لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
رابندرا ناتھټاګور
لیکوال: الحاج مولوي زین الله منلی   نېټه: 21.05.2014   خپرونکئ:   سمسور  
ژباړه : څېړندوی الحاج مولوي زین الله منلی

 وروستی ازمېښت او درس

بڼ کې تیاره خپره وه. ګورو ګوبیند سینګھـ یوازی ناست و. ښکاره نه ده چې ده تکیه وهلې وه څه فکر به یې کاوه . ده چورت واهه او د خپل ژوند په داستان کې یې فکر کاوه. ویل یې: ډېر کارونه می وکړل . ما د ټول بهارت ښیګڼه غوښتله. څومره ښه! اوس خو خپل دې مطلب ته و نه رسېدلم چی بهارت ودان کړم. اوس نو له ما سره د څه څیز ډار دی ؟ آیا دا خبره له ما څخه هیره ده چې ژوند می څرنګه عبث تېر شو .
په دې تیاره ماښام مهال د ده پر زړه باندې د هیواد د ودانۍ ارمانونه تېرېدل . دی په دې غم کې ورک ناست و او سترګی یې له اوښکو ډکې وې . 
په همدغه د غم په مهال یو پښتون راغی او په مخکی ورته ودریده . 
پښتانه ورڅخه وغوښتل چې : “ زه نن هیواد ته ځم. ما چی تا ته هغه اس درکړی دی د هغه قیمت راکړه” په چورتونو کې ډوب شوی ګوروجي ورته وویل : “ زه اوس په یو کار لګیا یم سبا ته راشه او په خوښۍ خپلی پیسې واخله او ځه په خیر” 
پښتانه ورته په تندۍ وویل : “ نه ، نه، زه نور صبر نه شم کولای. همدا نن پیسی غواړم . زه به تر څو پورې تاته ګورم ؟ “ ټول سیکهان بد او بد معامله دي . ګوروجي یې کلک له لاسه ونیو او پیسی یې ورڅخه غوښتلې.
نور د ګوروجي صبر د پښتانه سرزورۍ ته و نه شو، خپله توره یې ورپسې را واخیستله او پښتانه څخه یې سر پرې کړ. پښتون په سرو وینو کې ړپیده . 
ګوروجي په خپله خوله لاس کښېښود او حیران شو چی دا مې څه بد وکړل.
په چورت کې شو چې زما وخت نور پوره شوی دی. د پنځوسو کالو تورې نن راته غم جوړ کړ. ما ولې او د څه له پاره دا وینی توی کړې ؟ پښتانه ته مې د ځان تیارولو موقع هم ورنه کړه ؟ افسوس چی اوس می له لاس څخه هر امکان وتلی دی .اوس په کار ده چې د بدو بدل ورکړم .
د مړه پښتانه یو وړوکی زوی و. ګوروجي هغه هلک خپل کور ته بوته او د خپل زوی په څیر د ده په روزنه لګیا شو . ګوروجي چی هر څومره علم او پوهه درلودله هغه یې ټوله دې هلک ته وروښودله . ګوروجي ځان وړوکې کړ او سبا بیګا به یې د واړه پښتانه سره لوبې کولې او دا هلک به یې خنداوه . چی کله به یې د واړه پښتانه بهادری په لوبو کې ولیدله نو پرشا به یې وټپاوه او آفرین به یې ورته ووایه .
ګوروجي پښتانه ته راز راز د پهلوانۍ چلونه او رازونه ور زده کړل.
د ګوروجي مریدانو ګوروجي ته وویل : “ ګوروجي دا دې څه بیل کړي دي . دا خو د زمري زوی دی چې هر څومره یې وروزې او هر څومره ښیګڼه ورسره وکړې، خپل کسات او ټس نه پرېږدي . بیا به پښیمانه یې او له لاسه به دې هېڅ نه کیږی . ولی دښمن ځان ته روزې؟ دا د زمري زوی که لوی شي نو ډېر تیره نوکان به ولري .
ګوروجي به خپلو مریدانو ته وخندل او ورته به یې وویل : “ زه خو دا کار کوم . چې د زمري له زوی څخه زمری جوړ نه کړم نو نور به څه وکړم؟”
ورو ورو هلک د ګوروجي په څنګ کې ستر قهرمان سړی شو او ګوروجي به دا هلک په ځان پسې لکه د خپل سیوری ګرزاوه. د خپل زوې په څېر به یې د ده چوپړ کاوه او د خپل ښي لاس په شان به یې له ځان سره ګرزاوه .
د ګوروجي ټول زامن جګړې ته تللي ول او بیا بېرته را نه غلل ، نو دا هلک یې د خپل زوی په څیر روزه او ساته . ګوروجي به چی خپلو ټولو کړنو ته وکتل نو ورته به په خندا شو. 
پښتون زلمی یوه ورځ راغی او ګوروجي ته یې وویل : “ پلاره ! ما خو ستا په برکت ډېر څه زده کړل او ډېر ښه دی وروزلم. اوس ما ته واک راکړه چی ستا د ښیګڼو بدل در وګرزوم او خپل بخت وازمایم .
ګوروجي ورته وویل : “ زویه لږ صبر وکړه چې ستا یو ازمیښت لا پاتې دی “
بله ورځ ګوروجي یوازې بهرته وواته ، پښتون زلمي ته یې نارې کړی و ورته یې وویل :
“ ورشه توره دې راواخله او په ما پسې راځه ! “
زلمی لاړ. د ګوروجي شاګردانو او مریدانو چې دا حال ولید حیران شول او ټولو وویل : “ ګوروجي لاړ او مونږ هم ورسره ځو “
ګوروجي ټولو ته وویل : “ ګرانو هیڅوک دې له ما سره نه ځي . “
ګوروجي او پښتون زلمی ورو ورو د سین په غاړه غاړه روان ول . د سین او به رڼی بهېدلې .
کله چی یو ځای ته ورسیدل ګوروجي زلمی ته اشاره وکړه او زلمی ودرید.
ګوروجي په یوځای باندې لاس کیښود او هلک ته یې وویل : “ ګرانه دا ځای وکنه !”
هلک په کیندلو لګیا شو ، له کندې څخه یې مړی را وایست . پر مړی باندې د وینو داغونه لګیدلي ول .
ګوروجي وویل : “ دا داغونه د څه دي ؟” 
- پلار جانه ! دا د وینو داغونه دي.
- ای د پښتون زویه دا داغونه ستا د پلار د وینو دي . یوه ورځ په دی ځای کې ما د هفه سر پرې کړ او وخت مې ورنه کړ چی تللی وای . هغه کور ته روان و خو ما یې سر پرې کړ. د ده پر ما باندی پور و ، ما هغه پور ورنه کړ او ومې واژه .
پښتانه زلمي سر ټیټ نیولی و ، ولاړ و او لړزیده . 
ګوروجي ورته وویل : “ زلمیه ! څه ته ګورې ؟ د خپل پلار ټس نه اخلې ؟ “
زلمي ګوروجي ته وویل : “ نه پلاره، زه دا ټس او کسات نه شم اخیستلای”
ګوروجي هلک ته وویل: بې غیرته! د پلار هډوکي دې درته نارې وهي چی زما کسات واخله او ته لا ګورې ولاړ یې . واخله د پلار کسات دې واخله .
پښتون زلمي توره په لاس په ګوروجي پسې یې ورمنډه کړه .
ګوروجي د ډبرین بت غوندې بې حرکته ولاړ و او سترګو یې رپ نه واهه !
د پښتون له سترګو سرې سرې اوښکی روانې وې . خپله ماتې یې ومنله او توره یې د ګوروجي پښو ته ور واچوله ، ویې ویل : “ ای ګوروجي زه د شیطان په ملګرۍ دا څه لوبې سره مخامخ شوم ؟ ته ولې داسې لوبه له ما سره کوې؟ خدای خبر دی چی زه د خپل پلار له وینې څخه تېر یم . زه اوس تا خپل پلار او استا‌ذ بولم ”.
دایې وویل او نور له ګوروجي څخه وتښتیده. په یو ګڼ ځنګل کې ورننواته او شا ته یې و نه کتل. بیا له ځنګل څخه وواته او تر شنه آسمان لاندې ودریده . او له همدی ورځې وروسته پښتون زلمی له ګوروجي څخه لېرې لېرې ګرزېده او خپل بستر یې د ګوروجي له څنګ څخه لېرې په بله کوټه کې واچاوه .
د عبادت له پاره به په ګوروجي پسې هم یوازی نه ورته چی را پایې څوی.
ښکار ته به هم له ګوروجي سره یوازې نه ته. 
ډېرې ورځې تیرې شوې . دا خبره به هېره شوې هم وي . 
یوه ورځ ګوروجي له پښتانه سره شطرنج لوبه کوله . ډېر مهال تېر شو شپه څراغونه ولګېدل او دوی دواړه لا په شطرنج باندی لګیا ول. لوبه یې کوله او ورو ورو ورباندې د لوبې نشه راتلله .
ماښام تیر شو او شپه راغله. څوک نه ښکاریدل. تول خپلو کورونو ته تللي ول . ګوروجي پښتانه ته وویل: “ وکړه ډېرې لوبې وکړه بې غیرته ! د خپل پلار له قاتل سره لګیا یې لوبه کوې ! ”
پښتون هم ورپسې په دی پیغور چاړه را واخیستله او د ګوروجي په زړه کې یې ورننویستله خو ګوروجي د پښتانه پر سر باندې لاس راکښود او د مرګ په حال یې پښتانه ته وویل : “ زویه له دومره ډېر علم زده کولو څخه به اوس پوه شوی وې چې د بې عدالتۍ بدله څرنګه بی عدله ته رسیږي.
نن ستا وروستۍ روزنه پوره شوه . ګرانه زویه زه درته د زړه له کومې دعا کوم.
 
بېرته شاته