لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
له نوموړي سندرغاړي بريالي صمدي سره مرکه
لیکوال: بازمحمد عابد   نېټه: 25.12.2007   خپرونکئ:    

بريالی صمدي د پښتو په ځوانو سندرغاړو کې داسې يو نوم دی چې په لر او بر پښتو نخوا کې يې د غږ ازانګې خورې دي. بريالي صمدي نه يوازې دا چې په ودونو او محفلو نو کې يې د خپل غږ خواږه په اوريدنکو او ليدونکو لورولي دي، بلکې په لسګونو کسټونه يې په سټوډيو کې ثبت کړي دي او کسټونو يې ښه بازار هم پيدا کړی دی. د ٢٠٠٧ م کال د دسمبر په ١٨ نيټه مې ورسره يوه لنډه شان مرکه کړې ده چې دا دی ستا پر وړاندې يې په ليکه کوم.
په درنښت
بازمحمد عابد

عابد: صمدي صاحب تاسې باندې خدای (ج) داسې ښکلی او جادوګر غږ لورولی دی چې له برکته يې نه يوازې دا چې په لره او بره  پښتونخوا  بلکې د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې چې چيرته هم پښتانه اوسيږي تاسې پيژني، خو بيا هم که د مرکې د دود له مخې د پاڼې لوستونکو ته ځان ور وپيژنئ نو خوښ به شم؟

صمدي: عابد جانه اول خو درته ښه راغلاست وايم. زما نوم بريالی دی او صمدي ځکه تخلص کوم چې د ارواښاد استاد صمد زوی يم. د ننګيالي صمدي ورور يم. د ننګرهار  په ولايت کې پيدا شوی يم او ماماګان مې د لغمان ولايت دي.

عابد: هنر ته مو څنګه مخه وکړه؟

صمدي: هنر خو ماته له پلار نيکه نه په ميراث کې پاتې دی. زما نيکه استاد سلام نوميده چې د غازي امير امان الله خان په دربار کې به يې د خپل هنر ننداره ښووله. او پلار مې هم د موسيقۍ په ډېرو راګونو پوهيده. زما مرحوم پلار د استاد سرآهنګ سره شاګردي کړې ده او د موسيقۍ ډېر راګونه يې له هغه څخه زده کړي دي.

عابد: صمدي صاحب دا چې ستاسې مرحوم والد صاحب له استاد سرآهنګ څخه د موسيقۍ زده کړې کړې دي، نو ضروري خبره ده چې ستاسې والد صاحب به هم ډېر شاګردان روزلي وي. که روزلي يې وي نو د څو تنو نومونه يې راته اخيستی شئ؟

صمدي: هو، همداسې ده، دا زما د پيدايښت نه وړاندې خبره ده چې په ننګرهار کې زما  مرحوم والد صاحب ډېر تکړه او نوموتي سندرغاړي  روزلي دي، د موسيقۍ په سر او لی يې پوهولي دي چې د هغو له جملې څخه يې استاد زاخيل، ميرمن ګلشن، استاد رحيم غمزده، استاد ستار، مدد استاد، خدايداد شوقي، ډاکټر شعيب، جعفرخان او نور.....

عابد: صمدي صاحب د کومو هنرمندانو نومونه چې تاسې واخيستل د څلور، پنځه تنو له هنر سره خو زه آشنايي لرم، واقعاً چې ډېر ښه او د حساب وړ هنرمندان دي. که دا وواياست چې بيا تاسې چاته ګوړه ايښې ده او د چا د شاګردۍ شرف درته حاصل دی؟

صمدي: ما استاد ستار ته ګوړه ايښې ده. يوازې ما نه چې په دې تيرو شلونو کلونو کې استاد دوه دوه نيم سوه شاګردان روزلي دي، چې په دوی کې شاځوان منور او سيداګل مينا هم شامل دي. استاد ستار موږ سره ډېره خواري کړې ده. د موسيقۍ د الاتو نه واخله تر سر او لی پورې يې موږ پوهولي يو. هغه به موږ ته هر وخت ويلې چې که د موسيقۍ په سر او لی پوه نه شئ، سندرې خو به وويلی شئ، خو تاسې ته به خوند درنه کړي او چې تاسې ته خوند درنه کړي، اوريدونکو ته  به هيڅکله خوند انتقال نه کړای شئ. دا خبره ماته په اثبات رسيدلې ده، کومې سندرې چې په ويلو کې ماته خوند نه  دی راکړی هغه سندره يا غزل اوريدونکو هم نه دی خوښ کړی.

عابد: که دا استاد ستار ګرانو لوستونکو ته وروپيژنئ بده به نه وي.

صمدي: استاد ستار زما ماما دی اود لغمان ولايت دی، له څو کلونو راهيسې په پيښور کې اوسيږي، په ځوانۍ کې يې زما د مرحوم پلار څخه زده کړې کړې وې او بيا چې پيښور ته په کډه راغیړ نو د مرحوم استاد لعل خان څخه يې د موسيقۍ په برخه کې ډېر څه زده کړل. د طبلې، رباب او ارمونې استاد دی او هم ډېر ښه طرزونه جوړوي.

عابد: صمدي صاحب دا اوس زما او ستا پر وړاندې يو پيښوری ځوان ناست دی او تا ته يې د شاګردۍ ګوړه کيښوده، آيا تر دې ځوان د مخه نور ځوانان هم د شاګردۍ له پاره راغلي دي او که دا ړومبی کس دی؟
صمدي: عابدجانه! تر دې مخکې هم ډېر ځوانان راغلي وو، ډېر به يې ما په دې خاطر رخصت کړي وي، چې زموږ استاد لا  شکر دی ژوندی دی، او د هغه پر وړاندې موږ دا ګستاخي نه شوه کولای، بيا داسې وشول چې ډېرو ځوانانو د ستار استاد نه سفارشونه راوړل . بيا  ستار استاد هم موږ څو تنو ته اجازه راکړه. تر دې ځوان د مخه هم نور ځوانان هم راغلي دي او ما په ډېر افتخار منلي دي، ځکه چې زما پلار او نيکه هم خپله پوهه نورو ته انتقال کړې ده، او چې ما کې دا ځوانان څه ويني او يا ما کې څه تومنه وي، زه به يې هيڅکله له خپلو پښتنو ځوانانو څخه ونه سپموم. زه به د خپل مرحوم پلار په نقش قدم پل ږدم.

عابد: صمدي صاحب! کله داسې پيښ شوي دي چې د يوه ښه شاعر له شعر سره مو انصاف نه وي کړی؟ مطلب دا چې د شاعر کلام مو سم نه وي ادا کړی.

صمدي: هو، کله کله داسې پيښږي او دا ځکه چې زه خو د پښتنو په ډېرو ودونو او محفلونو کې ګډون کوم. اکثر داسې کيږي چې يو نازولی ځوان راولاړ شي او د يو چا ښه شعر يې په کاغذ ليکلی وي او شله شي چې دا به حتماً وايې، ځينې يې لا داسې هم وي چې راته وايي په پلانکي طرز کې جوړ راځي. نو په داسې حال کې به د شاعر له شعر سره څه انصاف و شي؟ د شاعر له شعر سره هغه وخت انصاف کيدای شي چې يو سندرغاړی يې  شعر درې څلور ورځې  په ذهن کې واوړي راواړي، د شعر په مانا پوه شي، نوی کمپوز ورته جوړ شي او کله چې يې د ثبتولو مرحله راشي سندرغاړی يې بايد د زړه له تله ووايي، هغه درد او احساس چې شاعر شعر کړی وي، بايد چې سندرغاړی يې د خپل هنر په زور په سر او لی کې راونغاړي، دلته ده چې د شاعر د شعر سره انصاف کيدای شي او اوريدونکي هم ترينه خوند اخيستی شي.

عابد: صمدي صاحب باور وکړه چې زه هم ستاسې د غږ او هنر مينه وال يم او چې کله مې هم ستاسې يو غزل نيم اوريدلی دی، ډېره خوښي مې احساس کړې ده. اوس چې تاسې د سمسور حبيبي د هيلې د پوره کيدو کوم هوډ کړی دی انشا الله زه هر قسم مرستې ته تيار يم بس تاسې پر ما غږ کولای شې. د زړه له اخلاصه درته برياليتوب غواړم او  راتلو البوم ته دې انتظار باسم او ډېره مننه درڅخه کوم چې له خپل قيمتي وخت نه مو ماته وخت راکړ او د زړه خواله مو سره وکړه.
صمدي: له تاسې نه هم ډېره مننه چې زما تر غريبخانې مو تشريف راوړ. کور مو ودان.

عابد: صمدي صاحب که ستاسې اجازه وي دې پيښور ځوان سره به هم لږه خواله وکړم چې لږه شيبه مخکې يې تاسې ته ګوړه کيښوده.

صمدي: مهربانې وکړئ.

عابد: روکي جانه ستاسې نوم څه دی؟

_ زما نوم عمران دی.

عابد: عمرانه ګله دا اوس چې ما وليدل تاسې صمدي صاحب ته ګوړه کيښوده او ځان مو د هغه په شاګردانو کې وشميره، تاسې ډاډه ياست چې صمدي صاحب به له خپلو هنري تجربو نه تاسې ته څه هنر انتقال کړي؟

عمران: هو، زه ډاډه يم چې بريالی استاد به ماته د خپلو تجربو نه ډېر څه راکړي. او دا ګواهي زما زړه ورکوي. په پيښور کې ډېر استادان شته دی چې په سلګونو شاګردانو ته د موسيقۍ زده کړه ورکوي، خو زما زړه په بريالي استاد اوبه څښلي دي.

عابد: په بريالي استاد کې تاسې څه وينئ چې زړه دې پرې اوبه څښلي دي؟

عمران: د بريالي استاد د غږ خواږه نيغ زړه ته کيوزي، نو له داسې استاد نه چې زده کړه وشي هرو مرو به بنده ته څه ورکوي.
عابد: د موسيقۍ په زده کړې کې ډېر رياضت ته ضرورت وي، مطلب دا چې ډېره خواري به کوې، شپه او ورځ به په ځان يو کوې، آيا  دې هرڅه ته دې غاړه ايښې ده؟

عمران: بلکل، د موسيقۍ د زده کړې سره زما شوق دی او زه به د خپل استادجي په وينا عمل کوم او کوښښ به کوم چې خپل استادجی خوشحاله وساتم، قدر يې وکړم او په څه چل يې زړه لاس ته راوړم، څوک چې د خپل استاد قدر کوي، الله تعالی يې په خپل مقصد کې هرو مرو کاميابوي.

عابد: بس کاميابي درته غواړم عمرانه ګله.

عمران: تاسې دې هم خدای کامياب لري.
د يادونې وړ ده چې درې څلور پوښتنې به نورې هم د بريالي نه کوم خو هله چې کله يې د غزل ماښام په نوم البوم بازار ته راووتو.
 په درنښت
بازمحمد عابد، پيښور، ١٨ دسمبر ٢٠٠٧

عابد: صمدي صاحب! تر اوسه مو بازار ته څومره سي ډي ګانې راوتي دي او څومره ترينه راضي ياست؟

صمدي: عابد جانه! تر اوسه به زما ٢٥ سي ډي ګانې بازار ته راوتي وي چې له ډېرو يې راضي نه يم. دا ځکه چې ځينې سي ډي ګانې داسې هم راوتي دي چې ما په ودونو کې پروګرامونه کړي دي، چې دا زما په خوښه نه دي شوي ، څلور پنځه سي ډي ګانې چې موږ په سټوډيو کې ثبت کړي دي په هغو کې هم د کست پلورونکي  ذوق او شوق مطرح دی . خو بيا هم کومې سي ډي ګانې چې په سټوډيو کې ثبت شوي دي يو څه ترينه راضي يم. خو زه چې څومره راضي يم هغه زما اوريدونکي او مينه وال دي. هغوی دې ته نه دي کتلي چې کومه سي ډي يا کسټ ښه ده او کومه يې ښه نه ده. خو بس زما د غږ مينه وال دي او هر څنګه کسټ يا سي ډي چې بازار ته راوتې دوی اخيستې  ده. چې زه د ټولو د مينې پوروړی يم.

عابد: صمدي صاحب! د خدای (ج) کرم دی چې تاسې يې په لږ عمر کې د موسيقۍ په ميدان کې ډېر وځلولۍ، له وړو نه يې نيولې تر زړو پورې پښتانه په ولسي کچه ټول ستاسې د غږ مينه وال دي او په عوامو کې مو ډېر شهرت موندلی دی، آيا کله مو داسې فکر کړی دی چې د اهل ذوقو يعنې د خواصو له پاره هم يو ځانګړی البوم تيار کړئ؟
صمدي: عابد جانه! ډيره پر ځای پوښتنه دې وکړه. زما يو ډېر زړه ته راتير دوست چې زه يې له ورور نه کم نه ګڼم، دا سمسور حبيبي درته ښيم چې په ډنمارک کې اوسيږي زه يې يو ځل اروپا ته هم دعوت کړی يم. هغه  داوسني عصر د لس تنو نامتو افغان شاعرانو ډېر په زړه پورې شعرونه راليږلي دي. انشا الله زما راتلونکی البوم به د همدې اهل ذوقو له پاره وي چې کمپوزونه به يې هم بيخي نوي وي او پوره يوه مياشت پرې خواري کوم، خو کله مې  چې په سټوډيو کې ثبتول نو عابد جانه ! له تانه دا وعده اخلم چې په سټوډيو کې به راسره ته موجود يې، ځکه چې کوم لفظ غلط ونه ويل شي چې بيا به مو ټوله خواري په سين لاهو شوي وي.

 
بېرته شاته