لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دپېرنګي اثرات
لیکوال: عبدالغفار خان ( پاچا خان )   نېټه: 12.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  
د پېرنګي د راتلونه وړاندې  د پښتنو د اتعلیم څه خاص انتظام نه و، هر چا به تعلیم نه کاوه. صرف د ملایانوزامنو به د لمانځه اوداسه، روژې سرسایې، حج او قربانۍ، زکات او صدقاتو او د دغه شان مسئلو تعلیم کولو دا هم د  امامتۍ له پاره لوستل به یې زده وو، لیکل به یې نه وو زده او د دغه تعلیم طریقه هم دغسې وه چې ملا صاحب به په جماعت کې ناست و، د امامتۍ سره به یې هلکانو ته درس هم ورکاوه، مور او پلار به چې وغوښتل چې پخپل اولاد تعلیم وکړي نو جماعت له به یې بوتلو او د ملا صاحب سره به یې سبق کېناوه.
ملا صاحب به وورته سیپاره شروع کړه، مور او پلاربه یې د خپل وس سره سمه شیریني ووېشله او چې یوه سیپاره به خلاص شوه نو ملا صاحب له به یې شکرانه ورکړه او د بلې په شروع کې به بیا شیریني ووېشلې شوه. د ملاصاحب د تعلیم ورکولو په بدل کې څه خاصه تنخواه نه وه، داستاذانو به دخپلو شاګردانو سره ډېره مینه وه ، دخپلو بچو په شان به یې ګڼل. شاګردانو به هم استاذ د پلار نه کم نه ګڼلو.
استاذ به سبق معنا شاګردانو ته نه ښودله هغوی غریبان څه ملامت وو هغوی یې پخپله هم په معنی نه پو هېدل نو شاګردانو ته به یې څه ښودلي وو.
زموږ د جماعت اخون هلکانو ته سبق ښودلو، یو هلک ته یې چې سبق ښوو نو ورته په غصه شو ورته وویل « ان الذین کفروا خربیشویه » نو شاګرد هم وویل « ان الذین کفروا خربیشویه » دا چې مونږ و اورېدل نو ډېر مو وخندل نو هغه شاګرد ته په غصه شو، موږ ورته ووې چې دې هلک څه قصور دی ته چې څه وائې هغه یې هم وایي .
پېرنګیانو د هندوستان د خلکو د تعلیم د پاره په نوې طریقه سلکواونه جوړ کړې وو خو د پښتنو د پاره یې تش په نامه د کمې درجې سکلولونه جوړ کړې وو.
چرته به په یونیم لوی کلي کې پرایمري ( ابتدايي ) سکول و ،په هغې کې به هم څه دومره هلکان نه داخلېدل نور هندوستان له یې ابتدایي تعلیم په مورنۍ ژبه کې ورکولو، خو یو پښتون بد قسمته قام له یې تعلیم په پردۍ ژبه کې ورکولو. د دې د پاسه یې ملا یانو ورپسې  لمسولي وو چې که دا قام تعلیم وکړي ستاسو قدر به کم شي او بازار به مو سوړ شي، بیدار شئ چې د پښتنو بچي درنه علم و نه کړي، ملایانو به پراپیګنډه کوله چې د پښتو دوزخي ژبه ده ا ودوزخ کې به پښتو ویلی شي. د ملا صاحب نه هیچا دا پوښتنه نه کوله چې هلکه ته د دوزخ نه کله راغلی یې او کوم دوزخي دا خبرې تاته رسولې دي. ملایونو به داهم ویل چې څوک د مدرسې سبق ووایې نو اووه پېړه یې په دوزخ کېږي او دا سندره به یې ویله .
سبق د مدرسې وی
د پاره د پیسې وی
جنت کې به یې ځای نه وي
په دوزخ کې به ګسي وهي
ملایانو خو خلک د انکرېز په سکولونو کې د تعلیم نه منع کول خو پخپله یې هم هېڅ انتظام نه کولو او عجیبه خبره خو دا ده چې ملایانو د دین په نامه خلک له علمه پاتې کول، حالانکه اسلام داسې دین دی چې علم یې په نرو او ښځو فرض کړی دی، خو موږ داسې بد قسمته قوم یوچې د اسلام په نامه د علم نه پاتې شو، همدا و جوهات وو چې پښتانه د ټولې دنیا د قومونو نه په علم کې وروسته پاتې شول او نتیجه یې داشوه چې یوازې علم څه چې هر څيز کې د دنیا نه ورسته پاتې شو او څومره د افسوس خبره ده چې یو وخت د پښتنو خاوره د دنیا د خلکو د پاره د علم مرکزو . دلته په هغه وخت کې چې یوروپ د انسانیت د تور دورنه تېرېده د پښتنو په دې خاوره لوئې لوئې درسګاهې او یونیورسټۍ وې چې چاپېره ملکو نه یې د علم په رڼا روښانه کول .
دلرې لرې وطنونو نه به خلک د علم د زده کړې د پاره زمونږ وطن ته راتلل او د اسلام په نوم نن د دنیا د ټولو قومونو نه په علم کې وروسته پاتې کړی شول .
زما د مور او پلار اولاد نه پائېده نو دوی په ډېرو زیارتونو، باباګانو، ملایانو باندې ګرځېدلي وو، هغوی ورته ویلي وو چې خدای پاک به زوی درکړي او چې زوی مو وشي نو غوږ به یې سوری کوئ او د سرو زرو والۍ به په کې اچوئ او بل به تر اوو کالو پورې کال په کال د سپينو زرو اوږۍ ورته په غاړه کې اچوئ او چې د اوو کالو پوره شي نو بیا به ترې دا اوږۍ او دا والۍ وباسئ او د خدای په رضا به یې ورکوئ .
زما ژوند او جد و جهد له کتابه
 
بېرته شاته