لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
زه اوس ډاكټره فوځيه يم
لیکوال: محمد طاهر شرر ساپي   نېټه: 12.07.2008   خپرونکئ:    

دژمې سړې ورځې وې  ما زيګرستړى ستومانه له دفتره راغلم دارام سا ه مې نه وه اخيستې چې تليفون يوې نا اشنا نمرې وشرنګوه تكمه مې كيكا ږله
_بلې ...جا ويد يم اورم ...
_څوك ..جاويد ...وبښې لكه چې نومره مې غلطه كړې
_خداې دې وبښه ...

اوله دې سره تليفون بند شو
زه خپلې كوټې ته ننوتم خپل ما شوم زوې مې په غيږ كې را وخيست دورځې ټوله ستړيا مې رفع شوه ..چې بيا دتليفون زنګ را غي ګورم چې همغه نومره وه
_بلې اورم جا ويد يم ...تا سو څوك خبرې كوې ....؟!ااوڅوك  موپكا ر دي ؟!
_زما نرګس په كا رده ...
_بلې ...نرګس..؟؟!! نر..نرګـس..څو.ك ده؟!!په كړس كړس يې وخند ل اوټليفون يې بند كړ

ميرمن مې را ته د چا يو پيا له مخكې كيښوده خوزه په سوچ كې پريوتم چې دا لا اوس څوك ده ..كيداي شي نمبر اشتبا ه وي ..بل څوك به يې پكا روو ..زه به يې نه وم پيژندلى ..خونه دا دوهم ځل تليفون بيا ولي راغي ؟!!ايا دا به هم اشتبا ه وي زه با يد ددي نومرې خا وند پيد اكړم
ميرمن : دچا يو پياله درنه سړه شوه څه چل شوى ؟!ايا دومره خواشينونكى تليفون وو ...!!اورښتيا دا ماشوم نن ډيرزيا ت ټوخيده تبه يې هم وه كه دې كوم ډاكټر ته ښودلى وى ...
ما خپل خواره واره فكرونه راټول كړل بيا مې ميرمن ته وويل
_كوم ډاكټر ته به يې يوسو دلته په ډاكټرانوهم سړى سم باور نه شې كولې هر يولكه دقصه خوانې دحكيما نوغوندې په خپله لوحه ليكلي چې دټولونا روغيو ذمه واردې  نورنوپه هيڅ نه پوهيږي
_ولې دلته يوه نوې ډاكټره راغلې خلك يې ډير صفت كوې چې ډيره زيا ته قا بله ده هلته به لاړشو
_ډاكټره ...؟!!څوك ده ..؟!!
_فوځيه نوميږې  په پا كستا ن كې يې زده كړې كړې
_فوځيه ...ميړه يې څه كا ركوي ..؟!
_ترا وسه يې ميړه نه دى كړى دپلا ر په كور نا سته ده
_ښه نووخت نه ضا يع كوو
زموږ اودهغې دكورترمنځ يواځې پنځه دقيقي مزل وو

كله چې كورته ورغلوزه په ميلمستون كې كيناستم ميرمن اوما شوم مې دواړه دهغې ځانګړې كتنځى ته ولا ړ
ډاكټره: داما شوم څه نا روغې لرې ..؟!!
ميرمن : ټوخيږي اولږه تبه هم لري ..
_تشويش مه كوه ..والګې وهلې لګ يې تود وسا ته ښه به شي احتيا ط پكا ردى هسې نه چې سينه بغل شې
ډاكټرې دميز پرسر كا غذ را وخيست
_دما شوم څه نوم دى .....؟
_حنظله .....
_عربي نوم دى
_ هوپلا ر يې له عربي ادبيا تونه فا رغ دى اودا نوم يې خوښيده اګر چې زما ژبه پرې نه اوخته خوبيا هم چې هغه خوښ كړنواوس مجبوره يم چې حنظله ورته ووايم
دواړووخندل
_هورښتيا دپلا ريې څه نوم دى ؟
_پلا ريې جاويد نوميږې ؟
_څه كا ركوې؟
_ژورنا لست دى .
ډاكټره موسكى شوه
_نن سبا ژورنا لستا نوته ډير ګواښ ورپيښ دى ګوره په ميړه دې پا م كوه هسې نه خداى مه كړه چې ............
_ولې ....!ډاكټرې دومره بې خيره اوزړه ښويدلې خبرې راته مه كوه كه هغه نه وي نوداسې فكروكه چې زه هم نه يم
_لكه چې خاونددې دربا ندې ډيرګران دى ...........!
_كه موږته اجا زه راكړي موږ به لا ړ شو
_نه چاي به را سره وڅكې بيا به لا ړشي
_با را ن او وارورې ګډې وريږې هغه .......به  هم ولاړيې
_نه هغه ميلمستون كې دې چا ي څښې.....  ته به هم چا ى وڅښئ
_ستاسو څوروپي شوې
_روپې ...روپې دې خاوندې راكړې دې .
ښه نودخداې په اما ن
_ په مخه دې ښه ګوره په ميړه دې ډير پام كوه .
_نا اشنا ښځه ده ميړه زما دى اوسپا رښتنې را با ندې دا كوي
جاويد اوميرمن يې دډاكټرې له كوره ووتل ميرمن ېې جا ويد ته مخ رواړو
_ډاكټرې ته دې څوفيس وركړ؟
_ما خوروپۍ نه دي وركړې ولې تا ورنكړې ...؟!!
_نه ما ته ېې وويل چې روپۍ د ې خاوند را كړې دي.
_عجبه ......................!!!!!!!!!!!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟
جاويد په فكر كې شه ..يره په دنيا كې ښه خلك پيد اكيږي  كوردې ودان وي داهم شكر دى چې كلې كې يوه ډاكټره پيد اشوه دغه ستونزه خويوڅه هواره شو ه ځه كه بل ځل ورغلم بيا به يې روپى وركړم .
(هغه په دې سوچونوكې ووچې تليفون زنګ را غى )
_واه ..داخوهمغه نومره ده چې دوه ورځې وړاندې يوې نجلې را سره خبرې وكړې ....تكمه مې  كيكا ږله
_بلې اورم ........تا ...
_زه هم پوهيږم چې اورې اوخا مخا به يې اورې ...
_وبښې تاسوته چا دادستوردركړى چې ما ازاروي ؟
_نه تا به څوك ازاركړې ..زه به چيرته يم ...زه به له هغه چا نه ژبه پرې كړم چې ستا دازا رولو هڅه وكړي او...
_ددومره خبروپرځا ى دى كا شكې يوه خبره كړې وى ..؟!!
(هغې بياښه په كړس كړس وخندل)
_ولې ...؟!دومره دخند ا خبره وه..؟!!! ما پورې دې وخند ل..؟!! كه زما په خبره پورې دې وخند ل؟! اوكه نه ما ته دې وخند ل...ته ..
_په دې مې وخند ل چې ستا په هغه يوه خبره ورسيدم چې ته څه غواړې .؟!!!
_ولې ته څه بزرګه يې چې زه څه غواړم ..؟!
_ستا په اړه خوبزرګه يم ته به داپوښتنه كوې چې زه څوك يم اوزه به يوځواب دركوم چې زه ......
_هو...همدامې ويل نه پوهيږم نن دې راته غږ ډير اشنا ښكا رې كيداى شي چې چيرته مې ليدلۍ يې .
_دخداي په اما ن
_الو....الو.......الو....!!!!!!!
(تليفون بند شه بيرته مې دزنګ وهلوكوشش وكړ خوڅه نتيجه يې ورنكړه )
سبا دجمعې ورځ وه دفترمې هم رخصت وو له ځا ن سره مې وويل دا ډاكټره نوې دې كلې ته را غلې را ځه دغرمنې ست به ورته وكړې هسې نه چې بيا ووايې چې څه دبې پښتوكلې ته راغلي يم ..!!!!
په دې وخت كې مېرمن كوټې ورننوته
_سعيدې هلك څنګه دى ؟
_والله هغه دارونه ول سم تا رياك ول اوس دخداي فضل ډير ښه دى .
_فكركوم چې دا ډاكټره په رښتيا هم ډيره قا بله ده خوښه دې نه ده چې د ميلمستيا بلنه وركړو .
_سړيه دا ډاكټران خلك دى. دوي خداي خبرچې كه دچا كره لا ړشي هسې دخپلې خولې خوند مه خرابوه .
_نه زه خوبه يې ورته ووايم را تلل اونه را تلل بيا دهغې كا ر دى خودارته ووايه چې له با زاره څه شى راوړم ؟
_عجيبه خبره ده ..!غوا يې حلا له كړې نه ده اوخا نكونه يې ورته په سرنيولې  تا لا  ورسره خبره نه ده كړې اوبيا دتيا رۍ غم كوې با زارخوچيرته نه تښتې خولومړى په هو اونا ځان خبركړه بيا  هرڅه ډير .
_ځه همداسې به وكړم .
سعيده له كوټې ووته په فكر كې شوه چې ډاكټرې ورته ولې وويل چې په ميړه دې پا م كوه ....!!!! دمعا ينې عوض يې  ولې وانه خيست .....!!!اوبيا دميلمستيا بلنه څه ما نا لري .......!!!!!!!!څه خبره خوخا مخا شته ...! نه ...نه ..داسې به نه وي زه په هغه با ورلرم ....
په دې وخت كې دجا ويد غږسعيده دتشويش له سمندره راويسته په منډه بيرته كوټې ته ننوته
_ښه  زه ورځمه اوته يوڅه غم وكه .
__سمه ده
جا ويد دډاكټرې كره ورغى ډاكټرې يووړوكى كور په كرايه نيولى وو چې دسړك په ښې اړخ كې پروت وو داوسپنې په لويه سپينه دروازه ټلې له ورا يه ښكا ريد ه جا ويد ټلې ووهله خوڅوك را ما لوم نه شو ټلې كا ر نه كوو بريښنا نه وه بيايې  په وروورو دروازه وټكوله بيا هم څوك را ما لوم نه شول ددروازې خواته يوه تيږه پرته وه هغې ته يې لا س كړې نو اوس يې دراوزه ښه په زوره ووهله دبوټانوټكا يې واوريده جا ويد له دروازې يوه اړخ ته شوه
ډاكتره دروازې ته را لنډه شوه په قهرجن غږيې وويل څوك يې ؟
_زه يم ...
دروازه ما ته وي كه څوك دې په كا ر دي
_وبښئ زه جا ويد يم دوه ورځې وړاندې زه، ميرمن اوكوچنى زوى مې دلته را غلي ووهغه نا روغه وو تا سو ورته دارووركړل ..
_وبښه جا ويده ما نه وي پيژندلى ما شوم اوس څنګه دى  ؟
_هغه اوس ښه دى  زه راغلى يم چې يوخو...په ډيره بښنې هغه فيس پا تې وو چې  دريې كړم اوبل مې  ميرمنې راته وويل چې ډاكټره نوې راغلې ديوې غزمنې بلنه وركړه .
_نه فيس خودرنه نه اخلم ځكه چې دا ستا سو لومړى ځل را تګ وو اوزه هم دلته په يوحسا ب ميلمنه وم ما وى چې دا خلك دا فكر ونه كړې چې والله لكه چې دروپو را ټولوته راغلى ده اوميلمستيا ته څه اړتيا ده .داټول زما خپل كورونه دي زه نه غواړم چې څوك په  تكليف شي .
_نه داته څه واېې...! هيڅ تكليف نه دى زه په دې خوشا ليږم ته په موږ حق لري
ډاكټره ددروازې ترشا يوه شيبه غلې شوه د جاويد يقين راغى چې ويې منله
_ښه زه اوس ځمه اويولس بجې به بيا درپسې را شم چې كور غلط نه كړۍ
فوځېې په ټيټ غږوويل
_سمه ده
جاويد نيغ با زرا ته ولاړ اوزړه يې نوچې څه غوښتل وايې خيستل كله چې كورته راغى ميرمن يې مخې ته ورغله
_داڅومره ډيره سودا دې را وړه..!! لكه چې ټول كلي ته ډوډۍ كوي ...؟!
_نه... ډاكټران خلك دى هسې نه چې كم ورته را شو....ته دغرمنۍ تيا رۍ كوه چې زه ورځم هسې نه چې كور غلط كړي
_ولې دكور پته دې سمه نه ده وركړې ؟
_بلې وركړې مې ده خوبيا هم نه ويل كيږي ...
جا ويد چترې را وخيسته وا وره ښه په شرنګ وريده له كوره را ووت دسړك په غاړه روان شو دسړك يوې خوا اوبلې خوا واوره ډيرې ډيرې پرته موټرې دومره نه ښكا رېدې يونيم موټرچې به تيريده هغې به هم ځنځيرونه اچولې ووخلك هم دومره نه ښكا ريد ل يواځې ددكا نونواوغرفومخې ته يونيم سړى ليدل كيده اودكورونوپه سر خلك ښكا ريدل چې له  با مونونه يې واوره غورځوله .. ښه ډيره سا ړه وو جا ويد جيب ته لا س كړې سګريټ يې را ويست په جيب يې لا س وواهه خوسګريټ ليټر ترې په كور كې پا تې شوى وو دسړك بلې غاړې ته  يوه غرفه وه چې هغه هم داسې ښكارېد ه چې تا به فكر نه كاوه ګنې چې دكا ن دى  په واوروپوښلې وه ويې غوښتل چې له سړكه تيرشې ښې اړخ ته يې وكتل لرې يوموټر په نظرورغى دده په زړه كې وروګرځيدل چې موټر ترڅورا سيږې زه به پورې وتى يم له سړكه په ډاډ پورې ووت موټر چې را لنډشودډيرو واوروله امله وخويده اودسترګوپه رپ كې دجا ويد سره ولګيده
جا ويد بې سده پريوت سګريټ يې له لا سه ولويده خوپه موټركې نا ستې سورلۍ روغې وې په منډه را كوزې شوې ا وجا ويد يې نيږدې روغتون ته ورسا وه
ډاكټرې ډير انتظارويست چې جا ويد را ما لوم نه شو نوخپله روانه شوه واورې ډير وې په لارې كې څوځل داسې ستخته وخويده چې نيږدې بيرته خپل كورته ګرځيدلې وه خوهمت يې ونه با يله او چې كله يې دكوردروازه وټكوله سعيده په منډه راغله
_فوځې ستړې مه شئ واه..واه ته خوټوله لمده شوې يې  لكه چې ډير موپه تكليف كړې هله دننه راشئ چې بخارۍ ته مواوراچولى كوټه ښه ګرمه ده اورښتيا جاويد څه شو؟!!
_جاويد خوموږنه دى ليدلى ....ايا هغه موږپسې راغلى وو...؟!!!
_بلې ډيروخت يې وشوخونه پوهيږم چې چيرته به وي......؟!!!
په دې وخت كې كورته زنګ را غى
_بلې جا ويد يم ...
_چيرته يې ميلمانه راغلې اوته لا ړې پسې ورك شوې ...!
_زه دفتر ته غوښتل شوى يم ډير عا جل كا ر پيښ شوى دميلمنوښه درنا وى وكړه چې خفه نشې اوزما عذرهم ورته وړاندې كړه ..
_جا ويده اوازدې بيخې غلى دى خيرخوبه وي
جا ويد ددردونوتا ب ر انه وړه اوله خولې يې زګيروى وخت چې سملا سه  تليفون بند شو
فوځيه :څه خبره ده ...؟!خيرخوبه وي ..څه يې ويل چيرته دى هغه ته  په دفتر كې يو ضرورې كا رورپيښ شوى دى كيداى شې را شې
فوځيې يوسوړاسويلى ويست اوبيا يې وويل پردۍ نوكري هم سخته وي سړى په خپل واك كې نه وي ...ژوند ټول ستړى دى..خداي دې ښې لا س كيڼ لا س ته نه حيرانوي ... داواورې وګوره اوكا ر.

سعيده: تا سوتشويش مه كوي ربه شې .
دډوډۍ وخت راورسيد  خو جاويد را نغې دسعيدې نه ډاكټرې دروازې ته ډير كتل دسترخوان وغوړيده ټول سره ډوډۍ ته كينا ستل.
بيا ټليفون وشرنګيده
_بلې جاويده چيرته يې ..؟!!
_خورې جا ويد نه يم...! ډاكټر يم هغه په عا جله خونه كې پروت دى.
_نه ...نه ...څوك؟!!! ...ته څه وايې ...؟!!!!
_هو موټروهلى اوس يې وضعه يوڅه نورما ل ده تا سوتشويش مه كوي
سعيدې لكه ليونۍ چيغې كړې ډاكټره هم وارخطاشوه
سعيدې له ډاكټرې نه غيږه واخيسته اوبې  اختيا ره يې چيغې كړې جا ويد موټروهلى په عا جل اتا ق كې بستر دى
ډاكټره :ژاړه مه چيغې مه وهه خداى به خير كړې ځه چې روغتون ته  په منډه ورشو
سعيده :نه تا سوډوډې وخورې ما ته هغه وويل چې ميلما نه درنه خفه نشي
_نه ډوډې مې نه تيريږې بيړه كوه چې روغتون ته ځان ورسوو زه به يې درملنه وكړم .
_زه ډاكټره يم.... زه جرا حې ډاكټره يم.. ته هيڅ تشويش مه كوه هغه به روغ شې  ډوډې ته به بيرته راشواوبيا يې خپل وراره ته مخ را واړو په منډه ورشه ديو موټر غم وكه اودوې هم ورپسې را ووتل واوره هم هغسې وريد ه ټيكسيا نې نه وي يختې ډيره زيا ته وه دوي غوښتل لوې لا رې ته ځان ورسوى سعيد ه څوځل په لا ره كې وخويده په وروستې ځل ډاكټر ې لا س وروغځاوه خوهغې هم قا بونه كړاى شوه ډاكټره هم داسې را پريوته چې لا س يې دسرك په غاړه په سيمټوولګيده په خپل درد نه وه لا س يې دړه كړې وه 
خوسعيدې ته يې هيڅ ونه ويل
لوې لا رې ته ورسيدل يوې ټيكسې ته يې لا س وركړه اوروغتون ته يې ځانونه ورسول دډاكټرې لا س پړسيدلى وو ډير درد يې كا وه خوبيايې هم  عا جلې خونې ته  ځا ن ورسووجاويد په چپركټ كې بې سده پروت وو چپ لا س اوښې پښه يې بنداج شوې وو ميرمن يې پرې راوغوړيده ډاكټرانوورته  تسلې وركړه خوهغې  فوځيه له ژوبل  لا سه ونيوه اوكړيكې يې كړې چې زما جاويد زما خاوند ....بچ كړئ دډاكټرې درد نورله زغمه ووته اوبې سده را پريوته ډاكټرانورامنډه كړې هغه يې په چپركټ واچوله چې ګورې لا س يې ما ت وودهغې لا س يې ور پا نسما ن كړيوه شيبه وروسته په سد راغله سترګې يې وغړولې پرسعيدې يې غږ وكړ
_ جا ويد څنګه دى .....؟
_ اوس هم په سد نه دى راغلى..خوستا لا س ..
_زما دلا س غم مه كوه اوبيا له چپركټه را ولاړه شوه دسعيد ې پرولې يې ښې  لاس كيـښود دجا ويد خواته روانه شوه چپ لا س يې په غاړه كې پروت وو وراره يې هم ورسره يوځاى روان شو ډاكټرانوته يې وويل: ګوشي اودفشا ر اله را وړې دجا ويدنبض  يې وكوت ځان يې ډاډه كړ اوبيايې ورته دواوليكله ډاكټر را نيږدې شوله فوځې يې نه يې پوښتنه وكړه

_ته ډاكټره يې ..؟!!!
_بلې زه ډاكټره يم .
_دانا روغ دې څه كيږې .؟!!
_هسې ...خواخوږې ورسره لرم .
_بيا هم ..!
فوځيې ډاكټر ته په سترګوكې دكوټې نه دوتلو اشا ره وكړه په دهليزكې دواړه چوكيوته كيناست يوه شيبه غلې شوه اوبيا يې خپله كيسه داسې پيل كړه زه اودا په يوه كلې ،اوپه يوګا ونډكې سره را سترشوې وو.....پرديستوب هم نا اشنا بلا ده خداى دى څوك پرديس نه كا زه به دپنځه كلونووم اودا به ايله داته كلونووو ...را لوي شو ..سترشو...سا عتونه ورځې اوورځې كلونه شول ...پښتنې ټولنه ده ځينې خبرې پكې دكولونه وي خوكله كله كه انسا ن هم ونه غواړې ځينې خبرې كوي ...دا  يوه ورځ له ليسې نه را غى زما اوددې دكورترمنځ دوه كوڅې فرق وو زه هم راروانه وم زما په لا س كې دګلاب ګل وو ..زما ګلا ن ډير خوښيده ..په خپل كوركې مه نهال كړې وو_.پلا ر به مې راته هروخت ويل چې لورې دګلا نوعمركم وي _ده دې ګل ته داسې راوكتل لكه چې غواړې يې ..ما هم لا س وروغځا وو ګل مې وركړه هغه دخوښې مسكا وكړه _ډاكټرې يوسوړاسويلى وويست _اوبيا يې خبرې پيل كړې هغه ډير ه حيا درلوده ...هو...!!ډيره حيا هم كله كله انسان له خپلوموخو پا تې كوې ...يوه ورځ ډيرزيا ت با ران وريده ..._جاويد يوزګيروى وكړ نرسې غږوكړه چې دوا را ورسيده _فوځې يې هڅه وكړه چې پا څيږې خوډاكټرورته داستراحت وويل اوهغه يوڅه پيچكارۍ چې فوځېې ليكلې وې جاويد ته تزريق كړې
بيرته را وګرځيده
فوځيي بيا كيسه پيل كړه ډيربا را ن وريده لا رې له خټوډكې وې زه له ليسې نه  كورته راتلم زموږكورته چې كومه فرعې كوڅه را ګرځيدلې وه دلته به زه ځانته شوم نورې ملګرې به را نه بلې خواته وګرځيدې_ په دغوكوڅوكې ما ډيرې لوبې كړې وې_ جاويد دكوڅې په يوې خوا كې ولاړوو با ران ېې جا مې ورلمدې كړې وې اوبه ترې څڅيده _اه ...!!!داژوند هم يوه نا اشنا لوبه ده ځينې ترخه يا دونه به انسا ن ته   ډيرخواږه شي اوډيرخواږه يا دونه به انسا ن ته ترخه شي  _ ما پرې غږوكړه جا ويده ټول ځا ن دې لوند كړولې ولاړ يې هغه  سترګې را واړولې په سترګوكې يونړۍ خبرې وې وخت ډيرتنګ اولنډوو زه په ډيرولږوخبروپوه شوم دهغه شونډې شنې اوختې وې وروله ځا ن سره وګوڼيده 
_ با رانه....!! كوردې وران شه رسوادې كړم ..
چې ښه ورنيږدې شوم
 _په دې وخت كې جا ويد بيا يوزبيرګى وكړه_
 سعيده يې سرته نا سته وه شيبه په شيبه به يې په خپل پلواوښكې پا كې كړې اوبيا به په جا ويد را ټيټه شوه  _
فوځې بيا خپلې كيسه پيل كړه پوه نه شوم چې با را ن يې په  سترګوروريده.... اوكه له سترګويې وريده.. له لا سه مې ونيوه ټكا ن مې وخوړ كورمې هم لرې نه وو هسې نه چې وروراويا بل څوك مې ونه وينې څه به وايې ..........؟
جاويد په خودراغې دسترګوپه كنج كې يې يوخوا اوبله خواوكتل سعيده پرې ورټيټه شوه  هغه په وچوشونډوسعيدې ته وويل
_سعيدې!ميلمانه خودې وپا لل ..
_هو...خو...
_ولې ..؟!!څه خبره ده..؟!
_ هغه هم راسره راغله خوپه لا ره كې يې پښه وخويده اولاس يې ما ت شه
_چيرته ده؟!! جا ويد دراپا څيدوكوشش وكړه خوونه توانيده
فوځېې خپله كيسه نوره هم وغزوله يوه ورځ داسې راغله چې ماته يې وليكل
ګرانې ..! دازما ليك دى زه جا ويد يم موږ له دې كلې كډه اخلو... فكرنه كوم كه  نوردلته پا تې شم زه روان يم ...... خوزړه مې نه ځې.... پښې په ځا ن پسې را كا ږم روح مې له تا سره دى زه به بيا را ځم دنوې ژوند سره دنووخبروسره ته به زما په خبرونه پوهيږې خوزه هيله لرم چې پوه شې زه به ستا په انتظا ريم
جاويد
يوكا ل وروسته زما دتره ځوى زما په جرګه را غى  ما انكا روكړه چيغې مې وكړې.. ومې ژړل مخ اوسر مې ووهل... مورجا نې ته مې ډيره زارې وكړه خوپه دې پښتنه ټولنه كې څوك ديوپيغلې ژړا اورې
_اوفوځيه بيا په ژړا شوه دټكرې په پلويې خپلې اوښكې پاكې كړې  _
هغه خط  مې را واخيست په زړه پورې مې ونيوه لږه تسلې به مې پرې وشوه اوهمدغسې مې شپه اوورځ په ژړا تيروله خوددې رازنه څوك نه ووخبريوخداى خبروو اويودى ..څوك دچا له زړه نه څه خبردي له كوژدې دوه اونې وروسته مې كوچنى ورورروسيم ر اغي اومورته يې وويل
وسيم :مورجانې هغه دګلا لۍ دې په كوڅه كې چې كوروو اوبيا تير كا ل له دې ځا ي نه كډه شول هغه هلك  راغلى
_ما را منډه كړې چې هلته خودجاويد په نا مه ديوه تن كورووچې تيركا ل كډه شول
كشره خور_دډيوې ورور جا ويد خوبه نه  يا دوي ؟
_هوهمغه دى .
كشره خور_دهغې خورډيوه خوزما هم صنفۍ وه هله ژريې ميلمستون ته بوځه زړه مې درزا پيل كړه چې څنګه يې خبركړم څه ورته ووايم هغه خوډيرنا زكه زړه لرې هسې نه ....ماښا م مانځه ته پاڅيدل داوداسه لپاره يې اوبه وغوښتې ما لوټه را ډكه كړه اويوليك مې ورته وليكه ټوله خبره مې پكې يا ده كړې وه ليك چې مې ورته وړاندې كړهغه په يوزړه دردونكې مسكا وويل 
_زه په هرڅه خبر يم دتقديرليك نه بدليږي خپل ژوند كوه كه موږهرڅومره سره لرې يوخوزموږله زړونو نه څوك مينه نه شې اخيستى زموږ په زړونوكې به مينه تل ژوندۍ وي تل به را شنه وي تا ته ښه.. ښه ژوند غواړم دخبرووخت نشته دخداي په اما ن .......
هغه سهاروختې وتلى وو دتقدير كا رونه دي زما دتره زوي درې ميا شتې وروسته دكينسر په نا روغۍ اخته شوواوڅلورميا شتې ورنځيده ...زه ازلي بدبخته يم
_فوځيه بيا په ژړا شوه _
دجا ويد لس كا له ما لوما ت ونه شول دلته مې وموند څوځل مې ورته زنګ وواه خوداجرات مې ونه كړچې ځان وروپيژنم هغه اوس ديوزوې خاوند دى ....هله مې ومونده چې ما ډير څه له لا سه وركړل په داسې حال كې مې وموندچې اوس يې سترګې  د اوښكوپرځاى له وينوډكې دي

په دې وخت كې نرسه دهليزته راووته ډاكټريې وغوښت فوځېه هم پا څيده كله چې دجا ويد خواته ورلنډشول
جاويد په فوځيه كې سترګې خښې كړې اوبيا يې په ډيره حيرانۍ سره وويل :ته ...  ته فوځيه نه يې..؟!!!!
فوځيه موسكۍ شوه :نه ..نه زه اوس ډاكټره فوځيه يم 

 
بېرته شاته