لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د ښاغلي پاينده محمد منګل سره مركه
لیکوال: سردارولي څرك   نېټه: 04.09.2007   خپرونکئ:    

پاينده محمد منګل د هېواد له تكړه سندرغاړو څخه يو دى چې د ژوند ډېر كلونه يې هېواد والو ته په سندرو ويلو او د هغوى د محفلو د ګرمولو لپاره تېر كړي، نوموړى له اره د لغمان ولايت د ګومين اوسېدونكى دى او دده په وينا(( دا چې په کوم کال پيدا شوى يم څه خاصه پته راته نشته خو اوس د پنځوسو كولو يم ))
دى له هغه وخت نه چې لا ماشوم وو او په جومات كې يې سبق وايه له سندرو ويلو او هنر سره يې مينه وه دى وايي: (( زما يو استاذ چې مولوي شمس الرحمن نومېده  هغه به همېشه په ماباندې تلاوت كاوه او نورو شاګردانو ته به يې ويل چې د ده غوندې تلاوت كوئ.)) خو کله چې لېسې ته لاړ، نو  بيا يې ترانو ويلو ته مخه کړ، په جشنونو او نور پروګرامونو كې به يې ترانې ويلې  او له همغه ځايه يې د سندرو په نړۍ کې قدم کېښود او تر دې دمه يې له څلور زرو زياتې سندرې ويلي، د ده لومړۍ سندره څه په دا ډول وه:
خوښ شۍ وطنوالو چې ازاد شى  مظلومانو
هم به شى ماړه او هم به پټ شى غريبانو
لومړنۍ زده كړې يې دخپل ولايت په روښان لېسه كې بشپړې كړې او د لوړو زده كړو لپاره كابل ته راغى چې دوه كاله يې د كابل د سپورت انستيوت ولوسته او يو كال يې په همدې برخه كې په تاجكستان كې زده كړې وكړې.
منګل استاد د هنر او موسيقۍ په برخه كې اكاډميكه زده كړه نه ده كړې بلكى له يو شمېر استاذانو سره ناست دى او د خپل شوق له مخې يې ترې دا فن زده كړى چې دى خپل لومړني استاذان  زاخېل او محمد عمر را په ګوته كوي ، او دده په وينا كله چې پېښور ته مهاجر شو نو ستار استاذ نه يې زده كړې پيل كړې چې تر دې دمه يې په دې برخه كې استاذ دى.
دى هم د هېواد د نورو پښتنو سندرغاړو په څېر د كورنۍ له كلك غبرګون سره مخ شوى ، وهل تكول يې خوړلى خو له خپل هوډه نه دى اوښتى، دى وايي: ((ډېر ځله مې وهل او ډبول خوړلي، كله به مې چې چېرته سندرې ويلې پوهېدم چې كور كې به قفايانې خورم، خو زه په خپل هود ولاړو  ووم او د وطنوالو لپاره مې سندرې ويلي دي.))
دى د يو شمېر سندر غاړو له خوا د فرمايشي يا په بله اصطلاح چارواكو او زور واكو ته د سندرو ويلو د علت په اړه وايي چې  چارواكي پيسه دار خلك دي او هنرمندان مجبوردي چې د ټولنې سره جوړښت وكړي، بله دا چې يو شمېرهنر مندان هم د چاپلوسۍ عدتونه لري چې د هغې له مخې دوى دا کار کوي. منګل دا عادتونه کله ناکله روا هم بولي دى وايي: ((څه موده وړاندې ما هم د ننګرهار والي ته سندره ويلې وه، چې دا د هغه حق و ځکه دى د قندهار نه راغلى او ننګرهار يې اباد کړى په داسې حال کې چې زموږ خپلو وطندارانو هيڅ هم نه دي کړي.))
ده له خپلو وطنوالو هم ګيله لرله چې نوره نړۍ خو څه زموږ ګاونډي پاکستان کې هم د سندرغاړو او هنر مندانو قدر شته، د شعر شاعرۍ او هنر په قدر پوهېږي خو زموږ خلك يواځې په  جنګونو پوهېږي او بس.
د منګل د يو شمېر مينه والو په وينا منګل استاذ هغه وخت منګل شو او د دوى زړونو کې لا ننوتلو چې له نغمې سره يې ګډې سندرې وويلى.
منګل او نغمې په لومړي ځل د كابل په راډيو تلوېزون کې سره وليدل چې د نغمې په وينا منګل هغه مهال دنګه ځواني درلوده، او دا له قندهاره د ده د آواز مينې دلته کابل ته راوستې وه چې بل اخره دغه مينه د دوى د ګډ ژوندانه سبب شوه او دوى يې د کورنۍ دخوښې  پرته واده کولو ته اړ کړل چې د ننګرهار په سپين غر هوټل کې يې تر سره کړ.
د منګل او نغمې د ګډ ژوندانه ثمره د دوى څلور اولادونه دوه لورګانې او دوه ځامن دي چې دم ګړۍ ته په خپلو زده کړو بوخت دي.
دا چې د ده اولادونه هم له هنر سره مينه لري او که لري يې دى به ورته اجازه ورکړي چې د هنر ميدان کې قدم واخلي؟ په اړه يې دى وايي: ((بلى مينه خو څه چې زما مشره لور ښه اواز هم لري خو زه نه غواړم چې هنر ته مخه وكړي، ځكه  پلار يې څه خير ترېنه ليدلى چې هغه به يې وګوري.))
په دى وروستيو کې د نغمې او منګل تر منځ د بېلتون خبرې او اوازې ګرمې دي خو دوى دواړه په دې اړه د څه ويلو څخه ډډه کوي، تير کال چې کله نغمه افغانستان ته راغلې وه له هغې څخه هم څو ځل دا پوښتنه وشوه خو هغې به يې له  ځوابه يا ډډه کول او يا به يې ويل چې په دې اړه به وروسته خبرې وکړي: ((زه اوس ډيره خوښه يم، اوس را سره  دغم خبرې مه کوئ ))

 
بېرته شاته