لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
افراطیت په پوهنتونونو کې په نوي شکل ځان راڅرګندوي
لیکوال: خوشال خلیل   نېټه: 09.06.2016   خپرونکئ:    

 دا څو پرله پسې ورځې د تخار، هرات او کابل پوهنتونونو کې محصلان لارو ته راوتلي او مظاهره یې کړې ده چې دوی ته دې د روژې په مبارکه میاشت کې رخصت ورکول شي.

دوی د دې کار لپاره ظاهرا شرعي دلایل مخې ته کړي او دغه رخصتي یې هم د اسلام او دین په نامه غوښتله، تر ټولو ستر دلیل چې دوی یاد کړی او ځانونه يې د رخصتۍ مستحق ګڼلي دي هغه دا دی چې روژه د عبادتونو میاشت ده او دوی باید د درس پر ځای عبادت وکړي، بل دلیل یې دا راوړی دی چې له دوی سره په پوهنتون کې نجونې سبق وايي او په روژه کې هغوی ته په کتلو سره د دوی روژه خرابېږي. بل دلیل یې هم دا ښوول شوی دی چې دوی ته په لیلیه کې سم خواړه نه ورکول کېږي، دوی باید کورونو ته لاړ شي او هلته روژه‌ماتې کې له خپلو کورنیو سره په ارامه ډوډۍ وخوري. 
د دغو غوښتونو د منلو لپاره دوی پرون د کابل سړکونو ته راووتل او لارې یې بندې کړې، تر څنګ یې اسلامي شعارونه هم ورکړل او حکومت یې په دې تورن کړ چې د دوی اسلامي احساسات نه‌شي درک کولای.
په تخار پوهنتون کې خو محصلانو د احتیاج په ډول د پوهنتون ښیښې او کړکۍ هم ماتې کړې وې او مرګ پر دولت شعارونه یې ورکول. 
زموږ په پوهنتونونو او تعلیمي ادارو کې د دغه ډول غیرمنطقي غوښتنو مطرح کول کومه نوې خبره نه ده، دوی تر دې مخکې تر دې هم ناوړه او غیرمنطقي حرکتونه تر سره کړي او حتا د طالبانو او داعش په پلوۍ او د خپل نظام پر ضد یې ښکاره شعارونه ورکړي دي، خو له هغې ورځې چې په ننګرهار پوهنتون کې محصلان داعش او طالبانو سره د اړیکو په تور ونیول شول او بیا محاکمه شول، دغه غږونه لږ غلي شوي و، خو دوی دا ځل روژه او لیلیه بهانه کړې ده او خپل مخالفت ته یې نوې بڼه ورکړې ده.
اصل کې ټوله ستونزه د دغو محصلانو په محرکینو او پاروونکو کې ده چې همېشه یې د ځوانو محصلانو له دیني احساساتو څخه د خپلو سیاسي موخو لپاره استفاده کړې ده، دوی په اصل کې په دې توګه غوښتل دنیا ته وښيي چې زموږ تعلیمي ادارې له مذهبي افراطیانو ډکې دي او که وغواړي، هره شېبه یو نه یو مشکل جوړولای شي.
که څه هم دولت د دغو محصلانو د غوښتنو په ځواب کې ویلي دي چې ستاسې حالت په هلمند او نورو جنګ ځپلو سیمو کې تر جنګېدونکيو سرتېرو بد نه دی، کوم چې په دې حقه روژه کې له وطنه دفاع کوي. په خواله رسنیو کې هم د کابل پوهنتون د محصلانو د دغو غیرمنطقي غوښتنو پر ضد پراخ غبرګون مخې ته راغلی دی او دوی یې په دې سخت ملامته کړي دي چې دا څنګه ایمان او باور دی چې ښځو ته په کتلو خرابېږي، کاروونکو دا هم ویلي دي چې اصل کې د دوی ایمان کمزوري دي، د دې پر ځای چې نجونې ملامتې کړي خپل نفس دې کنټرول کړي او د روژې فلسفه همدا ده چې یو مومن په هر ډول شرایطو کې پر خپل نفس کنټرول ولري، د دوی ایمان ولې دومره کمزوری دی؟
د محصلانو د دغه اقدام پر وړاندې د حکومت او عوامو غبرګون کفایت نه کوي، دلته باید د ستونزې پر اساسي حل فکر شو. هغه دا چې زموږ پوهنتونونه ولې د افراطیت ښکار شوي دي؟ ولې دومره غیرمنطقي او غیرقانوني غوښتنې په دومره جرات مطرح کوي؟
د دا ډول کړنو جرړه چېرته ده او ولې ورځ تر بلې دغه افراطیت زیاتېږي او په نويو نویو بڼو خپل ځان را ښکاره کوي؟ 
دا هغه پوښتنې دي چې ځوابول غواړي او په لومړي سر کې دولت په ځانګړي ډول د افغانستان د تعلیمي سیستم پالیسي جوړونکيو او تصمیم نیوونکو ته راجع کېږي.
لومړی: 
په تېرو پنځلسو کالو کې زموږ د دولت او نړيوالې ټولنې ټول پام او توجه جنګ ته وه، په میلیاردونه ډالره په جنګ ولګېدل او دا لړۍ اوس هم روانه ده. اوس هم په هر نړيوال او ملي کنفرانس کې اوله خبره د جنګ موضوع ده. په دغه منځ کې فرهنګ جوړونه او د خلکو پر دماغو کار کول یوه ډېره انفعالي او له پامه لوېدلې ساحه ده چې دغو مرستو ته په پام هیڅ توجه ورته و نه شوه. حتا هغه رسنۍ چې د لوېدیځ په مرستو چلېږي او په دې پلمه پیسې ورکول کېږي چې د افراطیت پر ضد به مبارزه کوي، هغوی هم برعکس د افراطیت د ترویج او تبلیغ په مرکزونو بدلې شوې دي، د تعلیم او تربیې په برخه کې چې په میلیارډونه ډالره ولګېدل، هغه یوازې د ښوونځیو او تعلیمي موسساتو په ودانیو ولګېدل، خو هلته د فرهنګ، تربیې او د افکارو د تنویر په برخه کې هیڅ لګښت و نه شو، یا هم کمه توجه ورته وشوه، خو د دې په مقابل کې تندلارو ډلو خپل ټول پام همدغه فکري مرکزونو ته را واړلو او خپل ټول تبلیغات یې پر دوی متمرکز کړل.
دلته چې له کلیو او ښارونو ځوانان راتلل، دوی له دین نه ډېر ابتدايي مالومات درلودل، کله چې د پوهنتون ساحې ته راداخل شول، دلته د پوهنتونونو تعلیمي سیسټم او فضا داسې وه چې دوی په‌کې له نویو مذهبي لارښوونو سره مخامخ شول او څه یې چې واورېدل، فکر یې وکړ چې ټول دین همدا دی او ډېر ژر دغو ډلو دا ځوانان جذب او په افراطي مفکورو سمبال کړل چې کله له پوهنتون نه راوځي، سم تکفیریان ورنه جوړ وي.
دویم؛ 
دغه پوهنتونونه د هغوی تعلیمي سیسټم او استادان دا هر څه اساسي بدلون او تغیر ته اړتیا لري، ځکه دغه تعلیمي ادارې لکه قالبونه داسې دي چې بیا بیا هماغه یو خېل په افراطي افکارو سمبال انسانان تولیدوي، تر هغو چې دغه قالبونه مات نه‌شي او له سره نوي قالبونه جوړ نه‌شي، د دغو تعلیمي ادارو اصلاح کول ګران کار دی.
که څه هم د ننګرهار پوهنتون تجربه موږ ته راښيي، له کومې ورځې چې هلته محصلان نیول شوي او بیا له مخالفانو سره د اړیکو په تور محاکمه شوي، هلته د پخوا په پرتله حالت ښه شوی دی او موږ تقریبا یو کال وشو د ننګرهار پوهنتون د محصلانو مظاهره نه ده لیدلې، کنه تر دې مخکې به چې په کشمیر او فلسطین کې کومه پېښه وشوه، دوی به د کابل جلال‌اباد لاره بنده کړې وه، خو اوس ظاهرا خیر او خیریت دی، خو دا په دې مانا نه ده چې د یو څو استادانو یا شاګردانو په نیولو دا ستونزه حل کېږي، دوی به وډار شي، خو خپلو فعالیتونو ته به پوښونه وراغوندي او تر ځمکې لاندې پټ فعالیتونه ورسره تېزوي چې دا مړې سکروټې تر ښکاره سکروټو خطرناکې ثابتېدای شي.
اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د دغو پوهنتونونو په ټول سیسټم، تعلیمي نصاب او استادانو کې تغیر راشي او دا تغیر باید سیسټماټیک وي. 
د افراطیت په اړه د اکثره علماوو نظر دا دی چې دوی د صدر اسلام په وخت کې د خوارجو له افکارو سرچینه اخلي چې د دین په نامه د دین پر ضد درېږي او بیا خپل وطن او ټولنه له تباهۍ سره مخامخ کوي او دا پدیده نن سبا تر بل هر وخت د پراخېدو په حال کې ده.
دلته د دیني علماوو مسوولیت جوړېږي چې دوی د دغه افراطیت په مقابل کې د اسلام اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړي او په دغه حساس وخت کې خپل مسوولیت تر سره او په ټولنه کې خپل مثبت نقش ولوبوي.
سرخط‬ ورځپاڼه
 
بېرته شاته