لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د پښتنو خویونه او دودونه
لیکوال: عبدالغفار خان ( پاچا خان )   نېټه: 11.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  
سره د دې کله چې پیرنګی راغی زما یاد شي چې په پښتنو کې ‌ډېر ښه ښه خویونه او خصلتونو لا مو جوړ وو په دروغو به ځان ورته بد ښکارېده .
ورورولي عزیزولي به یې ښه پالله . یو په بل اعتمادو . په یو بل به یې ننګ کولو، راشه درشه وه مینه محبت و، که د یو بل سره یې څه اختلاف هم و، په سپکه به یې نه یادول داسې نه و، لکه دا  اوس په خوله یوه او په زړه بله، ژوند بالکل ساده او بې تکلفه و، په ناسته ولاړه کې ډېره ټیټه پیټه نه وه، جامې ساده او د وطن جوړې وې ، د خپل وطن شډله خامتایې د بل په اطلس نه ورکوله د خامتا لوی لوی خلکې او کمیسونه او پرتوګونه به یې اغوستل، د وطن جوړې پڼې او څپلۍ به یې په پښو کولې ، ټوپۍ او د خامتا پګړۍ به یې به سرولې . ښځو به درنګینه خامتا جامې او مشروبې .۱ پرتوګونه یې په سرولې . یې اغوستل، خوراک هم ساده و، د ساده خوراک په وجه د خلکو صحتونه ښه وو دومره کمزوري نه وو، مسالې نه وې، چای نه وې ، سود کول شراب څښل او زنا یې ډېر بد ګڼل، که به پوه شول چې څوک دا کارونه  کوي نو دهغه سره به چا خپلولي نه کوله ، خور، لور به چانه ورکوله .
اخلاقا دومره پرېوتي نه وو لکه اوس چې دي . د چاچې به زورو مېلمه راغی نو چرګ به یې ورله حلال کړو، غوړونه ډکه ښوروا به يې جوړکړه ، دغواوو ، مېښو زېړ غوړي به وو. سرې سرې پستې پړسېدلې ،خمبیره ډوډۍ به وۍ . مازیګر به په بټ د جوارو نینې کېدلې ګوړه به ورسره خلکو خوړله ، په ډوډوۍ کې به د امیر او غریب فرق نه و،ټولو به په یو تالي او ځای کې ډوډۍ خوړله، څرنګه چې پوښاک او خوراک ساده وو دغسې د ناستې ځایونه او کورونه هم ساده وه.یوه لویه کوټه به وه ټول کوربانه به یو ځای ویده کېدل او چې مېلمه به راغی نو د کلي په شریکه حجره کې به څملا ستو د اکثرو خلکو کورنه په دغه شان وو او چې کوم سړی په دوی کې لوی سړی وه ، یابه خان و نو د هغه په کور کې به د کوڼې سره یو ځای یو منډو او ډېوډۍ  وه او د مېلمنو د پاره په بېله حجره هم وه. دا اوچتې او چتې ماڼۍ او سپينې بنګلې نه وې خو هغه خوشحالي او اسودګي چې په هغه ساده ژوندکې وه، نن په دې ښکلو ښکلو بنګلو کې او په خوندورو خوراکونو کې او ډولۍ جامو کې نشته مرضونه ډېر نه وو، نر او ښځې په بدن سالم او تکړه وو، جینکو او هلکانو به یو ځای لوبې کولې لوی لوی به وو ،دشپې تر ناوخته به یې لوبې کول ، یو بل ته به یې د خور او ورور په نظر کتل ،اخلاقا ډېر او چت وو.
لوبو ډېر رواج و، قسم قسم لوبې به وې، د پښتنو په لوبو کې د هر قسم پریکټس ( سپورټ ) خیال ساتلی شوی و. د منډو خیال په کې و ،د بار او چتولو لو وړلو خیال په کې و، د سا اخستلو خیال په کې و ،د شپې ګرځېدلو په شپه کې د ځان پټولو د مخالف فریق د لټولو خیال په کې و او همدا وجه وه چې د دوی صحتونه ښه او ډېر ښایسته وو ،اګر چې په لوبو کې به دریم ګړی نه وو، مګر بیا هم لوبغاړوبه یو بل سره ټکي نه کوله . 
 
۱.مشربي ، دخپل کلي کور جولا به یو رخت جوړولو چې هغې ته به یې مشروبې ویل.
زما ژوند او جد و جهد له کتابه

 
بېرته شاته