لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د شعر پېنځگوني رغنده ټو کونه
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار   نېټه: 06.03.2014   خپرونکئ:   سمسور  

    ژبه- تول- واند- اند- ولوله

 

              (ژبه- وزن- خيا ل- فکر- احساس يا عاطفه)

که پر نړيوال کچ لا تر اوسه د ادب او بيا په ځانگړي ډول د شعر د هنري ارمان او ټولنيز ارمان، په بله وينا پر (ژب ښکلاييز- ژب انديز) ديالکتيکي تړاو ټينگار کېږي، نو پښتو شعر هم کومه بېددودي(استثناء) کېداى نه شي او د دې ليدتوگي پخلى کوي:

شعر په کره کېښکلې او اهنگينه ژبه د اند و وانديا خيال او فکر ولوليز يا عاطفي تړاو ته وايي، په بله وينا: شعر د احساس، واقعيت او تخيل ښکلې او زړه راکښونې غوټه ده چې آهنگ (وزن) لري او لوستونکى او اورېدونکى ترې خوند اخلي. شعر د هنر خورا لوړ ځېل (نوع) دى، تر بل هر ډول هنر يې ډگر لږ و ډېر پخپله زېږندويه برخه کې د هغو توکيو له پلوه چې د څرگندونې وسيله يې گرځي، لنډ تنگ او محدود دى... شعر په داسې وييونو څرگندنه مومي چې هم غږ دى او هم منظره او هم ځانگړى افاده شوى سوچ (تصور). همدا خبره ده چې شعر د نورو هنرونو توکي پخپل ځان کې رانغښتي دي... (دوست ٢٧٥- ٢٧٦ مخونه، د بېلينسکي پر اخځ).

په دې توگه دغه وروسته پېنځگوني رغنده ټوکونه (متشکله اجزا) ژبه، آهنگ يا تول (وزن)، واند (خيال)، ولوله يا احساس او اند (اندېشه)) د شعر د هستۍ جاج بشپړوي او د چا خبره د شعر ماڼۍ پر دغو پېنځو بنسټونو ولاړه ده: ژبه، اهنگ، واند، ولوله او اند.

١- ژبه، پيدايښت، پېژندنه او کارونه

ژبه د انسانانو تر منځ د پوهاوي د ټولنيزې اړتيا له مخې د دوى د گډ ډله ييز کار او گډ ژوند په بهير کې راهستېدلې ده، له ځان خبرۍ (خود آگاهۍ يا شعور) سره هممهالې او همآرې (هممنشاء) ده. دا مانا چې انساني ځانخبري د ژبې غوندې د هماغې يو شانې اړتيا زېږنده ده او لا په رښتينې توگه شعور لومړى ځلې ځان د ژبې په جامه کې راڅرگندوي او رښتياينه (تحقق) مومي. (کاسپر- وو کل ١٣٢).

هماغسې چې انساني ټولنې له خورا ساده گۍ څخه مخ پر پېچلتيا او بشپړتيا يون کړى دى، دغسې ورسره ژبې هم همدغه بهير تر شا پرېښى دى. لومړۍ بڼې يې هسې د لاسو، سر، گوتو، سترگو، وروځو، پزې، شونډو، غاښو، ژبې، اوږو او نورو غړيو خوځونې او نغوتنې (اشارې) وې، بيا يې جړو پړو غږونو، چغو پغو او شور ماشور ته  تړوني غږيز غونډال (نظام، سېستم) ته لوړتيا موندلې او له دې سره د پوهاوي (کمونيکېشن) يوه غور ترينه او اسانترينه وسيله گرځېدلې ده.

دا چې د ژبې د پيدايښت لومړني څرکونه او بيايې د يوه غونډال (سېستم) په توگه راڅرگندېدنه او بشپړېدنه څومره مهال پرشاځي، د پېنځو لکو او يو ميليون کلونو تر منځ کلونو اټکلېږي. خو د دغه گردمهال په اوږدو کې يې د انسان په ټولنيز ژوند کې هاغومره کارنده چار و اغېز نه وو درلودلی، لکه څومره يې چې په تېرو لسو زريو کې.

وگړپوهان پر دې گروهه دي چې په دغه لس زرکلن مهالپېرکې د انسان ژوونيزه يا بيالوجيکي او بيامغزي او عصبي  پرمختيا يا بشپړتيا ډېره پڅه او ان د چا خبره له نشته برابره وه. مگر پر ځای يې ټولنوټيزه (اجتماعي- اقتصادي) بشپړتيا پرله پسې گړندۍ شوې او نن سبا خو يې کورټ برېښنا وزمه يون پرمخ اخېستی دی. د انساني پژي درغښت هغه ژوونی (حياتي) بدلنونه چې د پايښت په گټه يې پرېوځي، د جنونو او د زېږ لړۍ د پايښت (بقای نسل) د مېکانېزم له لارې ورپسې راتلونکو پښتونو يا نسلونو ته ورلېږدوي. خو ټولنيزه بشپړتيايې د ټولنې په مټ لېږدا مومي او يوازېنۍ لېږنده وسيله چې انسان يې په واک کې لري، هغه ((ژبه)) ده. هغه څه  چې نن ورځ ترې موږ د تمدن او فرهنگ په نامه برخمن يو، له پنځ (طبېعت) سره د انسان د زريو زريو د مبارزې پايله او يېبره ده.

ټولنې دغه گرده پانگه د سيده او ناسيده، يا د چا خبره رسمي او نارسمي زده کړې له لارې تر موږ رارسولې او موږ يې پرخپل وار له زياتونو او کرونو سره راتلونکو ته ورلېږدوو او دا هر څه له ژبې پرته کورټ ناشوني دي. که ژبه له ټولنې واخېستل شي،د ټولنې څرخ پر ټپه درېږي، انساني ټولنه يون و خوځون له لاسه ورکوي او شيند پر شيند کېږي. بشري تمدن او فرهنگ له منځه ځي او وگړي يې د زرگونو زرگونو کلونو لرغوني ژوند و ژواک ته ورستنېږي.

تر پاسنيو څرگندونو وروسته ژبه داسې پېژندل کېږي:

ژبه د داسې تړوني غږيزو پيلامو(نښو) يو غونډال(سېستم) دی چې د يوې ټولنې د وگړو ترمنځ د تړاو يا وبله پوهاوي (کمونيکېشن) لپاره کارول کېږي. پيلامه دا مانا چې له ځانه پرته د يوه بل څيز استازي وکړي، د بېلگې په توگه (سور رنگ د خطر پيلامه ده) چې له ځانه وراخوا يانې د((خطر)) ښکارندويي کوي. دلته سور رنگ ((ښوونديا دال))، خطر ((ښوولی يا مدلول)) او د ښووند او ښوولي ترمنځ تړاو ((ښووندويي يا دلالت)) بلل کېږي؛ دغه دلالت له آره همغه ((مانا)) ده چې موږيې له تړوني پلوه ځنې اخلو.

ژبنۍ پيلامې هغه غږونه دي چې انسان يې د خپلو ويندو غړيو او ساهوا په مټ رازېږوي او د چارچاپېرې بهرنۍ نړۍ څيزونو، پېښو او د چاپېريال او همدا راز زموږ  دخپلې دنننۍ ((ذهني)) نړۍ د پديدو (ولولو، نگېرنو، انگېرنو، جاجونو، غبرگونونو، اندونو، واندونو، هيلو، ارمانونو...) د څرگنداوي لپاره پر کار اچوو.

موږ خپله ژبه په وړکينه کې هغه مهال چې د مننې يا اخېستنې جوگه يو، له خپل ټولنيزچاپېريال (کور، وړکتون...) څخه زده کوو. په روږدي (عادي) ډول يو کوشنی چې شپږکلنۍ ته رسي، له ژبني پلوه يو رسېدلی ((بالغ)) انسان بللای شو. مانا دا چې تر دغه منگه يې د خپلې ژبې پر غږيز سېستم لاسبری موندلی، د هغې آرې او کارندې پښوييزې (گرامري) بېلگې يې زده کړې دي او په اسانه يې کاروي. له غټېدو سره پکې د پښوييزو او غږيزو د بېلگو کارونگ ننوبېږي او چاڼول کېږي او پرله پسې نوي نوي چمونه او وييونه پکې زده کوي او کاروي.

داچې وايو، ژبه د فرهنگ ارابه يا څرخ دی، مانايې دا ده چې د تېر په څېر زموږ گردې انديزې او وانديزې (خيالي او فکري) پنځونې، په بله وينا، علمي او هنري هستونې د همدغه اوزار په مټ رښتياينه  موندلای شي او بس. د هنري پنځونو په لړکې ادبي دا بيا تر  بل هر راز  هنره له ژبې سره، لکه نوک و اوورۍ نه بېلېدونکی تړاو لري او هېڅ دا سوچ نه شي کېدای چې يوه ادبي هستونه دې له ژبې پرته شونتيا ومومي، ان که هغه هستونه د پانتونومۍ ياچوپ فيلم بڼه هم ولري. نو دا څه هېښنده (حيرانوونکې) نه ده  چې ادب ((ژبنی هنر)) بلل شوی دی. په داسې حال کې چې يې د ناپېيلې (نثري) برخې له گڼو ځېلونو سره،  پېيلې دا له جوليز او مانيز دواړو اړخو له پلوه هېڅ د پرتلې نه ده. په (و)گړنۍ اوېجه کې ښايي، دا توله سره څه ناڅه برابره وي، خو په ليکنۍ او بيا ((کره)) دې کې له آره د پرتلې خبره گړ سره ناشونې برېښي. کوم شعري ځېلونه هم چې نن سبايې وينو، په لوی سرکې دوه دي: پښېليز (قافيه وال) او ناپښېليز (ازاد)، او بيا پکې په ځانگړې توگه له دوو ځېلو سره کار لرو: غزل او نوی ازاد شعر؛ غزل پر کلاسيک او نوي وېشنه مومي او ازاد هم پر توليز (موزون)، ناتوليز (سپين) او ناپېيلی (منثور) شعر. ]اړوندو څپرکو ته دې مخه وشي[

او بيا که له ژبني گوټپېره ورته وکتل شي، شعر د ژبې له يوې داسې کره، کېښکلې بڼې سره کار لري چې بل هېڅ ادبي ډول يې نه لري. د يوه کره ((هنري)) شعر په پنځونه او ارزونه کې کره او کېښکلې ژبه له دوه گونو اړخو، په بله وينا، د دوو تيوريکو ټوليو (مقولو) پلوه پاموړ بلل کېږي:

 (١) ژب - ښکلاييز اړخ يا ټولۍ او (٢) ژب - انديز اړخ يا ټولۍ. زموږ کړنيزه د غږېدنگ او ليکنگ ژبه پر خپل وار د هغې ذهني او نه نگېرېدونکې (نامحسوسې) ژبنۍ بڼې يو عيني او نگېرېدونکی ((انځور)) دی چې له وړکينې مو له اړوندو دويونو (قاعدو) سره ذهن ته سپارلې او پرله پسې مو بشپړه او کره کړې او له اړتيا سره سم يې پر کار اچوو او بيا چې شعري بڼه ورکوو، د چا خبره يو انځور پر بل انځور اړوو، نو په دې توگه شعر له آره

((د انځور انځور)) دی، خو دا دويم يو امرلی، چاڼلی او نچوړلی انځور دی.

د پارسي شعر ستونځ (قله) شاعر احمد شاملو (مړ، ٢٥ اگست ٢٠٠٠) شعر و ژبه سره همپېري بولي چې هم يې شاړ شډل (بدوي) وگړي بولي او هم دوديال (متمدن)؛ د دې خبرې دا دليل رامخته کوي:

((... شعر موږ ته د ژوندحس رابښي او د هستۍ له ژورو سره مو اروا ته تړاو ورکوي. موږ ټول په خپله دننه کې دېته اړتيا لرو چې له يوې پرمختللې، ژورې او خبرې (اگاه) اروا سره ژوند وکړو. د شعر جوهر ازمېښت دی. شاعر د هغو ازمېښتو له زېرمتونه چې وار له مخه يې ليدلي کتلي، نگېرلي او انگېرلي، يو غورچاڼ راخلي، هغه سره اخښلي راخښلي او په ژبه کې نوي ازمېښتونه راپنځوي... .

په دې توگه مو شعر دوه کارکړنه (فعاليتونه) مخې ته ږدي:

 يو دا چې، کولای شي، د يوه لوښي اوزار دنده پرځای کړي او ازمېښتو ته مو ژورتيا راوبښي او هم پر يوه داسې رڼه ښيښه واوړي چې دغه ازمېښتونه پکې ننوب ( فلتر) شي. (پاشائی: از زخم قلب...ص ١٩)

ستر شاملو د يوې ټاکلې او چاڼلې وييپانگې، يا د ده په خپله خبره ((شعري يا شاعرانه ژبه)) په کلکه ردوي او هغه هم د خپل بډای ازمېښت په لاسوندچې ډېر له پامه لويدلي او شاړ شډل وييونه يې په شعرکې رادود کړي او د تخيل په مټ يې، د چا خبره ((شاعرانه)) کړي دي، نو ځکه وايي:

((... هغه کسان چې وايي، شعر د يوې داسې ژبې ازمېښت دی چې (د شعر ژبه) يا (شاعرانه ژبه) بلل کېږي، تېروتي دي. دوی انگېري چې گوندې شاعر د ښکلو او خوږ غږو وييونو پسې لټه کوي. (خو زما په خيال) هغه څيز چې شاعر يې په رښتياسره په لټه کې دی، مانا لرونکي وييونه دي...، ژبه څو اړخيزوالی او زياته رنگارنگي لري او شاعر بايدپه هغو ټولوکې چاڼ وکړي. هغه وييونه کېدای شي، لوی اوستر وي ياواړه اوکم ارزښته، خيالي يا رښتيني، زاړه يا نوي، علمي ادبي ياد لارې کوڅې او ورځدودي ...)).

له چاڼه يې موخه دا نه ده چې هماغه غوره يا ټولمنلي ترې را واخلي، بلکې غوره او ناغوره هر راز چې وي، را وايې خلي او په ترځ کې ورسره هماغه ناشاعرانه هم شاعرانه کاندې! (همداراز: ٤ - څپرکی، ژبه يا د شعر بهرنۍ جوله؛ ١١- څپرکی سر تر پايه).

٢- تول (وتا ل)، وزن، بحر، مېتر Metre  يا ريتم Rhythm

ريتم د ورته (مشابهو) توکونو او ډېر اړخيزو نا ورته ځېلونو (وارينټونو) يو له بله اړخ بدلون ته وايي. په ټوليز ډول (تول) يوه داسې هنري قانونمندي ده چې په ټولو هنرونو کې له لږ و ډېر پياوړيتوب سره له بېلابېلو لارو څخه رښتاينه مومي او راڅرگندېږي. تول د ځاى او مهال يوه ټولځيزه (کمپلکسي) هماهنگي ده، يا په بله وينا، د اوډون په توگه د ټاکليو مهالي يوونونو (يونټونو) دننه خو ځون او د مهالي بڼو پرله پسېوالى (توالي) دى.

پخپله ژوند هماهنگ (موزون - ريتميک) سازمان موندلى، د ساري په توگه وايي: د ورځې هماهنگي، د موسم هماهنگي، د کال هماهنگي...، يا وايو: پوهان د ژوند د ريتم په څېړنه بوخت دي. ريتم د نورو هنرونو غوندې په ادب او بيا په ځانگړي ډول شعر کې يو رغنده بنسټيز او اغېزښنده توک دى چې دلته د ژبنۍ بڼې په وسيله رامنځته کېږي. (کاسپر- ووکل ١٤٣).

دوست (٢٧٦) د روسي ادبپوهنې اصطلاحاتو قاموس په اخځ ليکي:

"ريتم، بحر، وزن درې واړه په يوه مانا دي، په بديعي وينا کې سيستماتيک متوازن او د وينا ټاکليو او سره ورتو واحدونو ځانگړي راغبرگېدنې (تکرارېدنې) دي چې په بېلابېلو (تونيکو، سېلابيکو او سېلابوتونيکو) شعري ډولونو کې سره توپير لري...".

بنو وال (١١ مخ) د زهرا خانلري په اخځ د شعر وزن داسې راپېژني:

شعر د وييونو داسې يو غونډ دى چې له يو يا څو گړنيو غږيزو يوونو (واحدونو) څخه رامنځته کېږي او دغه هر يوه  (واحد) ته مقطع، هجا، سېلاب، يا څپه ويل کېږي.

نو د شعر وزن د گړهار په غږونو کې يو اوډون يا پېيون (نظم) دى او دا چې د گړهار د غږونو له ځانگړتياوو څخه کومه يوه د دغه پېيون (نظم) بنسټ گرځي، د شعر تول (وزن) بېلابېل ډولونه مومي. که د څپو مهالي اوږدوالى د وزن بنسټ جوړ کړي، دغه وزن کمي (څومره ييز) بلل کېږي که څپې د غږونو د لوړتيا او سپکتيا، يا په بله وينا، د زېر و بم له مخې سره غاړه غړۍ شي، بيا کيفي (څرنگيز) وزن رامنځته کېږي. په بل ډول کې يې تش د څپو شمېر د پېيون (نظم) د پيدايښت آر (اصل) گرځي...".

د نومهالې ژبپوهنې پياوړیايرانی استاد دوکتور محمد رضا باطنی وزن(rhythm) تر هرڅه له مخه ( دخج، اهنگ، غاړې، بېلتون... تر څنگه) د  ژبې د يوه  نازنځيري توکي په توگه راپېژني او د انگرېزي او پارسي هغه د پرتلې په تړاو ليکي:

((... په انگرېزۍ کې  وزن د خج پر بنسټ ټيکاو لري يانې يو(stress-timed) وزن دی، په داسې ترځ کې چې پارسي  وزن پر څپه باندې ټيکاو لري، يانې يو (syllable-timed) وزن دی. په بله وينا،کوم مهال چې په انگرېزۍ کې د يوې غونډلې داداينې لپاره پر کار لوېږي، د خجونو په شمېر پورې اړه پيداکوي، په داسې حال کې چې په پارسۍ کې دغه زماني کچه دهغې د څپو په شمېر پورې اړه لري، پايله داچې د پارسي څپو وينگ، که خجنې وي ياناخجنې،  څه ناڅه يو اندازه وخت په کار لري. دغه ځانگړتيا پارسي ژبې ته داسې يوډوله(يکنواخت) وزن ورکوي چې د يوه موتور يا ماشين اواز ته ورته برېښي، هغه هم چې له يوه ټاکلي څرخ يا دور سره پرمخ ځي يا حرکت کوي. په سرچپه ډول ، انگرېزي ژبه له زماني پلوه د خجنو او نا خجنو څپو ترمنځ توپير راوړي. که په يوه غونډيا رکن(foot) د وزن د کچ و مېچ د واحد په توگه، د ناخجنو څپو شمېر زيات وي، سره رانجتېږي چې د اداينې مهال يې د هغه ورپسې فوټ هومره وي چې ښايي څپې يې ترې کمې اوسي. د ساري په ډول د دغه وروسته درو انگرېزي غونډونو(عبارتونو) د اداينې مهالپېر سره يو برابر دی، ځکه له دې سره سره چې لومړی غونډ يوه څپه لري، دويم دوې او درېيم هغه درې څپې، او د پېژند(تعريف) له مخې هر فوټ يوازې يوه خجنه څپه درلودای شي:

mán, a mán , a milkman

دغه اکر بکر انگرېزۍ ته داسې نانډوله وزن ورکوي چې د مخابرې د مورس توريو اواز غوندې پر غوږو لگي او له دې کبله له پارسي وزن سره ستر توپير لري. له دې پلوه د دواړو ژبو په زده کړه کې ستونزې رامخته کېږي: هغه انگرېز چې پارسي زده کوي، ناخجنې څپې هم سره راکېښکاږي او را لنډوي يې، پارسيوان بيا چې انگرېزي زده کوي، په سرچپه ډول، ناخجنې څپې يې غځوي او  له دې سره د وينگ مهال تر اړتيا زيات اوږدوي.(باطنی: زبان و تفکر چاپ هفتم، تهران١٣٨٠ص١٨٥-١٨٦)

په دې توگه، همدغه ژبني وزن يا ريتم پارسي شعر هم تراغېز لاندې راوستی او د انگرېزي(اونورو اروپايي ژبو) او پښتو پر خلاف، رکنونه او بيا درست سکښت او تقطيع يې د خجونو پرځای د څپو له مخې کېږي.

له دې کبله ريتم (تول، وزن)، د دوديز او کلاسيک ((قافيه وال)) شعر له څلور گونو بنسټيزو رغندو ټوکونو څخه د يوه ټوک په توگه د شعر شمزۍ او هډوانه (استخوانبندي) جوړوي او بې له دې څخه شعر، "شعر" کېداى نه شي. که يې څه هم نور درې ټوکه پوره پوره سمبال شوي هم وي.

رايم (قافيه) يې که څه هم کوم اړ (شرط) يا رغنده ټوک نه بلل کېږي، بلکې شته والى يې کله کله يو لړ رېتميکي تشې او نيمگړتياوې ډکوي، لکه د روسيې خواته يو تورکي ټبر ((ياکوتان)) چې ټول زور پر قافيه اچوي او هغه هم د مسرې په منځ کې کاروي او په دې ډول يې مخکې وروسته وييونه په لوستنو او سندرو کې د هماغې قافيې تر سيوري لاندې راځي او د چا خبره نغري يې (د استاد رشاد له مرکې څخه)، که نه په ټوله مانا بشپړ سمبال ريتم (وزن) رايم (قافيې) ته هډو هېڅ اړتيا نه لري، خو دا چې له يوناني انتيک (لرغوني) پېره رانيولې، په ټولو اروپايي ژبو او بيا ختيزو ژبو کې يې تر ننه پورې ورسره اوږه پر اوږه ملتيا کړې او تر اسلام را وروسته يې زموږ اوسنيو (آرياني) ژبو ته لياره موندلې او لا موږ ورسره خپل نوښت (رديف) هم ملگرى کړى دى، نو يو واريز غورځول يې بيا په ځانگړي ډول زموږ ځانساتو ختيځ ذهنو ته ناشوني او نامنوني پرېوځي، په لويديځ کې قافيه (رديف خو هېڅ دود نه دی درلودلی) له پېړۍ دوو راهيسې،که يو مخيز زنې ورتړل شوې نه دي، خو لکه پخپله کلاسيک شعر،هغه رنگ و رونق ورپاتې نه دی.

په ټوليز ډول د نړۍ په ژبو کې له درو غورو وزني ډولونو سره مخامخېږو، يا په بله وينا درې غوره شعري ډولونه شته: (١) څپيز ډول چې شعري (مسرې) يې د څپو د شمېر برابرۍ له مخې جوړېږي؛ (٢) تونيک يا خجيز ډول چې يوازې تون يا خج (د آهنگ په استازۍ) شعري تول رامنځته کوي او (٣) سېلابوتونيک يا څپيز- خجيز شعري ډول دى (د زياتې څرگندتيا لپاره: (دوست ٢٨٥- ٢٩٠ مخونه).

تر دغه منځ توپير دا دى، هغه ژبې چې ازاد خج لري، په بله وينا، خج يې د هر ژبني توک په هره برخه کې راتلاى شي، سېلابوتونيک شعر ورپورې اړه لري، لکه: پښتو، روسي، انگليسي، الماني او ځينې نورې ژبې او سېلابيک يا څپيز شعر په هغو ژبو اړه لري چې خج يې جوت (ثابت) دي، لکه فرانسي چې خج يې تل په پيل کې راځي يا پولنډي چې پايمېخ (ما قبل آخر) ته يې راځي (د پروفيسور الکساندر گروينبرگ) د څرگندونې له مخې (کابل د ١٩٨٨ د مى شلمه).

د پښتو له درې گونو شعري ډولونو (گړنيو، ليکنيو او اوسنيو ازادو) څخه يوازې لومړى هغه د سېلابوتونيک تول په کارونه کې لږ و ډېره نانډولي لري. مگر په دغو نورو دواړو ډولونو کې يو راز دويمند (باقاعده) سيستم شته او هغه دا چې له هرو څلورو څپو څخه يوه خجنه راځي او هغه هم په دې ډول چې يا يې لومړۍ څپه خجنه وي، يا يې دويمه يا يې درېيمه او يا هم څلورمه. په دې توگه هر گړنى (شفاهي)، ديواني (ليکنى) او (اوسنى) ازاد شعر له دغه راز څپيزو غونډونو (رکنونو) څخه رغېدنه مومي او له آره همدغه غونډونه د پښتو ټوليز شعر، کوشنۍ ترينې ټوټې (مسرې) دي، خو د دود له مخې کوشنۍ ترينه ديواني مسره اوه څپيزه (يو غونډ او درې ناخجنې سرباري څپې چې بل رکن نه پوره کوي) ده او گړنى شعر يو غونډيزه يا څلور څپيزه کوشنۍ ترينه مسره لري او د اوسني ازاد شعر کوشنۍ ترينه هم هغه يو غونډيزه راځي او په ځينو ځانگړيو اکرو (حالتو) کې تر درې څپيزې، دوه څپيزې او ان يو څپيزې پورې وړه کېداى شي.

د خج دريځ (موقعيت) له مخې شعر څلور ډوله غونډونه يا کوشني واحدونه لري (دلته خجنه څپه په (´_) او ناخجنه څپه په (_ ) ښوول کېږي:

(١) هغه غونډ چې له څلورگونو څپو څخه يې لومړۍ هغه خجنه وي، په دې ډول: ´­ ­ ­

(٢) هغه غونډ چې له څلورگونو څپو څخه يې دويمه خجنه وي، په دې ډول: ­ ´­ ­ ­

(٣) هغه غونډ چې له څلورگونو څپو څخه يې درېيمه هغه خجنه وي، په دې ډول: ­ ­ ´­ ­

(٤) هغه غونډ چې له څلورگونو څپو څخه يې څلورمه هغه خجنه وي، په دې ډول: ­ ­ ­ ´­

د زيات څر گنداوي لپاره د پاسنيو څلور گونو غونډونو (رکنونو) پر بنسټ

شعري بېلگې وړاندې کوو:

-  پر لومړۍ خجنه څپه پيلېدونکی شعر´­ ­ ­:

   توره چې تېرېږي خو گوزار لره کنه

 زلفې چې ولول شي خو گوزار لره کنه... (خوشال)،

  شوم مستانه په يو نظر زما گوهر پرېوتو

  خېموکې شورشو چې خيالي علي اکبر پرېوتو(سردار  علي)؛

  غاړه غجۍ راشه چې ارمان دې وباسم نجلۍ

نه دې پېژنم نجلۍ(مولوي سردار)،

 مستې نجلۍ لاړې شتاب کې

نېغه لاړې منگی به مات کې(محمد نور)؛ 

-  پردويمه ­ ´­ ­ ­ :

له تا نه چې جدا شم په ناکام پر ورځ و شپه

 نه خوب نه مې خوراک وي نه ارام پر ورځ و شپه (هماغه)؛

غنم وو که اوربشې بوجۍ کړې خلکو تشې

مخلوق شو ناکرار عليزات کړی دا گفتار دی

بنده نن دې اختيار دی

 

- پر درېيمه ­ ­ ´­ ­:

که زه نه وای تا به ځان لره بلل څوک

پر پالنگ به دې دا هسې در ختل څوک...(هماغه)؛

الهي د محبت سوز و گداز را

            په دا اور کې د سهي سمندر ساز را...(حميد)

او همداسې نور ډېری شاعران.

- پر څلورمه څپه ­ ­ ­ ´­ :

دلس څپيزې ماتې څلوريزې هره نيمکۍ مسره له سېمې پر څلورم خج پيلېږي، لکه د خوشال، حميد، قلندر او نورو. خوشال يې بيا تر دولس څپيزو ماتو څلوريزو او بيا غزلو او نورو شعري ځېلونو پورې د ورته خج گڼې بېلگې لري: 

وگړي واړه، کارونه خپل کا

مردان هغه دي، چې کار دبل کا...

- بلبل هرچاته، دا خبرونه کا

وخت د بهار شو، غوټۍ گلونه کا...

- څوک چې ارام گټي، د نېکو نام گټي...؛

د حافظ نظام نه څپيزه دوييزه (مثنوي)  هم همداسې درواخله:

- وايي ويونکي د دې کيسې

چې تل يې ښکار وو د ښې هوسې

چې د عربو د ملک يو مرد وو

خجسته نام او په عقل فرد وو(٥٩مخ)؛

د زينب هوتکي ويرنه هم ترپايه پر څلورمه څپه پيلېږي:

- ږغ سو چې ورور تېر له دنيا سونا

کندهار واړه پر ژړا سونا...؛

د سوات صاحب د يوه مريد له پېنځيزو څخه:

- زه غازالدين ستا مدح خوان شوم

 خود نو مشهور پر کل جهان شوم

چې له دنيا هر وخت روان شوم

هلته مې غواړه له رب قديره

  د سوات صاحبه کامله پيره... .

ترکلاسيک يې په اوسني، په تېره ازاد شعر کې بېلگې ډېرې ليدل کېږي او لنډۍ  خو يومخ پر څلورم خج پيلېږي چې يوه بېلگه يې د کتاب پر دوتنه انځور شوې ده. ځينې نور (و-) گړني شعرونه او بدلې، په تېره هغه سروکي چې د لنډۍ سرچپه بڼه لري، هم په همدې لړ کې راځي، لکه:

په انتظارکې د جانان ولاړه يمه

بارانه مه راځه ماښام دی

]نورې بېلگې په اړوند څپرکي کې[

د وزنونو شمېره

هماغسې چې د نورو ژبو شعرونه ريتميکي (توليزې) شونتياوې، يا په عربي- پارسي نومونه (ترم، اصطلاح)، وزنونه يا بحرونه يوه ټاکلې شمېره لري، دغسې پښتو دا هم له خپل څپيزـ خجيز رغښت سره سم يوه ټاکلې پوله بريددرلوای شي. دا دی، موږ هم د لومړي ځل لپاره د دې جوتونې هڅه کوو، چې پښتو له خپل يادشوي سېستم سره د څومره وزنونو ججوره لري او شمېره يې څو مره اټکلېدای شي، هغه هم په لاندې ډول:

څنگه چې د پښتو شعر مسره په دوديز ډول د څپيز څومره والي (هجايي کميت) له مخې له پېنځه څپيزې تر شپاړس څپيزې رسي او له دې سره ١٢ وزنه لاسته راځي، نو که داشمېره له پورتنيو څلورو خجيزو ډولونو سره په  څلورو(٤) کې ضرب کړو، اته څلوېښت وزنه ترې جوړېږي. دغه شمېره بيا له مات يا لارغه (وقفه يي) شعر سره دوه برابره شپږنوي (٩٦) او له پايخجي قافيوال شعر سره پرې بله اته څلوېښت (٤٨) شمېره ور زياتېږي، نو يوسل و څلور څلوېښت وزنو ته رسي او چې د ازاد شعر مسره ييزه  رنگارنگي (له يوې څپيزې تر دوپېنځوس څپيزې) ورسره په پام کې و نيسو، په نورو ټکو، ٥٢ له يو سلو څلورڅلوېښتو ١٤٤سره جمع کړو، ټول = ١٩٦  توله (وزنه) لاسته راځي.

په هره توگه ښايي، د دې غورو او بنسټيزو وزنونو په ترځ ترځ کې يو شمېر څېرمه هغه هم و نومېرلای شو او شمېره يې د ډېرو ژبو تر هغې تېری وکړي!

استاد مکنزي (٣٢٣) د غونډ يز (رکني) پياوړي خج (−) ترڅنگ د نورو درو رکني څپو (ويي) کمزوری خج (−) هم کاږي، لکه په دې لنډۍ کې:

پرلويو غرو د خدای نظر دی- پر سر يې واورې وروي چاپېر گلونه

P∂r lòyo γró|d∂ xwdāy nazár| day = P∂r sàr ye wā´|wre òrawí|čāpèr gulú|na

په روسي شعر کې بيا دغه سېلابوتونيک سيستم چې په اتلسمه پېړۍ کې د تريديا کوفسکي په سېلابيک شعر پسې را وروسته دود شوى دى، د پښتو هومره جوت (ثابت) دودونه لري، کله پر دوو څپيزو غونډونو (ستوپو) شننه مومي چې پر دويمه يا لومړۍ څپه يې خج راځي _ لومړى ډول يا مب او دويم ډول خري بولي او کله درې څپيز غونډونه (ستوپې) را اخلي چې هغه هم کله پر لومړۍ څپه خجنېږي، کله پر دويمه او کله پر وروستۍ څپه چې دغه درې واړه وزنه هم بېلابېل (داکتيل، امپفي برخې او اناپيست) نومونه لري، لکه په دې لاندې بېلگو کې:

//////تردې وروسته دې څلور واړه مخه کليشه شوي مخونه عکاسي او همدلته دې واچول شي////// 

(د پوهنمل عبدالحکيم حليم په مرسته).

فرانسي شعر

د فرانسي شعر د تونيکو سيلابيک سېستم په تړاو د نجيب منلي د ليکنې يو نچوړچې تېرکال يې له کابله رابرېښليک کړی وو:

((په فرانسي ژبه کې خج د کلمې پر وروستي سېلاب راځي، خو که کلمه په داسې يو سېلاب پای ته ورسېږي چې واوېل يې «گونگ E» وي، نو بيا خج له ووستي نه مخکې سيلاب باندې راځي.د فرانسي شعربنسټيز توک مسره ( vers = English Lin)ده چې د سېلابونو شمېر يې وزن  ټاکي (شپږ سېلابي وزن، اته سېلابي وزن، لس سېلابي وزن او سېکندري (دويمي) دولس سېلابي وزن يې تر ټولو مهم وزنونه دي).د څو مسرو له يو ځای کېدو څخه بند (strophe) جوړېږي چې د بند اډانه د مسرو د وزن او قافيو له ترکيب سره تړلې ده. يو شعر له څو سره ورته، يا مخکې له مخکې تعين شوي ترکيب والا بندونو څخه جوړېږي: د بېلگې په توگه په «سونې SONNET ) کې څلور بنده وي چې لومړي دوه يې څلور څلور او وروستي دوه يې درې درې هموزنه مسرې لري او د قافيو اوډون يې داسې وي :

ABBA ABBA CCD EED     يا ABBA ABBA CCD ED

په کلمه کې هر واوېل يو سېلاب جوړوي، خو که د يوې کلمې په پای کې گونگ E راشي او ور پسې کلمه په کانسوننټ پيل شي دا سېلاب حسابېږي او که په واوېل پيل شي نو لومړی په دويم کې مدغم کېږي. د مسرې په پای کې گونگ سېلاب هېڅکله نه حسابېږي. د دولس سېلابي سېکندري (دويمي) وزن مسرې هرو مرو (په شپږم سېلاب پسې)، يا دوه (په څلورم او اتم سېلاب پسې) وقفې لري. مخکيني ياد شوي اصل ته په پام، د وقفې سېلاب که گونگ وي، نو په ورپسې سېلاب کې په واوېل پيلېږي چې وزن خراب نه شي.))

 

د آرياني ژبو څپيز سېستم

په پخوانيو آريايي (ويدي او اوستايي)، زړې پارسي او را وروسته په پهلوي، پارتي او باختري (د ډبرليکونو په لاسوند) سېلابوتونيک يا لږ تر لږه يوازې سېلابيک او يا يوازې تونيک سيستم له ورايه برېښي. همداسې يې لږ و ډېر په نوې پارسۍ کې هم درواخله (وگورئ بنوال: ١١-١٢ او ٢٠-٢٢ مخونه)، دغه راز د رخت اسوريگ؛ دوست ٢٩١-٢٩٣ مخونه؛ د هيلموت هومباخ د سره کوتل او سيمز ويليمز د ناور او رباطک ډبرليکونه او د ماير هوفر د زړې لاسلکښنې متني بېلگې د پاملرنې وړ دي.

پوهاند رشاد هم، لکه په لومړي څپرکي کې يې چې يادونه وشوه، په ادبياتو پوهنځي کې د عروضو او قافيې او عمومي ادبي فنونو تر اوږد مهالي تدريس وروسته نور دې پايلې ته رسېدلى وو چې د خليل بن احمد عربي عروضي (مېتريک) سيستم ان پر پارسي شعر هم تر اسلام را وروسته په وچ زور تپل شوى او منل شوى دى، که نه په اسلامي پېر کې يې هم ډېرې سېلابوتونيکې بېلگې ليدل شوې او وگړني (فولکلوريکي) هغه خو يې لا څه کړې؛ اوسنى ازاد ( سپېد) شعر خو يې ورځ پر ورځ خپل گړندي گامونه اخلي.

دا چې د ژبپوهانو (آريانېستانو) په الواک عربي ابېڅې (الفبا) سيستم د نوي پارسي پېر پيل جوړوي، دا راښيي چې د واوېلي نښو (توريو) نشتوالى پارسي شعر د عربي عروضو مننې ته چمتو کړى دى. واولو ته علتيه توري ويل او کنسوننټ يې اصل شمېرل، ښايي له يوناني پېښو څخه يې سرچينه يا الهام اخيستى وي او له يوناني پېره رانيولې، تر اتلسمې او ان نولسمې پېړۍ پورې يې يوناني مېتريک (عروضي) سيستم پر منځنيو او اوسنيو اروپايي ژبو تپل، ښايي له همدې ذهنيته رنگ اخيستى وي چې تر هغه مهاله اوازونو (فونيمونو) ته توري ويل کېدل.

پارسي شعر له څپيز تر عروضي سېستم

پارسي شعر هم د وزن له پلوه، له آره څپيز- خجيز يا لږترلږه څپيز رغښت درلودلی دی. نه يوازې تر اسلامي- عربي پېر له مخه، بلکې راوروسته، له نوي  پېر (اتمې پېړۍ)او بيا يوولسمې پېړۍ راوروسته چې د عربي ترڅنگه يې د دويمې اسلامي ژبې په توگه سر راپورته کړای شو، له يو لړ بېدوييو (استثناوو) سره د عربي متريک سېستم راخپلولو ته اړېستل شوه او ورو ورو يې وگړني شعر ته هم سرايت وکړ، او هغه هم په دې چې غږپوهې يې ورسره څه ناڅه اړخ لگولای شو. خو بيا يې هم ورسره په ټوله کې پوره اړخ نه دی لگولی. د ساري په ډول که واوېلېزم، لکه خوځندي يا حرکات (زور، زېر، پېښ) چې لنډه (ي) او اوږده (ې) ورسره هم زياتره غاړه کوي، يومخيز په پام کې ونيول شي، په بله وينا، له درو حرفي سېمبولونو((و-ا-ی)) سره يوځای په تقطيع کې راوړل شي، هرو مرو يې استثنأ تر قاعدې تېری کوي او څپيز تول و تال ته بيرته ورگرځي. قربانعلي همزی (پامير20-3-1367 ) د خليل بن احمد د عروضو تر پيدايښت له مخه د پارسي شعر مخينې ته گوته نيسي او ليکي:

((شعر فارسی- دری نيز همين مراحل را پيموده است يعنی از همانسرود آتشکدۀ کرکوی (فرخنده پاذاروش- خنيده گرچاسپ هوش) و از همان زمزمۀ کودک يعقوب (غلطان غلطان همېرود تا لبِ گور) و بالاخره از همان ترنم آغازين حنظلۀ باغيسی تا سپيده دم پيدايي شناسنامۀ عروضی خليل بن احمد هزاران فراز و نشيب انکشافی را پيموده است ولی باز هم اېستايی نپذيرفت با بيدارشدن انقلاب ((نيمايی))، بی آنکه زوال پذيرد، باز گام تازه تری به ميدان رشد گذاشت...)).

 

 دلته غواړو لومړى د يوه پهلوي (هجايي) شعر بېلگه وړاندې کړو:

پهلوي (منځنۍ پارسي) شعر نوې پارسي ژباړه

فرخته باد روش          درخشنده باد روشنى

_  _    /_  _//                         

خنيده گرشاسب هوش            مشهور باد روح گرشاسپ

_  _    /_  _//                         

همى پرست ارجوش    همواره پر جوش است

_  _    /_  _//                         

مى نوش... مى نوش  مى بنوش مى بنوش

_  _    /_  _//                         

دوست بدا گوش                     دوست در آغوش باشد

_  _    /_  _//                         

بافرين نهاده گوش                 شکو همندانه بشنو

_  _    /_  _//                         

هميشه نيکى کوش                هميشه نيکى کن

_  _    /_  _//                         

دى گذشت و دوش                 ديروز و ديشب گذشت

_  _    /_  _//                         

شاهانه خا ايگانه!                  اى شاها صاحب يگانه!

_  _    /_  _//                         

بافرين شاهى!                                  شاه پرشکه وهى!

_  _    /_  _//                         

(د پوهاند قويم له يادښتو څخه، د ژبو او ادبياتو پوهنځي، د کرکوي اورتون له سرود څخه ٢٥-٣-٦٧ ل).

يوه وگړنۍ (فولکلوريکه) بېلگه چې لومړى يې د څپو او فشار (تون) له مخې تقطيع کوو او بيا يې د عروضو له مخې (د پوهنوال بڼو وال په مرسته، د ژبو او ادبياتو پوهنځى ٢٦-٣-٦٧):

پيراهن زر دوز

_     _  _/_     //                         پوشيده يى امروز

در ميله ى نوروز

_    _  _/_     //                          بر قامت موزون و رسايت مزه ميته

پيراهن زرد دوز                       پوشيده يى امروز

مستفعلن مفعول                      مستفعلن مفعول

در ميله ى نوروز                      پر قامت موزون و رسايت مزه ميته

مستفعلن مفعول                      مستفعلن مفعولن مفعولن مفاعلن

په هره توگه کله چې پارسي سندرو ته غوږ ونيسو، د وييونو خجونه پکې پر خپل اکر نه پاتې کېږي، لکه واخلې په دغه پاسنۍ بېلگه کې، ان په کره ادبي شعروغزل، لکه د لاهوتي په هغه کې چې احمد ظاهر يې را اوروي، ورته څرک نگېرل کېږي، د ساري په توگه د((زند گی)) او ((بندگي)) پاي

خجونه پر پيل خجونو بدلون مومي، او له دې سره ((کلّ شئ يرجعُ الی اصليه)) را پر زړه کوي!

بله بېلگه يوه دوه بيتي ده چې له متني پلوه د زياترو دوه بيتيو غوندې (هزج مسدس مخذوف) وزن لري او له سندريز پلوه ((څپيز- خجيز))، په دې ډول يې لومړۍ د سېلابوتونيک وزن له مخې تقطيع کوو چې د ځينو پښتو شعرونو غوندې يې هر رکن پر لومړۍ خجنه څپه پيلېږي:

از بالا باران امد

_  _  _/     _  _//

يارم به دالان امد

_  _  _/     _  _//

يک بوسه طلب کردم

_  _  _/     _  _//

چشمش به گريان امد

_  _  _/     _  _//

عروضي رکنونه: مفاعلين، مفاعلين، فعولن

که د دو بيتۍ د وروستى رکن (فعولن) پر ځاى (مفاعل) راشي، نو هزج مسدس مقصور بحر يې بولي. دلته توپير دا دى چې په سېلابوتونيک سکښت (تقطيع) کې لنډه څپه د لنډې څپې او اوږدې دواړو په وړاندې راتلاى شي، مگر په عروضي تقطيع کې لنډه د لنډې او اوږده د اوږدې څپې پر وړاندې راځي. عروضي (مېتريک) شعر دا مانا چې مخکې له مخکې پر ټاکليو بحرونو او رکنونو (افاعيلو) باندې وويل شي او بله دا چې په عروضي هغه کې د وييونو خج (د کلمو فشار) منطقي وي، په بله وينا، له ژبني (فونېتيکي) دريځ سره سم په عادي ډول پر خپل خپل ځاى راځي.

 مگر د ځينو ژبو په سېلابوتونيک شعري سېستم کې دغسې منطقي او طبيعي نه راځي، بلکې د سندريز کمپوز له مخې په دواړو حالاتو کې خپل آر دريځ له لاسه ورکوي، لکه د پارسۍ په پورتنيو دوه گونو بېلگو کې. پښتو شعر بيا، که څه هم د عربي يا يوناني هغه پر خلاف د نورو ډېرو خپلوانو (هندواروپايي) ژبو غوندې څپيز- خجيز (سېلابوتونيک) دى، خو د گرامري غونډلې په څېر يې په شعري غونډله کې وييخجونه ديوازېني (ټوليز) زورور خج تر سيوري لاندې کمزوري راځي او اهنگ  يې هم ورسره په ورته ډول درې گوني (لوړ، ټيټ او هوار) دريځونه راخپلوي او يوازې موزيکال هغه يې هرگوره، د گرامري غونډلې له هغه سره توپير پيداکوي. (همدارنگه: دوست ٢٨٩ مخ).

دغه راز هر عروضي پارسي شعر دواړه ډوله تقطيع کېداى شي، د ساري په توگه، د ابو القاسم لاهوتي يو شعر (زندگى آخر سر آيد بندگى در کار نيست) چې عروضي بحر يا وزن يې رمل مثمن مقصور (فاعلاتن فاعلاتن فاعلات) دى، د احمد ظاهر د سندريز تول و تال له مخې يې په سېلابوتونيک سکښت(تقطيع) سره کټ مټ، لکه د پښتو شعر غوندې هره څلورمه څپه خجنه راځي.

نه بد لېدونکی پښتو سېستم

لکه څنگه چې په سريزه او دويم څپرکي کې پرې ټينگار وشو، په پښتو کې فونېتيکس او پويتېکس (غږ پوهه او شعر پوهه) سره ډېر نژدې او نه شلېدونکي اړيکي لري، دا مانا چې څپيز- خجيز جوړښت يې د شعر تول (وزن)، يا په لنډه وينا، د شعر رغونې لپاره ټاکنده بنسټ جوړوي. بېواکغونډونه (کلسترونه) او له دې سره اوږدې اوږدې څپې يو خوا او فونيميکي (ژبني) ارزښت لرونکي خجونه بلخوا، او هغه هم ناجوت يا ازاد خجونه ددې توسن شوي دي چې پښتو شعر دې سېلابوتونيک اوسي. (دوست ٢٨٧ مخ) او د عربي يا پارسي غوندې پرې د نورو او بيا ناخپلوانو ژبو شعري دويونه (قواعد) او په ځانگړي ډول عروض يا مېتروم تپل يو بې سر و بوله کار وبلل شي.

پايلنيوی

لکه څنگه چې پښتو ځانته جلا ژبنى جوړښت لري او گرامري او نور رغاوني (ساختاري) دويونه (قواعد) يې له همدې خپلې ځانگړې رغاونې څخه رااېستل کېږي، نو دغه راز يې شعري رغښت هم ځانته جلا او خپلواک دى او د بلې ژبې دويونه ورسره سمون خوړلاى نه شي. له دې کبله ريتم (تول يا وزن) د پښېليز (قافيه وال) شعر له څلورگونو بنسټيزو رغنده ټوکونو څخه د يوه ټوک په توگه شمزۍ ور جوړوي. که څه هم نور درې ټوکه (اجزاء) يا توکه يې پوره پوره سمبال شوي هم وي. هر گوره په دې لړ کې رايم (قافيه) کوم آړ (شرط) نه بلل کېږي، بلکې شتون يې کله کله يو لوړ ريتميکي (وزني) تشې او نيمگړتياوې ډکوي، که نه په ټوله مانا بشپړ سمبال ريتم (تول)، رايم (قافيې) ته هډو هېڅ اړتيا نه لري، خو دا چې په ځينو ژبو، لکه زموږ دوى کې يې تر اسلام را وروسته پېړۍ پېړۍ دود او کارېدنه موندلې او سترگې او غوږونه ورسره ډېر روږدي شوي دي، نو غورځول يې ورته يو نادوده او کورټ ناشونى ښکاري.

پايله دا چې پښتو شعر عروضي (مېتريک) نه دى او ځانته جلا يوه خپلواک سېلابوتونيک رغښت لري، خو لکه څنگه چې په ړومبي څپرکي کې يادونه وشوه، نه د بهرنيو پښتو پوهانو (مورگنستيرن، مکنزي، دووريانکوف...) او نه زموږ د ليکوالو (دراني، منلي...) ليکنو او څرگندونو دومره  هر اړخيزه او پرله غښتې (سېستماتيکه) بڼه درلودلې، ځکه په ټوله مانايې دغه ځانگړي سېلابوتونيک دويونه (قواعد)  را اېستلي، او بيا ډلبندي کړي او تطبيق کړي نه دي.

په دې توگه زموږ دغه کتاب او په تېره دا دويمه کره کړې او غځولې بڼه يا اېډېشن تر وسې وسې دا راز ډېرې پوښتنې او غوښتنې ځواب کړې دي چې

په راتلونکيو څپرکيو کې دپښتو ژبې او شعرو ادب مينه والو مخې ته اېښوول کېږي.

٣- واند يا خيا ل (تخيل) (Imagination)

 تر ژبې او اهنگ (وزن) وروسته د شعر د درېيم رغنده ټوک واند يا خيال  راځي. دلته له عربي خيال څخه موخه فعلي يا مصدري بڼه ((تخيُل)) دی او ترڅنگه يې په لږو ډېر مانيز توپير (تخييل) هم کارول کېږي. د شعر د دغه آر و رښتيني، په بله وينا، بنسټيز، (ان يوازېني) هنري رغنده ټوک تر نامه لاندې هغه ټول هنري يا بديعي (ښکلاييز) اړخونه "ايماژونه، په بله وينا، عيني او ذهني انځورونه، لکه تشبېه، استعاره، حسن تعليل، بداعت، کنايه، ايهام، اسطوره، جناس، طباق، تلازم، تخيل، تمثيل، ښنده (مبالغه)... او همدارنگه اسطورې او سېمبولونه راخلي. نن سبا د ژبني اړخ پر وړاندې چې د شعر بهرنۍ جوله (شکل) جوړوي، دغه څيزونه د شعر (دنننۍ) جوله بشپړوي، نو که دغه دنننۍ جوله نه وي، بيا ورته شعر نه، بلکې هسې پېيلې وينا (نظم) وايي.

شعر د هنر د خورا لوړ ډول په توگه واقعيت په هنري انځورونو يا خيالي ايماژونو څرگندوي، تر دې چې تر بل هر ژبني هنر، يا په بله وينا ادبي ژانر له هنري انځورونو سره ډېر سر و کار لري. که موږ د بديعي (ادبي) اثر وييونه او توکونه له مرغلرو سره ورته وښيو، نو وبه وايو چې نثر د دغو مرغلرو د يوه صندوق مثال لري چې د هرې مرغلرې لپاره يې ځانگړى ځاى ټاکل اړين نه دى، خو شعر داسې مرغلين هار ته ورته دى چې ټولې مرغلرې يې په داسې مزي کې پېيل شوې چې د هرې دانې لپاره  خپل انډول او تناسب ټاکل شوى دى، په دې توگه د شعر ژبه د نثر د ژبې په انډول ځانگړې ښکلا لري... (دوست ٢٧٥ مخ).

انځور، تصوير، هغه څيز دى چې يوه انديزه او ولوليزه (فکري او عاطفي) غوټه په يوه زماني شېبه کې راښکاره کوي. انځور په يوه ټاکلې نقطه کې سره د دوو بېلابېلو نړيو د دوو څيزونو کړۍ کول دي. دغه دوه يا ډېر څيزونه سره کېداى شي، عاطفي او يا فکري ظرفيتونه ولري او هم د دود له مخې په داسې بېلابېلو مهالونو او ځايونو اړه ولري چې د انځور په وسيله سره پر يوه ځاى راټولېږي. د انځور جوړونې ځواک د تخيل د ځواک غورترينه برخه ده. د تخيل ځواک، په بله وينا، بشپړ شور و هيجان چې د دې لپاره پر کار اچول کېږي، بېلابېل احساسات، څيزونه او ازمېښتونه چې په بېلابېلو مهالونو او ځايونو پورې اړه ولري، په يوه ځانگړې شېبه کې سره غاړه غړۍ کړي او يا ورته يو له بله سمون ورکړي او په يوه ناپايه زماني شېبه او يوه لڼد تنگ چاپېريال (مکان) کې يوه پراخه ورشو څرگنده کاندې.

د تخيُل ځواک، تش يو له منځۍ (مرکز) څخه سرکښه تېښته او پاشوونکى ځواک نه دى، بلکې د بېلابېلو اکرونو او له طبيعته د انسان د ادراک راز راز جاج اخيستنو د غاړه غړۍ کولو لپاره يو ځواک دى. تخيل له حافظې څخه سيده تومنه او توښه اخلي. کله د حافظې زماني پرله پسېوالى (تداوم) خوندي ساتي او کله د حافظې هر څه سره يو له بله پاشي او هغه هم د دې لپاره چې د حافظې ځينې برخې وساتي او د انځورونو په وسيله يې سره خوا پر خوا کېږدي او يوه فکري او عاطفي کړۍ رامنځته کړي. له دې کبله د انځور جوړونې ځواک تر يوې کچې پورې هماغه د تخيل ځواک دى... رضا براهني، ٧٥-٧٧ مخونه.

روهي واند (خيال) د شعريت د يوه اړين رغنده ټوک په توگه داسې رامخته کوي:

د شعر تر ټولو اساسي او مهم توک تخيل دى. ځينې ادبپوهان د "تخيل" پر ځاى د "تخييل" کلمه غوره گڼي، خو څرنگه چې د "تخيل" کلمه عموميت لري، نو دلته له همدغه متداول لفظ څخه کار اخلو (خواجه نصير طوسي) په (عيار الاشعار) کې ويلي دي چې د شعر غرض تخيل دى.

اما تخيل څه شي ته ويل کېږي؟ د تخيل اصطلاح ډېره اوږده تاريخچه لري. د لرغوني يونان له زمانې نه تر اوسه پورې په دې باره کې ډېر بحثونه شوي دي او ډېر ځله د هغه مفهوم له Fancy او Fantasy سره گډ شوي دي. دلته به په لنډه توگه لومړى تخيل شرح او بيا وروسته تعريف کړو. د ارواپوهانو په عقيده شيان او پديدې د حواسو له لارې پر اورگانېزم باندې اغېزه کوي چې په لومړۍ مرحله کې احساس کېږي او بيا د ادراک پړاو ته رسېږي (پېژندل کېږي). د ادراک له لارې انسان يو شى پېژني. کله چې هماغه شى غايب وي، احساس او ادراک هم محوه کېږي، خو د هغه شي اثر په ذهن کې يو تصوير (ايماژ) پرېږدي. ذهني تصويرونه چې هغه ته تداعي يادونه ويل کېږي او کله په بدله څېره کې تجلي کوي چې په دې صورت کې تخيل بلل کېږي. شاعرانه تخيل د ځينو په نظر شهود او الهام ته ورته دى او د ځينو نورو په عقيده په هغه کې يوه شعوري هڅه هم شامله ده.

د فلسفې قاموس (د مسکو چاپ، نولس سوه اوه شپېتم کال) تخيل داسې تعريفوي: "تخيل هغه استعداد يا قابليت دى چې له واقعيت نه د لاسته راغليو انطباعاتو پر اساس يې په بشري شعور کې هغه نوي حسي يا فکري ايماژونه (انځورونه) تخليق کړي چې په ټاکلې شېبه کې واقعي موجوديت نه لري.

تخيل نه يوازې په هنر کې، بلکې په ساينس کې هم اهميت لري، ځکه د تخيل په واسطه فرضيې، ماډل مفهومونه او د تجربو لپاره مفکورې منځته راځي". اما په تخليقي فنونو کې تخيل يو اساسي عنصر دى. تخيل په شعر کې د تشبيهاتو، استعارو، څېرو او اسطورو په بڼه تبارز کوي، دلته له اسطورې څخه مقصد د راتلونکي وخت ايډيالي تجسيم دى. څېره (پورترېت) د موجودو شيانو او پديدو عيني تصوير دى چې د انسان په واک يا قلمرو کې وي، خو اسطوره يو ايډيالي يا ارماني تصوير دى چې په موجوده وخت کې د انسان له واک څخه وتلى وي. تخيل د ترکيب له لارې مختلف او نامتجانس شيان سره پيوندوي يا گډوي...)).

شاملو (٢٢مخ) خيال د انځور په جاج داسې راپېژني:

…” خيال يا ايماژ (image) د حسي تجربې ذهني جوله يا رواني اغېزه ده چې د هغه حس د ټومب يا لمسون (تحريک) په ناسوبتياکې راژوندی کېږي. له دې کبله خيال، د زړه او روان په سترگو د يوه څيز کتل دي. په هنري ډگر، په تېره شعر کې يوه داسې جوله خيال بولو چې شاعر په ((مجازي ژبه))، په بله وينا، ((شعري ژبه)) کې ،داسې انگېرنې (خيالات) راپنځوي چې د څيزونو او انگېرنو (تصوراتو) غوندې ژوندي او ساکښ دي. او همدا خبره ده چې له ډېر پخوا راهيسې خيال د جولو (صورتونو) او بڼو (شکلونو) زېرموال (خزانه دار) بلل شوی دی... .))

وړاندې ليکي:

((د خيال جولې (صور، صورتونه) د شاعر لپاره په دې يوه ارزښتمنه سرچينه ده چې کولای شي، د ژونديو ازمېښتونو (تجربو) د راجوتونې لپاره اغېزمنه پرېوځي، او پرکار اچونې سره يې يوه ولوله (عاطفه) او يو اند ولېږدوي او همداراز د دې لامل کېږي چې يو لړ نوي رواني ولولې راميدان ته شي.))

٤- نگېر يا ولوله (احساس ياعاطفه)

روهي د نوموړي فلسفي قاموس پر اخځ احساس يا عاطفه د شعر د يوه بل اړين رغنده ټوک په توگه تر څېړنې لاندې نيسي:

...په شعر کې احساس يا عاطفه ضروري شرط دى. که شاعر درد، ارزو، اندېښنه، قهر او تاثر ونه لري، نو لوستونکى يا اورېدونکى له داسې شعر څخه خوند نه شي اخېستلاى.

(ليف تولستوى) پخپل اثر (هنر څه شى دى؟) کې په دې ټکي ټينگار کوي چې د شعر اصلي وظيفه دا ده چې مقابل لوري ته احساس ور نقل کړي.

(ساوستيانوف) ليکي چې: "په هنر کې قضاوت مفکوره او حقيقت په عاطفي بڼه تبارز وي" او "د هنر وظيفه يوازې معرفتي نه ده، بلکې هغه د انسان پر وړاندې مسالې طرح کوي، ژوند ته خوند وربښي او د نړۍ په ارتباط د ده عاطفي برخورد پياوړى کوي".

(موري) وايي: "ستر شاعر د ژوند په باره کې د نتايجو د لاسته راوړلو لپاره هڅه نه کوي، بلکې په هغه کې يو کيفيت تشخيصوي. د ده عواطف چې په يوه بل کې يې تداخل کړى دى، ورو ورو په ده کې يو عادت رامنځته کوي. ځينې شيان او پيسې پر ده باندې له نورو زياته اغېزه کوي زما په پوهه دا د شاعر د تجربي اسلوب عاطفي بنسټ دى".

د ايران ډېر مشهور شاعر او ادب پېژندونکى (نادر نادرپور) وايي: "من به آن چيزى شعر مى گويم که در من انفغالى عاطفى ايجاد کند، احساس و انديشه مرا بر انگيزد و مرا دستخوش نوعى هيجان سازد".

شعر، که ښکلى وي يا هيجان پاروونکى يا تصوير درلودونکى، په هر صورت له احساساتو او عواطفو سره اړه لري.( د انځور او بېلابېلو ژب -ښکلاييزو ډولونو په تړاو په دې پسې (شپږم) څپرکي اړوندې څرگندونې هم پاموړې دي)

٥ - اند (فکر، مفکوره) Thought, Idea

 د اند(انديشه) تر ويي لاندې ټول هغه څه راځي چې د منځپانگې (مختوا)، مضمون، بلنې يا غوښتنې (اپيل) او پيغام په نومونو يادېږي، يانې، هغه څه چې شاعر ويلو او څرگندولو ته ور هڅوي. له دې کبله دغې (انديزې) برخې ته (فکري محتوا) هم وايي. منځپانگه د يوه څپيز د ټولو نننيو توکونو (داخلي عناصرو)، ځانگړتياوو او بهيرونو (پروسو) غونډ يا ټول ته وايي. پر وړاندې يې جوله (شکل) ټيکاو لري چې پاس ياد شوي توکونه ژبه، وزن او خيال (بديعي اړخ) را اخلي د منځپانگې او جولې تر منځ يو ديالکتيکي تړاو شتون لري. جوله د يوه څيز جوړښت او يا په يو څه نوې مانا هغه بهرنۍ بڼه رااخلي چې په هغه کې د يوه عيني واقعيت د څيزونو، پديدو او پروسو ليد وړ برسېرنې ځانگړتياوې راځي. د جولې جاج (مفهوم) يوازې د څيزونو بهرنۍ، په بله وينا، هندسي اډانه نه ده، بلکې تر هر څه له مخه هغه سازمان دى چې د هغه د نننى بهير د خپلمنځي اغېز يو ټاکلى ډول له بهرنيو آړونو (شرايطو) سره يو له بله تضمينوي. جوله د منځپانگې بډه (مقابله) نه ده او نه شي کولاى له هرې غوښتني (مطلوبې) منځپانگې سره ترسره کېدنه ومومي، بلکې په رغښتي (ماهيتي) توگه منځپانگه جوله ټاکي (کوشنى سياسي قاموس ٣٦١). له (عاطفي) څخه موخه بيا هم همدغه بديعي يا خيالي او انځوريز اړخ دى چې څنگه يو شعر د ولولو او عواطفو د لېږدونې او پارونې جوگه گرځي.

له دې کبله وايو:

شعر د طبيعت په چاپېريال کې د انسان لپاره د ذهني حالت زېږنده ده. په دې مانا چې شاعر له يو داسې حالت سره مخامخېږي چې د هغه په پاى کې د خپل چاپېريال له څيزونو او انسانانو سره يو ډول ذهني تړاو پيدا کوي او دغه اړيکي پخپل وار يو راز رواني تړاو دى چې څيزونه پکې په بشپړ (مطلق) ډول خپله فزيکي او مادي بڼه له لاسه ورکوي او د شاعر د احساس او اند يوه برخه په پور اخلي. شاعر په دغه اکر کې د څيزونو د افسون تر اغېزې لاندې راځي او دغه د هستۍ راز د منطق او رياضي او علمي حسابونو له لارې چې آرونه يې د شعر له ټولۍ (مقولې) څخه بېخي جلا دي، نه، بلکې د خپل ليد، اند او نگېرنې (احساس) په وسيله رابرسېره کېږي. شاعر د شعر جوړونې په شېبه کې داسې اکر غوره کوي چې د طبيعت ځينې څيزونه په همغه شېبه کې مني، خو ځينې نور يې په سملاسي (موقتي) توگه له خپله ذهنه باسي او (ځان) يو داسې سجده کوونکى ويني چې خپل پيوندونه له ټولو شيانو او انسانانو سره شلوي. خپله څېره پر خاورو مښي او هغه غيبي غږ ته غوږ نيسي چې له خاورو څخه را پورته کېږي او د رواني درد درمل گرځي (رضا براهني، طلا در مس، ٣-٤ مخونه).

روهي (کابل مجله، ٨-٩ گڼه، ١٣٦٦)، په دې تړاو چې  اند(فکر، مفکوره) د شعر له ((پېنځگونو)) رغنده ټوکونو څخه گڼل کېږي، يانه، د يوشمېر پوهانو د ليد توگو په ترځ کې رڼا اچوي:

((په هر شعر کې بايد يوه مفکوره نغښتې وي، که د (بايد) کلمه حذف کړو، نو داسې به ووايو چې هر شعر له ځانه سره يوه مفکوره لري. (کار لايل) وايي چې شعر موزيکال فکر دى، خو ځينې ادبپوهان مفکوره د شعر اصلي توک نه گڼي. دا خبره (بېدل) ته منسوبه ده چې وايي:

(شعر خوب معنى ندارد).

 نامتو فرانسي ليکوال او فيلسوف (ژان پل سارتر) هم په دې باره کې ځينې خبرې لري، هغه شعر له ادبياتو څخه جلا کوي. د ده پراند،شعر د موسيقۍ، نقاشۍ او پلاستيک هنر په شان پخپله غايت دى. په داسې حال کې چې ادبيات له ځان سره يو پيغام او رسالت لري هماغسې چې د موسيقۍ اوازونه کومه خاصه مانا نه ښندي، شاعرانه الفاظ هم بې له دې چې پر خپل مدلول (نښانه) دلالت وکړي، د موسيقۍ د نوټ په شان لفظي تصوير جوړوي. دغه تصوير د نقاشي تابلو، يا مجسمې او يا پرتمينې ماڼۍ ته ورته دى چې فقط ښکلا منعکسوي، نه ضرورت او اړتيا... .(د بېلگې په توگه) دا شعر منطقي تحليل ته ضرورت نه لري، ځکه چې (تحليل) شعر بېخونده کوي:

د آفتاب په کمند نه خېژم اسمان ته

نـه ږدم بار لکه شبنم په دوش د گلو

(شيدا)

(اسماعيل نوري (علاء) د (H.Coombes) خبره رانقلوي:

"ظريف ترين و برجسته ترين افکار فيلسوفان، روانشناسان و مردم شناسان و نظاير آنها، صرفاً با ورود به شعر، شاعرانه نمى شوند. کسى که شاعرانه فکر ميکند، خود شاعر است".

وايي چې نامتو اديب (اډين) ته يوه ځوان مراجعه وکړه او ورته ويې ويل: "زه غواړم چې شعر ووايم، لطفاً ماته لارښوونه وکړه". (اډين) ورڅخه وپوښتل: "آيا د شعر ويلو لپاره کومه مهمه مفکوره له ځانه سره لرې؟". هغه په ځواب کې ورته وويل: "هو، غواړم يوه مهمه مفکوره پر نظم راوړم". (اډين) ورته وويل: "ځه بچيه، له تا څخه شاعر نه جوړېږي".

روهي په داسې ترځ کې چې د سارتر نټه (انکار) نه، بلکې يوازې د اډين خبره يوه ښنده گڼي، خو بيا هم زياتوي:

... دا د هغو ځوانو شاعرانو لپاره درس دى چې فکر کوي، ښه شعر يوازې هغه شعر دى چې مهمه مفکوره پکې نغښتل شوې وي او يا شعار پکې راغلى وي.

کله کله د يوه شعر ښکلا د يوې کلمې په استعمال پورې اړه لري. لکه په لاندې بيت کې د (عکس) کلمه د دويم ځل لپاره:

ما برفتيم و عکس ما باقى است

گــــــردش روزگار بر عکس است

 

وگورئ د (الفت) د لاندې شعر په وروستۍ مصرع کې د (گرد) کلمې شعر څومره خوندور کړى دى:

له کوم لوري را روان يو جهان گرد وو

مخ او څټ باندې يې پروت د لارې گرد وو

ما ويل څه دې وليدل په دې جهان کې

ويلې دومره شومه پوه چې جهان گرد وو

په دې شعر کې، نه د جهان د گردوالي (د ځمکې کرويت) مفکوره او نه له دوړو او گردونو څخه د جهان د ډکوالي مفکوره د لوستونکي ذوق او پاملرنه را پاڅوي، بلکې په هنري توگه د مطلب افاده د خوند التذاذ منبع گرځي.

}روهي په وروستي ((گرد)) ددې څلوريزې ((شعريت)) رازبادوي،هغه هم په غبرگ مانيزوالي، بې له دې چې له دوو پاسنيو قافيو سره يې د وينگ توپير ته ځيرشي. د همجوليزې قافيي کلمې په توگه بايدد گ په زور (فتحه) وويل شي، که نه،له نورو دواړو سره اړخ نه شي لگولای. دا به ومنو چې استاد الفت به په ((زورکي))  وينگ سره ځانته د تېښتې لار انگېرلې وي چې لږو ډېر له ((زور)) سره نژدېوالی لري او نورو شاعرانو هم د ادواړه واوېلونه (حرکتونه) سره غاړه کړي دي، خو بيا هم غبرگ مانيزوالی  دومره هنري توک نه بلل کېږي، نو پايله دا شوه چې د نورو ډېرو شعرونو غوندې د استاد الفت دا څلوريزه هم له يوڅه ((تمثيل)) پرته نور يوازې او يوازې فکري - فلسفي رنگ لري، يا د روهي په خپله نومونه ((يوه مفکوره)) رانغاړي او بس. که د روهي د اټکل پرخلاف د شاعر موخه ((گرد)) نه، بلکې هماغه همجوليز پښېلويی ((گرد)) اوسي، هم له پښېليز ويار (قافيي عيب) څخه ژغور مومي او هم د يوې بېلې نوې مانا له راخپلونې سره يوڅه هنري خوند راخوندي کولاي؛ هغه نوې مانا دا چې گرد د يوه ستاينوم دنده پر غاړه اخلي، يانې جهان هسې يو گرديا غبار وو!{

په هره توگه، په پاسنيو پوهانو کې سارتر د کارلايل او نورو  پرخلاف اند يا مفکوره دشعر له رغندو ټوکونو څخه نه شمېري او له دې پلوه يې د موسيقۍ غوندې له نورو هنري او بيا ادبي ځېلونو راجلا کوی، په بله وينا، د يوه نږه هنر په سترگه ورته گوري.

بيا يې هم پخپله را لېږدوونکی ((روهي)) دا خبره داسې راتعبيروي:

له پورتنيو يادونو څخه بايد دا نتيجه وانه خېستل شي چې گويا په شعر کې مفکوره نشته او يا مفکوره څه ارزښت نه لري. اصلي مطلب دا دى چې مفکوره په شعر کې هغومره ټاکنده نقش نه لري، لکه څومره چې په هنري او بديعي توگه د يوې مفکورې څرگندونه يې لري.

علمي پرنسيپونه، تاريخي فکتونه او فلسفي نظريې په شعر کې راتلاى شي، خو شتون يې د شعريت معيار نه گڼل کېږي.

علمي، اخلاقي او فلسفي مفکورې بايد شاعرانه شي. د شعر تابعيت ومني، په شعر کې جذب او الونيا شي او بېرته خپل ځان په هنري ميديم کې راڅرگند کړي. د ايران نامتو شاعر (يد الله رويايي) ليکي: "مختصر آنست که شعر به کار و روزگار کارى ندارد.

نه نقل ميکند و نه مى آموزد شعر تنهاست و از هر اجبارى رها. بر سرنوشت خودش حکومت ميکند ونه بر هيچ سرنوشت ديگرى بديهى اى نه به جامعه دارد، نه به اخلاق، نه به ايمان و دانش و در عين حال بيم دارد، از اينکه چيزى پست و حقير باشد".

د شاعر مقصد دا دى چې علمي، اخلاقي، مذهبي او سياسي ارزښتونه هغه څه چې د شعر ذاتي ارزښت ټاکي هنري او اېستېتيکي خصوصيات دي.

(گل پاچا الفت) وايي: "تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دى، جمال دى". هغه کسان چې شعر د ژوند هېنداره يا د واقعيت انعکاس بولي او په عين وخت کې د نگه (خالص) شعر، فورماليستي شعر او نورو غير رياليستي شعرونو شته والى په رسميت پېژني، د خپل تعريف د توجېه کولو لپاره بايد د تناقض د حل لاره ولټوي. که چېرې غير ريالستي شعر ته هم شعر ويل کېږي (او د دغسې شعرونو شمېر هم لږ نه دى)، نو موږ نه شو کولاى، واقعيت د شعريت معيار وبولو.

لنډه يې دا چې په هر شعر کې يو ډول مفکوره شته، خو تش د مفکورې شته والى د شعريت دليل نه گڼل کېږي، بلکې مفکوره بايد په شاعرانه صورت تجلي وکړي.

د اند و واند توپير و تړاو

په دې کې څه اړنگ نشته چې اند او واند(فکر و خيال) دواړه له ذهني کارکړنو (فعاليتو) څخه گڼل کېږي او دواړه د پېژندالواک (تيوري شناخت) له پلوه د انساني ځانخبرۍ (شعور) په لوړو پوړيو کې راځي. ((شعور)) څو بېلابېلې پوړۍ لري، لومړنۍ پيلامه يې نگېرنه (حس) دی، همدا چې انسان له پېنځو شپږو حواسو څخه د کوم يوه له لارې  له يوه څيز يا پېښې پديدې سره  اړاو تړاو پيدا کاندې، په بله وينا،ويې نگېري (احساس کړي)، دا پوړۍ ((حس)) بلل کېږي ـ ژوي او بوټي په دغه لومړي پړاوکې له انسان سره گډون لري.

 دويمه پوړۍ يې پوهه ياخبرتيا ((درک)) دی او هغه دا چې کله په اتوماتيک ډول هغه ((حس))اړوند وژي (اعصاب) د مغزو يوې ټاکلې برخې ته ور ولېږدوي او پوه شي چې څه خبره ده. درېيمه پوړۍ د انگېرنې (واند، خيال) ده او ورپسې تر ټولو لوړه هغه د ((اند، فکر))، چې د ((جاج، مفهوم)) پوړۍ هم ورته وايي؛ ژبه بيا پر خپل وار د دغې پوړۍ زېږنده او هممهاله ورته همدغه ژبه ښه ترا رښتياينه او څرگنداوی هم وربښي. په دې توگه هغه څه چې واند (خيال) رازېږوي، له رښتينې (واقعيت) سره پوره او يا هم هېڅ اړخ نه لگوي، خو اړوند پيداوار يې هنري او ادبي پنځونې بولو؛ پر وړاندې يې ((اند، فکر)) بياله رښتينې (واقعيت) سره سمون مومي او اړوند پيداوار يې پوهنيز او تخنيکي پنځونې دي. دا چې دواړو ذهني کارندويو په لږوډېر توپير د انسان په گټه نړۍ ته بدلون ورکړی او ورکوي يې، په بله وينا، اوسنی تمدن يې راشونی کړی دی، نو وايو، (( اند)) خپل ځای لري او ((واند))  خپل ځای.

مگر تر منځ يې دا دنده ييز توپير په دې جاج و مانا نه دی چې د چا خبره يو د بل په کارکې لاسوهنه نه کوي يا سره همکاري نه لري. يو پوهاند هم خپل کار له نگېر ((حس)) څخه راپيلوي، درک او خيال تر شا پرېږدي او هله ((فکر)) ته رسي. د هوگو خبره، ((تاريخ په افسانه کې دی او افسانه په تاريخ کې)).  د نورو انساني ټولنو په څېر زموږ د (و) گړني ادب هماغه غوښنه برخه خيالي او اسطوره يې کيسې، نکلونه، کږنې او انگېرنې دي او همدغه فولکلور مو د ((ليکني ادب)) سرچينه ده.

 له خياله د يوه پوهاند د کاراخېستنې يوه څرگنده بېلگه له ((ساينس فېکشن)) سره بوختيا ده. همدومره يو هنرمند او بيا شاعر هم د ((اند)) مرستې او کار اچونې ته اړوځي او ټوليزه پوهه او خبرتيا (general knowledge) چې د يو لړ جاجونو (مفاهيمو) او هنري توکو او انځورونو، په تېره تلميحاتو او اسطورو کې ورته اړتيا پيدا کوي، له اند پرته ترلاسه کولای نه شي. د پيغام يا ټولنيز ارمان د رانغښتيا خبره خو ورسره په هره توگه نه شلېدونکی او سيده تړاو لري. د ساري په ډول، که ((کاظم شيدا)) يوه ټوليزه پوهه خبرتيا نه درلودای، دا دومره پېچلي او همزمان نوښتگرانه انځورگري يې څنگه رامنځته کولای شوه.

د شعرتخنيکي، په تېره ژبنۍ جوله خو له اند سره نېغ پر نېغه تړاو لري. همدا چې يو شاعر يو خيال راخپل کاندې، وار له واره يې د يوې وړنده ژبنۍ جولې او جامې په هڅه کې کېږي او دغه کار اله ماله د اند په مټ

شونتيا او رښتياينه موندلای شي. په دې ډول بياهم خپله خبره راغبرگوو چې ادب او بيا شعر يو ژبنی هنر دی.

د شعر زده کړيز يا ورهڼيز(کسبي) اړخ بيا داند(فکر، مفکورې) ښکېلتيااو اړتياتر لا ښه ترا راجوتوي او په دې لړ کې د سيمې او نړۍ پر کچ د غورو شاهکارونو پرله غښتې لوستنه ستر نقش پرځای کوي. د دې مانا داده، کوم لوړ شاهکارونه چې تر موږه رارسېدلي، پرخپل وار پرې د ورتېرو هغو سيوری پرېوتی دی. دا يوه هسې کږنه انگېرنه ده چې شعر و شاعري يوازې او يوازې  د يوې ځاني او زاتي وړتيا زېږنده، يا اسماني ورکړه او ياهم د کوم پير ملنگ پېرزوينه ده او بس!

که په کلاسيک شعر کې د تصوف له لارې فلسفه راخښل شوې، نن سبا بيا نوي شعر، په تېره ازاد، سپين او ناپېيلي هغه ورسره دومره غاړه غړۍ شوې چې يو له بله بېلېدای نه شي؛ مانا داچې د تخيل تر څنگ يې فلسفي اندنه(تفکر) هم پوره راخپل کړی دی.

 دا بېله خبره ده چې ((کله ناکله يو شعار تر زرو شعرونو زيات منښت او گرانښت درلودای شي)). د نورو لرې نژدې ژبو غوندې په پښتو کې د دا راز بېلگو شمير لږ نه دی. په تېر مهال کې،  لکه د سترخوشال دا:

- پر جهان د ننگيالي دي دا دوه کاره

                        يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

- درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره يو د ننگ پر کار پټ و اشکار

... او بيا:

د افغان پر ننگ مې وتړله توره

ننگيالی د زمانې خوشال خټک يم!

او په وسمهال کې يې د نوي غزل له سرلاري صنوبر مومند(کاکاجي) راپيلوو:

د ملا ژبه قرأت کې تر تړۍ شي

تر ممبره چې شغار ستا د پڼو ځي

پر کوم ځای چې د زمرو نوکې ر؟ېږي

عاشقان هلته پر څوکو د بڼو ځي

خدايه! دابازار تالا کړې په مغلو

د مفلس  حسن په يو موټی چڼو ځي...؛

او بيا يې د چپي اندود له لومړيو ببر سرو څخه سيف الرحمان سليم راننگوو:

د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم

لويه خدايه! زه به چا چاته سجده کړم

ملگرتيا که څو رندان راسره وکړي

دا حرم به يوه لويه ميکده کړم؛

يايې دا لاسته راغلی شاه فرد:

د اقتدار حمام له ټولو نه جامې و اېستې

قاضي ته گورم که خانجي ته، که ملاته گورم...؛

او بيا يې د پښتني فلسفې د پليونو په سر سر کې حمزه راخلو:

- وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته له پښتو سره ځم؛

- ما ټيټ ورته لېمه کړل، زما سر نه ټيټېده

شايد په محبت کې هم افغان پاتې کېدم؛

- وروځې، باڼه، سترگې لېمه پښتانه

                        څنگه يوځای شو دا پېنځه پښتانه...؛

چې مې سر چاته ټيټ نه شي ننگيالی زما ژوندون کړه

                        زړه زما دې مسلمان وي، تفکر مې د پښتون کړه

 

غني خان:

- چې خازې شنې مې پر قبر وي ولاړې

که غلام مړ وم، راځئ توکړئ پرې لاړې

...يا به دا بې ننگه ملک باغِ عدن کړم

يابه کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې؛

 

د امين ا لحق د يوه غزل دا سربيت هم لکه متل را دود شوی دی:

اوس گوزاره د زړه په وينه کوو

                                    چې حالت ښه شو، بيا به مينه کوو...؛

محمد شاه خيال:

- د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده

                        په کابل او پېښور کې افغان يو دی؛

- خيال چې هرڅو فکر وکړ، بل څه ترې نه جوړېږي

اباسين دی منځگړی، افغان يو خوا هندکيان بلخوا؛

 

- چې پيداشوې، تا ژړل خلکو خندا کړه

                        هسې  ومره چې ته خاندې، خلک ژاړي ؛

- پر نهاره دې خبرې په پښتو کړې

                        اوس پارسي وايې چې خېټه دې مړه شوه؛

اکبر خادم:

نه سل کاله د غلام په غلامۍ کې

 يو ساعت د ازادۍ که ځنکدن وي

 

استاد الفت:

- نه ومه خبره، پرده مې لږه پورته کړه

                        نه دي دويلو، هغه څه چې ما ليدلي دي...؛

 

اجمل خټک:

-         غټان غټان، لويان لويان لويان پيدا دي

دوی خو له ځايه جنتيان پيدا دي...؛

 

پير گوهر چې د سولې شعر يې ((شاعر امن)) ستاينوم ور په برخه کړ:

ځار دي امريکاله روس- روس دې ځار له چينه شي

غواړمه چې ټوله دنيا- مينه مينه مينه شي؛

 ((اکرام اله گران)) راننگوو چې که څه هم د اندود له پلوه د استاد الفت په څېر يو انتقادي ريالېست دی، خو د هنري اړخ د سمبالونې له پلوه هم بيا د لرې پښتونخواد شاعرانو په لومړۍ ليکه کې شمېرل کېږي:

- ...د ژوندون په کټورو کې، چاته قند دي چاته زهر

عجيبه غوندې وېش کېږي، د دوران په دروازه کې

دا چمن بلبلو ستاسو، په ولله که د بل چاشي

خو يو څو سرونه مات کړئ، د زندان په دروازه کې...؛

رؤوف زاهد:

- ستا محلونه جوړېدای شي، خو جونگړه پسې نه

هغې ته ښه دي، ولې دېته لا حالات ښه نه دي...،

- سارا کې څوک دي، چې زاهد پسې به کاڼي ولي

اشنا د کاڼو گوزارونه خو په ښار کې کېږي...؛

محمد اعظم اعظم:

- د وفا ځمکې خړوب نه شوې اعظمه

ډېرې وينې مو ورکړې د زړگو دي...؛

بشير قاصر:

- اشنا که يوځل راغلې، د مين زړه په پوښتنه

لا مخکې له روژې نه، به اختر کلي ته راشي؛

اکبر سيال:

- تا دې د خپل غر په هر کمر کې گلاب وکرل

موږ ته دې باروت زموږ په غرونو کې ساتلي دي...؛

((لياقت سوز)) دومره نومور شاعر نه وو، خو هغه مهال يو شعار وزمې  يوې څلوريزې دومره نومور کړ چې په پېښور کې يې ((ترقي پسندو)) د خپل دوتر سرليکه کړه او راوروسته لکه متل خوله پرخوله شوه، په يوه روانه او ساده ژبه، خو د سلېمان لايق تر ((انقلابي سرود: ... کور ډوډۍ کالي غواړو)) ډېره ښکلې او اغېزمنه:

چې هر تږی پکې وڅښي

او هر وږی پکې موړ شي...

ملا څه کفر به وشي،

که يو داسې نظام جوړ شي!

پروت و نېغ خيا ل

په شعر کې واند (تخيل) او ورسره پنځولي انځورونه دوه ډوله پر کار اچول کېږي:

پروت يا افقي خيال يا تخيل دا مانا چې شاعر د قافيوال شعر( غزل، بوللې، دوييزې، څلوريزې... ) په هره مسره او بيت کې او د ناقافيوال (ازاد، سپين او منثور) شعر په هره ټوټه او غونډله کې هڅه کوي چې تخيل پرکار واچوي، په بله وينا، انځوريز او هنري يې کاندې. دغه چم زياتره په کلاسيکو او بيا د منځني ادبي پېر او اوسني پېر د هندي سبک پليوني ترې ډېره گټه اخېستې او اخلي.

په پخوانيو کې حميد او شيدا يادولای شو او په اوسنيو دوی کې پسرلی، کاروان، سالک، پروين، اند، جلان او يو شمېر نور غزلبول چې بېلگې يې په را تلونکي څپرکي کې وړاندې کېږي.

 (٢) نېغ يا عمودي واند (تخيل) د ازاد، سپين او ناپېيلي شعر او لږو ډېر د نوي ((مسلسل)) غزل لارويان پرکار اچوي، په دې ډول:

يوه سوژه يا کيسه په څه ناڅه ساده ژبه راپيلوي او ورو ورو يې انځوروي. همداچې د ((لکۍ نېش)) داستان غوندې يې اچولې غوټه پرانېستل شي او پايله يې راڅرگنده شي، نو هله لوستونکی او اورېدونکی لکه يوه ښکلې انځورگري تابلو دومره ځانته ور وڅکوي چې بيا بيا لوستو يااورېدو ته يې هڅېږي.

 
بېرته شاته