لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ښځه
لیکوال: زينب سالک   نېټه: 11.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 ليک: جبران خليل

ژباړه: زينب سالک
 
يو ښکلى تصوير او تر ملايکو غوره څيره! د مينې بت و او د ښکلا حقيقت.د هغې په زړۀ کې د مينې او وفا نړۍ ودانه وه،هغه د کايناتو د شتون نښه او د زمانې د پايښت لامل و.
هغه هر څه وه خو د هيڅ سياله نۀ وه،پر هغې د ذلت او بد مرغۍ سيوري وزرې غوړولې وې ،ټوله ورځ به يې خوار بدن په لمبو وريتيدۀ،او په وسپنيزو ځنځيرونو به تړلې وه.
د يو تيري دپاسه بل تيرى،د هغې په غيږ کې سترو شويو خلکو هغه خواره کړې وه،زندۍ کړې يې وه او د پناه درک يې نه لگيدۀ.
د هغې کړېکې د پرښتو تر زړونو ورسيدې،عرش اعظم ته ورسيدې او د بوډۍ نړۍ له سترگو د اوښکو باران را سم شو
خو د سړي بې رحمه او ظالم زړه هيڅ پښيمانه نه شو. تل يې ورته په ظالم نظر کتل،د هغې پر بې وزلۍ يې ملنډې وهلې او د هغې په اهونو پورې يې خندا کوله،دا هر څه وو خو د مات زړۀ د ټوټو د راټولولو هيڅوک نه وو،او نه يې چا د مينې،وفا او چوپتيا ستاينه کوله،خو تر کومه پورې؟
دا بې وزلې به تر کومه د تيږې په زړۀ کې وسيده،طبيعت د خپلې بې سيالې ډالۍ د بې وزلۍ احساس وکړ،ډير ژور احساس.
نو ددې غم ځپلې هستۍ د اوښکو وچولو لپاره يې يو بشپړ انسان راوليږۀ،دغه انسان هغه د خپل رحمت تر سيوري لاندې پټه کړه او د نارينه د غوره ملگرې نوم يې ورکړ.
جنت يې د هغې د پښو تر پل لاندې کړ او هغې ته يې لوړتيا وبښله، او پر سيڅلتيا يې ورته د يقين مهر ولگوۀ
دا وه د هغې د صبر خوږه ميوه او دپيړيو د تيري بدل.
 
بېرته شاته