لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
تېروتنه - داستاني طرحه
لیکوال: آرش ننګيال   نېټه: 06.06.2008   خپرونکئ:    

دحيرانتيا،غم، خندااو تلوسې په يو ځای راتلل هم عجيبه خبره ده، له هغې پېښې درې کاله تېر شوي ،  خو ځينې خاطرې بيا داسې وي چې هيڅ کله هم نه هېريږي. او تل د زړه په تل کې پرتې وي .
اسرار د سهار په لسو بجو راته تيليفون وکړ. خو د معمول  په خلاف دا وار د اسرار په خبرو کې هغه شوخي او هغه خندا نه وه. کله به چې زموږ تيليفون رخ شو نو پرته له کومې خبرې به مو له واره په ټو کو او مسخرو شروع وکړه .خو دا ځل د اسرار په غږ کې راته يو دروند غم ښکاره شو. په لړ زېدلي غږ يې وويل:
-  ته په کور يې؟
- ماوې هو څه خبره ده .
بې له ځنډه يې وويل :
- ته منتظراوسه زه درغلم!
 نور يې هيڅ هم ونه ويل اوتيليفون يې بندکړ.
 يووخت ما او اسرار په يوې نړيوالې موسسې  کې کار کاوۀ . خو ما هغه بو خته دنده پرېيښې وه او اسرار لا خپله دنده پر مخ بېوله . هغه  په کم عمر کې د ټولنيز ژوند له ډول،ډول ستونزو سره مخ شوی و.خو لا هسکه غواړه و او سر يې ورته نه و ټيټ کړی.
 په کار ځای کې  که له خپلو همکارانو تکړه نه و نو کم خو په هيڅ صورت ترې نه و، ښکلې جذابه څېره يې درلوده،ډېرې نجونې خو يې په ښو اخلاقو غولېدلې، هغوی به ګومان کاوه چې  ماسره ګوندې مينه لري خو  داسې نه وه اسرارله ټولو انسانانو  سره مينه درلوده.اسرار ځکه ډېر جالب هلک وچې دی به له جنکيو نه ډېر په تنګ و، که څه هم چې د ښکلا معيار لا په نړۍ کې چا نه دی ټاکلی، خو اسرار بيا معيار ورته ټا کلی و د هغه دمعيار به وروسته درته ووايم خو څو چې اسرار رارسېدۀ يوه شېبه راباندې پوره کال تېريده .
 نه پو هيږم چې په کوم فکر کې تللی وم ، دکور دروازه وټکېده په منډه ورووتلم اسرار مې په داسې حال کې وليد چې مايې هيڅ تصور نه شو کولی. دهغه سترګې سرې وې  او بو تل يې په تخرګ کې نيولی و، اسرار هيڅ کله نشه نه کوله . ما غوښتل چې دتېر په څير ټوکې ګپ شپ ور سره شروع کم. خو داسې ښکارېده چې نور پکې د ودريدو توان نه و. له حرکاتو نه يې  پوه شوم چې کور ته تلل يې غوښتل . د حجرې ور ته ودرېدم، زه لا د خونې د قلف په خلاصولو بوخت وم چې يوه درنده له درده ډکه چيغه مې تر غوږ شوه، که رښتيا ووايم سخت ووېرېدم. دا چغه د اسرار وه،ژر مې ور خلاصه کړ او اسرار مې خونې ته دننه کړ.په لومړيو کې مې کوښښ وکړ چې غلی يې کم خو بيا مې فکر ته راغلل چې کله کله ژړا هم د غم په کمولو کې مر سته کوي. ډېره شېبه غلی وم له ځان سره مې سوچونه کول چې په څه ډول يې په خبرو راولم؟ څه ورته ووايم؟ ځکه اسرار دومره خواشينی هيڅ کله هم ما نه وليدلی ان د مور په مرګ کې يې هم.
 د بوتل سر يې خلاص کړاولکه جل وهلی يې په سر واړوۀ، اوږده سايې واخيسته ، وريږدېدۀ . سر يې په زنګنو کېښود او  غلی شو. له يوې شېبې چوتيا وروسته مې ځان خبرې ته جوړ کړ . د زړه په زور مې په شونډو مسکا راوسته او په نرمه مې ورته وويل :
 - ښه اوس دا ووايه چې څه خبره ده؟ همدا چې د ملالۍ نوم يې واخسته نوره ما خپله خندا ټينګه نه شوه کړای زۀ چې په خبره و پوهېدم ايله  د ملنډو او خندا موقع په لاس راغلې وه . دومره مې وخندل چې په تشو مې درد شو اسرار به تل ما سره زماد خند ا په وجه لاس او ګريوان و، هغه به ويل يو خو ډېر په لوړ غږ خاندې او بل  خبره معلومه نه وي او خوله دې جينګه وي ما د سخت عکس العمل تمه درلوده خوما لا خندل  چې د اسرار خندا مې تر غوږ شوه زر غلی شوم . ځکه هغه د زړه له درده ژړا او داسې په کړس خندا ! ماوې که هلک ليونی شو. ددې لپاره چې غلی شي بيا مې ترې پو ښتنه وکړه:
-  ښه اوس نو کسيه وکه څه خبره ده؟
له دې خبرې سره يې بيا له سترګو اوښکې روانې شوې ، يوه شېبه غلی شو . شونډې يې رپيدې کوښښ يې کاوه چې ژړا بس کړي خو لکه چې امکان يې نه و.
 بې مقدمې يې په خبروپيل وکړ.
- کاش چې د باندې نه وای وتی کاش چې د پيپسي پر ځاې مې زهر څښلي وای.
  په کار کې ستړی شوم  ماوی چې د د فتر نه دبا ندې يوه سړه پيپسي وڅښم. همدا چې  له ور نه د باندې ووتلم ګورم چې ملالۍ له يو ځوان هلک سره اوږه په اوږه زما په لور را روان دي. زه يې تر څنګ ولاړ وم خو زه يې له سره ونه ليدم، ددوی په ليدو مې د ډېر دروند غم احساس وکړ. زړه مې ودرځېد ، پښې مې سستې شوې، په سترګو مې تياره راتله. داسې غم مې تر اوسه نه و څکلی.
چې د اسرار د خبرو تسلسل ته زير شوم داسې راته وبرېښېده چې بيخي نشه ندی ډاډه شوم، نوره مې  خپله خندا ټينګه نه شوه کړای . بيا په خندا سر شوم. دومره ملنډې مې پرې ووهلې چې نور به يې زړه راته تنګ شوی و، را پاڅېده دوه درې لغتې يې ووهلم.
زه هم غلی شوم ما و ې ښه کيسه وکه .
-  نورڅه ووايم هر څه چې وايم ته خاندې .د داسې يوې بې وفا کيسه څنګه وکم همدومره بس نه ده ، دا درد ډېر دروند دی هغه څوک چې د يو چا ژوند، اميد ، مينه ، د خيالونو ښاپيرۍ وه هغې خو يواځې ما سره مينه کوله . د مينې وړانديز خو هغې راته کړی و. په ما کې څه کمي ده.؟ ولې يې ماسره دوکه وکړه؟ زه له جنکيو نه کرکه کوم. زه له مينې کرکه کوم.
 شونډې يې مرۍ مرۍ شوې او زه يې به خپله خندا پښيمانه کړم .
 کله چې اسرار د لمړي ځل لپاره ملالۍ وليده بيا يې له واره ورباندې زړه بايللی و. عجيبه خو لا داوه چې په ډېر لږوخت کې يې دمينې تار وغځېد، څوواره چې ما د ملالۍ ليکونه د اسرار په لاس کې ليدلی وو نو ما ته داسې ښکاره شوه چې  له اسرار نه د ملالۍ په زړه کې اسرار ته ډېره مينه پرته ده . که څه هم چې ملالۍ ډېره ښکلې نه وه  خو د اسرار د خوبونو ښاپيرۍ وه  مخکې مې د معيار يادونه کړې وه  ملالۍ د اسراردښکلا په معيار برابره نجلۍ  وه.ميانه قد .تکه سپين ګرد د سپوږمۍ په شان روڼ مخ ،ژېړ ويښته،له ښکلا سره،سره ډيره جذابه هم وه ،لنډه دا چې اسرار  همداسې خواشينی خپل کورته لاړ . خو بيا هيڅ کله له کوره راونه وت داسرارهغه لېونتوب چې ما هسې ټوکې ګڼلې رښتيا شو کله کله  يې خواته ورځم. خو يوه شيبه هم ور سره د زړه خواله نه شم کولی . ځکه زما په ليدو هغه ملالۍ غواړي خو ما ورته ملالۍ له کومه کړې واى .
  يو ورځ ملالۍ سره هم مخ شوم  او هغه ټولې خبرې مې ورسره شريکې کړې؛ خو هغې له اسرار نه ډېرې اوښکې تويې کړې هغې ويل  په هغه کس چې اسرار زما د ملګري ګمان کړى و زما ورور و .

 
بېرته شاته