لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ژمنه اما د چا پر وړاندې
لیکوال: اسحاق ننګيال   نېټه: 05.03.2014   خپرونکئ:   سمسور  

 د هنري ژورو واقعيتونو او د هغه د پراخو بعدونو سم او ژور درک او د هنر استا تيکي او د هغه د وگړنيز رسالت د اړيکو پيدا کول او د هغو اندونو پر ژورتيا پوهونه چې ټاکلې هنري پديدې ورڅخه د يوه ضرورت او يوې ټاکلې اړتيا په توگه منځ ته راځي، زمونږ د وخت او زمونږ د مهال اساسي غوښتنه ده، چې د هنر د پراخو، پټو او برالاوو پديدو کشف، څېړنه او کره کول هر يو ځان ته ځانگړى او هر اړخيز بحث غواړي او د هنر پر وړاندې له مسووليت څخه ډک بحث .کله چې وغواړو د هنري ټاکلو پديدو د هستېدنې، خلاقيت، رسالت او مسووليت په اړوند څه ووايو او ويې ليکو لازمه برېښي څو د اړوندې تولنې د سرشت او د هغې د خاصو زمانې او مکاني شرايطو په دننه کې د تاريخي وگړنيزو او اقتصادي متضادو پديدو د څه رنگوالي، حرکت او رمختيا په باب لازمه پلټنه وشي او د هنري پديدو د پيدايښت، پرمختگ او نوي کېدو په اړوند د ټولنې د تمدن او فرهنگ بهير مطالعه شي او د ټولنې د انسانانو تر منځ او د انساني ټولنې او طبيعت تر منځ د عاطفي اړيکو په هکله کره کتنه وشي او په ټولنه کې د هنر د رامنځته کېدو عوامل وڅېړل شي او د ژوند او هنر تر منځ اړيکې را برسېره شي . دلته خبره پر هنر، د ټولنې، د ټولنې له انسان او د ټولنې او انسانانو تر منځ د هنر د اړيکو او د هغوى د ټولنيز سياسي  _ اقتصادي ژوند په دننه کې د تاريخي او زمانې پېښو په باب ده، چې بې له شکه يو له بل سره د مولد او مولود، د هستي او هستوونکي پيوند لري او دلته خبره پر هنر او د خلکو په ذهن او روان کې د هنري پديدو د اثر ښندنې او پاېښت په باب ده او په هنر کې د ژمنې په باب. 

هنر او ټولې ادبي پديدې هر کله او هر وخت د يوې ټولنې د خاصو زماني او مکاني شرايطو او پېښو زېږنده او د ټولو زېربنايي مناسباتو د موجوديت، خصلت، بدلون او حرکت روبنايي محصول دى او تر نن پورې يې يا خو په هماهنگ او کله هم په نا هماهنگ ډول دوام موندلى او تر موږ پورې رارسېدلي دي. 
ومو ويل چې هنر او ټولې ادبي پديدې د ټولنيزو، تاريخي او اقتصادي مناسباتو زېږنده او د ټولنې او د ټولنې د خلکو د ذهني اړتياوو او غوښتنو پر اساس منځ ته راغلى دى او وده يې موندلې ده. هېڅوک نه شي کولى هنري پديدې له طبيعت، ټولنې، تاريخ او د خلکو له ژوندانه څخه بېل او مجزا  وبولي . هنر د ټولنې د ژوندانه تجسم او انعکاس دى، نو که چېرې هنر او هنرمند وغواړي له ټولنې او د ټولنې له روانو پېښو سره اود خلکو د ژوند له روال سره پرېکړه وکړي د عاج د خيالي ماڼۍ له برجونو څخه لوېږي او ځان ته په حتمي توگه د مرگ او نېستۍ بې رحمه منگولو ته سپاري هنرمند، اديب، شاعر او ليکوال د ټولنې مخکښ استازي او د هغه د عيني موجوديت پېښو او تاريخ منعکس کوونکي او آيينه دار دي . هنر مند پخپله د خپلې ټولنې غړي دي او پخپله ټولنه کې ژوند کوي  .هنر مند  ))  پر ځمکې ولاړ دى او بياد د اشياوو پر موجوديت . شهادت ورکړي  .که هغه خپل زمان ونه گوري له خپل تاريخ سره يې خيانت کړى دى او که خپل محل، مکان او چاپېريال ونه ويني او که د خپل ماضي قاضي، د حال لېدونکى او د راتلونکې پيشگوى اونه اوسي خيانت يې کړى دى  . . . )) . 
  هنرمند، اديب، شاعر او ليکوال په ټولنه کې ژوند کوي او بايد د خپلې ټولنې او د خپلې نړۍ د پېښو انعکاسگر او د خپلو خلکو د ناپايه رنځونو، وينو او اوښکو د شېبو انځورگر او برعکس هم د خپلې ټولنې د انسانانو د خوښيو او ښاديو د شېبو عاطفي مترجم وي. 
زمونږ په لوغړنه ټولنه کې چې همدا اوس هم د مرگ او وينو سوداگران هره ورځ او هره شېبه د خلکو د کورونو پر نغريو کې د مرگونو او نېستيو زړي کري او زموږ پر لوغړنه ټولنه کې چې د جگړې اورونو زمونږ د هيواد پراخ او سمسور طبيعت هم پر چېغو او زگېرويو راوستى دى نه ښايي چې زموږ د دغې سوې سوځېدلې ټولنې  هنر مند، اديب ، شاعر او ليکوال د عاج په خيالي ماڼۍ کې ناست او د خلکو په وړاندې د بې مسووليتۍ پلتۍ ووهي او حتى د خپلو عواطفو او احساساتو پر  ))  بې طرفه))   کولو سره د خپلو هيوادوالو د زړونو د وينو د لښتيو او د هغوى د ماتو هډوکو د غنډيو بې پروا نندارې وکړي  . ))  څومره به لويه گناه وي هغه خه چې ويلى يې شو ونه يې وايو او څومره به له انسانيته لرې وي هغه څه چې وينو يې ونه يې ښيو او پرېوتي له لاسه ونه نيسو )).  
 
بېرته شاته