لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دښاغلي عزات الله شمسزی سره مرکه
لیکوال: بختيارځدران   نېټه: 09.08.2007   خپرونکئ:    

ګرانو او خوږو لوستونکو مينه او سلامونه !
په دې وروستيو وختونو کې مو بيا د يو ځوان شاعر ښاغلي عزات الله شمسزی سره مرکه کړي، شمسزی صاحب هم په لنډ او تنګ وخت کې زمونږ پوښتنې په ډيره مينه ځواب کړي دي . راځئ چې دشمسزی له ځوابونو خوند او رنګ واخلو،

پوښتنه :شمسزی صاحب تاسو له څومره وخت راهیسې شعرلیکئ شعرته موڅنګه مخه کړه ،اوپه کوم وخت کې چې  شعرولیکئ ځان خوشحال احساسوئ او که خفه؟هسې خوټول شعرونه لکه داولادګران وي مګرخپل هغه شعر چې دې ډیرخوښیږي ؟
-          راځه چې دا پوښتنه په درېيو برخو يې وويشو:
اول خو به شعر ته دمخه كولو موضوع راواخلو، ما نهه كاله دمخه شعرونه ليكل پيل كړل، زما دشاعرۍ سرچينه هم د ځينو نورو ملگرو په څېر د پښتو هغه منظومې كيسې او چاربيتې وې چې په ماشومتوب كې به مې دپاكستان د ټل او هنگو په ميلو كې اخيستل او بيا مې د كندهاريانو خبره كرۍ ورځ پرې تېروله، تر هغې چې به مې خلاص كړي نه به خوب خوند راكاوه او نه ارام. له همدغو كتابونو نه مې د شعر تومنه واخيسته او بيا نو وخت داسې راغى چې ما هم مات گوډ شعرونه وليكل او دا دى اوس مې د شعر دوه مجموعې چاپ شوې.
بله دا چې شاعر په شعر ليكلو دومره ارام شي لكه يوه مېرمن چې ماشوم وزېږوي، زه چې شعر ونه ليكم بيا خپه يم او چې شعر ليكم دومره خوشحاله يم چې د ننگيال صيب خبره سړى لټوم چې ژر يې ورته ولولم. ننگيال صيب دې خداى وبښې ويل يې يوه شپه مې شعر وليكه بيا نو حيران وم چې اوس يې په دې نيمه شپه كې چا ته ولولم، اخر مې خپله پيره (ماندينه) له خوبه راويښه كړه او خپل شعر مې ورته واوروه.
دشعرونو په اړه ستاسې خبره سمه ده په شاعر هر شعر لكه دخپلو اولادونو په څېر گران وي، انتخاب په كې ورته گران وي مگر زما خپل هغه شعر خوښېږي چې خپلې مور ته مې ليكلى. 

س- که دخپل نوي کتاب (دژوندپاڼې )دنظریې اوتجربې په هکله راته وویاست ؟
- كه رښتيا درته ووايم زه د علامه اقبال په څېر كوم مفكر نه يم چې په شعر كې كومه ځانگړې نظريه ولرم، هو دومره ويلاى شم چې ما هڅه كړې د شعر له لارې انسانانو سره مينه وكړم او دغې مينې ته پرمختگ كړم تر دې چې د يوه شاعر خبره  ټوله دنيا مينه مينه مينه شي. زما په نظر همدغه به هم يوه نظريه وي.  دتجربې په اړه به دومره درته ووايم چې شعر ليكل يو رياضت غواړي هر څوك چې ددغه رياضت حوصله ولري شعر ليكل به ورته دومره ستونزمنه نه وي، زه كه څه هم تر پخوا اوس په دې رياضت كې لږ څه كمزورى شوى يم، پخوا مې مطالعه ډېره وه، كتابونه به مې زيات لوستل، په فطرت به مې زيات فكر كولو، اوس لږ څه بوخت يم، خو بيا هم د خداى (ج) مهرباني ده، كله كله راباندې د خيال ښاپېرۍ يو نيم شعر ولوروي.

س: ولسي شاعري ستاسوله نظره کومې شاعرۍ ته وایئ؟
همدغه لنډۍ، چاربيتې، سروكي او نور عام فهمه شعرونه ټول د ولسي شاعرۍ په ليكه كې راځي. هو يوه نيوكه چې زه په دې نوم يانې ولسي شاعرۍ لرم هغه دا ده چې هغه شعرونه چې د لوړ ذوق ذهنونه خړوبوي هغه ذهنونه هم په همدې ولس كې دي او له ولسه بهر نه دي، زما په نظر كه كوم بل مناسب نوم ورته غوره شي دا به ښه وي، په ښكاره خو ولسي شاعري دا مانا چې د ولس زياته برخه پرې پوه شي، عام فهمه وي، له ډېرو تشبيهاتو او ابهامو نه خالي وي. دا چې ولې پرې د ولسي شاعرۍ نوم ايښودل شوى په دې زه تر اوسه قانع نه يم، ځكه چې ولس، ولس دى كه هغه د لوړ ذوق څښتن وي او كه عام ذهن ولري.

س: فی البدیهه شاعري ستاسو په اندکومه شاعري ده  ؟
- في البديهه نو كه په ساده ژبه يې درته ووايم همدې شاعرۍ ته وايي چې اوس زه درته د كوم بل شاعر يا خپل يو بيت ووايم او هغه بيت ته همدا اوس انكشاف وركړو، ته هم په عين زمان كې پرې نور بيتونه ور زيات كړې او زه هم. بله دا چې څوك د خوښۍ او خفگان كومه پېښه ووينې بې له ځنډه پرې كوم شعر او يا هم منظوم كلام وليكي، د بېلگې په توگه  جنوبي ولايتونو په دوديزو محفلونو كې  لغات  يا د دوو شاعرانو يو بل سره شعري مسابقه يوه كاميابه في البديهه شاعري ده، ځكه په عين حال كې بې له كوم ځنډه هغوى يو او بل ته په شعر ځوابونه وركوي.

س:دا مهال اکثره شاعران دلوړې زده کړې خاوندان دي پوښتنه مې داده چې شعر یې دتجربي زیږنده بولئ اوکه دالهام ؟
-  تر كومه حده چې ماته تجربه شوې، شعر د زده كړې زېږنده نه ده، زه د ادبياتو ډېر استادان پېژنم چې د شعر په رگ رگ پوهېږي مگر شعر نه شي ليكلاى او يا هم ځينې نقادان د مثال په ډول استاد اسدالله غضنفر ښه نقاد دى، ښه كيسه ليكوال دى، مگر ما يې تر اوسه شعرونه نه دي ليدلي او همداسې نور... شعر دخداى (ج) ځانگړې وركړه ده، تر تجربې په كې الهام يو په سلو زيات ارزښت لري، الهام نه يوازې په شعر كې په هره برخه كې مهم دى، د بېلگې په توگه يو كيسه ليكوال، يو ډرامه ليكوال هم الهام ته اړتيا لري، كه چېرې دده له كيسې او يا ډرامې سره د الهام قوت نه وي كېداى شي خوند يې كم وي.

س :ځینې لیکوالان کله نا کله وایې ستاسو له شعرونونه مې الهام واخیست ستاسو په نظرداخبره څومره دمنلو واړ ده؟
- لكه دمخه مې چې وويل بيا هم وايم چې د الهام خبره واقعيت ده، يوازې له شعر نه څه چې له ډېرو شيانو نه الهام اخيستل كېداى شي، كه څوك الهامي خبره وكړي هم خوند دركوي او فكر دې يوې خوا ته بيايي، كه چا ښه نثر او يا شعر ليكلى هم وي انسان ته الهام بښونكى شي.
س :تصوف : مینه : بغاوت : فلسفه : حماسه  دا درې واړه پوهان بېل بېل سبکونه ګڼي ستاسوپه نظردکوم سبک شاعران ډیرکامیاب دي ؟ اوپه پښتوادب کې دکوم سبک لمن پراخه ده؟
- كه له كاميابۍ نه مو هدف زيات مشهورېدل او د خلكو خوښېدل وي نو په اوس وخت كې خو دمينې  او حماسې پلويان زيات دي چې بغاوت هم ورسره تړل كېداى شي، د تصوف او فلسفې خوښوونكي به ځكه كم وي چې تر اوسه زموږ د ولس اتيا په سلو كې په فلسفه او تصوف سم نه پوهېږ ي چې كله پرې پوه شول او په دې برخه كې يې پوهه ترلاسه كړه بيا به يې جاج هم واخيستل شي چې شعر يې څومره پر خلكو اغېزه كوي، همدا راز لمن هم د مينې او حماسې پراخه ده، ځكه دمينې او حماسې لړۍ له زانگو نه پيل كېږي نو لمن خو به يې خامخا تر فلسفې او تصوف پراخه وي.

س : دسبک اومکتب ترمنځه څه  توپیر وي؟
د سبك او مكتب ترمنځ توپير به په دې ډول وكړو چې اول به دا دواړه وپېژنو، لومړى به سبك راواخلو:
سبك اصلاً ډول او رنگ ته وايي، د بېلگې په توگه د هر شعر دالفاظو او كلماتو طرز او رنگ بېل وي، بحر او عروضي كيفيتونه او نور خواص يې له بل شعر سره توپيرلري، دغه چې بېل دي نو ورته بېلابېل سبكونه يا ډولونه ويلاى شو، د روښانيانو ډلې ځانته سبك درلود او بيا د  ملاالف سب،  د خوشحال خان سبك او مكتب،  د رحمان بابا سبك،  د پيرمحمد سبك، د حميد سبك. د بېلگې په توگه شاه سعود يو ډول فلسفي سبك لري، د الفاظو اوبدل او د وينا انداز يې له نورو شاعرانو بېل دى، نو خپل سبك يې دى، د كاروان، دروېش دراني او نورو طرز جلا دى. يانې هر شاعر ځانته يو اسلوب خوښوي او هر ويونكى په شعر كي بېله لار او بېله چاره لري چي خپل شعر پر هغه ډول سموي او پر هغه غوره كړې لار ځي. دغه خاص ډول او اسلوب چي ځانته بېل خصايص او مادي او معنوي ښېګڼي لري او په كم اوكيف كي له نورو څخه بېليږي سبك يې بولي چې كه زيات بحث پرې وكړو كېداى شي خبره ډېره اوږده شي.
بل ادبي مكتب دى، هغه دې ته وايي چې په يوه ځانگړې دوره كې، يوه ډله ځينو خاصو تيوريو ته تمايلات پيدا كړي، د بېلگې په توگه د رياليزم يا ناتوراليزم مكتبونه په غرب كې او يا هم د پير روښان  مكتب چې په خپله سياسي، ادبي او مذهبي مشر او د يوه ملي غورځنګ پر مخ بيوونكى و.
 
پوښتنه  : څنګه کولی شوچې دنوروژبوولسونوته پښتوورزده کړو؟
دا نو سخته پوښتنه هم ده او زما مسلك هم نه دى، خو دومره پوهېږم چې كله ژبه پياوړې شي، په يوه ژبه كې ښكلي او په زړه پورې اثار وليكل شي، نو د نورې نړۍ خلك ورسره دلچسپي پيدا كوي، همدا راز ځينې اقتصادي او سياسي مسايل هم دي چې د ژبې ودې او نورو ته د رسولو په لاره كې مرسته كولاى شي.
س :دنوروژبونه دشعرونودژباړې له پاره بایدکوم ټکي په نظرکې ونیول شي؟
- بلا  ډېرې خبرې په كې دي خو تر ټولو مهم يې دادى څوك چې دغه ژباړه كوي هغه بايد په دواړو ژبو كې ښه حاكم وي، د نثر او نظم ترجمه كول سره توپير لري، نثر كولاى شو په اسانه ترجمه كړو، خو كه شعر ژباړو نو بايد شعري ځواك ولرو كه داسې نه وي نو هغه شعري ځواك به يې له منځه لاړ شي او ديوه نثر غوندې به لوستونكو ته وړاندې شي.
س :تاسوهم له وطن نه ډیروخت لرې پاتې شوي یاست ،سوال مې دادی چې ایاشاعر په وطن کې پاتې وي او که له شاعره سره وطن دسفر دشیبو ملګری وي ؟ ځکه مسافرشاعران وطن په شعرونو کې  ډیر یادوي .
- زما د خپلې تجربې له مخې شعر په هغه حالت كې ښه ليكل كېږي چې انسان له يوه څه نه محروم وي، كه موږ په وطن كې يو كېداى شي  د هغه چا په څېر  ډېر تږي نه يو چې له  هېواده بهر دي، كه موږ ته شراب پرېمانه پراته وي ښايي موږ د شرابو هغومره ستاينه ونه شو كولاى لكه يو چا چې هېڅ څښلي نه وي، كه موږ د ښكلو په منځ كې يو كېداى  هغسې يې تږي نه يو لكه څوك چې ترې محروم دي. يانې يوه تنده په كار ده او چې دغه تنده څوك لري هغه به بريمن وي.
س :برخواپښتانه په شعربرلاسي دي او که دکوزي خواپښتانه ؟
- شعر كه څه هم په دواړو خواو كې ليكل شوى او ښه شعر ليكل شوى، خو كه د ادب موضوع راواخلو، كوزه خوا په دې برخه كې ډېر كار كړى دى او لامل به يې دا وي چې هغوى امكانات درلودل، موږ غوندې بې كوره او بې اوره نه وو، ذهن يې ارامه و او زمينه ورته مساعده وه.
س :طنزبایددتجربي په بناولیکل شي اوکه دمشاهدي په بناء؟
- كه دواړه توكي سره يو ځاى شي نو ښه طنز به وليكل شي.
 
س :ستاسو په نظرښه طنزبایدڅه خصوصیات ولري ؟
- طنز دا مانا نه لري چې يوازې خلك وخندوي، په طنز كې بايد يوه ترخه خندا موجوده وي، انتقادي بڼه ولري، په چا چې ليكل كېږي هغه ته خپلې نيمگړتياوې ور په گوته كړي، نه دا چې يوازې پرې خلك وخندوي.
س :بعضې خلک پدې اند دي چې سیاسي مبارزین چې ناکام شي بیا ادب اوشعر ته مخه کوي ستاسو په نظر داخبره څومره دمنلو واړ ده ؟
- ما په خپله داسې څه نه دي ليدلي، هو داسې شاعران مې ليدلي چې شعر يې ليكه كله چې يې سياست ته مخه كړې نو شعر ترې پاتې شوى.
س :شعري ریاضت څه ته وایئ ؟
- رياضت نو همدې ته وايي چې فكر پرې وشي، وخت ورته وركړل شي، مطالعه په كې وشي، ښه او بد يې وپېژندل شي او په همدې هڅه كې انسان د شعر د خيال او فكر ژورو ته ننوځي.
 
س : دسمسورد پاڼې دسمسورتیاله پاره مو لورینه څه ده اوکتونکوته یې څه پیغام وړاندې کوئ ؟
- سمسور پاڼه  ښكلې پاڼه ده، ورځ په ورځ ښه كېږي او كتونكو ته يې دا پيغام لرم چې د خوند اخيستلو تر څنگ دا گټه ترې واخلي چې له علمي مطالبو نه يې څه زده كړي، له دې لارې د خپل هېواد له خلكو او دودونو سره ځان اشنا كړي، ځكه چې د خپلې ټولنې پېژندنه ډېره مهمه ده.
بختیار: شمسزی صاحب مننه کوم چې زمونږ پوښتونوته مو په ورین تندي ځوابونه وویل :
-          شمسزی :له تاسې نه هم مننه چې زه مو ياد كړم.

 

 
بېرته شاته