لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
ګام په ګام له رمضان سره (۳)
لیکوال: ګل آغا احمدي وردګ   نېټه: 25.09.2007   خپرونکئ:    

د روژې ماناوې او موخې

روژه لویې لویې ماناوې، موخې او مقاصد لري چې که چیرې د هغه په هکله ژور فکر وشي نو انسان د تعجب او حیرت یوې بیلې نړۍ ته ورسره بیايي چې د دې ماناوو ځینې په لاندې ډول ستاسو مخې ته ایښودل کیږي:
لومړی مانا: صوم یا روژه د خدای او بنده تر منځ د پټ راز او ټینګ ایمان نښه ده
روژه د داسې یوه بې ساري ټینګ ایمان نښه ګڼل کیږي چې د لوی خدای (ج) له لوري انسانانو ته ډالۍ شوې ده ځکه چې روژه یو پټ عبادت دی چې انسان یې د خپل خدای سره د ځانګړي راز او نیاز په لیکه سر ته رسوي. انسان کولای شي د هغه له نیولو تیر شي په داسې یوه پټ حالت کې څه وخوري او یا وچښي چې هیڅوک یې ونه ګوري خو دا چې د خوړلو له چانس سره سره هغه نیسي نو دا د ایمان یوه غوره بیلګه ده چې مومن انسان یې له خپل خدای سره په زړه کې لري. همدارنګه کیدای شي انسان نه خو څه و خوري او نه هم څه وچښي یانې په ظاهره روژه وي خو د روژې د نیولو نیت ورسره موجود نه وي چې دا هم یو پټ راز دی.
نو له پورته یادونو څخه ښکاري چې روژه هغه پټ او قلبي عبادت دی چې د بنده او خدای تر منځ د یوه ځانګړي راز په اړیکه ترسره کیږي دا چې یو بنده سره لدې چې د خوراک او چښاک په کولو قادر وي او لاس رسی ورته کولای شي خو له دې کار څخه ډه ډه کوي نو د هغه پوخ یقین ویندويي کوي چې انسان یې په خدای (ج) باندې لري چې هغه لوی ذات په پټه او ښکاره د انسانانو په اعمالو خبر او د هغه د هر عمل ناظر دی.
همدارنګه دغه راز په ټولو هغو عباداتو کې تمثیل کیږي  چې انسان خپل رب ته نږدې کوي. د ساري په توګه که اودس او غسل ته پاملرنه وکړو چې د هغه په وسیله انسان له ظاهري او باطني نجاست څخه پاکوالی مومي د هغه دلیل ویندويی کوي چې انسان یې په خپل خدای باندې د باور له کبله لري او نوموړی کار هغه پټ امانت ګڼل کیږي چې د بنده او رب تر منځ موجود دی مانا دا چې که چیرې انسان پرته له اوداسه څخه لمانځه ته راشي نو نور انسانان خو نه پرې خبریږي.
همدارنګه که له بلې خوا لمانځه ده ته نظر وشي لمونځ کوونکی پر لمانځه باندې د دریدو پر مهال فاتحه وايي، د رکوع پر مهال سبحان رب العظیم وايی، د سجدې پر مهال سبحان رب الاعلی وايي او همدارنګه تر وروستۍ لحظې پورې د لمانځه بشپړ خیال ساتي خو په داسې یوه صورت کې چې نور یې نه اوري بلکي یوازې لوی الله پرې خبر وي.
خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( که خپله خبره په لوړ آواز وکړی او یا یې آهسته ووايۍ ، الله  په هغه څه پوهیږي چې ته یې پټ وایې) سوره طه ۷ آیت
دویمه مانا: روژه انسان د آخرت د اطلاعاتو له لړۍ څخه خبروي
 دا چې مسلمان د رمضان په میاشت کې ځینې دنیوي امور پریږدي نو د هغه  اطلاع له مخې یې پریږدي چې الله (ج) د قیامت په ورځ او آخرت کې ثواب ورکوي نو هغه مقیاس چې په هغه باندې د روژې ګټه یا تاوان اندازه کیږي اخروي مقیاس دی. دساري په توګه روژتۍ مسلمان د ورځې پر مهال خوراک، چښاک او نور خوندونه د دې لپاره پریږدي چې د هغه په بدل کې د قیامت په ورځ ثواب ترلاسه کړي او له دې راز څخه هغه حقیقت په ډاګه څرګندیږي چې د روژتي په زړه کې د آخرت د ورځې په هکله ټینګ ایمان موجود دی. خو د روژې د دنیوي او مادي مقیاس خاوندان بیا په دې نظر دي چې روژه یوازې په بدن باندې د خوراک، چښاک او ځینو نورو خوندونو د حرمان وسیله ده چې د انسان نفس پرې سعادت مومي او د جسد اړتیاوې پوره کوي او د آخرت اړخ دومره  په نظر کې نه نیسي.
دریمه مانا: روژه  خدای ته د انسان بندګۍ د حقیقت څرګندونه کوي
روژه هغه وسیله ده چې انسان ته د خدای د عبودیت په هکله داسې ځانګړې روزنه ورکوي چې بندګي یې حق ده. خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( وخوری او و چښی تر هغه مهال پورې چې د (سهار) سپینه لیکه د (شپې) له تورې لیکې څخه جوته شي) سوره بقره ۱۸۷ آیت. د ذکر شوي آیت له مانا څخه څرګندیږي چې د پشلمي او روژه ماتي پر مهال خوراک او چښاک مستحب دی او دا حقیقت ترې په ډاګه کیږي چې نوموړی خوراک او چښاک هم د عبادت یوه برخه ګرزي.
کله چې د سبا سپینه لیکه د شپې له تورې لیکې  څخه بیله شي نو مومن بنده د خپل خدای امر پر ځای کوي او تر ماښام پورې روژه نیسي لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ( بیا خپله روژه تر شپې پورې بشپړه کړی) د بقرې سورت ۱۸۷ په همدې توګه مسلمان ته د سپیڅلي ژوند او عبادت روزنه ورکوي.
څلورمه مانا: روژه د ټولنې د روزلو وسیله ده
کله چې روژتی په ټولنه کې خپل نور مسلمان وروڼه او خویندې ویني چې ټولو روژه نیولې ده نو هغه ته هم نیول آسانه کیږي او خپل ځان د ټولنې له وګړو سره د هغه تړاو په کرښه یو ځای مومي چې د عبادت په کړۍ باندې تړل شوې او ټولنه د نیکمرغۍ په لوري بیایي.
که چیرې د رمضان د میاشتې روژه له نفلي روژې سره پرتله شي نو څرګنده به شي چې په نفلي روژه کې نسبت فرضي روژې ته یو روژتی زیات تکلیف محسوسوي ځکه چې د نفلي روژې پر مهال ټولو روژه نه وي نیولې او هغه راز مناسب چاپیریال د روژې لپاره موجود نه وي چې په فرضي روژه کې موجود دی نو له همدې کبله د رمضان د میاشتې روژه په ټولو باندې د خوښۍ، رضایت او آسانۍ په لحظاتو کې تیریږي. مومن په بنده د رمضان په میاشت کې ځان په داسې یوه ماحول کې ویني چې ټولو خپل خدای ته د بندګۍ په موخه روژه نیولې، په ښارونو باندې د روژې د اغیزو پلوشې را ځوړندې او داسې آماده وي چې د رمضان له طبیعت سره اړخ لګوي نو هر روژتی خپل ځان له ټولنې سره د ایمان په یوه وریښمین مزي تړلی احساسوي، د لوږې او تندې هیڅ پروا نه کوي.
له همدې کبله هغو مسلمانانو ته چې د روژې پر مهال په غیر اسلامي ټولنو کې کار، پوهې حاصلولو او یا نورو مقصدونو له مخې اوسیږي نو د هغو وګړو په نسبت روژه ورباندې سخته تمامیږي چې په اسلامي ټولنه کې هستوګن وي ځکه چې هلته د روژې لپاره داسې عمومي توافق او تیاری نه لیدل کیږي لکه چې په اسلامي ټولنه کې چې موجود وي نو له شک پرته چې روژه ورباندې څه نا څه سخته تمامیږي.
له دې ټولو خبرو څخه جوتیږي چې د رمضان د میاشتې روژه د ټولنې داسې ایماني روزنتون هم دی چې هر وګړی یې د ایمان د ځواکمنتیا په لاره کې هلې ځلې کوي او په یوه ټولنیز جوړښت او عام یووالي کې خپل ځان احساسوي. زموږ د دې سلسلې بله برخه به د روژې د فضیلتونو په هکله وي له موږ سره اوسی.........

 
بېرته شاته