لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دښاغلي عبدالهادي حيران سره مرکه
لیکوال: بختيارځدران   نېټه: 02.06.2007   خپرونکئ:    

عبدالهادي حيران صاحب سلامونه مينه!
 پوښتنه ـــــ که څه هم تاسو د تعارف محتاج نه ياست خو بيا هم د سمسورد پاڼې قدرمنو مينه والو ته په لنډ ډول ځان ور وپېژنئ؟
ځواب ـــــ  :نوم مې عبدالهادي او تخلص مې حېران دى. د ١٩٧٩ مېلادي کال د اپرېل په ٢٧مه نېټه د کندوز ولايت، قلعه ذال ولسوالۍ په جنګارک کلي کې زېږېدلى يم. فعلاً په پېښور کې اوسېږم.
پوښتنه ــــــــ : صاحب تاسو ماشاءالله ډېر فعال ياست په ادبي حلقوکې مثلاً:په سيمنارونواو ادبي غونډو کې برخه اخلئ .د عامو راتلونکو، اويا د ادب او د شعر دمينه والو ونډې اخستو ته څنګه ګورئ؟
ځواب ـــــ :ادبي غونډې په څو ډوله وي. يو ډول هغه دي چې خالص علمي او فکري بحثونه پکې کېږي. داسې غونډو ته خو عام خلک نه راځي او نه يې راتلل پکار دي. دوهم عام ډول مشاعرې دي چې هغو ته د عامو خلکو راتګ ښه دى خو متاسفانه پښتو مشاعرې تراوسه پورې دومره پرمختګ نه دى کړى چې عام اورېدونکي ورته راشي. پښتو کتابونه لا تراوسه عام لوستونکي نه لري نو مشاعرې خو لا ډېره لرې خبره ده. يواځې شاعران د يو بل شعرونه اوري او نور خېر خېريت دى. زه خو وايم چې په دغسې مشاعرو کې د عامو خلکو ګډون ته ډېره اړتيا ده خو دا هله کېداى شي چې پښتو يو ځل په دولتي سطحه ومنل شي او بيا يې په عامو خلکو کې د خورولو لپاره کار وشي.
پوښتنه ـــــ :کره کتنې ته څومره اړتيا شته او کره کتونکی بايد د څنګه استعداد خاوند وي؟
ځواب ــــــــ :کره کتنه د ادب يوه مهمه ستن ده. څومره چې په ادب کې شعري او نثري ليکنو ته اړتيا ده د هغې په څو چنده زيات کره کتنې ته اړتيا ده ځکه چې د کره کتنې د شتون په صورت کې ښه او اعلى ادب مخې ته راځي. او کره کتونکى خو ښکاره خبره ده چې بايد يو عالم او نظرلرونکى تن وي. يوه ډېره مشهوره خبره ده چې کره کتونکى د چا د ليکنې کره کتنه کوي بايد له هغه څخه څو چنده زياته پوهه ولري. داسې نه چې يو سړى د قافيې او رديف ترمنځ توپير نشي کولاى، د خاکې او تکل په بېلتون نه پوهېږي، او هغه د صديق پسرلي د شعرونو کره کتنه کوي.
پوښتنه ــــــــ : البته دا زما نظر دی چې اکثره شاعران په چنار پورې زانګي، يعنې د کاروان صاحب د شعرونو ټولګه (چنار خبرې کوي)، او ځينې ليکوالان پدې اند هم دي چې بايد شعر دا څو وتلي شاعران وليکي، او که څوک شعر ته مخه کوي بايد چې له دوی نه ښه شعر وليکي ګنې بايد هيڅ شعر ونه ليکي، ستاسو نظر څه دی؟
ځواب ــــــ :پيرمحمد کاروان زمونږ د هېواد د نوي شعري خوځښت امام دى. او د نويو شاعرانو د هغه د کتابونو (که هر يو وي) څخه اغېز اخيستل او بيا په هماغه فکري او فني سبک خپل اسونه ځغلول بېخي طبعي خبره ده. خو ددې مطلب دا هيڅکله نه دى چې يواځې کاروان صاحب دې شعر ليکي او نور خلک دې توبه وباسي. بيا هم ښه خبره دا ده چې څوک شعر ليکي بايد ښه يې وليکي. که چا ښه شعر وليکلو نو ګټه يې کاروان يا بل کوم لوى شاعر ته نه بلکې په خپله هماغه شاعر ته رسي چا چې ليکلى وي. د خوشحال خان خټک او رحمان بابا په زمانه کې به هم په سلګونو شاعران موجود وه خو يواځې دا دوه شاعران ولې تراوسه ژوندي دي؟ وجه يې يواځې دا ده چې دوى ژوندۍ شاعري کړې ده. که په دې وخت کې چا ژوندۍ شاعري وکړله راتلونکي کې به ژوندى وي، او که هسې ساعت تېرى يې وکړ، بس تېر به شي او هېر به شي.
 پوښتنه ــــــ : خدای (ج) انسان ته خوښه ورکړې او هم يې رنګ رنګ رنګونه ورته پېدا کړي، پوښتنه مې داده چې ستا کوم رنګ شعر خوښېږي، اوکه ځانګړنې يې راته په ګوته کړئ؟
 ځواب ــــــــ : زما هغه شعرونه خوښېږي چې د انساني ژوند د حقيقتونو ريښتينه انځورګري پکې شوې وي او له تصنع څخه پاک وي. هغه شاعران چې ټولنې ته په ريالستي نظر ګوري، حقايق درک کوي او د تورو (ټکو) په صحيح استعمال قدرت لري، کولاى شي داسې شعرونه ووايي چې د هر چا د زړه غږ وي، او دغسې شعرونه په ټولو خلکو ښه لګي.
پوښتنه ــــــــــ الف: په شعر او ادب باندې د امن ثبات رول څه وي ؟
 ځواب ـــ الف :لکه چې مخکې مې ويلي، شعر د ژوند عکس دى؛ کومه ټولنه کې چې امن او ثبات وي هلته به د شاعر سوچ د خوشحالۍ ښکارندوى وي او د هغه د شعرونو نه به خوښي څاڅي خو په کومه ټولنه کې چې امن او ثبات نه وي نو هلته به د شاعر شعر د درد څړيکه وي او په خپل همدغه صورت کې به څرګندېږي.
ب :جوته خبره ده چې له بدامنۍ نه په شعر کې د شعريت نه شعارزياته ونډه لري پوښتنه مې داده چې شعار شعر ته څه نقصان لري؟
 ځواب ـــ :ب :شعار خو له سره شعر نه دى، شعار شعار دى او شعر شعر دى. کوم خلک چې څه خاص ډول نارې په نظم کې ليکي نو هغه منظومې ليکنې بللاى شو، خو شعر ورته نه شو ويلاى. هو! شاعر انسان دى او هر انسان خپل سوچ، فکر او نظر لري. نو که کوم شاعر يوه سياسي او ادبي نظريه لري او هغه د هغه په شعر کې په داسې ډول راڅرګندېږي چې پروپاګنډ نه وي نو دغه ادب دى.
ج : ژباړې د ژبې په وده کې څومره رول لوبولی شي؟
ځواب ـــ :ج :ژباړې ډېر مهم رول لري. ژبه د ټولنې او قام بنسټ دى او په نړۍ کې هر قام خپل ځانله جلا روايتونه، رسمونه رواجونه، کړه وړه، معيارونه او قدرونه لري. په ځانګړې توګه د وروسته پاتې ټولنو لپاره د پرمختلليو ټولنو د ادبي اثارو ژباړې ډېرې ګټورې ثابتېږي ځکه چې ددې نه مونږ ته معلومات کېږي چې نړۍ د ادب، سوچ او معيار په کومه خوا روانه ده او مونږ دغې خوا ته څو فيصده خپله لاره سمه کړې ده.
    پوښتنه ــــــــــــ : په راتلونکي کې د پښتو ژبې د بډاينې لپاره  څه کول پکار دي؟  
ځواب ــــ :دا يوه ډېره درنه پوښتنه ده او په دې موضوع د پوهېدو لپاره يو پراخ بحث ته ضرورت دى. که مونږ په خپل خواوشا او نوره نړۍ نظر واچوو او له هغې وروسته بيا خپل ځان ته متوجې شو، نو وبه ګورو چې مونږ څومره وروسته پاتې يو. يواځې ددې خبرې نه دا اندازه کېداى شي چې زمونږ په ګاونډ کې او د نړۍ په سطحه د پښتو نه ډېر وروسته منځ ته راغلې ژبې په بهرنيو ژبو او سيمو کې لوستونکي پېدا کوي خو مونږ په دې غم کې يو چې پښتانه به پخپله څنګه دې ته تيار کړو چې پښتو ووايي. دا زمونږ د کمزورۍ څومره ستر دليل دى! زمونږ مشران او پوهان چې په هره غونډه کې په ستيژ ودرېږي او يا په کومه مرکه کې خبره کوي نو بس دا يوه خبره تکراروي چې پښتانه پخپله پښتو نه وايي. ايا دا څه نامعلومه يا پټه خبره ده؟ بې شکه چې نه ده. پښتانه ډېر په تېزۍ سره لګيا دي پردۍ ژبې خپلوي او زمونږ راتلونکى نسل د پښتو نه اوړي. دا اوس څه پټه پناه خبره نه ده. ستونځه دا ده چې په دې څوک غور نه کوي چې داسې ولې کېږي؟ وجه څه ده چې پښتون په اردو، فارسي او انګليسي ويلو فخر کوي، خوشحالي محسوسوي او په پښتو ويلو شرمېږي؟ ددې وجه معلومول پکار دي او په هغې خبره کول پکار دي. تش په دې ناره کار نه کېږي چې پښتانه دې پښتو ووايي.
زما په نظر د يو قام په جوړښت او پرمختګ کې د هغه قام ژبه، کولتور او اقتصاد اساسي رول لوبوي. انسان تر هر څه اول انسان دى، بيا نور څه دى. او چې انسان دى نو ښکاره خبره ده چې هغه به په دې نړۍ کې او ددې نړۍ په خورو ورو ټولنو کې ژوند کوي. د ژوند کولو لپاره چې کومو وسايلو ته اړتيا ده هغو ته هر انسان يو شان محتاج دى. اوس چې يو انسان د ژوند اسانتياوې او اړتياوې په انګليسي يا اردو او يا د بلې ژبې په ويلو ترلاسه کوي نو هغه به پښتو ولې وايي او د هغه بچي به د پښتو زده کړې ته ولې چمتو کېږي؟ هرکله چې زمونږ اقتصاد صفر دى، د ژوند په هره چاره کې د نورو مرستو ته محتاج يو، کولتور مو دومره وروسته پاتې دى چې پخپله پرې شرمېږو نو بل څوک خو لا ډېره ليرې خبره ده چې خپل يې کړي، نو ژبه به مو څه پرمختګ وکړي او څه به يې خلک ووايي.
زمونږ ژبه چې تراوسه پورې کوم ادب لري دا يواځې د شوقي ليکوالانو تخليق دى، د ضرورت تر مخه يو فيصد کار هم نه دى شوى. تر څو پورې چې دا ژبه د خلکو ضرورت نه وي ګرځېدلى تر هغې يې هيڅوک ويلو ته نه تيارېږي، او چې کله دا د خلکو ضرورت شو، خلک به يې پخپله په ويلو پېل وکړي، او بيا به وګورئ چې دا ژبه کوم ادب او کومو ليکنو ته اړتيا لري، او څومره تشې لري هغه په څو مياشتو کې پوره کېږي او کنه.
 پوښتنه ـــــــ  بايد نوی ليکوال د خپلې ليکنې د تکړه والي او پياوړتيا لپاره کومه لاره غوره کړي؟
ځواب: لږ دې وليکي او ډېر دې ولولي.
 پوښتنه ــــــ  شعري غلا څه ته وايي او د شاعر لپاره يې مضر اثرات څه دي؟
ځواب:غلا خو غلا ده. چې کوم سړى غل وي هغه شاعر هيڅکله نشي کېدلاى. غلا کول پخپله يو مضر کار دى، اثرات خو يې سل فيصده مضر دي. په ادب کې غلا هغه ده چې د چا خيال پټ کړاى شي او يا د هغه د لفظونو جوړښت په خپلو ليکنو کې استعمال کړاى شي.
يو توارد دى. توارد دې ته وايي چې دوه شاعران په يوه يا بېلابېلو عصرونو کې يو بل ته ورته خيال وړاندې کړي او هغوى د يو بل نه خبر نه وي. دغه خو نو ګناه نه ده. او بله خبره دا ده چې د يو شاعر يا ليکوال د يو بل شاعر يا ليکوال خيال خوښ شي او بيا هماغه خيال په خپلو لفظونو کې په بل ډول بيان کړي خو دا وضاحت ورسره وکړي چې دا خيال د پلانکي شاعر يا ليکوال دى او يا دا ليکنه د هغه په تاثر کې شوې ده، نو دا ادبي ديانت ګڼل کېږي او بده خبره نه ده.
پوښتنه ـــــــــــــ : په اخر کې که راته ووايئ د سمسور د برېښناپاڼې د لا ښه والي لپاره څه کول پکار دي؟
        ځواب ـــ :د صاحبزاده فېضي يو شعر دى
د پښتو شاعران ډېر دي خداى دې ډېر کړي
چې غزل باندې پوهېږي درې څلور دي
په پښتو کې خو اوس د خداى فضل دى ډېرې برېښناپاڼې جوړې شوې دي او هره يوه لګيا ده د يو بل څخه د ځانګړې کېدو کوښښ کوي. دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده او سمسور برېښناپاڼې ته پکار دي چې د ځانګړتياو د پېدا کولو په هڅه کې وي. داسې کتابونه، سندرې، شعرونه او ليکنې په ليکه کړي چې هغه په نورو برېښناپاڼو کې نه وي. او بل دا چې په ځينو داسې موضوعاتو بحثونه، مرکې او ليکنې خپرې کړي چې کومې بحث او د خلکو د ذهني ودې لپاره بحث کېدو ته اړتيا لري. پښتو لا په دې مېدان کې ډېر کار ته ضرورت لري او دا زمونږ او ستاسې او د ټولو مسئوليت دى چې بايد اقدام ورته وکړو.
او صاحب ستا سو د سمسور د پاڼې د مينه والو دپاره پېغام څه دی؟
ځواب: زما پېغام دا دى چې پوهه ترلاسه کړئ او مينه خوره کړئ، همدا د کاميابۍ لاره ده
بختيار: له تا سو نه مننه چې وخت مو راکړ او زمونږ پوښتنو ته مو ځوابونه ورکړه
حېران: ستاسې نه هم مننه چې ددغو څو ټکو د څرګندولو چانس مو په لاس راکړ

 
بېرته شاته