لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د سوال لنده ډوډۍ
لیکوال: حكيم رحمت ګيلانوال   نېټه: 24.11.2008   خپرونکئ:    

مازديګرغټ مهال وو د كندهار په ښار كښې يوې بلي خوا ته د ورانيو، ويجاړيو كنډوالو په ننداره وم چي د كابل دروازې ته ورسيدم
. د كابل دروازه چې د كندهارد ښار ختيځ لورې ته ده، له دې ځايه څخه د كابل په لورې خلګ او موټرځي چې داحمدشاه بابا دلوى اوتاريخي كلا پخواني ديوالونه هم ښكارې چي ډيري برخې نړېدلې دې. ديوال ته نزدې دبازارشاته يوپخوانى كاريزهم بهيږې چې پرڅنډه يې يوپخوانى مسجدجوړشوى چي ډيرى مسافرپكښې لمونځونه كوي. دشمال اوجنوب په لورې بازار پروت دى چې يوې بلي خواته يې ډيرهوټلونه اولږلږ دوكانونه دي. كومه لاره چي دختيځ لورې ته غزيدلې او يولوى سړك دى اولويديځ خواته يې څودوكانونه دې هغه خوا يوپخوانى ډيرپوخ اولوى حمام دى چي نمره يې او ګله يې ده خلګ پكښي ځانونه مينځي. دكابل ددروازې بازارهم دورانونكي جګړې څخه روغ نه ده پاته شوى. دوكانونه كنډواله او شاوخوا كورونه يې وران ويجاړ پراته چي مسافروته دحاجت دترسره كيدولپاره ډيرې اسانتياوي دي. سړكونه ټول كنډ اوكپر دې دمسافرو او موټرو ډير بيرو باردى دا نو دطالبانو دواكمني ورځې دي. په ټيوټاډاټ سنو كښي به ځوانكي طالبان په ډيرغرور يوې بلي خواته ګرځيدل. امنيت اوسوله ډيره ټينګه وه هيچا دويرې انديښنه نه درلوده ژوند ډير ډاډمن وو. خلګوچې ډيركلونه په وير، غم اوجګړو كښې تيركړي وو دطالبانو دواكمني په مهال يې دسولې څخه ډيره خوښې څرګندوله چې ددوى سر اومال خوندې وو. ديوې خوا كه په ښاركښې كلكه سوله او امن وو خو دخلګوستونزې يوازې دسولې په ټينګښت كښي نه هواريدې. ټولنيزې، اقتصادې ستونزې ترسر دپاسه وې. لوږه، بې كارې، فقر، بې تعلمي، مظلومتوب اوبيچاره ګي خپل اخيرنې پړاوو ته رسولې و چې دخلګوپه څيرو كښې دورايه دټولو ټولنيزو بدمرغيو نښې اونښانې اوناهيلې څرګنديدلې.
دكندهار دښار دشنه اسمان پرمخ دتورو وريځودرنې اوغټې تورې څپې راواوښتې داوريځو څپوپه سينوسره ووهل. تالنده سوه، بريښناسوه خلګوله باران څخه دژغورني لپاره خپلوكورونو، هوټلونو او نورو ځايونه ته خپل قدمونه كړندې كړل. دلوى څښتن تعالٰى قدرت وګوره چې دسترګو په يوه رپ كښې دباران ځاځكي دځمكې پرتندې راپريوتل. زه هم دنورو خلګو په ډول زر زر ديوه هوټل مخ ته چې سايه وان يې درلود ودريدم. دباران داوريدو ننداره مي كوله. زماغوندې نورو خلګوهم چې ځانونه خوندې ځايونوته رسولې دباران اوريدو ننداره يې كوله. ځنې نور بيا باران لاندې كړل په باران كښې روان وو. دنويو اوزړو موټرو چلونكو موټر پرسړك دونه ګړندې چلول چې دباران خړې اوبه، به يې پرلارويانو باندې وروشيندلې اوټولي جامې چې باران هم لندې كړې وې په خټو اوچكړو باندې ورولړلې. دونه فكر، احساس او انصاف يې نه درلود چې په باران كښې لږ ورو لاړشې چې لارويان ترينه په ځور نه شي. داسې بريښيده چې موټرچلونكي هم دباران له اوريد ويريدل چې لانده نه شي.
زه چي دهوټل مخ ته له باران څخه ولاړ وم خلګوته مي كتل ناببره مي دختيځ لورې ته دورانو، ويجاړو كنډوالو ترمخ پريوه ميرمن باندې سترګي ولګيدې چې څيرې او زړه شنه چادري يې اوغوستې و په باران كښې راروانه، دونه لنده شوې چې ترجامو يې اوبه بهيدلې
. موټروهم دونه خټې ورباندې شيندلې چې جامې يې ټولي په ككړې شويدې. دميرمني پلاشټكي چپلكي په پښو وې چې پرې شوې وې هرګام چې به يې پورته كړچګړي به يې دشاخوا پرجاموباندې وروشيندلې. ګړندي ګامونه يې پورته كول يوې بلي خواته به يې په ځيرځيردچادري تر وړو سوريو چې په لاس ټينګه نيولې وه كتل. دې ميرمني زما پوره پاملرنه بې اخيتاره ځان ته واړوله، سترګي مي ډيرې په ځيرپكښې خښې شوې. د كوټي دستړو او خرابو لارو وهلي او دكندهاركنډواله، غريبوخلګو په ليدوستومانه ذهن كښې مي يوڅړيكه راولاړه شوه. ميرمن مي ترپوره ځارنې لاندې ونيوله دا فكرونه او پوښتنې راته پيداشوې چې ټول خلګ له باران تښتي دكورونو په لوري ځې په ټول ښاركښې يوه ميرمن نشته دا ولې دكوره راوتلې ده؟ چيرته ځې، دڅه شې په لټولوپسې يوې بلې خواته سرګردانه او لالهانده ده؟ ډيرمي زړه ورباندې وسو، خوامې بده شوه دځان سره مي وويل:
يوازې په انتظارسره كولاى سم خپلوپوښتنوته ځواب ترلاسه كړم څوشيبې به و ګورم چې ميرمن ولې له كوره راوتلې ه؟
*
باران تيزشو پرلاروسړكونوباندې اوبه وبهيدې ميرمن لږپښنه نيولې شوه چادري يې ورټوله كړه دنړيدلېديوال ترڅنګ ورو ورو رهي شوه
. دورايه داسې بريښيده چې دباران اوريد او دجامودلنديدو پروانه لري كوم څه چې يې په زړه كښې دي اوپسې راوتلې ده څوقدمونه چې نوره ولاړه ودريده يوې بلې خواته يې په ځيرځيروكتل لكه چې په مقصدڅه يې ونه ليدل بيرته يې ورو ورو ګامونه په چكړو، اوبواوباران كښې پورته كړل. پردې بيچاره، خواركۍ ميرمن باندې مي زړسوى ډيرشو نه پوهيدم څه وكړم ايامرسته ورسره كولاى شم؟ په زړه كښې مي راوګرځيدل اوس پوښتنه هم نشم ورڅخه كولاى دطالبانو واكمني ده، ويره ډيره ده داسې كلكه اوترينګلې واكمني ده چې سړى په دخپلې ميرمني اوخپلوانوميرمنوسره روان وو هم به يې په زړه كښې دويري څړيكي وې چي له طالبانوسره به مخامخ شول اوس طالبان پوښتنه ونه كړې چې داميرمن دې څوك روانه كړيده. بيابه نو تورى اوسپينى وو كه به خبره اوږده شوه نوشاهدان به يې غوښتل، نكاح ليك خوموږ پښتانه نه پيژنوچې څه شى ده همداسې دملاصاحب اوڅوكليوالوترمخ دژبې په تړون اوژمنتوب سره نكاح تړله كيږې. زماترخواناستو او ولاړوخلګوته مي وكتل هيچاهم دهغې په باره كښې كومه خاسه انديښنه نه درلوده زړه مي مدار ونه كوترڅنګ ناست يوه ځوان ته چې ږيره يې وهلې، تسپې يې په لاس كښې، تورپټكى يې تړلى، سپين كالې يې اغوستې وو چې له څيرې روښانه ځوان ښكاريدومي مخ ورواړاوو پوښتنه مي ځنې وكړه:
وروره
! داميرمن ولې دلته په باران كښې ولاړه ده؟ تاسې خو ددې ځاىاوسيدونكې ياست ولي پوښتنه ورڅخه نه كوئ يامرسته نه كوئ؟
دغه ځوان چې دوكاندار وو يواري كښته بيايې پورته په غور راته وكتل په زړسوانده ژبه يې راته وويل
دخلګوپه كارونوكار مه لره، ډيربدوخت دى هرسړى دخپل ځان غم اخستى دى، څوك دچاسره دمرستې فكرپه سركښې هم نشې ګرځولاى ته مسافريې ددې ځاى له حالاتوڅخه پوره يه يې خبرچې څه حال ده پټه خوله كښينه هغه ميرمن كوم غم لرې، څه مجبوري لري چې په دى تيزاوتوندباران كښې له كوره راوتلې ده
. اوس كه سړى مرسته ورسره كوي خلګ ناوړه ګمان كوي بيابه په لوى جنجال اخته يې خپل ځان به نه شې خلاصولاى.
ماچى ددغه ځوان دغه له انديښنې اومايوسې څخه ډكي خبرې واوريدې ځان مي غلى ونيودسرپه ښورولو مي ځواب وركړ
. بيرته دميرمنې په ننداره شوم اوګورم چې نورڅه مخكښې راځي.
زړې اوپرې شوې څپلكې يې په پښودې زړور قدم هم نه شې پورته كولاى ويريږې چې ونه غورځيږې . په لاس نيولې چادرې يوارې وڅنډي چې اوبه ځنې توى شي. ډيره وارختاښكاريده يوارې به يې مخامخ وكتل بيابه يې زموږلوري ته ښه ډيروكتل بيرته يې مخامخ كتلوته مخ واړاوو. څوقدمه چې وړاندې ولاړه دريده يو سپين ټونيس موټرولاړ وو چې درې تنه ماشومان يې ترخواراښكاره شول چې دميرمنې خواته راروان دي. دوى ډيركوچنې وو عمريې له پنځو ترلسو كلونوپورې اټكل كيدو. دوه هلكان وو اوكوچنۍ پكښې يوه جنكۍ وه سريې ببر، خيرنې په خټولړلې جامې يې دونه لندې شوې وې چي اوبه ځني څڅيدې. هلك ترلاس نيولې وه ددې هلك په بل لاس كښې يوه كوچنۍ لوټه وه چې داسي ښكاريده يوڅه پكښې دي په دوى كښې دهغه هلك چې تر دواړو لوى ده دڅادره پلونه يې سره غوټه كړې يوشى پكښې ښكاريږې شاته يې اچولې ده. درې واړه په اوبوباندې لانده اوپه خټوباندې لړلي دې. ديوه هلك لانده كالې چي څوځايه پينې ورته ايښودل شوې دي، لمنه اوپايځې يې څيرې، څپلكې هم پرې شوى په چكړو او اوبوكښې راروان دې. ميرمني چي ورباندې سترګي ولګيدې ور روانه شوه، ماشومان يې په غيږكښې ونيول په نيولې غږيې ورته وويل:
زويكه
! ولې دونه وځنډيداست داده ښادۍ باران څومره لانده كړې ياست.
ميرمن په خټوكښې ورته كښيناستله دوى يې په غيږكښې ونيول
. ددوى غږاوخبري اوس زه ځكه اورم چي موږته رانزدې شول اوزه هم دهوټل ترمخ هغه ځاى ته ورغلم چې دوى ته نزدې دى. ماشوم په كوچنې نازولي ژبه ورته وويل:
مورجانې
! وګوره باران اورې، لاري ټولې څټې دي، هوټلونه هم لرې دي څو واره په خټوكښې وغورځيدم ګوره كالې مي ټول په خټولړلې دي خوركۍ ته مي وګوره څومره لنده سوې ده داهم څوواره په خټواو اوبوكښې وغورځيده.
مورې دستي خبرې پركې كړې په خوا خوږې او ژړه غوني غږيې ورته وويل
زويكه
! ترتامي ځاركړې، بلادې واخلم وغورځيداست ژوبل شوې خوبه نه ياست، ځان مو وخورم.
پرمخ يې ښكل كړل
نه مورې ژوبل شوې نه يو
زه دلته وپوهيدم اودټولوپوښتنو ځوابونه مي پيداكړل چې داميرمن په خپلوبچوپسې راوتلې ده چې هغوى په هوټلونو ګرځې اوخيرات ټوله وې په دې باندي ګزاره كوې
. موريې يوسوړاوسويلى وكيښ دزويه پوښتنه وكړه:
زويكه
! څه شى يې دركوكه خالې لاس راغلاست؟ وګوره زويكه! زه له كومه وخته په دې باران كښې درته ولاړه وم شاوخواټول خلګ برګ برګ راته ګورې، دوى زموږخوارانو له حاله څه خبردې، چې څه دخوړلولپاره لرې، په ګيډه ماړه دې اوكه وږي ويديږې. تراوسه دسړك په غاړه ولاړه وم پلومې ګرځاوو چې خيرات وكوم خوڅه وكوم بيرته يې زوى ته وويل:
زويكه
! څه دې راوړل؟
موركۍ دغه يوڅه ډوډۍ مي له هوټلونوڅخه راټوله كړه كوردې ودان وې هغه هم باران لنده كړه
ترشاغوټه يې ورته راواړوله مورچې وكتل ډوډۍ ټوله په باران لنده شوې وه، دكوچنۍ لوټې سريې خلاص كړورښكاره يې كړ
وګوره
! مورې دالږخواړه مي هم راوړې دي.
زويكه
! دغه د خداى(ج) شكردى ډيردي كوردې ابادكړې چې خالي لاس يې نه ياست پرې ايښې.
كوچنۍ ماشومې انجلۍ چې دمور چادرې يې نيولې، لانده ويښتان يې پرمخ راخواره، اوبه ترې څڅيدلې، لوڅې پښې، جامې ټولې په خټولړلې په ماشومانه ژبه وويل
مورې
! مورې! داباران به څه وخت دريږې، زموږكالې يې ټول لانده كړل، ماښام به څه شى خورو ډوډۍ هم ټوله لنده شوه. وګوره مورې هغه موټرهم په موږخټي راوشيندلې، مورې! مورې! موږبه څه كوو.
ددې ماشومي خبرې نه وې دمجبورې اونستي هغه غېسي وو چې دبې وزلې، لالهاندي اومجبوري مورپه زړه كښې خښ اوهغه يې سورى سورى كړ
. موريې په غيږكښې ونيوله خپله چادرې يې ورباندې وغوړوله له بارانه يې لږخوندې كړه دلته نو خداى(ج) ښه خبردى چې ددې په زړه باندي څه تيريدل په ژړغونې غږيې په داسي حال كښې چې په باران لنده غيږكښې نيولى وه وويل:
زويكه
! خيردى خداى(ج) لوى ده څه وكړوغريبان يو كشكې دې اوس پلار ژوندى واى موږبه ولې درپه دره، حيران دريان ګرځيدو اوپه سوال به موډوډۍ پيداكوله.
زوى يې ورته وويل
:
موركۍ
! باران ده ځۍ چې كورته ولاړشو نورڅوك خيرنه راكوې مورې په ډوډۍ به څه كوو؟
زويه۱ داهم شكرده چې شته كه دانه واى څه به موكول
.
دڅادرغوټه يې دڅادرغوټه يې ورښكاره كړه چې ډوډۍ ټوله په اوبوكښې لنده شوې اوسره نښتې وه
.
زويكه
! پورته يې كړه چې نوره لنده نه شې.
غوټه يې ځنې واخسته ترچادرې يې لاندي ونيوله څوشيبې وروسته سره روان شول
. كوچنى لوريې په غيږكښې ترچادري لاندې واخستله دباران تيزو ځاځكوهم ددوى په حال خواږې ونه كړه پرسرباندې اوريږې، دماشومانوپلار په كورنيو ورانونكو جګړوكښې شهيدشوى وو. واړه ماشومان اوكونډه يې په دې لويه خو بې پروا وبې زړسوې دنياكښې يوازې پرې ايښې داسي په زرګونونورې كورنۍ دهيوادپه هرګوټ كښې دي چي دبل لاس ته يې لاس نيولى دناهيلو اوځورونو ډك خپل خوږ ژوند تيروي.

 
بېرته شاته