سربازانو محاصره ماته کړي، هغوی ته په وخت انتقالات وکړي، د هغوی ټپیان انتقال کړي د ځینو مقاماتو په خدمت کې دي. هغوی ترې د ټکسي استفاده کوي. د وطن هرې برخې ته چې یې زړه وغواړي، پکې ځي او راځي.
مقاماتو چورلکې بوختې کړې او دغې بوختیا په جګړه کې د امنیتي ځواکونو بری له ستونزو سره مخ کړی دی او حتا د سرتېرو مرګ ژوبله یې لوړه کړې ده.
په کار خو دا وه چې مقاماتو دغه ستونزه درک کړې وای او وجدان یې د دې اجازه نه وای ورکړې چې له پوځي امکاناتو داسې استفاده وکړي چې دولت او خلکو ته یې هیڅ خیر نه رسېږي.
خو دلته د همدې جوهر کمی دی. که دا جوهر «وجدان» پیاوړی وای، ډېر کارونه به سم وو. ډېرې ستونزې به نه وې او یا له ډېرو سختو ستونزو سره به مقابله اسانه وه، خو...
زموږ مقامات دې ته نه ګوري چې د هېواد اقتصادي حالت یې په کومه درجه کې دی؟ دې ته نه ګوري چې ولس یې خپلو ناروغو اولادونو ته درمل نه‌شي اخیستلای او له بې‌درملي مري، دې ته نه ګوري چې هره ورځ د فقر او ناامنیو له کبله ځوانان له هېواده وځي او په سمندرونو کې د حیواناتو له‌پاره اسانه خواړه برابروي او... 
دوی په داسې ډول خپل ژوند عیار کړی چې د نړۍ د ډېرو شتمنو هېوادونو مشرانو ژوند هم داسې نه دی.
وګورئ د امریکا د متحده ایالاتو په یوه مغازه کې د نړۍ د ډېرو شتمنو هېوادونو د خریدارانو تر منځ زموږ د فقیر هېواد د یوه چارواکي نوم هم پکې حک شوی دی.
وګورئ کله چې د انګلستان لومړي وزیر ډېویډ کیمرون استعفا وکړه، نو له دوه درې بیکونو سره له کوره راووت، خو دلته که یو عادي وکیل، وزیر او... هم کور بدلوي؛ نو شاید څو لارۍ یې یوازې په زینتي شیانو ډکې شي.
که څوک زموږ د هېواد د کوم مقام د موټرو کاروان وګوري، هیڅ باور به و نه کړي چې دی د افغانستان په څېر د کوم فقیر او خیرات‌خور هېواد سړی دی او که...؟
په هر صورت، بېرته د چورلکو موضوع ته را ګرځم او د دې ستونزې د حل له‌پاره د یوې غوښتنې وړاندیز کوم؛
هغه مقامات چې له چورلکو د ټکسي په توګه استفاده کوي، د دې وس هم لري چې ځان ته شخصي چورلکه او حتا چورلکې واخلي. دولت دې اجازه ورکړي چې وا یې خلي، دوی دې په خپلو شخصي چورلکو کې سیاحتونه کوي او پوځي چورلکې دې پوځي ماموریتونو ته وزګارې کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه

 

 
بېرته شاته