لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د ښاغلي قا ضي محمد حسن حقيار سره مرکه
لیکوال: عزت الله شمسزی   نېټه: 31.08.2007   خپرونکئ:    

 ناسپړلي اسلامي موضوعات :

۱- ښه حقيار صيب، په نڅا دې غټ پټ كتاب وليكه او لاره دې ورته پاكه كړه، ايا له ملايانو نه وېره نه لرې چې كومه ټاپه به درباندې ولګوي؟ 

شمسزى صاحب! هرډول موسيقۍ ته مې لاره نه ده پاکه کړې، دا اوږد بحث دى ، خو پر افغانستان له حاکم ذهنيت څخه مې بغاوت ضرور کړى دى يعنې دا سې هم نده لکه دلته چې انګېرل کېږي  چې هرډول موسيقي دې له هرډول استثنى پرته  ناروا وي  او هرډول موسيقي له هرډول استثنى پرته  روا هم نده ، زه په اسلامي امت کې لومړى کس نه يم چې دا ډول څېړنه او برداشت مې کړى وي  ،له ماوړاندې زرګونو نورو علماو  په نورو ژبو  داڅېړنه کړې ده او ما دهماغو علماو نظريات او ويناوې پښتو کړې دي .

 ډاډه يم چې په څېړنه کې دچاتراغېز لاندې نه يم راغلى، بې پلوه او منصفانه قضاوت مې کړى ،يو ټکى مې هم بې سنده ندى وړاندې کړى .

 پاتې شوه دټاپواو مهرونو خبره ، متل دى (( چې غل نه يې نو له پاچاڅخه مه وېرېږه)) يا ((چې زرپاک وي له اوره يې څه باک وي ))  

۲- د ځينو موضوعاتو په باره كې لكه ښځه او اسلام، اسلام او موسيقي او داسې نور ډېره واضحه څېړنه كوې او چې چېرته هم څوك د اسلام په باره كې جنجاليزه مسله وليكي ته ترې خبرېږې، خو د اصف ننګ په كتاب دې دكندهاريانو خبره سر ونه ګراوه حال دا چې هغه په يوه برخه كې يوه مهمه مسله څېړلې او د فرج څټل يې مباح او يا هم روا بللي؟

ما دښاغلي ننګ دا ليکنه نده لوستلې ، خوعلماو دمېړه او مېرمن ترمنځ يوازې   دشاه له لارې او دحيض او نفاس په وخت کې جنسي اړيکه منع بللې ، هغه هم يواځې دخول.

دانورې خبرې لکه چې ننګ صاحب ورته اشاره کړې ده  روا بولي ، شېخ قرضاوي خو دخپلې مېرمنې په خوله کې  آن انزال هم حرام نه بولي .البته طبيعي کراهت يې پرخپل ځاى دى، داسمه ده چې مني ناپاکه دي  او څښل اوتېرول يې رواندي دا مو ضوع ښه روښانول لږ تفصيل ته اړتيا لري او لوستونکي يې تفصيل داوسمهالو علماو په فقهي تحقيقي کتابونو او په( اسلام ان لاين ويبپاڼه) کې کتلى شي.  

. شيخ قرضاوي او ځينې نور علما دواړو خواو ته  ديوبل دجنسي غړيو ښکلول هم روا بولي.

۳- ځينې وخت سياست هم كوې، دبېلګې په توګه دځينو مقالو، شعرونو او يا هم لنډو كيسو په وسيله، خو د هغو ننداره كوونكيو په څېر چې له لرې نه ديوه او يا بلې ډلې طرفدار وي، ولې خپله يو ځل په ميدان كې ځان نه ازمايي ايا فكر نه كوئ چې ستاسې دا هڅې به د هغو كسانو هڅو ته ورته وي چې دخپلو ګوندونو په ګټه يوځې شعارونه وركوي او بس؟

ياره شمسزى صاحب!  له سياست سره مې مينه شته ده ، ته خو خبر يې چې يو سياسي ګوند مې جوړ او په دولت کې مې رسمي  ثبت  هم کړ خو زما په ګومان اوسني ناسم شرائط په ګوندونو او سياسي مبارزې نه  سمېږي ،زموږ نابللي مېلمانه زورور دي هر څه ،ټول سياسي او ديموکراتيک مفاهيم  او اصطلاحګانې  دخپل قاموس ( زور) له مخې تفسيروي   .

۴- دطالبانو په وخت كې مود تنظيمه رئيس په حيث دنده درلوده،څوځايه مو کار کاوه، كارونه مو ښه زيات و، مګر بيا به مو هم ډېرې ليكنې كولې، خو د كرزي د حكومت له راتګ سره مو خونده اوبو وړى، علت يې څه دى؟ ايا بس مو تر هغه نظامه ښه چلېږي كه څنګه؟

شمسزى صاحب زه تنظيمه رئيس نه ، بلکې ديو زون دکانو اوصنايعو دلوى رياست مسؤول وم.

بل داچې  زه خواوس هم کرار ناست نه يم  اوس هم ليکنې کوم ،خو دطالبانو په وخت کې اسلامي حکومت و ، اسلامي شريعت حاکم و او اسلامي ليکنو ته اړتيا ډېره وه، ما هم هاغه ليکنې ډېرې سپړلې او څېړلې  چې زما په اند د طالبانو د وخت امر بالمعروف به پکې افراط کاوه  ، حکومت ته مو مشورې ورکولې ، تېروتنې مو يې په ګوته کولې خو له بده مرغه اوس خودحکومت حال او له شريعت سره ددې حکومت اړيکې هرڅوک ويني ، عيان را چه حاجت به بيان .

 بله خبر داده چې  له نوي حکومت سره  هرڅوک سرګردانه اوبوخت  دي که څه هم  پيسې ډېرې شوې خو ډاډ ، سکون اوبرکت نشته ټول  په روزۍ پسې منډې وهي، هغه د دروېش دراني صاحب بيت دى چې((دزمانې خيرو عجيبه بدرنګي راوسته___ له زرو ډکه ده دنيا مګر زرينه نده))

 - حقيار صيب موسيقي د روح غذا ده او كه علامه قرضاوي له خپلې خېټې ويلي دي، ما خو اورېدلي چې په روح به  نه غږېږئ ځكه [روح قدس] دى؟

 ګرانه! دا خو ډېره  زړه، سوليدلې او تکراري پوښتنه ده .، ځکه اوس هرڅوک پوهېږي، طب ثابته کړې چې سالمه  موسيقي روغتيا ته ګټه رسوي ، ستړتيا ختموي، خو چې هرڅه له حد څخه واوړي زيان رسوي ،  هرډول خواړه له مالګې پرته بې خونده وي خو چې مالګه پکې  ډېره شي هم بې خونده کېږي او هم زيان لري .

-هره اروا مقدسه نه وي، خبيثې ارواوې هم شته،بلکې اوس خو له سپېڅلو هغو خبيثې ډېرې شوې دي .

-ددغه نظر څومره طرفدار يې چې وايي اسلام او سياست دې د تركيې په څېر سره بېل شي ګټې او تاوانونه يې څه دي؟

اسلام   جامع، بشپړ او هراړخيز دين دى او سياست ددين يوه برخه ده ، داسلام او سياست دبېلتون نظر علماني او نااسلامي فکر دى او داکارعملاً ناشونى هم دى. په ترکيه کې ددې نظر لپاره ډېر کار مصطفى کمال  چې مستشرقين يې اتاترک ( دترکانو پلار ) بولي کړى دى  او هغه پخپله دعلماني مفکورې خاوند و .

 يوه بله پوښتنه، ځينې دوستان وايي قاضي صيب چې په كومو موضوعاتو كتابونه ليكلي دبېلګې په توګه پر ښځو، پر موسيقۍ پر نڅا نو دې له همدغو شيانو سره علاقه هم لري ځكه خو يې پرې دومره وخت ضايع كړى دا سمه ده؟

له دې شيانو سره مينه دهرچا په فطرت کې نغښتې ده او څوک چې له دې ډول مينې بې برخې وي  نو هغه روغ او سالم انسان ندى بايد درملنه يې وشي .

-د افغانستان په اوسنيو علماو كې دې څوك ايډيال شخصيت دى؟

الله دې ارواښاد استاد رشاد غرق رحمت کړي ، ډېر لوى اودلوړ شخصيت خاوند عالم و.  

-په علماو كې دې څوك نه خوښېږي؟

هغه چې دپيسو او څوکۍ لپاره دقران ايتونه  تحريفوي او د يرغلګرو دخدمت لپاره  يې کاروي

-په رهبرانو كې دې څوك ډېر نه خوښېږي؟

هغه چې دمادياتو لپاره هر ډول ذلت ته غاړه ږدي. دافغان ولس دجهاد وياړ هم   ځان ته منسوبوي ، او بيا دروس ، امريکا ، ايران ، اسرائيلو، فرانسې، يا په بله وينا، دملحدينو ، صليبيانو،   صيهونستانواو ...ټولو ډول ته   ګډېږي.  او دهغوى زنار يې په غاړه اچولى دى

-حقيارصيب! په نوره نړى كې ډېرې ښې ښې ښځينه عالمانې شته خو په افغانستان كې يا نه شته او يا هم ډېرې كمې دي لامل يې څه دى؟

دا حقيقت دى  لامل يې دادى چې يو خو زموږ په هېواد کې په ټوليز  ډول دلوستوالۍ کچه ډېره ټيټه ده که څه هم  لسګونه  ميليارده ډالر راغلل  خو بياهم  دزده کړې اسانتياوې برابرې ندي  بل داچې  موږ ډېر ددين او مذهب نه ، بلکې دکولتور تابع يو ، زموږ ټولنه سنتي ټولنه ده ،موږ  د زاړه،  وروسته  پاتې دود او دستور تابع يو. که نه اسلام خو علم په نارينه او ښځينه دواړو  دلمانځه  او روژې په څېر فرض ګرځولى دى. 

 په ټيلفون نكاح روا ده او كه نه كه شاهدان هم موجود وي؟

په( مسائل فقهي معاصر) کې مولينا خالد سيف الله  رحماني ليکي  چې يواځې په ټيليفون ايجاب او قبول ځکه  ندى صحيح  چې ددواړو خواو مجالس ( ناستې)   بېلابېلې دي او شاهدان هم ددواړو خواو خبرې سمې نه اوري ، خو دا يوصورت ممکن دى چې مثلاً سلمى، احمد ته  په تيليفون ووايي چې زه تاددې لپاره خپل وکيل ټاکم چې ما په نکاح  ورکړه( يامې په نکاح کړه) او احمد شاهدانو ته ووايي چې تاسو شاهدان  اوسئ چې ما سلمى ځانته په نکاح قبوله کړه ، خو دلته هم دا ضرور ده چې شاهدان ښځه پوره وپېژني.
 په خلاصة الفتاوا کې يې  هم همداسې رااخېستي دي  .
دفقهې نور کتابونه او نور معاصر علما هم وايي چې په ټيليفون کې دغږ بدلېدو او نورو چلونو احتمال شته اوسل په سلو کې ډاډ  ګران دى نوپه تيليفون  نه نکاح صحيح ده اونه طلاق.

 د سينمايي هنر باره كې اسلام څه شرايط لري، ردوي يې او كه نه؟
 سينما،تياتر ، فلم، ويديو ، انټرنېټ ،کمپيوټر،ټلويزيون ،راډيو،ټيپ ريکارډ ، سي ډي ، ډي وي ډي ام پي تري ، ډرامه ، تمثيل ... هر څه په خپل ذات کې ناوړه شيان ندي ، داپدې پورې اړه لري چې کاروونکى يې  څه ډول کاروي که حرامه ګټه ترې آخلي نو داډول  استفاده ترې حرامه ده ،او که روا او نېکه استفاده ترې وشي نو ثواب ده  خو داشيان پخپل ذات کې حرام ندي  له دې شيانو او وسايلو ښه او ګټوره استفاده کېدلى شي ، عملونه په نيت پورې اړه لري

د مدرنيزم او دين باره كې كه يو څه ووياست او يا ددې دواړو ترمنځ د اړيكو باره كې، لومړنى تصور خو دا دى چې مدرنيزم ورو ورو پر دين ځاى تنګوي، دليل هم ځينې خلك دا راوړي چې مدرنيزم ته د تګ په لاره كې بايد لومړى سيكولرزم ومنل شي. خو ځينې نور خلك بيا په دې نظر دي چې نه، مدرنيزم بېل دى او سيكولرزم بېل.  ځينې ملتونه مدرنيزم ته رسيدلي خو له سيكولرزم نه لرې دي، كه انسانان په مذهب او دين كې په نه بدلون معتقد وي مدرنيزم كېدل باك نه لري ستاسې په دې اړه څه نظر دى؟
اسلام نه يواځې  دمدرنيزم او عصري توب پلوى دى بلکې ستر داعي  يې دى ، خو ګوره مدرنيزم  سکس، فحشا،  لوڅوالي او بې حيايۍ ته نه وايي، مدرنيزم ياعصريتوب  د پرمختګ او  تمدن  يا سېويلايزيشن دوهم نوم دى ،اسلام د  پرمختګ پروړاندې خنډ نه دى  ، بلکې فحاشي ، بې ځايه بوختېدل  او له اسلام سره دښمني  دپرمختګ مخه نيسي ، که څوک دفرانسې انقلاب او يا درنسانس دورې ته ګوته نيسي نو هلته دمنحرف مسيحيت  پاپانو دجنت ټکټونه   دلاترۍ په څېر خرڅول ، دين يې ډېر تنګ کړى و ، خلک يې په تيارو  کې ساتل او خپلې عياشۍ يې کولې خو اسلام دپرمختګ دين دى ، دفطرت علمبردار دين دى، دا  ترمذهبي حساساتو  لاندې تشه دعوه نده ، کولى شئ چې  داسلامي تمدن او مدرنيتې نښې په غرناطه ، قرطبه  اشبيله ، بيت الحمرا،اندلس او دهسپانيې په نورو ښارونو کې ووينئ.
  دختيځ نابغه علامه سيدجمال الدين افغان اروپايانو ته ويلې وو : (( کله چې تاسو خپل دين (عيسويت) پرېښود نو پرمخ ولاړئ خوکله چې موږ خپل دين (اسلام ) ته شاکړه نو پر شا ولاړو)) 

 صيغه يا موقتي نكاح په اسلام كې څنګه ده اوس داسې نكاح ځينې خلك په افغانستان كې هم كوي؟
له روافضو او شيعيه اماميه و پرته نور ټول مسلمانان  متعه يا لنډ مهالې نکاح ناروابولي . خو هغه جليل القدره صحابي  (حضرت علي کرم الله وجهه) چې  شيعه ګان  يې يواځې خپل بولي هم وايي چې ( ان حل المتعه قدنسخ يعنې دمتعې رواوالى منسوخ شوى دى  ) تحفة المحتاج ، المهذب او نيل الاوطار.
رسول الله ص فرمايي( ماتاسوته دمتعې اجازه درکړې وه خو  الله  ج داکار دقيامت ترورځې حرام کړ  ) مسلم او مسنداحمد
داډول نکاح داخروي زيان تر څنګ دنيوي او ټولنيز زيانونه هم لري.
شاوروهن و خالفوهن حديث تاسې څنګه تعبيروئ ځكه ځينې خلك ترې سوء استفاده كوي؟

 په موضوعات کبير کې يې دې روايت  ته باطل ، بې اصله او ضعيف ويلى دى .
 شيخ ناصرالدين الباني وايي چې داروايت هېڅ اصل نلري .
• .دتحفة الاحوذي خاوندليکي : "دمجمع البحار ليکوال په تذکرة الموضوعات کې وايي چې ماته داروايت هېڅ مرفوع نه ښکاري "
•  مولينا ګوهرالرحمن  په اسلامي سياست کې ليکي چې دا روايت ملاعلي قاري په مرقات ( دمشکوة  شرح) کې دقدورد په الفاظو رانقل کړى چې روايت کوونکى يې معلوم ندى.
كه اسلام د كفر او استكبار متجاوزو حركتونو سره مخامخ كېږي لكه څنګه چې پر نارينه و سعي او كوښښ فرض دى، پر ښځو هم دغسې جهاد فرض دى او كه نه؟ كه چېرې دى شرايط به يې څه وي؟
• کله چې حالات نازک او کافران په جنګ کې  د پياوړتيا په حال کې وي نو بيا دنفير عام اړتيا ده  چې په ښځو هم جهاد فرض وي  مسلمانو مېرمنو به درسول الله  ص په وخت کې تورې هم وهلې او  دمجاهدينودټپونو دملهم پټۍ ترڅنګ به يې  دهغو نور خدمتونه هم کول .  که څه هم دا مجاهدين به دهغوى شرعي محرمين نه و.

 د ځانمرګيو بريدونو په باره كې كه لنډ راته ووياست چې په كوم حالت كې روا دي؟ په اسلام كې كومه مخينه لري او كه نه؟
•  داسلامي نړۍ معاصر متفق عليه  مفتي علامه داکټر يوسف القرضاوي  وايي چې په هغه حالت چې مسلمانان کمزوري وي  وسائط او وسايل و نلري  او ددښمن دماتې لپاره  له استشهادي  بريده پرته  بله چاره ونلري نو بيا دا ډول بريد روا دى .
• خو که پدې بريدونو کې بې ګناه مسلمانان  شهيدانېږي لکه دااوس چې داډول پېښې کېږي  نو بيا يې  څوک په  جواز  زړوره فتوا نه شي ورکولى .
قاضي صيب يوه شوخه پوښتنه به هم وكړم، ځينې خلك وايي په دې ټولنه كې داسې ملايان هم شته چې خيټه يې غوړه وساته د هر روا او ناروا كار لپاره درته ايتونه، احاديث او فتوى پيدا كوي دا خبره رښتيا ده؟
•  هو ولې نه ،داځينې ملايان چې  دلته دکفارو په لاس  دمسلمانانو وژنو  ته دجواز فتوى ګانې ورکوي  او يرغل ته يې  روايتونه   پيداکوي ،دادخېټې  مزدوران ندي نو څه دي . دوى خو عيسويان يا يهوديان ندي ، بلکې دکمزوري ايمان او دنفس او شهوت پر وړاندې ماتې خوړلي مسلمان  ملايان دي .او غواړي چې خېټې يې غوړې وي ،
رښتيا دفتوا وركولو لپاره كوم معيار، شرايط او يا كوم خاص حكم شته او كه نه چې څوك د فتوا وركولو حق لري او په كوم حالت كې فتوا وركول كېږي، ما وليدل اوس په افغانستان كې نړيوال هم پر ځينو موضوعاتو ځينې خاص ملاصاحبان پيدا كوي او فتواوې پرې ليكي دا سمه ده او كه نه؟
دفتوى لپاره داجتهاد  درجه په کار ده  ، او دادرجه موندل لوى علميت غواړي ، فتوا دهرچا د وس خبر نده ،هغه چې رښتيا عالم  وي هېڅکله فتوا ورکولو ته زړه نه ښه کوي ،البته  دا بېله خبر ده چې کوم عالم  چاته معلومات ورکوي دا ښايي دنورو علماو فتواګانې وړاندې کړي مثلا  که زه دکوم پوښتونکي په ځواب کې ووايم چې  په پيچکارۍ روژه نه ماتېږي او دامې په  کوم فقهي کتاب کې لوستي وي نو دا زما فتوا نده ،بلکې دهغه فتوا مې وړاندې کړې ده

 
بېرته شاته