لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
خټك تر مرګه پورې ستا لارې ته بيا بيا كتل
لیکوال: دسمسور ويبپاڼي اداره   نېټه: 23.10.2007   خپرونکئ:    

خټك تر مرګه پورې ستا لارې ته بيا بيا كتل

ښاغلى اجمل خټك د پښتنو يوه مبارزه او وتلې څېره ده. د ژوند په اوږدو كې يې د پښتنو د حقوقو په نامه مبارزه كړې او په دغه لاره كې يې ډېر كړاوونه او ستړياوې ګاللي دي. د زندان له ترخو څخه نيولې بيا د مرګ  تر ګواښونو پورې دا هر څه يې پر سر تېر كړي او زغملي دي..

ښاغلى خټك د سياست تر څنګ د پښتو ژبې يو نومتى شاعر، ليكوال او خبريال دى، چې په دغه لړ كې يې ښه د حساب وړ كتابونه ليكلي او خپل ولس ته يې وړاندې كړي دي.

په پام كې وه چې له ښاغلي خټك سره يوه زړوره مركه وشي، خو له بده شامته اوس د ښاغلي خټك روغتيايي حالت ډېر خراب دى، دومره خراب چې ان دغه ګپ شپ او مجلس هم ورته له زغم او حوصلې وتلى كار و.

خو د ناروغۍ په دغه ناوړه حالت كې چې نه ګرځېدى شي، نه يې سترګې سم كار كوي او نه هم د زياتو خبرو حوصله لري، يو منظم او مېلمه پال دى او د يوه درون پښتون ټول صفات يې په ځان كې رانغښتي.

كله چې د خټك صاحب د پوښتنې په نيت د هغه دېرې ته لاړم، نو د خټك صاحب له دريو خواخوږيو پرته نور څوك يې په دېره كې نه وو. تر ډېر لږ انتظار وروسته دريو كسانو تر لاسونو نيولى او هوجرې ته راغى. د خټك اوسنى ژوند فقيرانه دى، ساده هوجره لري چې درې څلور كټونه په كې پراته دي. ساده اغوندي او ساده خواړه خوري. لباس، خواړه او كور يې د خپلو كليوالو تر هغو هېڅ توپير نه لري، كېداى شي كيلوال تر ده ښه خوري او اغوندي، خو  د ښاغلي خټك ژوند ساده دى.

ښاغلى خټك ډېر سوكه سوكه غږېږي، داسې نه- لكه مخكې چې به ګړندى او په لوړ غږ غږېدو. كه سړى ورسره په ټليفانه خبرې وكړي، نو له ورايه به ورته څرګنده شي چې ناروغۍ څومره كمزورى كړى دى.

دريو كسانو چې خټك صيب پر څوكۍ كېناوه، نو تر ستړي مشي وروسته مو دا مركه وكړه چې ستاسې مخې ته يې ږدو:

 قدرمن خټك صاحب، تاسې د پښتنو د حقوقو لپاره ډېره مبارزه كړې، خو دغه مبارزه مو څه مهال پيل كړه؟

ګوره ګل مې يې، دا ته چې ناست يې دا هوجره، دې ته د خټكو، يو مركزي حيثيت حاصل و. دغه غر چې ښكاري د دې نه ها پلو خوړ علاقه ده او خټك دي، چې اكوړه خټك ورته وايي. اكوړى چې و، دا د مشرۍ ځاى و، زموږه هوجره چې وه دا ولسي ځاى و، هوجرې خو نورې هم وې، خو هغه د خانانو او ملكانو وې او دا د ولسونو هوجره وه. باچا خان چې كله د انګرېزانو خلاف تحريك شروع كړ، زموږ هوجره چې وه، پخوا هم د انګرېزانو او شاه شجاع خلاف جنګېدلې وه. د انګرېزانو دغه هوجره بده راتله، نو ځكه باچا خان دلته زموږ هوجرې ته راغى. د باچا خان يو دوست و، كريم چاچا نوم يې و، هغه سره يې پېژندګلو وه. له كريم چاچا سره د باچا خان مخكې پېژندګلو وه. نو كريم چاچا دلته دغې هوجرې ته راوستو. او دلته د خدايي خدمتګار تحريك په د خټكو په سيمه كې شروع شو. دغه وخت كې زه ماشوم وم. نو د هغه ماشوم والي راهيسي په دغه فضا كې رالوى شوم. نو باچا خان چې زه وليدم، ځان ته يې جوخت كړم. په سر يې راله لاس ووهلو او ويې ويل: بچو ستاسو لپاره يې ګټو. دغه خبره زما په ذهن كې پاتې شوه او د هغه لاس زما په سر تېر شو، نو زه ګڼم چې زما په وينه كې خو خوشال خان و، په ذهن او فكر كې مې باچا خان هم راغى. نو بيا سياست زما د مكتب په وخت كې شروع شو. بيا له مكتب نه پس په ۱۹۴۲ كې چې د پېرنګيانو خلاف هندوستان، ګانګرېس او موږ دلته خدايي خدمتګارو ټول د انګرېز خلاف وو او په همدغه كال ګانګرېس فيصله وكړه چې انګرېزه له دې ملكه وځه، چې دې ته وايي Quit India يانې هندوستان پرېږده. دغه وخت چې زه په مكتب كې وم له هغې مخكې موږ هم سرې ټوپۍ (خولۍ) پر سر كړې او ويل مو چې موږ جهاد كوو. نو بيا هغه وخت چې زه په پېښور كې وم، نو د انګرېزانو خلاف مو جد و جهد كاوه او باقاعده به مو د پېښور د سكولونو هلكان راجمع كول، جلوسونه او جلسې به مو پرې كولې اوانګرېز ته به مو ويل چې ته وځه. وغه وخت كې د هلكانو مشر چې و هغه يونس جهان و، چې بيا په هندوستان كې پاتې شو او هلته ډېر لوى سړى شو. نو يونس جهان زموږ مشر و او همدغه وخت ما په سياست كې باقاعد برخه واخيسته.

تاسې چې كله سياست ته ګډ شوى، نو عمر به مو هغه وخت څومره و؟

دا عمرونه خو سړي ته نه يادېږي، خو كله چې پاچا خان زموږ كلي ته راغى، هغه وخت زه لږ ګرځېدلى وم. زه يې په تندي ښكل كړم، نو زما اندازه دا ده چې د اوو اتو كلونو به ومه او چې باقاعده سياست ته داخل شوم، نو دا وخت زه په مكتب كې وم.

تاسې مخكې كريم چاچا ياد كړ، كه د هغه په اړه معلومات راكړئ، هغه څوك و؟

كريم چاچا چې و، هغه د څرمنو د ګډو تجارت كولو. اوتمانزو ته به تلو، له هغه ځايه به يې ګوډي راوړل، څرمنې به يې دلته پخولې. له پاچا خان سره يې پېژندګلوي وه، همزولتيا يې ورسره وه. پاچا خان خو په پښتنو ګرځېدو. خو دا چې له كريم چاچا سره يې پېژندل، نو دلته له هغه سره راغى. بيا د كريم چاچا ټول ټبر او دلته په كلي كې چې زموږ څوك وو، هغه ټول خدايي خدمتګاران شول او له پاچا خان سره ودرېدل، بغير له غټانو او د پېرنګيانو له ملګرو څخه. خو د كريم چاچا ټبر په ډېر نرتوب سره تر اوسه پورې ولاړ دى.

خټك صيب، يانې تاسې دا وايئ چې كريم چاچا سياست ته ورګډ شو او خپل تجارت يې پرېښود؟

نه، داسې نه وه، هغه سياست ته رانغى، هغه خپله په دې بازار كې د څپلو او پڼو دوكان درلود، ښه لوى دواكان يې درلود او ښه شتمن سړى و. ده خپل تجارت كاوه، خو د هغه وروڼه، زامن او تربوران سياست ته راغلل او سياست يې كاوه. خو ده د سياست ملاتړ او سپورټ كاوه. يانې هغه خپل كار و بار هم كاوه او د سياست ملاتړ يې هم كاوه.

ستاسې سره په دغه مبارزه كې د كورنۍ نور كوم غړي شريك وو، كه نه ته يوازې وې؟

زه خو د ټولو كشر وم، او ما مخكې وويل چې زموږ ټول ټبر چې په دې هوجره پورې تړلى دى، د خوشال بابا اولاد او له دې نه علاوه هغه خلك چې زموږ سره دلته اوسېدل، د كلي قاضيان، د كلي شيخان، د كلي دوكانداران ټول زموږ سره ودرېدل. تر دې چې زما يوه خور وه زما نه مشره، هغې لږ لوستي وو، په ليك لوست پوهېده، هغې به د پښتون رساله لوسته او په دې كورونو به ګرځېده او خلكو ته به يې لوسته. او په دې هوجره كې به پښتون رساله خلكو لوسته او اورېده.

تاسې خپله خور ياده كړه، څو خويندې او وروڼه لرې؟

يو ورور يم، يانې د پلار يو زوى يم او څلور خويندې مې وې.

نورو خويندو مو ليك لوست كولى شو؟

مشره خور مې چې زه ماشوم وم، واده شوې وه، اصلي لوستې هغه وه. يوه مې ترور وه، د مور خور مې، هغه ډېره لوستې وه، هغې به دا كتابونه چې وو وفاتنامه، جنګنامه او نور د پښتو كتابونو به يې لوستل. او هغه نورې خويندې مې لوستې نه وې.

ستاسې په كورنۍ كې له تاسې پرته نور چا هم شاعرې كړې؟

له ما څخه علاوه، زما د تره زوى و، شاهين يې نامه وه، هغه هم شاعر و، هدايت الله خان ټيكه دار هم شاعر و، اوس دا دى ميا ګل جان هم شاعري كوي. زوى مې دى اېمل. هغه ښه ليكوال دى، ښه زبردست ليكوال دى او صحافي دى.

ستاسې اېمل، خپل زوى مو ياد كړ، نو څو اولادونو لرئ؟

د هغه يو زوى دى يوه يې لور ده.

نه، د اېمل اولادونه نه ښيم، ستاسې خپل زامن او لوڼې يادوم؟

زه درې زامن لرم او دوه لوڼه لرم.

زامن دې څه كار كوي؟

يو د ملك نه چېرته بهر دى، زه چې كله په كابل كې وم، هغه له هغه ځايه بهر لاړ، بيا نه دى راغلى. يو اېمل دى او بل ميرويس دى. ميرويس په كور دى او زما څومره ليكنې، شعرونه او كتابونه چې دي هغه يې سمبالوي.

د پاچا خان په كورنۍ كې د هغه ورور، او ټول زامن يې په مبارزه كې ورسره شريك يادېږي، كه ته د خپلې كورنۍ په اړه راته ووايې، چې چا ستا د لارې مخالفت كړى او چا شاباسى درته ويلى؟

هو، ټول ورسره شامل وو، يو خو عبدالجبارخان يانې ډاكټر خان صاحب، چې بيا د صوبې وزير اعلى شو، بيا د پاچا خان زامن، غني خان، عبدالعلي خان او ولي خان ټول ورسره شامل وو او ټولو په ګډه سياست وكړ.

پوښتنه مې داكوله چې كله تاسې سياست ته داخل شوئ، نو ستاسې په كورنۍ كې خو به چا ستا مخالفت نه وي كړى؟

نه هېچا مخالفت و نه كړ، زه خو يو تن وم، د پلار يو زوى وم. د كلي ټولو تربرورانو، عزيزانو او خپلوانو خو ټولوزما خدمت كولو. دلته به جلسې كېدلې، جلسونه به كېدل. خلك به راتلل، نو ټول يو ډول نه يو ډول په سياست كې ګډ وو. وروسته چې بيا زه كله رالوى شوم، ډېر به ګرځېدم، تر هندوستان پورې به تلم، نو دا ټول خدمت زما دغو عزيزانو او خپلوانو كولو.

تاسې شاعري، ليكوالي، صحافت يانې خبريالي او سياست څلور واړه كړي؟ كوم يو مو لومړى پيل كړى؟ له خبرو مو څرګندېده چې لومړى مو سياست پيل كړى؟

نه، نه نه، ډېر په ابتدا كې، زموږ زنانه به هر كال د خوشال بابا قبر ته تلې، هغوى به ويل چې موږ د بابا قبر ته ځو، دعا كوو. بابا ګان مو دوه وو، يو جمال خان بابا و چې هغه ته فقير بابا وايي او يو خو خوشال خان بابا و چې هغه خوشال خان بابا دى. نو دا زنانه به يو ځاى شوې، جمال خان بابا ته به هم تلې او خوشال بابا ته هم. نو موږ ماشومان چې ورسره لاړو، نو ما په وړومبي ځل د بابا قبر وليد، هغه په خاورو كې ښخېدو، يانې خاورې پرې زياتېدې، صرف د سرو سنګ مرور يوه خازه او شناخته پرې ولاړه وه، په هغې باندې ليكلي وو: خان عليين مكان، او بل لفظ لاندې پرې ليكلى و:

چې څه مېړونه په مانا كې مړي نه دي

چې ما دا وكتل چې بابا داسې دى، نو خپل خيال كې وويل:

چې د نيكه قبر يې په خاورو، په وښو كې پټ دى

نمسي يې په بنګلو كې اوسي

نو دغسې يو شعر ما جوړ كړ، بيا راغلم د جومات استاد ته مې واورولو، هغه وخندل او راته يې وويل چې شاباس، دغسې نور ليكه.

بيا د هغې نه پس ما ځان ته شاعري جوړه كړه، هغه به شاعري وه او كه به نه ووو خو ما كوله. بيا چې كله د خوشال خان بابا لومړۍ مشاعره كېده، هغه مېلمانه دلته زموږ دغې هوجرې ته راغلي وو. خليق صاحب، سيد رسول رسا، عبدالحليم حليم، سمندرخان د بدرشو او ځينې مېلمانه په سيدو كې له سيد نواز خټك سره وو. نو دلته نه به بيا موږ د هلته لپاره د خوراك څښاك بندو بست كولو، هغه قبر خو له دې ځايه لرې دى. په يوه خره باندې به مو اوړه، غوښه، چاى، چيني (بوره) بار كړل او هلته به مو مېلمنو ته پخول. زه چې لاړم، نو هلته مشاعره وه او د مشاعرې طرحه داسې وه:

دلته په ايرو كې خلكه لال د بدخشان وينم

هلته مشاعرې دغسې كېدې چې يوه مسرعه به يې طرحه ورته كېښوده او نورو به شعرونه پرې ويل. نو زه حيران وم چې هر يو پاڅي او وايي، دلته په ايرو كې خلكه لال د بدخشان وينم. شان وينم، اسمان وينم. نو زه كښېناتم، ما وويل چې ان وينم، بان ويم او ان وينم او شعرونه مې وليكل، لومړى شعر (بيت) يې دا و:

زه كه پرې راجمع د سرحد ټول شاعران وينم

دلته په ايرو كې خلكه لال د بدخشان وينم

حمزه صاحب ما دلته په وړومبي ځل په مشاعره كې ليدلى و. نو دغسې زما شاعري پيل شوه. هغه وخت زما په خيال ۱۹۳۷ كال و.

يانې شاعري او سياست مې تقريبا يو ځاى شروع كړي دي.

د صحافت او خبريالۍ په اړه بيا څه خبره كوئ، دا مو څه وخت پيل كړل؟

له دې دواړو نه پس مې بيا صحافت وكړ؟ اول د مياشتنۍ رسالې عدل اېډېټر شوم، بيا د هغې نه پس د بانګ ارم- اردو اخبار اېډېټر شوم، بيا د هغې نه پس د انجام نومي اخبار چې د ټول پاكستان اخبار و، د هغه اېډېټر شوم. بيا د شهباز اخبار چې زموږ د پارټۍ اخبار و، د هغه اېډېټر شوم. دغه شانته په پېښوركې د اردو يوه مجله به وتله، د هغې نوم و ”سنګ ميل“په هغې كې مې د پښتنو كلتو راو ثقافت په ټول پاكستان او هندوستان كې خورولو، ما له هغې سره كار وكړ او په هغې كې مې د پښتو ادب تاريخ وليكلو. بيا رډيو ته لاړم، يو پينځه كاله مې په رډيو كې كار وكړ.

په كوم رډيو كې؟

په پېښور رډيو كې، هلته مې د ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۵۳ پورې كار وكړ. دا و زما سياست، شاعري او صحافت.

د شاعرۍ، ليكوالۍ، صحافت سياست خبره مو وكړه، كوم يوه يې زيات خوند دركړى، يا په كومه يوه برخه كې مو ځان لاسبرى احساس كړى؟

په دې ټولو كې ما ته زيات خوند شاعري راكوي، اوس دا دى زما دا حال دى او ته پوهېږي چې صحت مې څومره غورځېدلى دى، ته مې ښه وينې، خو له دغه ځايه چې كلي ته تلمه، اته شعرونه مې برابر كړي.

زه تقريبا له هر څه نه تنګ يم، خوراك نه تنګ يم، ګرځېدو نه تنګ يم، نور تكاليف راته ډېر ته، خو يوه شاعري راباندې راځي د هغې نه – نه تنګېږم، او ډېره راباندې راځي خو نه ترې تنګېږم، نن مې دا شعرونه ليكلي، يو شعر (بيت) به درته واوروم چې ريكارډ يې كړې.

خټك تر مرګه پورې ستا لارې ته بيا بيا كتل

منزل به نېغ و، خو مزلو كې كږې كيسې دي

مكمل شعر به بيا وروسته درته ووايم، چې ويې ليكې او بيا يې چاپ كړې.

تاسې د خپلو سياسي مبارزو تر څنګ شاعري، خبريالي او ليكوالي كړې، تر سياست مخكې به لومړى پر همدغو دريو برخو لنډ وغږېږو، كه ستاسې څنګه خوښه ده؟

بلكل مې خوښه ده، خو صحت مې ښه نه دى، خداى وكړي چې وغږېدى شم او سم وغږېدى شم.

پښتو شاعري د نورو ژبو له شاعرۍ سره څه وړ پرتله كوئ؟

چې څومره زموږ نظر لګي، پښتو شاعري د بيټ نيكه نه چې راشروع كړې، له امير كروړ نه يې چې راشروع كړې، نو يو مناجات دى خداى ته، سوال دى زارۍ دي خداى ته، او بل د خپل وطن، خپل ټاټوبي او خپل ولس خير غوښتل دي. وادې ورېدل! چې زه دغه ته ملي روحيه وايم. ملي روحيه دې ته وايم چې تاريخ، عنعنه او اسلام دا درې واړه چې يو ځاى شي نو دا د افغانانو او پښتنو ملي روحيه جوړوي، نو زما په خـيال د پښتو په شاعرۍ كې د مضمون په لحاظ سره چې كوم ځاى ته ورسېږي نو يو خداى ته رجوع او مناجات دى او يو د قوم خير او دعا غواړي، يانې يو د خداى پاك د ذات احساس او اقرار دى، هغه ته عاجزي او سجده ده او بل طرف ته د خپل قوم او وطن په خدمت كې جد و جهد دى، منډه ده او قرباني ده. دا زموږ د شاعرۍ بنياد دى، دا زموږ روايتي شاعري وه. په دې لړ كې خوشال بابا زموږ مشهور شاعر دى، احمد شاه بابا مشهور شاعر دى، ټول شاعران، حتى رحمن بابا هم په خپله صوفيانه شاعرۍ كې هغه د وطن د مينې دعا او مناجات ويلى، نو دا دا د پښتو شاعرۍ روح دى. موږ ته چې دا شاعري پاتې شوه، نو په نوي دور كې بيا د نوې زمانې، نوي سماج، د نوې جامعې نوې تقاضې رامخې ته شوې. په هغې كې بيا لوړې ژوروې، غټې نرۍ طبقاتې خبرې راغلي دي. هغه د انګرېزانو د تسلط پر مسئلې باندې، چې دلته له انګرېز سره د قوم مقابله شروع شوه او د ازادۍ سوال پيدا شو. نو موږه خپله تاريخيمه، هغه خپله تاريخي او روايتي شاعري چې وه هغې ته مو په خپل قسم كې يو انقلابي رنګ وكړ. نن سبا په انقلابي رنګ وركولو باندې زما ژبه نه ګرځي، ځكه چې انقلاب له موږ سره ډېرې داسې كانې وكړې چې اوس انقلاب نوم څوك نه شي اخيستى. انقلاب جوړ دغه وي چې يو بهرنى ملك دې راشي لكه شورويان چې راغلل او زموږ افغانستان يې لتاړ كړ؟؟؟ يا بل څوك دې راشي په دنيا كې دغسې كار دې وكړي، دا انقلاب دى؟ دې ته زه انقلاب نه وايم. زه انقلاب دې ته وايم چې خپل قوم، خپل ولس پخپله د خپلو حالاتو نه، خپل ذهن نه، خپل ايمان نه، خپل غيرت نه، د حالاتو د تقاضو نه را بيدار شي، ويښ شي او د خپل حق لپاره جنګېږي او وجنګېږي او خپل حق غواړي، نو دغه انقلابي جذبه ده او انقلاب دى.

د هندوستان د ازادى جنګ و، د شاعرانو يوه ډله پيدا شوه، چې هغوى ته يې ترقي پسند مصنفين ويل. زه د هغوى ملګرى شوم. نو په شاعرۍ كې مې د پښتنو قوميت، ملت خبره هم راغله او ورسره د غټ او نري، د محنت كش او خواريكښ سوال هم پيدا شو. نو ما خپلې شاعرۍ ته زما په خپل خيال باندې هغه انقلابي رنګ وكړ.

د وزن او رديف په لحاظ هم په شعر كې بدلون راغى، پخوا به رديف او قافيې باندې نظمونونه ليكل كېدل، خو ما ورته نوى رنګ وركړ، د چاربيتې، د ټپې، د نيمه كۍ- د پښتنو، هغه چې يو بيت يا مسرعه هم قافيه وي او په دويمه مسرعه كې په قافيه برابرېږي، هغه مې پرېښود. تر دې چې ما كله په وړومبي ځل نظم ووې، په كاكا صيب زيارت كې د شاعرانو جرګه وه، هغه مشر شاعر پاڅېد، ويې يل: خټكه! دا دې شعر ووې كه نثر. ځكه هغه ته هغه شعر ښكارېده چې كوم په تاريخ كې و، يانې قافيه لرونكى، نو زما په خپل خيال باندې په وزن كې هم، په تشكيل كې هم، په موضوع كې هم او په مانا كې هم چې زه سوچ كوم له دې څخه مخكې داسې څه نه ښكارېده. زما خپله د ((غيرت چيغه)) د دغه انقلابي دور د شاعرۍ نمونه ښكاري.

يانې تاسې دا ويل غواړئ چې پښتو شاعرۍ د نورو ژبو له شاعرۍ كه زياته نه وي نو كمه هم نه ده، كه څنګه؟

په دې لړ كې د نورو ژبو په شاعرۍ كې دومره جدت، تازه ګي او تخليق نه و. پوه شوې. او له نورو ژبو سره لين دين كوي. د دې وخت د اردو له ټولو نه لوى شاعر فيض احمد فيض دى. هغه به ويل چې زما د شاعرۍ چينه چې كله وچه وشي نو زه له اټكه نه پورې لاړ شم او دلته بيا زما د شاعرۍ چينه تانده شي. او د شعرونو ليكل شروع شي. نو دا د هغه نقل قول دى. نو دلته تخليق دى، هغه لوى باب دى، نو زه درته په هغې څه ووايم. د دې غرونو، د دې ميدانونو، د دې ورشوګانو او ابشارونو خپل روح دى، روح به تخليق كولو او نوې شاعري به يې پيدا كوله. تر دې چې زه بنګال ته لاړم، د هغه ځاى ډېره ښه شاعري ده، ډېره ښه. هلته جسم الدين دى، جسم الدين د هغه ځاى د ټولو نه لوى شاعر دى، له هغه سره مې چې خبرې وكړې، نو هغه مې په دې قايل كړم چې زموږ شاعري ستاسې له شاعرۍ او د هندوستان له نورې شاعرۍ څخه ښه ښكاري. اوس په هندوستان كې د ډېرو قومونو شاعري شته، د ډېرو قومونه شاعري چې ډېر بلا شعرونه لري او ښه شاعري يې كړې ده. هغه وخت ما ورته ويل چې د هندوستان او پاكستان په شعرونوكې نوى رنګ دى، خو زموږ له ټولو نه نوى رنګ او ښه رنګ دى. ما په دې له جسم الدين سره خبرې وكړې او هغه ومنلې.

ښه، چې پښتانه دومره ښه شاعران لري، نو بيا څنګه كولى شي چې خپل شاعران او شاعري د نړۍ نورو خلكو ته ور وپېژني؟

بد قسمتي خو دا ده كنه! چې زموږ شاعران د نورو قومونو او ملتونو خلك نه پېژني. موږ خو داسې راګېر يو، په داسې جېل كې راګېر يو كه موږ ژاړو او كه خاندو څوك را څخه نه خبرېږي. زما اندازه دا ده چې موږ د ثقافت په دې لوى هندوستان كې په خپل سياست فخر كولى شو. تر دې چې ته وګوره لوى لوى اكټران (لوبغاړي)، كه هندوان دي كه مسلمانان دي دلته له پېښوره تللي دي. ليكوال د دغه ځاى دي، په هندوستان كې لوى لوى شاعران د دغه ځاى دي. موږ په هر لحاظ سره په خپل ځان كې په ځانګړي ډول په پښتنو كې په افغانستان كې په دې خاوره كې ډېره شتمني لرو، شتمن كلتور لرو، فن او هنر لرو، هر څه لرو، لېكن په داسې جېل كې راګير يو، چې زموږ هغه ژبه او كلتور چې دى هغه د دښمنانو له لاسه په ختمېدو باندې دى. يانې زموږ د وجود د ختمولو كوشش يې شروع كړى دى. البته لا مخكې يې شروع كړى و. او هغه ورو ورو دا كوشش كوي چې دغه وجود ختم شي. نو د دې لپاره دا سوال چې تا وكړ دا زموږ لپاره يو ډېر لوى سوال دى. زه وايم چې پښتانه ژبه غواړي، زه وايم چې ژبه خو دې را نه پرې كړه اوس سر هم را نه پرې كوي. وګوره دلته زموږ څوك پښتو لوستى شي؟

د معاصرو شاعرانو شاعري څه وړ ګڼئ؟

د افغانستان د نويو شاعرانو ټول نومونه نه اخلم، ډېر نوي - نوي شاعران، ښه ښه شاعران په كې پيدا شوي دي،ډېر نوي، دلته هم ډېر زيات، خو زه به دومره ووايم چې هلته د لايق صاحب، د عبدالباري جان. جهاني صاحب يادوم. هه، د هغې نه مخكې واوره، بېنوا، الفت او نور... او په عوامو كې بيا د ملنګ جان. نو د دې خلكو د شاعري ډېره ښه شاعري ده، دا داسې شاعري ده چې مثال يې نه شته يا ډېر كم دى.

خو بل اړخ ته بيا ډېر خلك دا نيوكه كوي چې شاعران زيات شوي دي، تاسې دغې نيوكې ته له كومې زاويې ګورئ؟

زه هم وايم چې شاعرن او مصنفان او كتابونه چاپوونكي دومره ډېر شوي دي، لكه په پشه كال كې چې له دې ځمكنې څخه واښه چنجي او دا څيزونه راوځي. نو هغې كې ډېرې خبرې كېدى شي. خو د خوشالۍ خبره دا ده چې كه نور خلك پښتو وركوي او ختموي، شكر دى چې په زلمو ليكوالو كې داسې كسان شته چې هغوى احساس او شعور لري، هغه لږ لري كه ډېر لري، ښه لري كه بد لري، صحيح لري كه غلط لري، خو دوى رابيدار شوي دي او پښتو كتابونه چاپوي، نو په دې زه ډېر زيات خوشاله يم، دا د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره يوه ډېره ښه علامه ده، خداى يې دې ډېر كړي او نورو ته دې بركت وكړي. كه وړوكى كتاب چاپوي كه غټ كتاب چاپوي. خداى پاكې دې نور هم بركت وكړي چې چاپوي، زه پرې ډېر خوشاله كېږم.

خبره د شاعرۍ وه، كله كله د يوه شعر شاعر نامعلوم وي، ان په معاصرو شاعرانو كې هم دا پېښېږي، د دې وجه څه كېدى شي؟

ګوره ګل مې يې، شاعري يو فطري او طبيعي شى دى، هر طبيعي حسن چې وي نو هغه د خلكو خوښ وي، كه سپرلى راشي، نو په ميره كې په صحرا كې، په ورشو كې په رغو كې هغه خپل اثر وكړي، رنګ او خوند وركړي، نو ځينې په كې نمايان وي، ممتاز وي. او ځينې په كې كم وي، دغسې شاعر هم وي. څوك به څنګه وي او څوك څنګه.

نه، زما مطلب دا و، كله كله د يوه شعر شاعر معلوم نه وي، لكه ”موږ يو د خيبر زلمي پښتون زموږ شان دى”، شعر د چا دى، مراد شينواري ويلي چې دا شعر ستاسې دى، خو بيا يونس هم په دغه شعر دعوا كړې او وايي چې دا شعر زما دى، ان خبره يې تر محكمې او كورټ پورې رسولې، تاسې په دې اړه څه واياست؟

كيسه دا ده چې دغه وخت چې دا شعر ليكلى شو او ويلى شو، دغه وخت كې حمزه صيب يا د هغه زوى مراد و، دا زموږ دور و، وا دې ورېدل! نو دغه وخت زه په رډيو كې وم. نو ما سندرې او ترانې دومره ليكلي دي چې د هغې حد نه شته. زه چې د دغه شعر رنګ او بوى ګورم، نو زما اندازه دا ده چې دا شعر زما دى. خو ګوره، زه څو څو ځله حكومتونو ونيولم، تعذيب يې كړم، شكنجه يې كړم، څه او څه يې وكړه، دا ذهن يې راته خراب كړ، صحت يې راته خراب كړ، حافظه يې راته خرابه كړه، كتابونه يې راته وسوځول، هېڅ يې راته پرېنښودل، نو ډېره موده پس چې ما دا واورېده، نو داسې راباندې ولګېد چې دا زما خپل شعر دى. او زما همزولي شاعران چې دي لكه مراد، هغوى وايي چې دا شعر اجمل خټك دى، خو يو بل شاعر دى هغه وايي چې دا زما دى. نو ما ته راغى، او دا خبره يې وكړه. ما ورته وويل چې زه جنګونه نه كوم، ما چې دومره څه ويلي دي، نو دا مې د ځان لپاره نه دي ويلي چې زه يې په بازار كې خرڅ كړم، بلكې د قوم د نفعې او فايدې لپاره مې ويلي. نو ما ورته وېل كه اوس ته وايي چې دا شعر زما دى، نو ستا به وي، زه جنګ نه پرې كوم. خو زما اندازه دا ده چې دا شعر زما دى، يوازې دا نه، داسې نور ډېر دي، چې اوس به چاپېږي، نو كېدى شي سبا به په هغې هم څوك دعوا وكړي!!!

ښه، تاسې د چا شعر خوښېږي؟

زه هغه سړى يم چې طبيعي څيزونه مې خوښېږي، كه باغ ته ووځم، نو د هر ګل خپل ښايست دى او ټول ګلان مې خوښېږي، د ټولو ګلانو رنګ او بوى مې خوښېږي. د هر ګل خپل ښايست او خپل رنګ دى. نو د دې وخت چې شاعران دي، د ټولو خپل رنګ دى او په ما باندې ښه لګېږي. كه يو وړوكى دلته راشي او نوى شعر يې ليكلى وي او ما ته يې واوروي نو هغه هم په ماباندې ښه لګېږي.

ښه دا د شعر په اړه پوښتنې وې، د پښتو ژورنالېزم په اړه به يوه پوښتنه كوم، تاسې پښتو ژورنالېژم څه وړ ګنئ؟ څه فكر كوئ چې پښتو ژورنالېزم د خپل ګراف په كوم پوړ او كور كې ولاړ دى؟

زما اندازه دا دى چې پښتو ژورنالېزم هم د پښتو شاعرۍ په څېر دى، يانې وروسته پاتې نه دى.

ولې ښه دى؟ د كوم بنياد له مخې دې دا خبره وكړه؟

ښه ځكه دى چې پښتانه ژورنالېستان او صحافيان څه لري؟ په دغه نه څه كې يې ژورنالېزم په دې اندازه كې روان كړى دى. نو دا ښه نه دي څه دي!

زما اندازه دا ده چې ژورنالېزم په پاكستان كې دخپل واك اختيار نه دى، په دوى باندې د امريكې سيورى پروت دى او بلا يې پرې ناسته ده. او بيا د امريكا د لاندې نورې وړې بلاګانې پرې ناستې دي، نو دلته د خپل واك او اختيار هېڅ شى نه شته. او صحافت خو داسې دى چې د هغه په مرۍ كې يې دواړه لاسونه وركړي او مرۍ يې ورته بنده كړې ده او خپۍ كړې يې ده. نو د دې باوجود څوك چې رښتيا ويلى شي هغه د پښتو صحافيان دي. نو خامخا پښتو صحافت ښه دى او بل دا چې پښتو ژورنالېزم پښتون دى. سره له دې چې پښتو خپرونې كمې دي، يوازې دوه اخبارونه دي، يو وحدت ورځپاڼه ده او بل هېواد درې ورځنۍ. د خداى شكر دى چې اوس خو پښتو رسالې راووتې. د دغه لږ شمېر سره زه بيا هم دا خبره كوم چې پښتو صحافت ښه دى.

ښه، له صحافت او خبريالۍ څخه كه راتېر شو، نو وبه پوښتم چې د فلم، ډرامې، تياتر، كيسې او ناول په برخه كې د پښتو ليكوالۍ د تلې پله پر كومه خوا درنه وينئ؟

داسې ده چې پښتو ډرامې پرديو خلكو شروع كړې. لېكن بيا وروسته د ليلا مجنون ليكوال حمزه صېب و. نو هغه په كې خپل ثقافت، خپله ژبه، په ښه طريقه سره ځاى كړل. بيا اسعيل علي حيدر راغى، نو ده فلم جوړ كړ. په ابتدا كې چې هغه فني او هنري شكل چې هر څه و، نو هغه ضرور د هغه وخت چې چا فلم جوړولو چې چا پيسې وركولې او لګښت يې كاوه، نو هغه خو پښتانه نه وو، خو د فلم كمپنۍ وې، فلم جوړوونكي وو، مشران وو او په بازار باندې د هغوى قبضه وه هغوى وكتل چې د پښتنو لپاره په پښتو كې فلم جوړ كړو چې په بازار كې ګټه وكړو. دغه رحجان و، نو په دې كې بيا حمزه صيب، علي حيدر دوى، او د دوى نور ملګري، نو دوى بيا د پښتو ژبې او پښتو كلتور ته هم متوجه وو.

وروسته بيا داسې دور راغى چې كلتور شرمول يې شروع كړل. داسې شرمول چې يو ښه پښتون د پښتو فلم نه شو كتلى. خو اوس د هغه خلاف، هغو خلكو چې دا فلمونه يې جوړول احساس پيدا شوى او عامو خلكو كې هم احساس پيدا شوى او نوى رحجان دا دى چې يو صحتمند طرف ته - يو ښه طرف ته روانېدونكى دى. مخكې خو به يوازې سندره پښتو وه، اكټران او نورو ټولو د پښتنو د شرمولو لپاره كار كاوه.

د پښتو تياتر په اړه څه نظر لرئ؟

د پښتو تياتر چې دى نو تر ټولو نه ښه تياتر اول په پېښور كې و. د هندوستان د تياتر ښه اكټران په بمبايي كې وو، خو د پېښور هغه بيا ډېر مشهور شول. زما حافظه اوس كار نه كوي چې زه يې نومونه واخلم. دلته پښتو تياتر د باچا خان او د خدايي خدمتګار له تحريك نه وروسته راغى او باچا خان د خپل تحريك ډرامې په سټېج باندې ښودلې. چې هغه د ډرامې او تياتر ښه ابتدا او شروع وه، لكه جونګړه او نورې چې عبدالاكبر خان او خليق صاحب به ليكلې.

بيا راوروسته د رډيو ډرامې او د سټېج ډرامې كېدي چې اوس په كې ښه ښه اكټران پيدا شوي دي، خو هغه معيار ته نه دي رسېدلي په كوم معيار كې چې ادب دى، شاعري ده، صحافت دى، تنقيد دى.

افسانه او ناول هم په پښتو كې ډېر ښه ليكل شوي دي. ذهن مې كار نه كوي، راته ياد نه دي چې په دې وغږېږم.

كه وپوښتم چې په ليكنو كې مو د چا ليكنې يا په بله وينا د چا ليكوالي خوښه ده؟

په دې اړه همغه خبره كوم، كومه مې چې د شعر او شاعرۍ په اړه وكړه؟

ښه، څومره اثار اوس لرئ چې هغه چاپ نه دي؟

اوس مې ديارلس كتابونه چاپ ته تيار دى، او نور لګيا يم ليكم يې. اوس يو د اردو نظم دى، بل اردو نثر دى چې هغه د پښتو ادب تاريخ دى - دا ليكم. نور مې ډېر شعرونه جمع دي. يو مې د افغانستان تګ نه وړاندې چې دلته په پښتونخوا كې د شاعرانو او ليكوالو سره كوم تعلق و، هغه به ليكم چې نامه يې ده ”كيسه زما د ادبي ژوند“. د دې به دويم وي ”كيسه زما د ادبي ژوند“ دا به په افغانستان كې وي. بله به وي ”كيسه زما د ادبي ژوند“ دا به دلته وي، درې ټوكه يا درې برخې به وي. دا مې خيال و چې بل وليكم ”كيسه زما د سياسي ژوند“ او بل ”كيسه زما د كلتوري ژوند“ خو وخت راباندې تېر شو، كمزوري راباندې راغله، نظر (سترګې) مې هم كار نه كوي. اوس خپل ليكل كتى نه شم. اوس زما يو دوست چې په سكول كې مې شاګرد و، هغه راغى او راته يې وويل چې زه ستا اشعار په كتابي شكل كې چاپوم! ما ويل چېرته دي؟ هغه ويل چې ما ټول كړي دي. نو ما ورته ويل چې ماته يې راوړه، نو هغه كتاب يې ماته راوړو، د هغه كتاب نوم دى د ژوند چيغه. په هغې كې نظم، غزل، روباعيات، لټون، ګډې وډې په دې سياست حالاتو دا بېل بېل بابونه لري. اوس شايد چې هغه دومره خرڅ نه شي پرې كولى، هغه بيا نه دى راغلى. نو دا كتاب تيار دى. هغه ”زما د ژوند كيسه د ادب“، هغه هم تيار دى، له كاتب (خطاط) سره دى. اوس د يونيورسټي بك اېجنسى سره دى. بل كتاب زه ليكم، سره له دې چې نظر مې كار نه كوي، خو كه ژوند ياري وكړه او وخت راسره وي، ذهن مې هم كار نه كوي، خو چې څه راياد شي پاڅم او ليكم يې. د دې كتاب نامه به وي ”زه په افغانستان كې“. هغه زما خپل ليدلي كتلي دي. زما تګ دى دداود خان زمانه كې. دا داسې مرتب كتاب نه دى، چې څه راياد شي نو سمدلاسه يې ليكم، واقعات دې ټوټې ټوټي چې زه يې راجمع كومه.

كابل ته مو لومړى سفر څه وخت كړى؟

هغه د خوشال بابا لومړى سيمينار چې و، هغه ته تللى وم. هغه مې كابل ته لومړى سفر دى. ياد مې نه دي، چې كوم تاريخ او نېټه وه. نو هغه سيمينار چې څه وخت و هغه ته مې لومړى سفر كړى دى.

د ادب په دې څانګو او اړخونو چې وغږېدو، دا د پرمختيا په لوري څومره د اميد وړ دي او د نورو ژبو سره د پرتلې وړ دي كه نه؟

ګوره، ستا خبره به واخلم، كه څوك يې اواز دباو وي نه، كه څوك يې اواز ختموي نه او كه دوى ته دومره موقع پيدا شي لكه څومره چې نورو ژبو ته وركړل شوې ده. نو زه درته رښتيا وايم، د پرتلې خبره څه كوې، بيا مخكې تپوس كوه. ما ته دا معلومات شته، په ټول هندوستان كې ګرځېدلى يم، د ټپي د مفهوم او وزن ځواب هېڅوك نه شي ويلى.

وزن چې دى، دا موسيقي، نو زموږ موسيقي هم طبيعي موسيقي ده. د دې غرونو، د دې درو، د دې تاريخ د دغه وياړلي تاريخ موسيقي ده. نو كه موږ خوك نه ختموي، نه مو دباو وي او موږ ته يوه ازاده فضا مېلاو شي چې په هغې كې موږ خپله ژبه وپالو، نو زما يقين دا دى چې په هغې كې لږ تر لږه د ژبې په لحاظ سره، د كلتور په لحاظ او د هنر په لحاظ او د موسيقۍ په لحاظ سره ان شاء الله چې له چا به وروسته نه وو. زه بهر ملكونو ته لاړم، د لويو لويو اديبانو او شاعرانو سره مې خبرې او بحثونه وكړل هغوى دا ومنله چې موږ څوك يو او څومره مو مزل كړى دى.

تاسې موسيقي ياده كړ، نو موسيقي اورۍ او كه نه؟

هو ولې نه، باقاعده موسيقي اورم، ښه موسيقي د رباب او د منګي ده، په هوجرو كې د رباب او منګي موسيقي يادوم، دا ډېره اول نمبر ده.

د چا موسيقي مو خوښېږي د چا اواز مو خوښېږي؟

د رباب او د منګي موسيقي مې ډېره خوښه ده. ډېره زياته. هر ګل ښكلى رنګ لري، نو چې ما سره هم وخت وي، نو هره موسيقي په ډېره شوق اوروم او خوند راكوي.

ښه، بېرته به خپلې خبرې ته راشو، پښتانه د خپلو مبارزو په لړ كې ډېر وخت خپلو مقاصدو ته نه دي رسېدلي؟ د دې علت تاسې څه ګڼئ؟

خبره دا ده چې موږ د دنيا د ډېرو زورورو قوتونو په منځ كې راواقع يو. تاريخ ته به وګورو، زوړ دور پرېږده، چنګېز خان پرېږده، مغول او نور پرېږده، دا نوى دور چې وړومبى انګرېز و، بيا وروسته فرانس بيا روس، دغو دريو واړو چې يو له بل سره دښمني كوله نو موږ ته يې لار جوړوله، او هند د سرو زرو مرغۍ وه- هغې ته يې ځان رسوله. موږ د دغو دريو په منځ كې راګېر شو او چيخڼ شوو. نو د هغه دور نه راواخله تر ننه پورې موږ د دغو لويو طاقتونو په منځ كې راګېر يو. په هر نوم چې بهرنى زموږ په هېواد افغانستان كې څه كوي هغه يې زموږ لپاره نه كوي هغې يې د ځان لپاره كوي. نو په دې فضا كې به څنګه مقاصدو ته په اسانۍ سره ورسېدى شو، صبر او حوصله به كوو، خامخا به مقاصدو ته رسېږو. دا منم چې موږ مبارزه ډېره كړې ده، خو بايد ستړي نه شو، نوره مبارزه هم په كار ده. زه چې كله افريقې ته لاړم، نو هلته مې د هغه ځاى له مشر سره وكتل، هغه راته حيران شو او تپوس يې وكړ چې تاسې دومره مبارزه كړې ده؟ ما ورته وويل چې هو. بيا يې پوښتنه وكړه: نو بيا دا تاسې ازاد ولې نه وئ؟ نو ما ويل چې موږ د يوه طاقت سره مقابله نه كوو، لكه تاسې. موږ د دنيا د ټولو څخه غټو طاقتونو راګېر كړي يو.

خبره دا ده چې دغو غټو طاقتونو نه شو كولى چې موږ ووهي، نو زموږ كور يې وران كړ.

دغه افريقايي مشر چې تاسې ياد كړ، نوم يې درته ياد دى؟

نه، نه مى دى، اوس خو ناجوړه يم كنه.

خو زه به خپله مخكينۍ خبره بشپړه كړم. پښتنو د معلوم تاريخ څخه تر دې وخته پورې د خپلې خاورې د خپلولو لپاره، د خپل ولس د ازادولو لپاره او د خپلو شتمنيو څخه د خپل ولس لپاره د فايدې اخيستلو لپاره او ملي وحدت د قايمولو لپاره ډېرې قربانۍ وركړي دي. داسې به ووايمه چې د چا نه كمې نه دي، ولې افسوس دا دى چې زموږ په مقابله كې زموږ دښمنان هم يو نه و، يانې موږ يو دښمن نه درلود، بلكې ډېر وو، او دوى بذات خود هم ډېر مضبوط و او ډېر چالاك و او موږ ته شريك و او يوه ډله شوي وو. او له موږ سره يې دا ظلم وكړ چې موږ يې يو پرېنښودو. موږ يې ټوټې ټوتې كړو. په جغرافيه كې يې هم ټوټې ټوټې كړو او په ذهنونو كې يې هم ټوټې ټوټې كړو. په قومونو كې يې هم ټوټې ټوتې كړو. قبيلو كې يې هم ټوټې ټوټې كړو. سوچ وكړئ، په يو افغانستان كې لساني، فرقه ييز، علاقه يي او د عقيدې نكلونه او طرفونه يې راته پيدا كړل. نو د دنيا شيطان- زموږ دښمن، موږ رنګ رنګ وهلي يو. نو كه موږ زياتې قربانۍ كړي دي. په هغې موږ فخر كوو. خو زموږ په مقابله كې زموږ دښمن هم ډېر زورور و او ډېر زيات و. د دې ټولو باوجود موږ فخر كوو چې موږ يې ورك نه شو كړى. تر دې وخته هر بلا راخله روس په رنګ لوى طاقت راغى، امريكا هغه ده ناسته ده، پېرنګى راغلى و، نور هم په كې خلك لاسونه وهل، په يوه او بل نوم باندې، د سياست په نوم، د مذهب په نوم خو افغان، هغسې افغان دى، او پښتون هغسې پښتون دى څوك يې ختمولى نه شي.

ډېر پرښتانه پر خپل مشرانو لكه تاسې، ولي خان، افضل خان لالا، لطيف اپريدي، محمود خان اڅكزي باندې نيوكه كوي چې سياست يې هغسې پرېكنده پايله نه درلوده لكه څومره چې هيله كېده، تاسې په څواب كې څه ورته لرئ؟

ګوره ګل مې يې، زما نقطې ته راغلې. زه نن په دې ځاى ولاړ يم چېرته چې ته ولاړ يې. ما همدغه خبره محسوس كړه چې موږ سره به هر چا زياتى كړى وي، خو موږ هم له ځان سره زياتى كړى دى، موږ خلكو وران كړي يوو، تقسيم كړى يوو، وهلى يې يوو، هر ظلم او ناروان يې راسره كړې، خو موږ كې ولې دا احساس نه پيدا كېږي چې په كومو زهرو چې كوم چا موږ وژلي يوو، هغه زهر له ځانه وباسوو. موږ يې ټوټې ټوټې كړي يوو، په خپلو كې يې جنګولي يوو، تنس نس كړي يې يوو. افغانستان شو، قبايل شول، كه پېښور شو، كه اېجنسۍ شوې، دا هر څه يې د دې لپاره كړي چې موږه ختم كړي او موږ مړه كړي. نو موږ ته ولې دا احساس نه پيدا كېږي چې موږ ته ژوند په كار دى. ژوند په هغه لاره كېږي چې دښمن په كومه توره وهلي يوو، توره د هغه د لاس نه واخلو، ورته ووايوو چې بهايي څه كوې؟ موږ څه ګناه كړې. موږ د دښمن په مقابله كې بايد مقابله پيدا كړو. موږ بايد يو موټى شو.

خبره دا ده چې زما او د اې اېن پي (ANP) د ولي خان د پارټۍ اختلاف پيدا شو. په هغې په بحث نه كوو؟

ولې به بحث نه پرې كوو؟

دا په زخمونو مالګې اچول دي، ترخې خبرې دي او ترخې خبرې ښه نه وي.

نو چې اختلاف پيدا شو، بيا ما خپله هغه پارټي جوړه كړه چې پاچا خان، صمد خان او قوم پرستو جوړه كړې وه. چې د هغه نوم دى نېشنل اعوام پارټي NAP، نو دغه پارټي مې بيا جوړه كړه. جوړه مې كړه او ښه روانه وه او په ټول ملك كې روانه وه.

كله چې په امريكا كې د سپټمبر نهمه پېښه وشوه او دا مې واورېده چې امريكا وايي، چا چې ډز كړى هغه اسامه بن لادن دى، هغه په افغانستان كې دى. له ما سره غم شو چې دا ټوله بلا خو زموږ سر ته راولي او زموږ سر ته راغله. نو ما ويل اوس څه تيارى په كار دى. هغه وو چې له ملا عمر سره مې لار پيدا كړه. هغه ته مې احوال وركړ چې تا سره جرګه كوو، او جرګه له دې مخې راولو. هغه سوال ځواب وكړ چې افغانانو ما سره جرګه كړې ده. د زرو علماوو جرګه شوې ده. نو اوس بله جرګه څنګه وكړم؟

ما ويل چې هغه ډيورېند كرښې هاخوا جرګه وه، زه چې جرګه رالم، د افغانستان، د قبايلو او د ضلعو يانې زه د ټول هېواد جرګه راولم. نو د جرګو دستور دى چې كه په يوه كلي كې يوه جرګه ناكامه شي نو بيا علاقه راولي، كه علاقه ناكامه شي نو بيا قوم راولي. نو بيا هغه سره خبره شروع شوه، خو هغه جرګه كاميابه نه شوه ځكه د دې ځاى حكومت په دې راضي نه وو چې دا كار دې وشوي، او جرګه دې وشي او بيا دې دا جرګه كاميابه شي. بيا حالات خراب شول او هر څه له كنټروله ووتل.

بيا مې شوچ وكړ چې دا خبره خو خرابه شوه، نو راځه دا پښتانه خو سره يو ځاى كړه، نو ټولو سره مې خبرې شروع كړې، چا سره څرګندې، چا سره څنګه او څنګه. ټولو راته وويل چې كه ولي خان مخكې شي نو دا د وحدت جرګه جوړېدى شي. ما ويل ډېره ښه ده. دغه وخت او دغو ورځو كې زما او د ولي اختلاف و، سخت اختلاف. ما ويل چې خير دا دې وي، چې په ده جوړېږي نو ورشه او د قوم غم وكړه. نو زه هغه اختلاف كې ولي خان ته ورغلم. او ورته مې ويل چې سلام عليكم. دې كار ته راغلى يم. هغه ډېر خوشاله شو. ويل يې دا خو ډېره ښه ده، دا كار شروع كړه. نو ما خپله پارټي چې جوړه كړې وه هغه مې د ولي دغه ANP (عوامي نشنل پارټۍ) كې مدغم كړه. ما ويل چې كه موږ كور يو نه يو، نو بل ته به څنګه وايو چې راسره ملګري شئ. كور به جوړ كړو، بيا بل ته هم ويلى شو چې ګوره موږ كور جوړ او يو كړ. نو دا تا چې نومونه واخيستل له دې ټولو سره مې خبرې كولې. هغه خبره بيا روانه نه شوه. ما چې د جرګو او جنډو او د جرګو د يو كولو قدم پورته كړى و د يوې افغاني جرګې د جوړلو قدم هغه روان نه شو. زه چې اوس تپوس وكړم نو وايي چې روانوو، خداى دې وكړي چې هغه كار روان شي. نو دغه يو ځاى كېدل يې لار ده. بله لار يې نه شته.

تاسې دخپلې پارټۍ د مدغمولو او تر هغې مخكې د اختلاف خبره وكړه؟ دا اختلاف په څه پيدا شو او بيا مو ولې پارټۍ ادغام كړه؟

زما او د هغوى اختلاف راغى او زه يې د خپلې پارټۍ نه وويستم، په دې به بحث نه كوو.

ولې به بحث نه پرې كوو؟

ما خو ويل كومې ترخې خبرې چې دي هغه به زما په لاره كې نقصان او ركاوټ (خنډ) شي. زه وايم چې خوږې خبرې وكړو چې دا خلك راغونډ كړو. كه د دوو وروڼو اختلاف وي، كه هغه يو وايي چې د ده لوڼې داسې وې، د ده ښځه داسې وه د ده زوى داسې وه، نو په دغو خبرو خو نوره هم ترخي پيدا كېږي. زه وايم بس اختلاف مو و، ورورولي مو ده، چې څه خبره وه هغه به و، راځئ هغه پرېږدو، اوس په وطن سېلاو راروان دى، لوى سېلاب، تا هم نه پرږدي ما هم نه پرېږدي. لر او بر افغان نه پرېږدي. راځئ چې د دې علاج او غم وكړو. دا زما مرام او هدف دى.

تاسې يې ولې د پارټۍ نه وويستى، د دې علت او جه څه وه؟

داسې ده، زه خبره درته وكړم، اممم، علتونه خو يې ډېر وو. داسې خبره وه.اممم، ياره دا به نه وايم، دا ټولې ترخې خبرې دي. ښې نه دي.

دلته په پښتونستان ولې پښتنو د يوه ګوند پر ځاى لس ګوندونو جوړ كړي، ستاسې جلا دى، د ولي خان، لطيف اپريدي، د محمود خان ، افضل خان جلا جلا ګوندونه دي، د دې لاملونو څه دي؟

ددې خو ډېر وجوهات دي، د پاچا خان او صمد خان ډېره ښه ورورولي وه، دا ټول ګوندونه چې ته يادوې دا ټول په Pashtoon Students Federation  كې سره راغونډ وو. افضل خان، د سوات خان دا ټول له موږ سره ملګري وو. زه چې افغانستان ته لاړ يمه، د هغې نه پس داسې څه چل وشو، چې مې يو ځاى پرېښي وو هغه ټول تس نس شول. زه نه پوهېږم، نه ښه پوهېږم. خو زه بيا په هغه ځاى باندې ولاړ يمه چې بايد ترخه خبره و نه كړم، چا ته ګوته و نه نيسم او د جرګې د مشر په حيثيت يا د ثالث په حيثيث له هر چا سره خوږه خبره وكړم زړې خبرې هېرې كړم او د نوي رفتار لپاره يې سره يو كړم، نو ځكه زه په هغې بحث كول نه غواړم. زه وايم چې ما نه به هم غلطي شوي وي، نو كه موږ خپلې غلطۍ شمارو، په همدې كې به اخته يوو، هلته دښمن راروان دى، سېلاب راروان دى، دې ته به مو پام نه وي، خپلۍ غلطۍ به شمارو سېلاب به مو يوسي. دا چې مخكې څه شوي دي دا ډېر بد شوي دي، د هغې ډېر وجوهات دي، بيا به بل وخت بحث پرې وكړو.

ښه نو- پښتانه څنګه كولى شي چې خپلې ستونزې اوارې كړي؟

يو پارټۍ دي، د پارټۍ منشور دى، ايين دى پروګرام دى. وادې ورېدل! بل موږ يو ملت يو، افغان ملت يو، ټول افغانان يو، يو مو كور دى، يوه مو خاوره ده، يو مو وطن دى، يوه مو وينه ده، يوه مو مينه ده او يوه مو ورورولي ده. د دې دواړو تر منځ به فرق راولو. يانې د پارټۍ (ګوند- حزب) او ملت، كور، خاورې، وطن تر منځ. فرض كړه كه افغانستان باندې پېرنګى راغلى نو په ټولو راغلى و. كه امريكا موږ وهي نو موږ ټول وهي، نو زه وايم چې موږ د كور او ورور غم وكړو او په كور او ورور كې دې ته نه ګورو چې دا تور دى كه سپين. ګوته چا ته نه نيسو، تر دې پورې چې د ده ژبه كومه ده. اوس موږ په افغانستان كې د زرګونو كالونو راهيسي په يوه كور كې اوسېدلي يوو، دا خلكو خو په يوه پښتون كې فلانى او فلانى يادوي، چې دا د كندهار دى، دا د ننګرهار دى او دا وردګ دى، دا ملا دى دا طالب دى او دا عالم دى. زه وايم چې دا هزاره شول، دا اوزبك شول، تاجك شول، بدخشي شول دا ټول زموږ په دې وطن كې د زرګونو كلونو راهيسي د وروڼو غوندې اوسېدلي دي، برخورداره چې زه به په دوره لاړم نو په سكول او مكتب كې به هلكانو په پښتو كې ترانه راته ويله، په پښتو كې به يې ستړي مشي كولې. ما به كوشش كولو چې د هغوى په خپله ژبه كې خبرې وكړم. خو ما پاړسي خبرې نه شوې كولى اوما به چې چا سره خبرې كولې، هغوى به پښتو راسره ويله. ځكه دا د ورورولۍ خبره ده. نو موږ افغانان خپلې ستونزې او مشكلات په ورورولۍ اوارولى شو. كه دا ورورولي او دا افغان ملت جوړ نه شي هېڅ يو قوم او قبيله د وهلو څخه بچ كېدلى نه شي. بيا هر يو وهل كېږي. ځكه، هغه پاړسي كې وايي: قطره درياست اگر با درياست.

نو كه موږ افغانان سره يو نه شو، تباه كېږو، ورك كېږو. جنګ جګړو باندې څه نه كېږي، ځكه موږ وازمايل، څه مو وكړل؟ افغانستان مو وران كړ نور مو هېڅ و نه كړل.

كه لږ مخكې لاړ شو، او وپوښتم چې افغانستان ته د روسانو راتلل تاسې څنګه ګڼئ؟

هغه د روسانو راتلل نه وو، هغه د روسانو يرغل و. هغه يرغل چې د افغانستان د بدبختيو كلي او كونجي وه يانې دا يرغل د افغانستان د بدبختيو اغاز و. او هغه د افغانستان دننه د هغوى ملګري چې وو د هغوى همخيالي وه او د شوروي اتحاد د مشرانو عجلت او تيزي او ناپوهي وه. سازش يې وكړ او افغانستان يې راته تباه كړ. خداى يې دې تباه كړي.

نو تاسې بيا د دغه يرغل پر وخت په كابل كې وئ، نو چې ورسره مخالف وئ بيا ولې هلته ورسره پاتې شوئ؟

موږ څه كړي واى؟ موږ خو لاړو د دې ځاى غمونه مو هلته وړي وو. چې هلته به د افغانستان د ورور سره او د هغه ورور په وجه به له نورې دنيا سره رابطې پيدا كړو او له دې غمونو څخه به خلاص شو. نو هلته په دې بلا واوړېدو، د روسانو او انقلاب بلا يادوم. نو څه مو كړى واى؟ دلته مو دښمني وه، نو چې راتلى نو افغانستان ته مو هم خير نه جوړېدو، بيا به د پاكستان واكمنو ويل چې دا افغانستان موږ ته راولېږل. نو يوه لويه لانجه يې جوړوله. هلته كه پاتې كېدى او د هغوى مخالفت مو كولى، څرګند ودرېدى او ورته ويلي مو وى چې دا ته غلطه كوې، په دې باندې بيا كور ورانېدو، چې هسې وران دى. موږ به نه يو پوه، زموږ په اوږه به بل چا ټوپك ايښي وي زما په ورور او په ما به يې ډز كړى. نو هلته موږ خاموشي اختيار كړه، البته دا خاموشي د خلكو مخكې وه. هسې خو موږ ډېر كوششونه وكړل چې هغوى په دې خبره پوى كړو. له تره كي صيب نه واخلي تر ډاكټر نجيب الله پورې ټولو ما ته د مشر په حيثيت كتل. ما ټولو ته سپينې خبرې كړي، واضحه خبرې مې كړي دي، تر دې چې مخالفت مې كړى دى او د هغه مخالفت په وجه هغوى زه ښه نه ګڼلم. خو موږ هلته د يو چا د نماينده په حيثيت، د يوه قوت په حيثيت نه وو ناست. موږ په خپله طريقه ورته خبره كوله چې په خپلو كې جنګ ښه نه دى. خو هغه دومره لويه بلا راغلي وه چې زموږ خبرو ته چا نه كتل، نه يې د باچا خان خبرو ته كتل او نه يې زما خبرو ته. هغوى خو ويل چې بس اوس موږ راغلو، افغانستان مو ونيولو، قبايل به خپل كړو او هندوستان پورې به ورسېږو. داسې نشه يې په مغزو كې خلكو ته اچولې وه. هغوى د چا خبره چېرته اورېدله! د باچا خان غوندې بابا يې نه اورېدو نه نور به يې چېرته اورېدلى واى. ټولو به ما ته په خپل ژوند چې دا ټول وو، ما ته يې استاد ويلى دى، پلار يې راته ويلى دى تره يې راته ويلى دى خو له دې ټولو سره بيا زه د هغوى په سترګو بد لګېدم.

نو ستاسې داسې يوه خبره ياد ده چې هغه مو تره كي، امين او نورو ته كړي وي؟

هغه خو د باچا خان هغه خبره وه چې هغه تره كي صيب ته وويل، او دا ټول خلك يې راجمع كړل، هغه وخت كې دوى ټول يو وو، نو باچا خان ورته وويل: ګورئ هر څه مو چې وكړل- هغه مو وكړل، اوس دې خلكو ته لاړ شئ، له خلكو سره ظلم مه كوئ، چې خلك درسره نه وي، او د خلكو ملاتړ نه وي، نو هېڅكله به كامياب نه شئ. خو هغوى په خپل خره سپارو وو، چېرته يې زموږ خبره اورېده. موږ ډېرې خبرې كړي خو يوه يې هم نه ده منلې.

زه د روسانو او د روسانو په سترګو بد لګېدم، زه مجبور شوم چې دلته راشم، زه چې راغلى يم، د افغانستان د جنګونو څخه نه يم راغلى، درې ځله زما په كوټه بم وغورځېد، د بمونو د لاسه نه يم راغلى. د روسانو او د هغوى د ملګرو له لاسه راغلى يم. هغه وخت ملګرو راته ويل چې روس ته لاړ شه، جرمني ته لاړ شه، تاجكستان ته لاړ شه، چكوسلواكيې ته لاړ شه، هندوستان لاړ شه. ځكه هلته ډېرې عجيبه عجيبه خبرې پيدا شوې. ما ويل چې نه، زه نه ځم، دلته يا هلته به له خپلو خلكو سره اوسېږم.

پاچا خان چې كله وفات شو، نو په هغه ورځ زه ډېر خپه وم. نو ما خپلو مشرانو ته وويل چې بس نور زه دلته نه پاتې كېږم، نو هسې دلته راغلم.

نو تاسې څه فكر كوئ چې اوس پښتانه څنګه كولى شي چې له مصيبتونو ځان خلاص كړي؟

زه به تا نه سوال وكړم، چې پښتانه د خپل اختيار دي؟

چې وغواړي د خپل اختيار كېدى شي، ولې نه شي كېدى!

خبره دا ده چې پښتانه، يو غږ نه دي، يو دلته غږ وباسي، بل هلته غږ وباسي او څوك يې غږ نه اوري. په داسې حالت كې چې دا بېل ملك دى او هغه بېل ملك دى او په دا منځ كې قبايل بېل قسم خلك دي، د دوى د وحدت فيصله به څوك كوي؟ دا ماته ووايه! كه افغانستان يې كوي هغې ته خلك بېل رنګ وركوي. كه دوى يې كوي، خلك بېل رنګ وركوي، خلك ګوتې په كې وهي. نو دا فيصله به پښتانه او افغانان په شريكه كوي. كه فيصله يې و نه كړه، نو بيا به خپلو كې جنګېږي، ټوټې ټوبې به كېږي.

خټك صيب پوښتنه مې دا وه چې څنګه كېدى چې شي پر پښتنو ظلم او زياتى ونه شي، څه كول ورته په كار دي؟

خبره واوره، چې دا خبره څوك وكړي يانې د پښتون غږ او د افغان غږ څوك پورته كړي؟

ولې، ته څه وايي چې موږ د سر سړى نه لرو! كه څه هم تاسې خو اوس ناروغ يئ، خو دلته محمود خان شو، افضل خان شو، هلته كرزى صيب شو، او نور، دا خبرې دې وكړي كنه، كه ستا څه خيال دى؟

نه، زه وايم دا كار هلته كېدى شي چې كله پښتانه يوه جرګه شي، كه يوازې د دې ځاى پښتانه هم سره يو ځاى شي، خپله جنډه، خپل منشور او الېكشن شا ته كړو او د پښتون خاوره، مرګ او ژوند مخكې كړي او دا ووايي چې موږ خپله خاوره دا خپل بچى، ورور او كور به له مرګه ساتو او د دې لپاره يو اواز شي نو بيا كار كېدى شي، بيا يې څوك غږ هم اورېدى شي، خبره هم ورسره كېدى شي او همدا يې درمل او مداوا كېدى شي. ته راته ووايه چې په دې ويده حالت كې څه كېدى شي؟ هېڅ، هېڅ نه شي كېدى. نو خبره دا ده كه دا خبره كرزى صيب وكړي، هغه ته خلك بيا د امريكې سړى وايي، خپل يې نه ګڼي. كه زه يې كوم، نو دا خپل خلك راته د هندستان سړى وايي. نو خبره دا ده چې كور مو وران دى، ورور مو وران دى. ما نوى شى ليكلى دى، چې كه دا جرګه او پښتون په سلا شي. نو د وينو ډنډ كې سور ګل پيدا كېدى شي.

تاسې دا ګورئ كرزى صيب چيغي وهي، خو څوك ويې ومني، زما په هر شعر كې دا چيغه ده، چې- او- خلكه څه كوئ.

دا چې يو خبره كوي،نو بل يې د پښې څخه راكاږي چې بل خبره كوي بل يې د پښې نه راكاږي. خبره دا ده چې كور وران دى ورور وران دى. نو وړومبى ضرورت دا دى چې افغانان په دې باندې پوي شي چې په موږ باندې تباهي راغلې ده او موږ هېڅوك نه پرېږدي، د دې جنډې خاوند هم نه پرېږدي د هغې هم او هاغې هم، هېڅوك نه پرېږدي، نه دې دې كرسۍ خاوند پرږدي، نه د هغې، د دې دې قبيلې خلك پرېږدي نه د هغې دا ټول لاهو كوي، غرقوي، تباه كوي يې. راځئ كېنو سوچ وكړو.

د پښتنو جغرافيايي موقعيت، د پښتنو تاريخ او زور دومره دى كه په شريكه اواز وباسي هېڅوك يې اواز نه شي غورځولى، دا زما د ژوند مرام او ارمان دى.

تاسې دوه كاله مخكې يانې په ۲۰۰۲ كـال كې هم كابل سفر وكړ. دا سفر مو څنګه وكړ؟

هو، ما دا سفر وكړ، ما دا سفر د افغانستان لپاره كړى، زه به د افغانستان لپاره هر څه كوم، سر به وركوم. ما هغه سفر كې خپل دوستان ونه ليدل. لكه رشاد صيب شو، رفيع صيب شو، حافظ صيب شو او نور ټول، هغوى ټولو ته زما سلام دى. خو اوس دومره وايم چې زه هر څه د افغانستان لپاره كوم او كړي مې دي. موږ ټول بايد د افغانستان لپاره كار وكړو، افغانستان بايد وژغورل شي، وساتل شي. موږ څنګه افغانستان ژغورلى او ساتلى شو! څنګه لوى هېواد جوړولى شو؟ خو افسوس دا دى چې موږ د يو بل خبره نه اورو، يو بل ته د زړه خبره نه كوو او يو بل ته زړه نه وركوو.

تاسې د خپل سياسي ژوند په اوږدو كې زيات زندانونه ليدلي دي، كه د هغو يوه كيسه وكړئ؟

دا خو يوه يو كتاب ليكلى دى چې نامه يې ده (دا زه پاګل وم؟) ايا زه پاګل وم؟ په دې نوم ما يو كتاب چاپ كړى. له دې نه علاوه ډېرې كيسې دي چې ما ويل زه به يې ليكمه، خو وخت دا دى لاړو تېر شو، اوس به نو څه - څه ليكم، په وخت سره مې و نه ليكل، او كيسې ډېرې دي. په وړومبي ځل زه شكنجو ته لاړم، جېل ته نه وم لاړ. په دې تاڼو كې به شكنجه كول وو. چې هغه په (دا زه پاګل وم؟) كې شته. بيا پېښور جېل، بيا مچ جېل په درېره اسمعيل خان كې، جېلم جېل، ګجرات جېل او نورو جېلو كې بندي وم.

كه داسې يوه خبره راته وكړئ چې په هغو كې تاسې د بري نښې نښانې ګورئ، هغه به څه وي چې پښتانه عمل پرې وكړي؟

يو، يو، يو څيز دى، هغه دا چې ورور له ورور سره و نه جنګېږي، محبت او مينه وكړي.

ما هېڅ نه دي كړي، شاعر يم، چيغه مې وهلې ده، د هغې نه علاوه، خپله پارټي نشل عوامي پارټي يادوم، دا مې راوړې د ولي خان ځولې كې مې اچولې ده، ما يل چې زه او ولي خان يو ځاى شو، دلته نه به د كور جوړول شروع كړو بيا به بل ته ځو. كه زه او ولي خان ځو چې لكه چې يوو نو بيا خو زموږ خپل كور وران دى. دغه ما د محمود خان اڅكزي سره هم خبره كړي، د افضل خان لالا سره مې هم كړې حتى د موليانو سره مې هم كړې. دا ملاتوب خو څه كفر نه دى، دا سياسي ملايان ښيم، چې څوك يې غلطه تعبير نه كړي. نو ملايان هم د خاورې حق خو لري،  د خاورې خو مالكان دي، په خاوره او ولس باندې به دوى هم ننګ وكړي په جرګه به راسره كېني، كه نه كېني معلومه خو به شي. نو دغه زما يو كار دى. ما خپله لويه پارټي د وحدت په لاره كې پرېښوده او دا دى ناست يمه.

په سياست كې مو د چا سياست خوښ دى؟

د نن خبره كوې كه د تېر وختونو؟

د دواړو، نن مو څوك خوښ دى او پرون مو څوك خوښ و؟

زما په خيال د باچا خان او امان الله خان د سياست نه علاوه، كه منډيلا دى، كه ګاندي دى، كه بل دى او بل دى، هغوى به د خپل قوم لپاره كړي وي، هغه د قدر وړ دي. خو څومره چې باچا خان او امان الله خان د خپل قوم لپاره كړي ما ته هغه معلوم دي، ما تاريخ لوستى، د چا نومونه نه اخلم، هر چا به څه كړي وي. خو زه دا تا ته لنډ ځواب دركوم چې باچا خان او امان الله خان سياست چې كوم دى، نو هغو د قوم او انسانيت لپاره يې ډېر څه كړي دي

 
بېرته شاته