لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دښاغلي شمس الله خوستى سره مرکه
لیکوال: بختيارځدراڼ   نېټه: 21.07.2007   خپرونکئ:    

پوښتنه :شمس صاحب که دسمسور پاڼې کتونکي اولوستونکي دخپلې لنډې پېژاندګلوۍ ترڅنګ په خپلوادبي هڅو خبرکړئ  مننه به مو وې ؟
ځ :بختيارصاحب ،سره لدې چې په سمسوروېبپاڼه ،زماپه ځانګړي وېبلاګ اويو شمېر نوروپاڼواوكتابونوكې زمادپېژندګلوۍ په اړه يوڅه شته ،خوبيابه هم ستاسوپوښتنې په ځواب كې په لنډ ډول دومره ووايم چې نوم مې شمس الله لنډنوم (تخلص) مې خوستى دى ،دخوست ولايت دمركزمتون اوسيدونكى يم،په خوست كې له الفتح ليسې څخه فارغ يم، له وروسته مې په پېښوركې ددعوت جهادپوهنتون ازموينه وركړه اوهلته دادبياتو پوهنځي ته په لوړونومروكامياب شوم ،خوكله چې يادشوى پوهنتون په پېښوركې د پاكستان حكومت لخواوتړل شونوكابل ته وليږدول شوچې هلته  دكابل له پوهنتون سره مدغم شو،څرنګه چې هغه مهال په كابل كې كورني جنګونه وونولدې امله زه ونه توانېدم چې خپلوزده كړوته دوام وركړم اوپوهنتون راڅخه پاتې شو .
لدې راوسته مې بيادخوست دغرغښت په عاليسه ورپسې دخوست ښاري څانګې په لېسه كې دښوونكي په توګه دندې ترسره كړې .
دادبي هلوځلوپه اړه به ووايم چې شعرليكم،اورم اوخوښيوم يې ،نېږدې دڅلوروسووپه شاوخواكې ليكلي شعرونه به ولرم ، لدې سره په څنګ كې جريدو، ورځپاڼو، وېبپاڼواو مجلوته ليكنې وركوم،دځينومجلواو اونيزوسره دنېغ لاسنيوي وياړلرم ياني دمطالبو د كتونكي اومرستيال په توګه مې ورسره كاركړى،پدې برسېره نېږدې له پنځو كالو راهيسې دخوست په راډيواوتلويزيون كې كاركوم،اوپدې پنځوكالوكې په راډيوتلويزيون كې دنشراتودمدير،پروډيوسراووياندپه توګه پردنده پاتې شوى يم اوپه همدې موده كې مې دژورنالېزم په يوشمېركورسونوكې هم زده كړې وكړې ،همدارازپه پام كې لرم چې په خوست كې دشېخ زاهدپه پوهنتون كې خپلې نيمګړې زده كړې هم بشپړې كړم .
ب : څومره اثارموچاپ شوي او څومره ناچاپ پاتې دي ؟
ځ : ددردونوتاړاك په نوم مې دشعرونويوه ټولګه چاپ ده ، دستاريكوف په نوم ناول مې خپوردى ،له بينواوېبپاڼې ،زماله خپل وېبلاګ اوسلګۍ وېبپاڼې څخه خپورشوى د شعرونودوې نورې ټولګې چې يوه دغزلونواوبله دازادوشعرنواونظمونوده، ،دښوونيزو بنسټونوپه نوم پوهنيزاثراودادبي ټوټويوه ټولګه مې ناچاپ اثاردي .
لنډې كيسې مې په كم شمېرليكلي خوڅرنګتيايې تراوسه زمالپاره تردې بريده نده رسيدلې چې زړه مې اوبه ورباندې وڅښي .
ج : شعر ته مو څنګه مخه کړه ؟
ځ : زه هم نه پوهېږم چې شعرته به مې څنګه مخه كړي وي ،خويوازينۍ لامل يې هغه مينه بولم چې زمادزړه په برجونوكې پاچاهي كوي .
زه پدې انديم چې يوازينى ښه شعردمينې د دردله امله په زړه كې راټوكيږي ،اوبيايې انسان دتوروپه شكل دكاغذپرمخ كاږي ،ښايي ډېرشاعران ،ليكوالان اولوستونكي راسره پدې كې غږملي (همغږي ) وي اويانه وي خودازماخپل نظردي اودانظرپه ماباندې دخپل ژوندانۀ ماتوګوډو منلى دى .
پوښتنه : انسان شعر ته ولې اړتیالري ؟
ځ : لكه څنګه چې انسان مينې ته اړتيالري همداسې انسان شعرته اړتيالري ،زماپه اندې كه چېرې همداپوښتنه ( انسان شعرته ولې اړتيالري؟) يوڅوك په بل شكل كوي ،نووايي به چې انسان مينې ته ولې اړتيالري ،استادشافعي وايي ((ښايي داومنى چې هرانسان دژوندپه يوه دوره كې شاعروي ،انسان په هغه دوره كې دطبيعت له عادي ليدنوهم غږيږي اوله چاپېريال څخه هرډول حسي درك دهغه لپاره حيرانوونكي تازه ګي لري پدې مهال كې هغه پرشيانونوم ږدي اوله هغه څه سره يې تشبې كوي چې دۀ ته يې تشبې ورسره منلې ښكاري )) دپورتني نظرپه تاييدكه چېرې مينه نه واى نوشعربه هم نه واى ښايي پدې دوره كې دځوانۍ مستي ددې لامل وي چې دانسان حواس يې راپارولي وي ،پدې مرحله كې انسان له ځانه سره په زمزموكې ډېرې ښايسته موزونې غونډلې جوړولى شي اوښې تشبېګانې كوي ،دغه حس دمينې له زوره ويښ پاتې كېداى شي ،بې له مينې څخه داحس په همېشنې خوب ويديږي اومري .
دغه بيداري دتنكۍ ځوانۍ په مرحله كې رامنځته كيږي چې دانسان حواس راپاريدلي وي اودهرشي له ليدلوڅخه يوځانګړى خونداخلي .
داحقيقت دى چې انسان په مينه پايي اومينه ښكاره كولوته اړتيالري ،نولدې امله ويل كيږي چې شعردزړه هغه خبرې دي چې مينه يې راټوكوي ترڅوله مخې يې مينه ښكاره اودزړه درديوڅه ارام شي ،نوبېځايه به نه وي چې شعردزړه تسكين وبولو،دالامل دى چې انسان شعروېيلواو اوريدلوته اړتيالري .
ب :تاسوشعرڅنګه تعریفوئ اودشعربهرني او داخلي عناصرکوم ،کوم دي؟
ځ : ترننه پورې ډېروپوهانو،ليكوالانواوشاعرانوپه بېلابېل ډول شعرتعريف كړى خوهريوۀ يې ويلي دي چې دادشعربشپړتعريف ندى ،په ډېروپخوانيوتعريفونوكې شعرموزون كلام بلل شوى ،بياوروسته شعردزړه هغه غږ وبلل شوچې له يوزړه پورته شي اوپربل كينې ،په همدې ډول يې ډېرنورتعريفونه وشول ،خوداټول دپوهانواوپخپله دتعريف كوونكيولخوا
نيمګړي بلبل شوي ،ځينې اوسني ليكوالان شعرپه لنډه اهنګينه ژبه دفكراوتخيل عاطفي تړون بولي .
په همدې ډول شاعردنفسياتوانځورګراوعاطفي تعبيروونكى بلل شوى ،ځينې پوهان شعردانسان تجربه بولي اوځينې يې بياالهام بولي ، الاستدراك لومړى كس دى چې په
( ابغاالشير) نومي اثركې شعردانسان تجربه بولي ،نوموړى له مسلمانو كره كتونكوڅخه دى چې دشعري تجربې دتړاؤ په هكله ښايسته ډېرګړېدلى دى خوپه هرصورت دايو ډېر مفصل بحث ته اړتيالري ،ددې لپاره چې دستاسودپوښتنې له ځواب څخه بلې خواته تللي نوو،راځوار ځواب ته ،زه داجرئت نه كوم چې شعرتعريف كړم ،خودومره وايم چې شعردروح اوزړه تسكين او ارام دى ،شعرخوندور،تعجبورواوعاطفي كلام اويوخوږپيغام دى اوبلاخېره شعرمينه ده  .
راځودشعربهرنيواوداخيلي برخوته ،هرهغه څه چې دشعرپه اډانه اوتخنيكي جولې په جوړښت كې راځي دشعربهرني توكي اوعناصربللى شو،اوهغه څه چې دشعرپه شعريت ،تخيلي اودرنګينيوپه برخه كې راځي دشعرداخيلي عناصربللى شو .
كه ځيرشو،نودشعر وزن ،قافيه ،اډانه ،اسلوب ،اهنګ ،ايجاز،تشبېګانې ،استعارې،بڼه (عشقي،حماسي او . . .) اونوربهرني عناصربللى شو ،اودشعرداخيلي عناصرفكر،تخيل ،عاطفه ،جذبه ،اونوربللى شو .
پدې كې يوڅه دقت ته اړتياشته ځكه چې په شعركې دبديعي ښكلاوڅرنګوالى ،تصوير،موسيقي ،سمبولونه ،اساطير،دشعرحالت (اجتماعي ،سياسي اونور)دشعربڼه (عشقي،حماسي،تصوفي اونور) ،ذوق،تعجب ،تخيل ،اند،شعوراونور داټول هغه څه دي چې دشعرپه شعريت كې دخيل دى اوداډېره ستونزمنه ده چې يوڅوك يې پټوسترګوتفكيك وكړي اويايې سره بېل كړي ،ځكه چې ځيني دشعربنسټيزتوكي تخيل،عاطفه اوموسيقي بولي او فكر(اند) دشعركومكي توكى بولي ،لكه مخكې چې وويل شول ځينې كره كتونكي شعردانسان تجربه بولي اوځينې شعرالهام بولي ،ښايي دوى ټول يوڅه دلايل ولري ،دهغې له مخې داكوښښ وكړي چې وكولاى شي خپل نظرپه خلكو ومني ،دبېلګې په ډول د(ديلوېس) هغه نظر راخلوچې دخيال په اړه يې ويلى دى ،دى وايي  : ((هغه قوه چې خيال يې پنځوي (تخيل ) دى فكركوم په ذهني قواووكې بې له تخيله بله قوه نشته چې داسې مشكل تعريف ولري))
هدارازاحمدامين په (النقدالدبي ) نومي اثركې ليكي ،سره لدې چې دشعري كره كتنې په په ډېروكتابونوكې دتخيل په اړه ځانګړي فصلونه راغلي دي خوپه هېڅ يوۀ كې دتخيل درست اوسم تعريف نه ترسترګوكيږي .
په همدې ډول استادشافعي خيال دشعراوجوهرثابت عنصربللى ، دى وايي : خيال هغه قوه ده چې له تخيل څخه پنځيږي ،دقيق تعريف نلري،كه څه هم دهغې تعريف اوپېژندنه له ټول توان سره شوې ،بياهم مبهمه پاتې ده .
دپورتنيوپوهانوله نظرونوداسې ښكاري چې تراوسه دتخيل بشپړتعريف ندى شوى ،څرنګه چې تخيل ددوى په نظردشعرجوهربلل شوى ،نوبيابه شعرپه كوم دليل بشپړتعريف كړى شوي وي .
ج : ولې شعرمونږدژبي بډاینه بولو؟
 ځ : زه نه پوهېږم چې ولې ژورنالستان اواديبان دشعرپه اړه داسې پوښتنې كوي چې موږولې شعردژبې بډاينه بولواويادېته ورته نورې پوښتنې،داسې يې چېرې هم ندي ويلي چې ولې موږلنډه كيسه دژبې بډاينه بولو،ياولې ناول دژبې بډاينه اوداسې نور .
راځودېته چې شعردژبې په بډاينه كې همدومره ځاى لري لكه ناول يې چې لري ،لكه لنډه كيسه يې چې لري ،اوداسې نورنور يې چې لري .
داهريوفورم دژبې په بډاينه كې ځانته ځاى لري ،هېڅ يودبل ځاى نشي ډكولى ،اودهريوۀ په كمزورتياكې دژبې كمزورتيانغښتې ده ،اروښادريښتين ويلي دي چې ((پاكستان دعلامه اقبال په شعرونووياړي ،دهندنيمه قاره دټاګورپه نغموژوندكوي،همداسې شكسپېر، او نوروپه پخپلوادبي ملغروخپل ولسونه ژوندي ساتلي ،پښتانۀ دخوشالخان خټك ،رحمان باباغوندې غښتلي اديبان لري  )) په همدې ډول ايران دبېدل اوحافظ په مرغلروښايسته دى اوداسې نور.
بل ځاى كې ارواښادريښتين داقتباس پربنسټ وايي (( ژوندى ولس ژوندى ادب لري ))
نوهركله چې دكوم ولس ادب ژوندى نه وي دهغې ژبه هم ژوندى نده ،ځكه ،مړولس به څه ژبه ولري ،ايامړي هم غږېداى شي ؟ ددې پوښتنې ځواب بې له (نا) څخه بل څه ندى ،نوڅرنګه چې شعردادب يوه لويه برخه جوړوي نوبېځايه به نه وي چې وويودشعرپه مړاويتوب كې ادب هم مړاوي كيږي اوچې شعرنه وي نوادب هم نشي پايېدلى ،چې ادب ونه پايې نوژبه پخپله له منځه ځي .
پوښتنه : ځینې لیکوالان خپل شخصي غمونه پخپلوشعرونواونثري لیکنوکې په ولس ورتپي .تاسو دلیکوالانودې پنځونو ته څنګه ګورئ اودداسې شعرونوداینده په هکله مو نظرڅه دی ؟
ځ :كه دشخصي غمونوپه ولس ورتپلوڅخه مو،موخه دهغه اظهاراوڅرګندونه وي ،نو وېلاى شوچې شاعراوليكوال داړوندې ټولنې وګړي دى ،اوهرڅه چې په يوليكوال تيريږي په هماغه ټولنه كې دننه ورباندې راځي ،ددې (غمونو) ياماتوګوډو،ښواوبدوڅرنګوالى دټولنې په څرنګوالي پورې مستقيم اوياغيرمستقيم تړاؤلري ،كله چې يوڅوك ( شاعر او ليكوال) خپل ځانګړي غمونه ژاړي نويو لوستونكى كولى شي دهغې له مخې داړوندې ټولنې څرنګوالى درك كړي .
ياني كه يوليكوال ،ستاسوپه اصطلاح ،خپل شخصي غم په يوه لنډه كيسه ،داستاني طرحه،شعراونوروكې څرګندوي اوددې كيسې اوياداستاني طرحې كركټرپخپله ليكوال وي ،نوزماپه نظرليكوال هغه څه څرګندوي چې په اړونده ټولنه پورې اړيكي لري اودۀ (ليكوال ياشاعر)ته په اړونده ټولنه كې ورپېښ شوي وي ،اوددۀ له كيسې څخه لوستونكي هغه څه اخلي چې ورته اړتيالري ،زماپه نظرداد ليكوال اوشاعرحق دى چې دنوروګڼوموضوعاتوترڅنګ ( شخصي غمونه ) هم وليكي .
دبېلګې په ډول ،يوليكوال دشخصي ژونددڅرنګوالي په اړه وايي چې څه ورباندې تيريږي،په كورنۍ كې يې دژوندڅرنګوالى څه وړدى ،يايې دملګروناسته پاسته اودهغې څرنګوالى څه وړدى ،اوداسې نور،نوزماپه انددى (ليكوال ) هغه څه وړاندې كوي چې په اړونده ټولنه كې پېښيږي اوددۀ د(شخصي غمونو) بيانول په اړونده ټولنه كې دپېښيدونواوياترسره كېدنكوكړنويوه بېلګه ده .
ب : دلیکوال اولوستونکي ترمنځ څه حقوق وي ؟
ځ : ددې لپاره چې لوستونكي موهم بېځايه نه وي ستړي كړي ،نوپه لنډډول به ووايو ليكوال هغه څوك دى چې په ډېركوښښ اوزخمت سره هڅه كوي چې دخپل تندي خولې توى كړي اويوداسې څه ټولنې ته وړاندې كړې چې لوستونكيوته څه وركړي ،داكوم ساده كارندى ،ډېرفكراوخولوتويولوته اړتيالري ،اوهرهرڅوك ليكوال كېداى هم نشي ،ځكه چې يوليكوال بايدپه ليكنه كې دټوليزوكلتوري قوانينوخيال وساتي ،يوليكوال بايدپه هغه اړوندوڅانګوكې چې تخصص يې لري ،مسلكي پوهه پكې ولري ،اويايې دومره عملي كاراوليكوالي كړي وې چې له مخې يې ځان له هودې ايستلي شي ليكنې وكړي .دبېلګې په ډول كه يوڅوك دژورنالېزم په برخه كې څه ليكي نوبايددژورنالېزم له پوهنځي فارغ وي اويايې نېږدې ددريوكالوعملي كارترڅنګ دليكنويوڅه بېلګې وړاندې كړي وي ،ماناداچې اثاريې خپاره شوي وي ،په مجلو،جريدواواخبارونوكې يې تروړبريده كاركړى وي ،اوپه پوهنيزمركزكې يې عملي چارې ترسره كړي اوخلكوته يې دخپلوكارونومېوې وركړي وي  .
داهغه څه دي چې يوڅوك يې له مخې ليكوال زباتېداى شي اولوستونكي يې ليكونوته د(خو) ګوته نشي نيولى .
اولوستونكى هغه څوك دى چې تيارخواړۀ خوري ،بايدهمداسې وي ،ځكه چې ليكوال ،دهمدې لپاره ستونزه ګالي چې نوروته يوڅه وركړي،اونور ورڅخه ګټه پورته كړي .
لوستونكي بايدله ليكنې څه وړګټه پورته كړي ،دښې ليكنې لوستوته نوروهڅوي ، دليكوال په اړه پسې شاه پروپاګندونه وايي ،لوستونكى بايدپه محفلونواو نورځايونوكې دليكنې اوليكوال بېځايه سپكاوى ونكړي ،اوهغه څه چې حقيقت دى په هغې  سترګې  پټې نكړي اوداسې نور . . .
پوښتنه : زماچې کله هم له ادیبانواوشاعرانوسره خبرې کیږي هغوی خپلې هڅې دپښتوژبې خدای یې خدمت بولي .ایاکه څوک توان لرې چې دژبې د بډاینې  لپاره پانګه په کارواچوي   ترڅوپښتوژبه یوه تجارتي ژبه وګرځي اوتجربکار خلک ومومې ستاسو په نظر یې داسې لارې چارې  کومې کیدای شي؟
ځ : ښايي ستاسوپوښتنه داسې رالنډه كړوچې ، اياستاسوپه نظردپښتوژبې دبډاينې لپاره دپانګواچونوكومې لارې چارې شته ؟
داحقيقت دى چې په افغانستان كې له پښتوژبې سره ډېره جفاشوېده ،داځكه چې نېږدې په هرپېركې دهېوادسياسي،كلتوري اوپوهنيزسېستم دكورنيواوبهرنيولاملونوله مخې داسې عيارشوى كه په ځانګړي ډول ازادوټولنواوخواخوږوپښتنوليكوالانودزړه په وينوسره دپښتوچوپړته نه واى رادانګلې نوښايي دمهال په تېرېدوپښتنودخپلې ژبې اوكلتوري هويت تابوت ليدلى وى ،كه څه هم په ځېنوپېرونوكې ورته دوخت ددولت لخوايوڅه هڅې شوې خودنه تعقيبولوله امله هغه هم په كم وخت كې هېڅ شوي .
رابه شودار پوښتنې ځواب ته چې په دپښتوژبې دبډاينې لپاره دپانګې اچونې كومې لارې چاري شته اوكنه ؟ دژبې دبډاينې غوره لارې چارې دكتاب چاپول ،پلورل ،اخيستل ،ژباړې ،دعامه كتابتونونوجوړول ،دكتاب چاپولوموسېسې ،دكتاب په چاپولوكې د شتمنوخلكولاسنيواى اونوردي ،موږوينوچې په هېوادكې دننه اوسيدونكي پښتانۀ ددې وس نلري چې هرنوى كتاب وپيري ،يايوليكوال خپل كتابونه په خپل لګښت چاپ كړي ،لومړى خويوليكوال دخپل كتاب دچاپولولپاره پيسې نلري اوكه د چاپولولپاره يې په څه زوريوڅه پيسې پيداهم كړي بيايې كتاب نه پلورل كيږي اوهغه پيسې چې دكتاب په چاپولويې وركړي وي ،څلورمه برخه هم بېرته نشي ترلاسه كولاى ،لدې امله اړ دى چې خپل كتاب وړيا وويشي ،زماپه اندپه بهرنيواوشتمنوهېوادونوكې اوسيدونكيوپښتنوته دامسؤليت ډېرورپه غاړه دى  ،چې په هېوادكې دننه له ليكوالانواوټولنوسره دكتاب چاپولولپاره مرستې وكړي ،داكار دګډاوهراړخيزمسؤليت له مخې بايدترسره شي ،په بهرنيو شتمنو هېوادونوكې مېشت افغان فرهنګيان دې نوربهرميشتې افغانان هم دېته راوبولي چې پدې برخه كې مرستې وكړي اوخپله ژبه له مړاويتوب څخه وژغوري ،بهرمېشتي افغان ليكوالان دداډول مرستوراجلبولوترڅنګ ددې توان هم لري چې په پراخه پيمانه بېلابېلې ژباړې وكړي ،ځكه چې هلته ددوى له هېڅ ډول خنډسره ندي مخ ،له يوې خواشرايط ورته برابراوله بله پلوه يې دچاپ لګښت ددوى لپاره هېڅ دى .
بهرمېشتي افغانان داهم كولى شي چې له دې ځايه په پراخه پيمانه كتابونه مجلې اونور يوسي اوهلته يې افغانانودوړبيې په مقابل كې وكړي ،ترڅوله يوې خوادپښتو كتابونو، مجلواو نوروبازار يوڅه ګرم وساتل شي اوله بل پلوه يې دچاپولولپاره ښې بسپنې په لاس راوړي ،زماپه اندكه بهرمېشتي ليكوالان ،فرهنګيان اودپښتوژبې خواخوږي دالړۍ دوامداره وساتي بې له شكه چې دپښتوژبې په پياوړتياكې به پوره رول ولوبوي .
پاتې شوه پانګه اچونه ، په هرڅه كې دپانګې اچونه ددې لپاره كيږي چې يوڅوك يې له مخې ښه ګټه ترلاسه كړي ،زماپه انداوسمهال دپښتوكتابونو،مجلواونورولپاره دپانګې اچونې ښې لارې چارې  دادي چې يوڅوك (شتمن ) يې دخواخوږۍ له مخې ترسره كړي نه دګټې لپاره هغه پدې ډول چې په مركزاو ولاياتوكې داسې لوى كتابتونونه جوړكړي چې دمطبوعې اسانتياوې اونورولري اودهېوادپه كچه پكې دپښتوژبې كتابونه په پرتليزډول په نه ګټه مينه والوته وړاندې ،اوچاپ كړي ،داكارهغه مهال ترسره كېداى شي چې په مركزاولايتوكې دادبي ،فرهنګي ،كلتوري ،علمي اونوروټولنوپه لاسنيوي اومينه سره ترسره شي ،ترڅوددوى په مرسته يادشوي مركزونه مشهوراوخپل هغه مقام ته ورسيږي چې تمه يې كيږي ،كله چې نوموړي مركزونه مشهور شي نوبياكېدلاى شي چې لدې لارې وړګټه ترلاسه كړي اوخپله پانګه زياته كړي .
پوښتنه : تاسونه چې يواځې شاعراولیکوال یاست بلکه ژورنالیست هم یاست ایاهغه ژورنالیستان چې ادبیات یې نه دي لوستي او یا په بله ماناچې ژورنالېزم یې نه دی لوستئ ژبې ته یې نقصان رسي او کنه ؟
ځ : موږمخكې هم دليكوال اولوستونكي ترمنځ كوم حقوق دي ؟  دپوښتنې په ځواب كې دې ټكي ته نغوته وكړه چې ليكوال بايدمسلكي پوهه ولري ،يايې په عملي ډګركې دومره كاركړى وي چې له مخې يې يوڅوك دليكوال په صفت وپېژني ،په همدې ډول ژورنالست اوبل هغه څوك چې داړوندكارپه ډګركې مسلكي پوهه ،عملي كاراوتجربه نلري همداسې درواخله  .
كه يوژورنالست مسلكي نه وي،يايې ځانګړي كورسونه اونورنه وي تعقيب كړي اويايې هم په كوم علمي مركزكې ښايسته ډېرعملي كارنه وي ترسره كړى هرمروبه ډېره نيمګړتياولري ،نوكوم څوك چې له كچې ډېره نيمګړتيالري نوكاريې هم نيمګړى دى نوطبيعي ده چې دكاردنيمګړتياله شتون سره  تاوان هم حتمي دى  .
پوښتنه : اوسنئ پښتوغزل مونږ دکومو،کوموژبوله غزل سره تللئ شو؟
ځ : بختيارصيب ! داپوښتنه دې رښتياهم چې ګرانه ده ،زه خولومړى له سره غزل تللى نشم ،اوبيايې دنوروژبوله غزل سره تلل لاپسې ستونزمنه ده ،خوزه به كوښښ وكړم هغه تله پيداكړم چې غزل ورباندې له نوروژبوسره تلل كيږي .
ګرانه ! دومره به ووايم چې پښتوغزل اوس هرڅه لري ،زماپه اند دابه هغه څه وي چې زموږپه ګران هېوادكې دڅولسيزوترخوناخوالو،نادودو،اورورينواوويرجنوحالاتوزيږولي وي اولادوام لري ،دهرشاعرپه شعركې داسې يوڅه شته چې سړى ورباندې پوره حساب كولاى شي .
يودژبې دڅرنګوالي خبره ده اوبل دغزل ، داچې پښتوژبه څوك څومره ځواكمنه اويامنلې اويايې څومره ورسته پاتې بولي زماپه اند دا يوبحث دى ،اودپښتودغزل پرتله كول له نوروژبوسره دايوبل بحث بولم چې له لومړني هغه سره بېل دى ،ژبې خوډېرې دي ،زه چې له كوموسره اشنايم ،هغه فارسي ،اردو،انګليسي اوډېره لږه عربي ده ،خودانګليسي اوعربي ژبواشعارمې ندي مطالعه كړي ،دفارسي او اوردوژبې اشعارمې تريوه بريده مطالعه كړي دي،مګردهغوژباړوله مخې چې زموږګرانوليكوالانوكړې ،ياني له انګليسي ،عربي ،روسي،جرمني اونوروژبوڅخه يې يوڅه شعرونه ژباړلي دي كېدلاى شي دمشت نمونۀ خروارپه ډول دغه پرتله دنظرپه ډول شوني شي .
پوښتنه له نوروژبوسره دپښتوداوسني غزل دتللو(پرتلې)ده ،دپښتو(غزل) هغه څه لري چې داردواوفارسي غزلونه يې نن سبالري،پدې برسېره نورې ژبې لكه عربي،انګليسي ، روسي ،جرمني اونورې ،پدې اړه دهغوژباړل شويوشعرونوله مخې چې يونيم مې چېرې اورېدلى اوليدلى دى ،وېلاى شم چې پښتوغزل ترې كم ندى ،لكه مخكې مې چې دمشت نمونه ئ خروار خبره وكړه ،نوځكه مې دلته په برسېرن ډول ووې چې پښتوغزل ترې كم ندى ،كه چېرې مې ماپخپله ددې ژبوشعرونه لوستى واى نوبيابه مې خبره په غوڅ ډول كړى واى ،ګني زړه مې دابشپړه ګواهي راكوي چې پښتو(غزل) ديادشويوژبودغزلونوپه كتاركې درېدلى شي،خولدې ډېرڅه ځكه نشم وېلاى چې ښايي كه زه دا ادعاوكړم او پرځاى هم وي ،كره كتونكي به يې په پټوسترګووبولي ،نولدې امله ادعانه بلكې دانظر لرم چې  پښتوغزل ديادشويوژبوپه كتاركې درېدلى شي .
ب : لنډۍ دغم زېږنده ده که دخوښۍ ؟
ځ : بختيارصيب ! له دې پوښتنې سره يوه خاطره راپه يادشوه ،هغه داچې ،زموږپه كلي كې يوه زړه ښځه وه ،ټولوكليوالوبه زړه ادې بلله ،دا زړه ادې به چې له ګوښه ناسته وه ،نوله ځانه سره بې يې په ټيټ وازلنډۍ وېلې،دماشومتوب دوختونوكيسه ده چې يوه ورځ دغه بوډۍ دخپل كور د دروازې ترمخ ناسته وه ټپې يې وېلې ،زه په لار روان وم خوچې كله مې دهغې اوازترغوږشونوډېرخونديې راكړ،دغلۀ غوندې غلى غلى دشا له لوري ورغلم او ورته درېدم ،دهغې يوه لنډۍ مې اوس هم په يادده چې ويل يې  :
 په كمربندكې به دې ګل شم ** كه په مرميومې ساتلى شې مينه .
كله چې هغې بوډۍ داسندرې وېلې نو ورسره ژړل يې هم ،زه غلى دهغې له شاڅخه ليرې شوم،ماوې چې زړه ادې دې ونه ويني ،بېرته ترې وګرځېدم ،ډېروخت تېرشو،مابه هغه لنډۍ له ځانه وېيله ،يوه ورځ دهمغې بوډۍ يوزوى ؤهغه هم ډېرسپين ږيرى ؤ،دهغې په مخ كې مې همداټپه ووېيله هغې راته ووې چې بچيه داسندره دې له چازده كړېده ،ماورته ځواب ورنكړ ورته ومې خندل ،هغې په ټوكوراته ووې چې زماد ادې سندرې مه وايه . 
داچې نوموړې بوډۍ به ولې ژړل زه نه پوهېږم خويادې شوې بوډۍ يوه خبره كړې وه چې هغه كله ناكله لنډۍ دخوښۍ پرمهال وايي اوكله بيادخپګان پرمهال .
 اوس به را شودپوښتنې ځواب ته ،كه په لنډډول ووايونولنډۍ هم دغم اوهم دخوښۍ په وخت كې ويل كيږي،داكومه حيرانوونكي خبره نده چې لنډۍ دې هم دغم پرمهال وويل شي اوهم دخوښۍ ،ځكه ،كه چېرې موږووايوچې كله ناكله انسان دخوښۍ پرمهال هم ژاړي نوبې لدې چې حيران پاتې شئ داخبره راسره منۍ چې انسان كله ناكله دخوښۍ پرمهال هم اوښكې څڅوي ،په همدې ډول لنډۍ هم دخپګان پرمهال وېل كېداى شي اوهم دخوښۍ ،نوكله چې لنډۍ په دواړوحالاتوكې وېل كېږي نولنډۍ هم دغم زېږنده بللى شواوهم دخوښۍ .
لكه څرنګه چې دلنډيوډولونه توپيرسره لري همداسې يې اغېزتوپيرسره لري ،حماسي لنډۍ ګوښۍ اغېزلري ،عشقي بېل اوداسې نورې درواخله .
پوښتنه : ډیرشاعران شعري الهام ته دشعر ښاپرۍ وایې ایا تاسو ته داښاپرۍ په کوم  ټاکلی وخت کې راځي که څنګه ،او له ځومره وخت راهیسې ورسره اشنا یاست ؟
ځ : بختيارصيب ! ستاسوپوښتنې دلومړۍ برخې په اړه به ووايم چې ماته په ټاكلي وخت كې كوم الهام ندى شوى  اونه زه پدې پوى شوى يم چې ماته دشعرښاپېرۍ په كوم مهال كې راځي،نولدې مالوميږي چې شعرمې هم په كوم ټاكلي وخت كې ندى ليكلى .
رابه شودپوښتنې ددويمې برخې ځواب ته چې له څه وخته راهيسې له الهام سره اشنا ياست؟  نېږدې اته كلن اونهه كلن به وم چې مابه مات ګوډشعرليكۀ ،دهغې مهال ځينې شعرونه اوس هم لرم ،خوداشعرونه دازادوسندروپه بڼه دي ،اوكه هغه مهال به مې دغزل په بڼه څه ليكل هم نوزه نه پوهېدم چې داغزل دى ،څلويزه ده اوكه نظم ،پاتې شوه دالهام داشنايۍ خبره ،هغه مهال زه نه پوهېدم چې الهام څه شى دي ،خوشعرونه به مې هغه مهال ښه جوړول چې له ښوونځي به راغلم اويابه دجمعې ورځ وه ښوونځي ته به نه تلم نولينده به مې راواخيسته دمرغكيوپه ښكارپسې به له كوره ووتم ،دامهال به مې ښه شعرونه جوړول ،زه په همغه سن وسال كې هم له خپل شعره څخه راضي وم ،ځكه چې زه لاپه لومړني ښوونځي كې وم چې مابه دښوونځي لپاره ترانې جوړولې ،اوكله به چې دښوونكيو لخواورته هركلۍ وويل شو،نوزه به ډېرخوښ وم .
نورنوزه نه پوهېږم چې دشعرله ښاپېرۍ سره به له كوم مهاله راهيسې اشنايم .
ب : ستاسو په نظرایا رښتیاشاعر له ښاپرۍ سره بلد دی اوکه خلکو ته دا تاثر ښایې چې شعر ویل دومره اسانه کار نه دي ، اوولې یې دشعر دښاپرۍ په نوم نوموي ؟
ځ : پدې كې شك نشته چې شاعردشعرله ښاپېرۍ (الهام) سره بلددى،كه چېرې يوڅوك لدې ښاپېرۍ سره اشنانه وي نوڅنګه به وكولاى شي شعروليكي،اوداچې ولې يې دشعر دښاپېرۍ په نوم يادوي ،ښايي پدې اړه شاعران بېلابېل نظرونه ولري اوديونظرپلوي شاعران ورته خپل دلايل ولري ،خوزماپه نظرشاعران دخپل شاعرانه مزاج له مخې شعري الهام دښاپېرۍ په نوم يادوي او دايوشاعرانه ،ښايسته او دشاعردزړۀ لپاره منلى نوم دى چې اوسمهال يې كارونه معمول شوېده ، بې له ښاپېرۍ به بل داسې شاعرانه اوښايسته نوم كوم وي چې دشعرالهام لپاره يې وكاروي  .
زماپه انددانوم ددې لپاره هم ندى كارول شوى چې ګني يوشاعرخلكوته داوښايي چې شعرويل اسان ندي ،داخويو واقعيت دى چې شعرويل اسان ندي ،كه اسان وى نو،دنړۍ پرمخ په ترېلياردونوانسانان ژوندكوي ،دوى ولې شاعران ندي ،سره لدې چې هرانسان شعر خوښوي ،اوري يې اوله اوريدوڅخه يې خونداخلي .
پوښتنه :ستاادبي نظریه څه ده ؟
ایانن سباله تصوف سره انصاف کیږي او کنه البته په شاعرۍ کې؟
ځ : بختيارصيب ! كه څوك وايي چې اوسمهال په شاعرۍ كې له تصوف سره انصاف نه كيږي ،اوياپخوالدې ورسره انصاف ډېركېده ،اوداسې نور،ښايي پدې كې هم بېلابېل نظرونه شته وي ،زماپه نظرپه دنياكې تراوسه هېڅ كارداسې نشته چې هغه دې اړوندې ټولنې لپاره منلى هم وي اوله پامه دې يې هم غورځولى وي ،اويادې له پخواڅخه ورته كمه پاملرنه شوي وي ،خوشكل اوډول به يې بدلون موندلى وي ،داځكه چې هركاردمهال له غوښتنې سره سم ترسره كيږي اوبايدداسې وي هم ،دكلاسيك شعراډانه ،اسلوب اوڅرنګوالى بېل دى اود اوسني شعربېل ، كه كلاسيكو شاعرانوپه شعركې يوډول تصوف څرګنداوۀ نواوسني شاعران يې په بل ډول څرګندوي ،زه چې اوسني شعرونه لولم نو زماپه نظرپكې تر وړبريده تصوف شته ،داچې ډول ،ترز اوتفكر يې بدل دى دابېله خبره ده .
په مركه كې به په ځانګړي ډول دكوم شاعرنوم ځكه نه اخلم چې ښايي دزړه نازكخيالي به داجوازنه راكوي چې دكوم شاعرنوم واخلم اوهغه بل راڅخه پاتې شي ،زه نېږدې دټولوشاعرانوپه شعرونوكې تصوف وينم اودمهال له غوښتنوسره سم تروړبرېده پكې له تصوف سره انصاف هم شويدى .
ب : ادبي ناستوپښتوادب ته څه ورکړي او کنه ؟
ځ : ولې نه ،مخكې لدې چې په دې اړه څه ووايم ،راځم هغومخكنيوخبروته چې ستاد مخكې يوې پوښتنې په ځواب كې مې ويلې چې د پښتوژبې دبډاينې لپاره دپانګواچونې په اړه دې كړې وه ،كه په يادمووي ماهغې پوښتنې په ځواب كې وويل چې په افغانستان كې له پښتوژبې سره جفاشوېده ،مايې لاملونه هم وښودل چې په هرپېركې دهېواد سياسي ،كلتوري اوپوهنيزسېستم دكورنيواوبهرنيولاملونوله مخې پښتوله پامه غورځول شوې ،بياماووې چې كه په ځانګړي ډول ازادوټولنواوخواخوږوپښتنوليكوالانودزړه په وينو سره دپښتوچوپړته نه واى رادانګلې نوښايي دمهال په تېرېدوپښتنودخپلې ژبې او كلتوري هويت تابوت ليدلى وى .
نولدې امله وېلاى شو چې همدا ادبي ناستې دي چې پښتوادب يې په پښودرولى ،زه پخپل نظرافغان ادبي بهيرددې چوپړسرلارى بولم ،زماپه اندزمالدې ادعاسره دپښتوژبې ټول خواخوږي غږملي دي چې افغان ادبي بهيردپښتو دنى په وچ ستوني كې ساه پوكلې اونغمه كړې يې ده ،په اوازيې راوستلې اوله سكوت څخه يې ژغورلې ده ،ورپسې نورې ټولې هغه ټولنې چې په ننګرهار ،كندهار،خوست ،لوګر،پكتيا،كابل ،وردګواونور و ولايتونواوحتى سعودي عربستان ،جرمني،امرېكااونوروبهرنيوهېوادونوكې جوړې شوې هغه ناستې دي چې پښتوادب ته يې ډېرڅه وركړي اوپرځاى چوپړونه يې ترسره كړي .
كه چېرې ددې ټولنوپرلپسې ناستې نه واى نوددولت لخواخودپښتوپرستوني پښه اېښودل شوې وه ،ښايي يووخت يې ساه بنده شوى واى اوښايي موږهم اوس په پښتوژبه سم نشواى ګړېدلاى .
پوښتنه :ایادپښتونثري بهیر نه مطمین یاست ؟
بختيارصيب ،كه موخه مودنثري بهيرڅرنګوالى وي ،نونېږدې نوي سلنه ډاډه يو،اوكه موخه مويې څرنګتياوي نولاډېركارته اړتياده ،ځكه چې پښتوژبې له بهرنيوژبوڅخه شوې ژباړې اوڅيړنې ډېرې كمې دي ،لاډېره اړتياده چې څيړنې اودنړيوالواثاروژباړې  وشي ،دغه كارله يوې خواډېرستونزمن اوله بلخواډېروخت ته اړتيالري ،نولدې امله موږنشوتوانېدلى چې بې دكوم منظم خوځښت له لرلواوبې له كومې يوګړې پښتوټولنې يوپه يو داكارترسره اوياده شوې تشه ډكه كړو .
ب :چارواکوته دپښتودبډاینې لپاره څه کول پکاردي؟
 ج :نه پوهېږم چې كوم چارواكي يادوې ،هغه چارواكي چې په بُن ښاركې يې پرېكړه كړېوه چې ترمينالوجي به په پښتووي ،نوربه دپه هېوادكې پښتو اوفارسي دواړه رسمي ژبې وي ؟ كه موخه موهمداچارواكي وي نوهغوى ته خوځكه څه نه وايم چې پخپلوپرېكړويې څه وفا كړېده پاتې زمادخواراوعاجزبنده خبرې اوياهم دپښتودبډاينې لپاره دڅه كولوتوصيه ؟
ج : هغه څه چې باید شوې وای اولا نه دې شوې  البته دپښتوادب دپیاوړتیا اوبډاینې له پاره ؟                
ځ : ښايي ستاسوپوښتنه داسې وي : ستاسوپه نظرهغه څه چې دپښتوادب دپرمختګ لپاره يې كېدون لازم ؤتركومه ځايه شوي  ؟ يا،اياستاسوپه نظردپښتوادب دپرمختګ لپاره تروړبريده كارشوى ؟
كه پوښتنه موهمداسې وې ،(خداى دې وكړي چې زه تېروتى نه وم ) نوپه لنډډول به ووايم چې په هېوادنۍ كچه هغه څه ندي شوي چې بايددپښتوژبې دپرمختګ لپاره شوى واى ،اوله بل پلوه كه ځيرشونوپدې ترينګليوشرايطوكې دپښتوادبي ټولنومنلى كارهم كړيدى ،خوداكارپه ځانګړي ډول ترسره شوى ،نه دكوم منظم خوځښت له مخې ،كه نړيوالوته وګورونودهغوى كارداړوندودولتونوپه مټ سره شوى،ددولتونوپه مټ سره ترسره شوى كارچې بياولس هم ورسره غږملى وي بشپړه مېوه وركوي اوپه ځانګړي ډول كاردهغه په مقابل كې هېڅ دى ،دومره كارلكه دپښتولپاره ناپېيلوادبي ،كلتوري اونورو ټولنو كړيدى،په نوره نړۍ كې په داسې ډول ندى شوى ،اوداكارچې دپښتوناپېيلوادبي ټولنو كړى اوهغه هم په ترينګليواوزيږوشرايطوكې ،په رښتياسره دستاينې وړدى .
پ : په اخرکې دسمسوردویبپاڼې دسمسورتیا له پاره موتوصیه څه ده
اودسمسورویب پاڼې مینه والو ته مو پیغام  څه دی؟
ځ : بختيارصيب په دومره كم عمراوكمه تجربه كې به زه څه توصيه اوپيغام ولرم ،دسمسورپاڼه دې خداى [ج] همداسې سمسوره لري اودسمسورپاڼې مينوالوته مې پيغام دادى چې زه ددوى دپيغام دارويدوليواله يم چې داوريداله مخې يې تجربې ترلاسه كړم اويونوي څه ترې زده كړم .
بختیار:مننه چې ددومره مصرفیاتو باوجود موهم زمونږ پوښتنو ته ځوابونه وویل کورمو وادان صاحب .
شمس : ګران بختيارصيب له تاسوڅخه هم مننه كووچې دسمسورپاڼې له مخې مودپښتوژبې دبډاينې اوچوپړلپاره بډې رانغښتي دي ،له سپېڅلي څښتن څخه درته برياليتوبونه اوښېرازۍ غواړو .

 
بېرته شاته